د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي دي چې د خبرو اترو په جریان کې، د خیبر پښتونخوا حکومت د طالبانو د موقت حکومت سره د اړیکو نه نیولو، د تحریک طالبان پاکستان او تحریک طالبان افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو په ښکاره غندنه او د افغان کډوالو په اړه د فدرالي حکومت د پالیسۍ پلي کولو شرایطو سره موافقه کړې وه، مګر په وروستۍ شیبه کې له دې ژمنو څخه شاته شو.
د یکشنبې په ورځ، محسن نقوي، د خپل ایکس له لارې په یوه خپور شوي پوسټ کې وویل چې د خبرو اترو په جریان کې، د خیبر پښتونخوا حکومت په یوه لیکلي تړون موافقه کړې وه او د 72 ساعتونو دننه یې د پلي کولو ډاډ هم ورکړی و.
خو د هغه په وينا، ډېری هغه ټکي چې پرې موافقه وشوه، په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پورې اړوند وو، چې په کې په پښتونخوا کې د ترهګرو د ازادانه فعاليت مخه نيول، د هغوی د خوندي پټنځايونو له منځه وړل، او د ټي ټي پي او ټي ټي اې د ترهګريزو فعاليتونو په ښکاره غندنه او داسې نور شامل دي.
هغه وويل چې د پښتونخوا حکومت موافقه کړې چې د طالبانو د موقتې ادارې سره به هيڅ ډول تماس ونه نيسي، د افغان کډوالو په اړه به د فدرالي حکومت د تګلارې پلي کول ډاډمن کړي او د کډوالو کمپونه به وتړل شي.
د کورنيو چارو وزير په وينا، دا هم موافقه شوې چې ولايتي حکومت به د وسله والو ځواکونو سره د قوي اړيکو تر څنګ په امنيتي چارو کې بشپړه همکاري وکړي او د ملي عمل پلان بشپړ پلي کول به هم ډاډمن کړي.
محسن نقوي وويل چې تېره شپه، د خبرو اترو په وروستي پړاو کې، د خيبر پښتونخوا حکومت ناڅاپه له دې ژمنو څخه شاته شو. په داسې وخت کې چې ایالت د جګړې له حالت سره مخ دی، امنيتي مسايل بايد د سياست قرباني نه شي.
له بلې خوا، د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي وویل چې د هغه ګوند په خبرو اترو کې اووه ټکي وړاندې کړي دي، چې پکې د زندان د دستورالعمل سره سم د عمران خان، د هغه د میرمنې او نورو بندیانو د تحریک انصاف مشرانو سره د لیدنې حق ورکول او په محکمو کې د دې ټولو بندیانو د قضیو ژر اوریدل او ځینې نورې غوښتنې شاملې دي.
وزیراعلی په یوه بیان کې وویل چې د سیاسي مذاکراتو یوه ګډه کمیټه باید جوړه شي چې د لومړي وزیر، د پاکستان پیپلز ګوند او د اپوزیسیون ګوندونو استازي پکې شامل وي ترڅو د متقابلې اجماع له لارې د کار وړ حل ومومي.
هغه وویل چې د عمران خان، بشرا بي بي، د سزاګانو په وړاندې د درج شویو عریضو په اړه د غور کولو پروسه باید د اساسي قانون او قانون سره سم په لسو ورځو کې پیل شي او ټولې قضیې باید د اساسي قانون، قانون او شفاف قضایي طرزالعمل سره سم پریکړه شي.
سهیل افریدي وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د روانې ترهګرۍ د له منځه وړلو، د خلکو د ژوند او مال د ساتنې او دایمي او دوامداره سولې د رامنځته کولو لپاره به د فدرالي او ولایتي حکومتونو ترمنځ اغیزمن، دوامداره او معنی لرونکې مشورې یقیني شي، او د دې هدف لپاره به موجوده پالیسۍ او اقدامات په منظم ډول بیاکتنه شي او د اړتیا سره سم به په کې مناسب تعدیلات راوستل شي.
وزیر اعلی وویل چې که چیرې فدرالي حکومت د موافقو شویو تضمینونو، د خبرو اترو پروسې یا اساسي او قانوني غوښتنو څخه سرغړونه وکړي یا په غیر عادلانه توګه د خبرو اترو پروسه ودروي، نو پاکستان تحریک انصاف به د سوله ایز، ډیموکراتیک او قانوني احتجاج حق خوندي کړي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان تحریک انصاف په ګډون د اپوزیسیون ګوندونو او د فدرالي حکومت د پلاوي ترمنځ دوه ورځې خبرې اترې روانې وې، مګر ګوندونه وروستۍ پایلې ته رسیدو کې پاتې راغلي، چې احتمال لري په راتلونکو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شي.