له افغانستان وروسته، د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سودان او یمن اتباع په ترتیب سره په ترکیه کې د نیول شویو پناهغوښتونکو تر ټولو لویه برخه جوړوي.
دغه پناهغوښتونکي د استوګنې کارتونو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې د نیول شویو کسانو د برخلیک او د ایستل شویو کسانو د شمېر په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي.
په همدې موده کې ۱۰ زره او ۱۳۵ کسان هم د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د ترکیې پولیس او ساحلي ساتونکي په دوامداره توګه، په ځانګړي ډول افغان پناهغوښتونکي، نیسي او وروسته یې له هېواده شړي.
د ۲۰۰۱ کال پر مهال کندهار د طالبانو اصلي مرکز او د هغوی معنوي پلازمېنه بلل کېده. د طالبانو مشر ملا محمد عمر او ډېرو طالب مشرانو خپلې چاري له همدې سیمې رهبري کولې. د ګارډڼ د راپور له مخې، د ښار په شاوخوا کې د طالبانو د مشرتابه مهم مرکزونه او د القاعدې له شبکې سره تړلي مهم تاسیسات هم د کندهار په سیمه کې موجود وو.
له همدې امله د کندهار په بمبارولو امریکا د طالبانو د سیاسي، پوځي او رهبري مرکز کمزوری کول غوښتل.
د طالبانو لومړني رژیم د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې سقوط وکړ، خو طالبان له منځه نه لاړل. هغوی په پاکستان کې بیا منظم شول او د چریکي جګړې له لارې یې پر نوي افغان حکومت، امریکايي او ناټو ځواکونو بریدونه پیل کړل.
کندهار هم د دې اوږدې جګړې له مهمو میدانونو څخه پاتې شو. د طالبانو له رژیم وروسته د کندهار د نیولو او ساتلو لپاره د امریکا، ناټو او افغان ځواکونو حضور پراخ شو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې کندهار، چې د طالبانو وروستی لوی مرکز پاتې و د پرله پسې بمبارۍ او د طالبانو ضد افغان ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو تر فشار لاندې سقوط وکړ خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر وتوانېد چې له سیمې ووځي.
د امریکا د راپور له مخي، جګړه یوازي د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ پاتې نه شوه، بلکې د افغان حکومت د جوړولو، د امنیتي ځواکونو د روزنې، د طالبانو د بغاوت، القاعدې او وروسته د داعش د فعالیتونو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي پر سر په یوه اوږده شخړه بدله شوه.
د پيبياېس نیوز په یوه راپور کې راغلي، چې له ایران او پاکستان نه د مېلیونونه افغان کډوالو بېرته ستنېدل د افغانستان پر روان کمزوري اقتصاد او بشري وضعیت دروند فشار راوستی او ګڼې کورنۍ له بېوزلۍ، بېکارۍ او ناروښانه برخلیک سره مخامخ دي.
راپور د امیر په نوم د یوه افغان کډوال کیسه را اخلي، چې په جبري توګه له ایران نه اېستل شوی او له خپلې خور او د هغې له ماشومانو سره بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. امیر ویلي: «زه په خپله خوښه افغانستان ته نه یم راغلی. دلته نه کور لرم، نه کار او نه هم د ژوند کومه وسیله». د راپور له مخې، امیر شل کاله په ایران کې ژوند کړی و او د ورځنۍ لاسباړې له لارې یې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابرول؛ خو د ایران د اقتصادي ستونزو او د کډوالو پر ضد د سختو اقداماتو له امله ونیول شو او بېرته افغانستان ته واستول شو. هغه وایي، اوس یې تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې له کومه به د ژوند لګښتونه برابر کړي. راپور کاږي، د ایران لهخوا اېستل شوي ډېری افغانان هغه ځوانان دي چې د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت څخه د خلاصون لپاره ایران ته تللي وو. د وکیل په نوم یو بل افغان ویلي، چې له خپلو ملګرو سره د قاچاق کوونکو په مرسته ایران ته روان و؛ خو تر پولې د اوښتو لږ وروسته ونیول شول. هغه ادعا کړې، چې ایراني امنیتي ځواکونو دوی وهلي، تر لمر لاندې یې درولي او وروسته یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. د راپور له مخې، وکیل او د هغه ملګري ټپیان شوي او ادعا کوي چې د هغوی پیسې او نور شخصي توکي هم ترې اخیستل شوي دي. وکیل ویلي: «مېلیونونه ځوانان د بېوزلۍ له امله پولو ته ځي. دوی د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخ کوي». راپور زیاتوي، چې د نړۍوالو مرستو کمښت د راستنېدونکو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې بودجه چې په ۲۰۲۲کال کې ۲۴۰ مېلیون ډالره وه، سږکال یو پر درېیمه راکمه شوې ده. د راپور له مخې، پخوا هر راستنېدونکی کس ۳۵۰ ډالر نغدي مرسته ترلاسه کوله؛ خو اوس یوې بشپړې کورنۍ ته یوازې ۱۷۰ ډالر ورکول کېږي. راپور وايي، په ځینو سرحدي سیمو کې افغانان د ایران له پولې د اوښتو پرمهال د ډزو له ګواښ سره هم مخ دي. د احمد په نوم یو ځوان ویلي، چې د ایران پولې ته نږدې د ډزو پرمهال ټپي شوی و؛ خو یو وار بیا غواړي ایران ته د تګ هڅه وکړي. هغه ویلي: «زه بله لار نهلرم. دلته ډوډۍ نهشته، کار نهشته. مجبور یم بېرته لاړ شم». راپور زیاتوي، د هېواد په ختیځ کې له پاکستان نه د افغانانو ستنېدل هم په چټکۍ روان دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې تر شپږ مېلیونه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او یوازې سږکال ۶۰۰زره کسان د پاکستان له لارې هېواد ته داخل شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه چارواکي چارلي ګوډلېک ویلي، راستنېدونکي په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، په خېمو کې اوسېږي او د راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي. په راپور کې د جمیلې په نوم د یوې ښځې کیسه هم راغلې، چې له خپلو نهو ماشومانو سره له پاکستان نه اېستل شوې ده. هغې ویلي، چې په میاشتو میاشتو یې له پولیسو ځان پټاوه او د پاکستاني پولیسو له چاپو او نیولو یې وېره درلوده. د هغې په وینا، پولیسو به افغان کورنیو ته ویل که له هېواده ونه وځي، کورونه او شتمنۍ به یې وسوځول شي. جمیلې ویلي: «پخوا مو ژوند ښه و او خپل کور مو درلود؛ خو اوس هېڅ نهلرو». راپور همداراز د لیلا او د هغې د لوڼو وضعیت بیانوي، چې په جبري توګه له پاکستان نه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. د لیلا ۱۴ کلنه لور مریم وایي، غوښتل یې زدهکړې وکړي او ډاکټره شي؛ خو اوس نه ښوونځی لري او نه معلومه ده چې راتلونکی به یې څنګه وي. مریم ویلي: «غواړم ښوونځي ته ولاړه شم او ښه ژوند ولرم؛ خو اوس نه کور لرو او نه د اوسېدو ځای». د «پيبياېس نیوز» د راپور له مخې، د روان کال تر پایه ښايي دوه مېلیونه نور افغانان هم بېرته هېواد ته ستانه شي. راپور کې راغلي، چې راستنېدونکي افغانان د لوږې، بېکارۍ او د سرپناه له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېری یې نه پوهېږي چې په افغانستان کې به خپل ژوند څنګه له سره پیل کړي.