• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کاناډایۍ شاعرې او لیکوالې ان کارسن د ۲۰۲۶ کال د ادبیاتو نوبل جایزه وګټله

۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱

کاناډایۍ شاعرې او لیکوالې ان کارسن د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د ادبیاتو نوبل جایزه وګټله. ددې جایزې ارزښت یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالره دی. کارسن پر دې خبر حیرانه شوې او ویلي یې دي، چې «فکر کوم هغوی ټول لېوني دي».

کارسن چې د شعر، نثر، ډیالوګ او ژباړې ګډولو له امله له دودیزو ادبي ژانرونو سره د نه تړل کېدونکي سبک د مخترعې په توګه پېژندل کېږي، د پنجشنبې په ورځ د جایزې له اعلان وروسته وویل چې د دې خبر پر اورېدو حیرانه شوې ده. هغې د ایسلنډ له یوې راډیو سره په خبرو کې وویل: «فکر کوم، هغوی ټول لېوني دي».

نوموړې زیاته کړه چې ښايي د هغې د کتاب پر مخ د نوبل جایزې نښه ولګېږي.

شپږاویا کلنه کارسن په ټورنټو کې زېږېدلې او په ایسلنډ کې هم کور لري. د سویډن اکاډمۍ دایمي منشې انګرید کارلبرګ وویل چې کارسن د جایزې پر خبر ډېره حیرانه شوې وه او یوازې دومره وخت یې درلود چې ورته ووایي، اوس مهال په ایسلنډ کې ده او د باد غږ اوري.

د دې جایزې ارزښت دوولس میلیونه سویډني کرونه، چې شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیونه ډالر کېږي، دی.

کارسن د لرغوني یوناني ادبیاتو د ژباړو له امله په پراخه کچه پېژندل کېږي او دغه ادبیات د هغې پر اثارو ژوره اغېزه لري.

د هغې یو مشهور اثر «د سره رنګ ‌ژوندلیک» دی چې په ۱۹۹۸ کال کې خپور شوی.

د سویډن لیکوال او د جایزې د کمېټې غړي سټیو سمسندبرګ وویل چې ژانر د کتاب پلورونکو لپاره یو مفهوم دی چې د مخاطبانو د جلبولو او د کتابونو د پلورلو لپاره کارول کېږي، خو د ان کارسن کتابونه داسې یوه ځانګړې برخه جوړوي چې د بل چا له کتابونو سره په اسانه نه شي یوځای کېدای.

100%

د معاصرو ادبیاتو نوې بڼې

د سویډن اکاډمۍ په خپله اعلامیه کې ویلي چې کارسن ته یې جایزه «د هغې د زړورو او نوښتګرو ادبي اثارو له امله ورکړې چې له کلاسیک دود سره یې په لوبیزه او نوې بڼه په خبرو کې د معاصرو ادبیاتو لپاره نوې لارې رامنځته کړې دي».

اکاډمۍ وايي، د کارسن ډېری ادبي اثار د کلمو له معنا او د نوې معنا د پیدا کولو له هڅې سره تړاو لري.

«د سره رنګ ‌ژوندلیک» چې ډېری وخت د کارسن تر ټولو ستر اثر بلل کېږي، د کلاسیک ادبي دود د بیا ژوندي کولو وړتیا څرګندوي. اکاډمۍ ویلي چې په دې کتاب کې کارسن له پخوانیو پوښتنو سره بیا مخامخ شوې، لکه دا چې کله له داسې چا سره مینه کوې چې په پای کې به دې له منځه یوسي، څه پېښېږي؟

کارسن د معاصر ادبیاتو له سرچینو څخه هم ګټه اخیستې ده. هغې د مارسل پروست «د تېر وخت په لټه کې» اثر کې د راوي مارسل د مینې له کرکټرونو څخه د البرتین پر شخصیت خپل کتاب «د البرتین تمرین» لیکلی دی.

کارسن اووه کاله د پروست پر دې ستر اثر بوخته وه. هغې په ۲۰۱۶ کال کې له یوې کاناډایۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي وو چې د کتاب له بشپړولو وروسته یې د تشې او خپګان احساس وکړ، نو ځکه یې «د البرتین تمرین» ولیکه، څو د دې کتاب لوستلو تجربه نوره هم وغځوي.

هغې ویلي وو: «تاسو فکر کوئ چې له پروست وروسته ژوند دوام کوي، خو هر څه ډېر خړ ښکاري.»

100%

کارسن هغه مهال د سوک وهنې تمرین پیل کړ چې اویا کلنه وه، ځکه د پارکینسن ناروغي یې تشخیص شوې وه. سوک وهنه د درملنې د یوې مرستندویه لارې په توګه یادیږي، ځکه د لاس او سترګو د همغږۍ او د فعالیتونو د پرله‌پسې ترتیب په ساتلو کې مرسته کوي.

هغې په ۲۰۲۴ کال کې په ډنمارک کې د لويزیانا ادبي فستیوال پر مهال په یوه مرکه کې د دې ناروغۍ له امله د خپل لاسي لیک د تغییر په اړه ویلي وو چې کله ناکله د خپل بد لاسي لیک له امله د شرم احساس کوي او ټولې فقرې ړنګوي.

کارسن په کاناډا او متحده ایالاتو کې په پوهنتونونو کې د کلاسیکو ادبیاتو تدریس کړی او ویلي یې دي چې ځان تر ادبي شخصیت سربېره یوه بصري هنرمنده هم ګڼي.

هغې په یوه مرکه کې ویلي وو چې د شعر جوړول د یوه شي د جوړولو په څېر ګڼي او تل یې شعرونه تر متنونو ډېر د انځورونو په توګه تصور کړي، خو داسې انځورونه چې د ژبې له لارې په فزیکي توګه هم تجربه کېدای شي.

کارسن وايي، شعر ښايي د اوږدو لیکنو په پرتله له چټک عصري ژوند سره ډېر برابر وي. هغې د پنجشنبې په ورځ له یوې ایسلنډۍ راډیو سره وویل چې شعر ښايي اوس مهال له نثر څخه ډېر ګټور وي، ځکه چټک دی او خلک تل په بیړه کې دي.

خو کله چې د نوبل کمېټې له هغې څخه د الهام د سرچینو په اړه وپوښتل، هغې د لرغوني یونان شاعر هومر یاد کړ، چې د «اودیسه» حماسي اثر لیکوال دی.

کله چې ترې وپوښتل شول چې د کلاسیکو کیسو بیا تفسیر شوي بڼې یې ښايي د نن ورځې مخاطبانو لپاره څه اهمیت ولري، هغې وویل: «زه فکر نه کوم چې زه له اهمیت سره علاقه لرم».

په ایسلنډ او نیویارک کې خپل کور

کارسن او د هغې مېړه، هنرمند رابرټ کري، له ۲۰۰۸ کال وروسته د ایسلنډ د بانکي سقوط پر مهال لومړی ځل دې هېواد ته ولاړل او ورو ورو یې هلته د اوسېدو وخت زیات کړ.

کارسن په ۲۰۲۳ کال کې له یوې ایسلنډۍ مجلې سره په خبرو کې ویلي وو چې دوی هلته له خلکو سره اشنا شول او خلک یې خوښ شول.

هغه له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ایسلنډ تابعیت هم لري.

100%

د هغې مېړه ویلي چې ایسلنډ له هغو دوو ځایونو څخه یو دی چې له لومړۍ ورځې ورته د کور په څېر برېښېده. بل ځای نیویارک ښار و، هغه هم په ۱۹۷۰مو کلونو کې.

د ادبیاتو نوبل جایزه د سږکال د نوبل له جایزو څخه څلورمه وه چې دا اونۍ اعلان شوه. تر دې مخکې د طب، فزیک او کیمیا جایزې اعلان شوې وې. د سولې نوبل جایزه به د جمعې په ورځ په اوسلو کې اعلان شي.

د نوبل جایزې د سویډني دینامیت جوړونکي او سوداګر الفریډ نوبل په وصیت بنسټیزه شوې او له ۱۹۰۱ کال راهیسې ورکول کېږي.

کارسن، چې سږکال د نوبل جایزې له احتمالي ګټونکو څخه ګڼل کېده، اوس د الکساندر سولژنیتسین، الیس منرو او ارنېسټ هېمینګوې په څېر مشهورو ادیبانو ترڅنګ د دې جایزې د ګټونکو په نوملړ کې شامله شوه. د تېر کال د ادبیاتو نوبل جایزه هنګري لیکوال لاسلو کراسنوهورکای ګټلې وه.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۴

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۵

شاه محمود میاخېل: د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره «واقعي لویه جرګه» د حل لار ده

•
•
•

نور خبرونه

پېزوان؛ د پښتني سینګار له دود څخه تر ولسي ادب او معاصر فېشن پورې

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک
100%

د پښتني ښځینه سینګار په اوږده تاریخ کې داسې ګاڼې شته چې یوازې د ښکلا لپاره نه دي، بلکې د یوې ټولنې د کلتوري حافظې، دودونو او ولسي ادب برخه هم ګرځېدلې دي. پېزوان له همدې ګاڼو څخه دی؛ هغه دودیزه د پوزې ګاڼه چې نوم یې له پښتني ناوې، پیغلې، ښکلا، مینې او ولسي شعر سره تړل شوی دی.

که څه هم د پېزوان د دقیق پیدایښت او تاریخي پیل لپاره یوه واحده او کره نېټه نه شي ټاکل کېدای، خو کلتوري او ادبي سرچینې ښيي چې دا ګاڼه له اوږدې مودې راهیسې د پښتنو ښځو د سینګار برخه ده او په پښتو ټپو، لنډیو او نورو ولسي شعرونو کې یې پراخ انعکاس موندلی دی.

پېزوان څه شی دی؟

پېزوان د پوزې یوه دودیزه ګاڼه ده چې د پوزې د منځنۍ برخې یا د پوزې له څنډې سره تړل کېږي او په بېلابېلو سیمو کې یې بڼه او د اغوستلو طریقه توپیر لري.

د پښتني ګاڼو په اړه د پښتو اکاډمۍ په یوه خپرونه کې پېزوان داسې تشریح شوی چې د پوزې له څنګ څخه ځوړندېږي او د سر له ویښتانو سره د یوې نازکې وسیلې په وسیله هم تړل کېدای شي. په همدې څېړنه کې د پېزوان د ځوړندو برخو او «ګونګریو» یادونه هم شوې ده.

د پښتنو د دودیزو ګاڼو په نوملړ کې پېزوان د پوزې له نورو ګاڼو لکه نتکۍ، چارګل، میخکي او پیتې څخه جلا یاد شوی دی. ځینې سرچینې وايي چې پېزوان د پوزې له څنډې څخه ښکته ځوړند وي، په داسې حال کې چې نورې د پوزې‌ګاڼې په نورو برخو کې لګېږي.

له ناوې تر پیغلې؛ د پېزوان دود

په دودیزه پښتني ټولنه کې د ښځو ګاڼې یوازې د ښکلا وسیلې نه وې؛ د عمر، واده، ټولنیز حالت او د ځانګړو مراسمو له دودونو سره یې هم اړیکه لرله.

د پېزوان په اړه فېشن ډیزاینره عایشه ولي وايي، دا ګاڼه به پخوا په ځانګړي ډول ناویانو کاروله، خو پیغلو هم د ودونو او نورو خوښیو پر مهال پېزوان په پوزه کاوه. په ځینو پښتني سیمو کې دا دود تر اوسه هم پاتې دی.

هغه وايي چې د وخت په تېرېدو درنې دودیزې سپینې‌زرې ګاڼې په ځینو سیمو کې د سپکو او ظریفو معاصرو ګاڼو له خوا بدلې شوې دي؛ خو پېزوان او ورته دودیزې ګاڼې لا هم د پښتني ښځینه سینګار له پېژندل شوو توکو څخه ګڼل کېږي.

عایشه ولي وايي چې د پېزوان ارزښت یوازې د هغې په ظاهري ښکلا کې نه ده؛ دا ګاڼه د پښتني ښځینه فېشن له هغو عناصرو څخه ده چې د دودیز هویت او معاصرې طرحې ترمنځ اړیکه جوړولی شي.

د نوموړې په باور، د پېزوان د بیا طرحه کولو پر مهال باید د هغې اصلي بڼه او کلتوري هویت له منځه ولاړ نه شي. د بېلګې په توګه، د درنو زړو ډیزاینونو پر ځای سپک، ساده او معاصر پېزوان جوړېدای شي، څو ځوان نسل یې په ورځني ژوند کې هم وکاروي.

اغلې ولي زیاتوي، که دودیزې ګاڼې یوازې په موزیمونو او زړو صندوقونو کې پاتې شي، د هغوی د ژوند یوه برخه له منځه ځي؛ خو که د معاصر فېشن له اړتیاوو سره سمې بیا طرحه شي، کولی شي له نوي نسل سره هم خپله اړیکه وساتي.

100%

سپین زر؛ د دودیز پېزوان تر ټولو مهم فلز

د پښتني ښځینه ګاڼو په دود کې سپین زر ځانګړی ځای لري. د پښتني ګاڼو په اړه سرچینې وايي چې ډېرې دودیزې ښځینه ګاڼې له سپینو زرو جوړېدې او د درنو، لویو او سینګار شویو ډیزاینونو دود په پښتني سیمو کې پراخ و.

پېزوان هم په دودیز ډول له سپینو زرو جوړ شوی، خو د کورنۍ اقتصادي وضعیت او د ځانګړو مراسمو له مخې د سرو زرو جوړ پېزوانونه هم کارول شوي دي. په ځینو کلتوري سرچینو کې د سپینو زرو تر څنګ د سرو زرو، رنګینو ښیښو، ډبرو او نورو سینګاري توکو یادونه هم شوې ده.

د دې ګاڼې په ځینو بڼو کې د فلز پر سطحه نقشونه، کوچنۍ ځوړندې برخې او ګونګري هم لیدل کېږي. د طرحې او جوړښت توپیرونه تر ډېره د سیمې، زرګر او د مشتری د غوښتنې له مخې رامنځته کېږي.

سلام ګلابزی چې کورنۍ یې له کلونو راهیسې زرګري کوي وايي چې د پېزوان جوړول یوازې د یوې حلقې جوړولو په معنا نه دي؛ د دې ګاڼې اندازه، وزن، توازن او د پوزې له جوړښت سره تناسب ټول مهم دي.

100%

د هغه په وینا، سپین زر د دودیز پېزوان لپاره ځکه ډېر کارول شوي چې د پښتني ګاڼو په عمومي دود کې یې پراخ استعمال درلود؛ خو د سرو زرو پېزوان د ارزښت او بیې له پلوه د شتمنو کورنیو او ځانګړو مراسمو لپاره زیات مناسب بلل کېده.

ګلابزی زیاتوي چې پخواني پېزوانونه عموماً درانه او له ډېرو سینګاري برخو سره جوړېدل، خو اوس مشتریان تر ډېره سپک او ساده ډیزاینونه غواړي.

د پېزوان ډولونه؛ له ساده حلقې تر ځوړندو ډیزاینونو

د پېزوان لپاره یو واحد نړیوال یا معیاري ډول نه شته. د پښتنو د بېلابېلو سیمو، قومي دودونو او زرګرۍ د سبکونو له مخې یې بڼه بدلېږي.

ځینې پېزوانونه ساده کړۍ لري، ځینې یې د ګلونو او هندسي نقشونو په بڼه جوړ شوي وي او ځینې نور له ځوړندو عناصرو او ګونګریو سره سینګار شوي وي.

د پښتني ګاڼو په اړه د پښتو اکاډمۍ په یوه څېړنه کې هم د پېزوان له ځوړندو ګونګریو او ځانګړي جوړښت څخه یادونه شوې ده.

د دې تر څنګ باید پېزوان د پوزې له نورو دودیزو ګاڼو سره ګډ نه شي. چارګل، نتکۍ، میخکی او پیته هم د پوزې له دودیزو ګاڼو څخه دي، خو د اغوستلو ځای، اندازه او بڼه یې له پېزوان سره توپیر لري.

100%

د پېزوان فرهنګي معنا

د پښتني ټولنې په دودیز تصور کې ګاڼه یوازې فلز او ډبره نه ده؛ د هغې له اغوستلو سره د ښکلا، واده، ښځینه هویت او ټولنیزو دودونو ګڼې معناوې تړلې دي.

پېزوان په ځانګړي ډول د ښځینه ښکلا په انځورونو کې کارول شوی او په ولسي شعرونو کې یې یادونه د دې ګاڼې له ورځني ژوند سره د پخوانۍ اړیکې څرګندونه کوي.

د پښتونخوا د سوات سیمې اوسېدونکې ایرم سواتۍ وايي چې پېزوان ورته یوازې د پخوانیو نسلونو ګاڼه نه ښکاري؛ بلکې د خپل کلتور یوه نښه یې ګڼي.

د نوموړې په باور، د نن ورځې ځوان نسل کولای شي دودیزې ګاڼې په نوي سبک وکاروي، خو باید د هغو تاریخي او فرهنګي ارزښت هم وساتي.

100%

هغه وايي، د پېزوان اغوستل د هغې لپاره د پښتني کلتور له یوې برخې سره د اړیکې احساس پیدا کوي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دا ګاڼه د دودیزې جامې او نورو پښتني ګاڼو ترڅنګ وکارول شي.

پېزوان په پښتو ټپو او لنډیو کې

که د پېزوان د فرهنګي اهمیت د معلومولو لپاره یوه مهمه دروازه ولټول شي، هغه پښتو ټپه او لنډۍ ده.

ټپه د پښتو ولسي ادب له مهمو ژانرونو څخه ده او د پښتنو د ورځني ژوند، مینې، غم، خوښۍ، ټولنیزو اړیکو او دودونو ګڼ اړخونه په کې انعکاس مومي.

پېزوان په همدې ولسي ادبي حافظه کې په ګڼو ټپو کې راغلی دی.

یوه مشهوره ټپه وايي:

پېزوان په لوړه پوزه خوند کا

لکه په لوړ چینار چې واچوې شالونه

د دې ټپې په اړه مونږ ویلی شو چې د پېزوان انځور د پښتنې ناوې د دودیز سینګار له تصور سره تړاو لري.

په یوه بله ټپه کې د پېزوان او شونډو ترمنځ هنري تشبیه شوې ده:

پېزوان مې پاس په شونډو سور کړو

لکه ښامار د خزانې د پاسه وینه

د پښتني ټپو په اړه یوې څېړنې کې د دې ټپې د تشریح پر مهال پېزوان د محبوبې د ښکلا د یوې مهمې نښې په توګه را اخیستل شوی دی.

د پېزوان د جوړولو او زرګرۍ یادونه هم په ټپو کې شوې ده:

پېزوان په کرمه کې جوړېږي

د پېښور زرګره مات دې شه لاسونه

دغه ټپه د دې ګاڼې له جوړولو، زرګرۍ او سیمه‌ییزو تولیدي دودونو سره د ولسي ادب اړیکه ښيي.

د پېزوان په اړه راټولې شوې ولسي ټپې ښيي چې دا ګاڼه یوازې د ښکلا د توکي په توګه نه ده یاده شوې؛ بلکې د مینې، شرم، انتظار، خوښۍ، جلاوالي او حتی طنز د بیان لپاره هم کارول شوې ده.

د کابل پوهنتون د پښتو څانګې پخوانی استاد دوکتور محبوب شاه محبوب وايي چې په ولسي ادب کې د یوه توکي تکراري حضور معمولاً د هغه توکي له ټولنیز او کلتوري ارزښت سره اړیکه لري.

د نوموړي په اند، د پېزوان په اړه ټپې یوازې د یوه سینګاري توکي ستاینه نه ده؛ بلکې د هغې زمانې د ښځینه ژوند، دودونو، ښکلايي معیارونو او ټولنیزو اړیکو یوه برخه هم رااخلي.

استاد محبوب زیاتوي چې ټپه د پښتني ټولنې د ورځني ژوند د انعکاس یوه مهمه سرچینه ده؛ ځکه هغه شیان چې په ټپو کې په تکرار ډول یادېږي، د ولس په کلتوري حافظه کې ځانګړی ځای لري.

100%

د هغه په باور، د پېزوان په اړه ټپې د دې ګاڼې د تاریخي عمر دقیق کال نه شي ټاکلی، خو دا په ډاګه کوي چې پېزوان د پښتني ټولنې په یوه اوږده دوره کې د ښځینه سینګار له پېژندل شوو توکو څخه و.

د پېزوان په اړه تاریخي روایتونه؛ څه ویل شوي؟

د پېزوان د تاریخ په اړه بېلابېل روایتونه شته. ځینې کلتوري سرچینې د دې ګاڼې کارول له لرغونو زمانو سره تړي او حتی د لرغونو اریایي ټولنو د واده شوو ښځو د سینګار یادونه کوي. خو د دې ډول ادعاوو لپاره داسې واحده او پرېکنده تاریخي سرچینه نشته چې د پېزوان د دقیق پیل وخت پرې تثبیت شي.

له همدې امله، د پېزوان د تاریخ په اړه تر ټولو احتیاطي خبره دا ده چې ووایو: پېزوان د پښتني ښځینه سینګار یوه پخوانۍ او اوږدمهاله دودیزه ګاڼه ده چې په سیمه کې د نسلونو له لارې انتقال شوې او په ولسي ادب کې یې هم پراخ انعکاس موندلی دی. دا احتیاط ځکه مهم دی چې کلتوري روایت او مستند تاریخ یو شی نه دي.

له دودیزې ګاڼې تر معاصر فېشن

پېزوان اوس یوازې د کلیوالي او دودیز سینګار برخه نه دی. د دودیزو ګاڼو په اړه د معاصر فېشن په بحثونو کې د دې ډول ګاڼو د بیا طرحه کولو هڅې هم لیدل کېږي.

د دودیزو درنو ګاڼو پر ځای د سپکو ډیزاینونو کارول کولی شي ځوان نسل ته زمینه برابره کړي چې پېزوان د عصري جامو ترڅنګ هم وکاروي.

خو د فېشن په نړۍ کې د دودیزې ګاڼې د بیا کارونې پر مهال یوه مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه یې عصري کړو، خو اصلي هویت یې له منځه ولاړ نه شي؟

د فېشن ډیزاینره عایشه ولي وایي، زما په اند، ځواب دا دی چې د پېزوان اصلي بڼه، د هغې د جوړښت عمومي ځانګړتیاوې او د پښتني نقشونو روح وساتل شي، خو اندازه، وزن او د اغوستلو اسانتیا د اوسني نسل له اړتیاوو سره برابره شي.

100%

هغه زیاتوي چې د پېزوان کیسه یوازې د سرو زرو او سپینو زرو کیسه نه ده، بلکې دا د زرګر د لاس د هنر، د ناوې د سینګار، د پیغلې د ښکلا، د پښتني کورنیو د دود، د ولسي شاعرۍ او د نسلونو ترمنځ د کلتوري حافظې ګډه کیسه ده.

پېزوان په پښتو ټپو کې کله د محبوبې د شونډو تر څنګ راڅرګندېږي، کله د پوزې د ښکلا نښه وي، کله د ورکې شوې ګاڼې په توګه د مینې او طنز وسیله ګرځي او کله بیا د زرګرۍ له هنر سره تړل کېږي.

همدا ادبي حضور ښيي چې پېزوان د پښتني ټولنې په کلتوري حافظه کې تر یوه فلزي توکي ډېر پراخ ځای لري.

نن که د پېزوان بڼه بدلېږي، فلز یې له سپینو زرو څخه سرو زرو ته اوړي، وزن یې کمېږي او د فېشن له نوو غوښتنو سره سمېږي، خو هغه فرهنګي کیسه چې له دې ګاڼې سره تړلې ده، لا هم د پښتو په ټپو او ولسي حافظه کې ژوندۍ ده

د ستورو باران؛ د ګډ فرهنګ او ګډ عاطفي احساس شاعرانه انځور

۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

ادبیات د ملتونو او ژبو ترمنځ تر ټولو پیاوړي پُلونه جوړوي، خو شاعري بیا په دې بهیر کې ځانګړی مقام لري. شعر یوازې کلیمې نه دي، بلکې احساس، اند، تخیل، کلتور او د یوه ولس د عامه روان څرګندونه ده.

کله چې شعر له یوې ژبې بلې ته ژباړل کېږي، په حقیقت کې د دوو ژبو ترمنځ یوازې الفاظ نه، بلکې نړۍ لیدونه او فکري تجربې هم لېږدول کېږي. په دې لړ کې د ښاغلي طایر ځلاند له خوا د وتلي دري ژبي شاعر پرتو نادري د شعرونو پښتو ژباړه، چې د «د ستورو باران» تر سرلیک لاندې خپره شوې، د معاصر افغانستان د ادبي نښیرونو یوه ارزښتناکه او د ستاینې وړ هڅه ده.

د شاعرۍ ژباړه؛ ستونزمن خو ارزښتناک کار

د شعر ژباړه د عادي متن له ژباړې سره توپیر لري. د شاعرۍ په ژباړه کې ژباړن یوازې د کلمو معنا نه انتقالوي، بلکې هڅه کوي چې د شاعر احساس، هنري ښکلا، استعاري نړۍ، موسیقي او فکري ژورتیا هم خوندي وساتي. له همدې امله ویل کېږي چې د شعر ژباړه د ژباړې تر ټولو سخت ډول دی.

کله چې یو ژباړن د پرتو نادري په څېر شاعر شعرونه له دري څخه پښتو ته راژباړي، نو په حقیقت کې د دوو ادبي دودونو ترمنځ یو حساس او هنرمندانه پل جوړوي. طایر ځلاند په دې کار سره یوازې شعرونه نه دي ژباړلي، بلکې د یوه شاعر د فکري کایناتو نبوغ یې پښتنو لوستونکو ته وړاندې کړی دی.

پښتو ادب ته د دې ژباړې ګټه

پښتو ژبه د سیمې له بډایو ادبي ژبو څخه ده، خو هره ژبه د نورو ژبو له ادبي تجربو څخه د زده کړې اړتیا لري. د پرتو نادري د شعرونو ژباړه پښتو ادب ته څو مهمې ګټې لري:

  • پښتانه لوستونکي د معاصر دري شعر له نویو تجربو سره اشنا کوي.
  • د پښتو شاعرانو لپاره نوې هنري لارې او تصویري جوړښتونه معرفي کوي.
  • د فلسفي، ټولنیزو او انساني موضوعاتو په اړه د فکر نوې دریڅې پرانیزي.
  • د ژباړې ادبیات پیاوړي کوي او راتلونکو ژباړونکو ته الهام ورکوي.
  • د دري ژبې شاعرانه ترکیبونو ته په پښتو ژبه شاعرانه ترکیبونه پېدا کوي.

په دې توګه، «د ستورو باران» یوازې د شعرونو یوه ټولګه نه ده، بلکې په پښتو ادبي چاپېریال کې د فکري تبادلې یوه نوې کړکۍ هم ده.

دري ژبې ته یې ګټه

ممکن ځينې کسان فکر وکړي چې ژباړه یوازې ترلاسه کوونکې ژبې ته ګټه رسوي، حال دا چې اصلي ژبه هم ترې برخمنېږي. کله چې د پرتو نادري شعرونه پښتو ته ژباړل کېږي، د هغه شاعر اواز د نویو لوستونکو تر غوږونو رسېږي. د دري ادب لاسته راوړنې د پښتو ژبې لوستونکو ته انتقالېږي او د شاعر ادبي نفوذ پراخېږي.

دا ډول ژباړې د دري ژبې ادبي ارزښتونه نورو ژبو ته رسوي او په پښتني هنري برخه کې د دري شاعرانو د افکارو د پراخېدو لامل ګرځي. په حقیقت کې ژباړه د یوې ژبې ادبي شتمني له محلي چوکاټه راوباسي او پراخ فرهنګي ژوند ورکوي. همدا لامل دی چې د دې ژباړې به وسیله د ښاغلي پرتو نادري شاعري د یوې ژبې له چوکاټه راوځي او د افغانستان د لوی اکثریت ژبې (پښتو) تر لوستونکو ور رسي.

د فکري نږدېوالي وسیله

افغانستان د ګڼو ژبو او کلتورونو ګډ کور دی. پښتو او دري د هېواد دوې سترې ژبې دي چې د پېړیو راهیسې یې یو پر بل ژور اغېز کړی دی. خو کله ناکله د ژبنیو واټنونو له امله د یوه ژبې لوستونکي د بلې ژبې له ادبي خزانې بې برخې پاتې کېږي.

د «د ستورو باران» په څېر ژباړې په شاعرانه چارچوکاټ کې دغه واټن راکموي. پښتانه لوستونکي ویني چې د دري شاعر درد، هیله، مینه، غربت او انساني اندېښنې له ده سره څومره ورته دي. همدا راز دري ژبي لیکوالان او شاعران درک کوي چې د دوی اثار په بله ملي ژبه کې هم لوستل کېږي او ستایل کېږي.

ادبیات تل د انسانانو ترمنځ مشترکات څرګندوي. ژباړه د دې مشترکاتو د کشف تر ټولو مهمه وسیله ده. کله چې یو پښتون د پرتو نادري شعر لولي او په هغه کې خپل احساسات پېدا کوي، نو پوهېږي چې ژبه بېله ده، خو فکر او انسانیت یو دی.

ژوند!

زما ټول ژوند

لکه یو وړوکی صندوق

چې له یوه کوره بل کور ته مې وړه

او په پای کې

د ښار د زړو کوڅو په دوړو کې

ورک شو

د فرهنګي یووالي خدمت

د طایر ځلاند دا هڅه یوازې ادبي کار نه، بلکې فرهنګي خدمت هم دی. هغه د دوو ژبو، دوو ادبي ټولنو او زرګونو لوستونکو ترمنځ د تفاهم یوه لار پرانیستې ده. دا ډول اثار د متقابل احترام فضا پیاوړې کوي او د ملي یووالي فرهنګي بنسټونه ټینګوي.

په هغو ټولنو کې چې ژباړه وده کوي، فکري تنوع هم پراخېږي. خلک د یو بل فکرونه، تجربې او هنري لاسته راوړنې شریکوي. همدا تبادله د یوه ژوندي او متحرک فرهنګ نښه ده.

«د ستورو باران» د شاعر پرتو نادري د شعرونو پښتو ژباړه یوازې د یوه کتاب د خپرېدو هڅه نه ده، بلکې د دوو ادبي ټولنو د نږدې کېدو یو ښکلی مثال دی. طایر ځلاند په دې اثر سره وښودله چې ژباړه د ژبو ترمنځ د تفاهم، درناوي او فکري پیوستون تر ټولو اغېزمنه وسیله ده. دا کتاب پښتو ادب ته نوې تجربې راوړي، د دري ادب د نفوذ ساحه پراخوي او د دواړو ژبو ویوونکي د شعر، فکر او انسانیت په ګډه فضا کې سره نږدې کوي.

په داسې زمانه کې چې ټولنې د تفاهم او خبرو اترو اړتیا لري، د شاعرۍ ژباړه د ستورو د همدغه باران په څېر ده؛ یو داسې باران چې د ژبو ترمنځ واټنونه خړوبوي او د زړونو ترمنځ د نږدېوالي ګلونه راشنه کوي.

د تشدد په ورځ د عدم تشدد پوښتنه؛ د افغانستان او پښتونخوا د لسګونه کاله تشدد تر شا څه دي؟

۱۰ تله ۱۴۰۵ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د اکټوبر دویمه د عدم تشدد نړۍواله ورځ ده، خو د پښتنو او افغانانو په پراخه جغرافیه کې له افغانستانه تر خیبر پښتونخوا او بلوچستانه پورې، لا هم جګړې، پوځي عملیاتو، بمبارۍ، ترهګرۍ او سیاسي تاوتریخوالی موجود دی. ایا پښتانه په طبیعي ډول متشدد دي، که تاریخ او سیاست هغوی متشدد کړي دي؟

یوه بله پوښتنه هم شته، چې که د پښتنو په منځ کې د باچا خان په څېر د عدم تشدد یو ستر فکري او سیاسي خوځښت رامنځته شوی و، نو ولې تر ننه هم د افغانانو او پښتنو په خاوره کې تشدد دومره پراخ دی؟

زما په اند، د دې پوښتنې ځواب باید د قومونو د «طبیعي خوی» په افسانو کې ونه لټول شي، بلکې په تاریخ، سیاست، جغرافیه او د قدرت په جوړښتونو کې ولټول شي.

باچا خان د پښتنو په اړه څه ثابت کړل؟

خان عبدالغفار خان، چې نړۍ یې د باچا خان په نوم پېژني، د پښتنو د ټولنیز او سیاسي ژوند په اړه یوه ډېره مهمه خبره په عمل کې ثابته کړه: عدم تشدد د پښتنو له کلتور او ټولنیز جوړښت سره په ټکر کې نه دی.

که پښتانه په ذاتي او طبیعي ډول متشدد وای، نو څنګه ممکنه وه چې باچا خان د «خدایي خدمتګارانو» په نوم یو داسې لوی سیاسي او ټولنیز خوځښت رامنځته کړي چې د برېتانوي استعمار پر وړاندې یې د عدم تشدد مبارزه غوره کړه؟

د باچا خان اهمیت یوازې په دې کې نه و چې د عدم تشدد خبرې یې کولې؛ اهمیت یې په دې کې و چې د نه جګړې فکر یې د سیاسي مبارزې په یوه عملي میتود بدل کړ.

هغه هڅه وکړه چې د پښتنو له غیرت، جرئت، قربانۍ، نظم او ټولنیز پیوستون څخه د جګړې لپاره نه، بلکې د اصلاح، تعلیم او سوله ییزې مبارزې لپاره کار واخلي.

دا تجربه د دې لپاره مهمه ده چې موږ ته ښيي: زړورتیا او تشدد یو شی نه دي.

یو انسان کولی شي ډېر زړور وي، خو له تاوتریخوالي سره مخالف وي.

یو قوم کولی شي د خپل حق لپاره مبارزه وکړي، خو د بل انسان د وژلو او ځورولو پرته.

نو ولې د پښتنو په خاوره کې جګړه دومره اوږده شوه؟

د افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان تاریخ یوازې د پښتنو د داخلي شخړو تاریخ نه دی. دا سیمه د لویو دولتونو، ستراتیژیکو سیالیو، استعماري سیاستونو، د ډېورنډ شخړو، نړۍوالو جګړو او سیمه ییزو رقابتونو په مرکز کې پاتې شوې ده.

په ځانګړې توګه د افغانستان وروستۍ څو لسیزې د شوروي جګړې، کورنیو جګړو، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ، د ۲۰۰۱ کال وروسته نړۍوالې ټولنې مداخلې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي شخړو او د داعش په څېر وسله والو ډلو له فعالیتونو اغېزمنې شوې دي.

په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې هم د څو لسیزو جګړو، پوځي عملیاتو، ترهګرۍ او بې ځایه کېدو تجربه شوې ده.

له همدې امله که موږ یوازې ووایو چې «پښتانه جنګیالي دي»، د تاریخ لویه برخه له پامه غورځوو.

پوښتنه باید دا نه وي چې ولې پښتانه جګړه کوي؛ پوښتنه باید دا هم وي چې ولې جګړه دومره اوږده موده د پښتنو د ژوند پر یوه مهمه برخه بدله شوې ده؟

ایا تشدد د پښتنو په طبیعت کې دی؟

د یوه قوم لپاره د «طبیعي متشدد» صفت کارول علمي او تاریخي پلوه خطرناک او نادرست مفهموم ساده کول دي.

په نړۍ کې تقریباً هره ټولنه د جګړو، وینې، انتقام او سولې تاریخ لري.

اروپا چې نن د سولې او قانون د حاکمیت د سیمې په توګه پېژندل کېږي، د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې یې دوه نړۍوالې جګړې ولیدې.

جاپان، چې نن د سولې او اقتصادي پرمختګ له مهمو ټولنو څخه دی، د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال یې پراخ پوځي او د امپراتورۍ سیاست درلود.

نو ولې باید د یوه قوم په اړه د هغه د جګړه ییز تاریخ له مخې د «طبیعي متشدد» تصور جوړ کړو؟

د انسان چلند یوازې د جینونو یا قومي ځانګړتیاوو له مخې نه ټاکل کېږي. سیاسي نظام، اقتصادي شرایط، تعلیم، د قانون حاکمیت، د دولت مشروعیت، د جګړې بازار، د وسلو شتون او د ټولنې د شخړو د حل لارې ټول د انسان پر چلند اغېز کوي.

تشدد ډېر ځله قصدي تولیدېږي؛ یوازې د انسان ذاتي پېدا وار نه دی.

ایا پښتانه متشدد شوي دي؟

د «متشدد شوي» اصطلاح هم باید په احتیاط وکارول شي. ځکه پښتانه یوازې قربانیان نه دي او په ټول تاریخ کې یوازې د نورو د سیاست وسیله هم نه دي پاتې شوي.

په پښتني ټولنو کې داخلي شخړې، قومي رقابتونه، د ځمکې او اوبو پر سر منازعات، د انتقام فرهنګي دودونه او وسله والې سیالۍ هم موجودې وې او دي.

خو دا عوامل د دې معنا نه لري چې جګړه د پښتنو طبیعي هویت دی.

بلکې مهمه خبره دا ده، کله چې داخلي کمزورتیاوې له بهرنیو سیالیو، وسلو، بې ثباته دولتونو او اوږدو جګړو سره یوځای شي، تشدد په ټولنیز جوړښت کې ریښې غځوي.

ماشوم چې په داسې چاپېریال کې لویېږي چې هره ورځ د جګړې، مرګ، انتقام او وسلې کیسې اوري، د شخړې په اړه یې تصور هم اغېزمن کېږي.

خو همدغه ماشوم که په داسې چاپېریال کې لوی شي چې قانون، تعلیم، اقتصادي فرصت او د خبرو له لارې د اختلاف د حل فرهنګ پکې غالب وي، د شخړې لپاره به یې انتخابونه هم بدل وي.

د باچا خان ستر درس

د باچا خان تر ټولو مهم میراث شاید دا نه وي چې هغه د عدم تشدد خبره کړې وه؛ بلکې دا وي چې هغه وښودله:

د پښتنو غیرت د ټوپک له لارې نه، د خدمت او خبرو له لارې هم څرګندېدای شي.

د هغه په فکر کې تعلیم، ټولنیزه اصلاح، سیاسي مبارزه او د خلکو خدمت د مقاومت وسیلې وې.

که د پښتنو له غیرت څخه د جګړې لپاره استفاده کېدای شي، ولې له همدې غیرت څخه د تعلیم، روغتیا، عدالت، مدني مبارزې او سولې لپاره استفاده ونه شي؟

ولې باید د یوه ځوان لپاره «زړورتیا» یوازې د ټوپک اخیستل وي؟

ولې باید د حق لپاره مبارزه حتماً د بل انسان له وژلو سره تړلې وي؟

ولې د یوه کلي تر ټولو زړور انسان هغه ونه بلل شي چې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه په خبرو ختموي؟

عدم تشدد د دې معنا نه لري چې انسان دې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې شي. باچا خان خپله د ظلم پر وړاندې فعال سیاسي مبارز و.

عدم تشدد په اصل کې دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا موږ کولی شو د ظلم پر وړاندې مقاومت وکړو، خو د ظلم د تکرار وسیله ونه ګرځو؟

یعنې د یوې ټولنې د ازادۍ غوښتنه داسې هم کېدای شي چې د بل انسان د کرامت، ژوند او حقونو درناوی پکې خوندي پاتې شي.

دا په ځانګړې توګه د پښتنو لپاره مهم بحث دی؛ ځکه د اوږدو جګړو په پایله کې داسې نسلونه رامنځته شوي چې جګړه ورته د سیاست عادي ژبه ښکاري.

د دې ژبې بدلول یوازې د وینا له لارې نه کېږي؛ بدیل سیاسي او ټولنیز بنسټونه غواړي.

حل لاره څه ده؟

د حل لاره یوازې دا نه ده چې خلکو ته وویل شي: «جګړه مه کوئ.» که د جګړې سیاسي او اقتصادي شرایط پاتې وي، یوازې اخلاقي نصیحت کافي نه دی.

د دوامدارې سولې لپاره لږ تر لږه څو بنسټیز کارونه اړین دي:

لومړی، د قانون حاکمیت
خلک باید پوه شي چې د حق اخیستلو لپاره د ټوپک پر ځای محکمه، قانون او مشروع سیاسي لارې شته.

دویم، تعلیم
تعلیم یوازې د دندې لپاره نه دی؛ تعلیم د دې لپاره هم دی چې انسان د اختلاف د حل نورې لارې وپېژني.

درېیم، سیاسي مشارکت
کله چې خلک احساس کړي چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره قانوني او سیاسي لارې شته، د وسله والې مبارزې جذابیت کمېږي.

څلورم، اقتصادي فرصتونه
بې روزګاري، فقر او د ځوانانو د راتلونکي نشتوالی کولی شي وسله والې ډلې او د جګړې اقتصاد ته زمینه برابره کړي.

پنځم، د جګړې د قربانیانو عدالت
هغه ټولنې چې د لسیزو جګړو قرباني شوې دي، یوازې په «هر څه هېر کړئ» نه رغېږي. د قربانیانو درد، د حقایقو ثبت، حساب ورکونه او د بیا تکرار د مخنیوي لارې مهمې دي.

شپږم، د سیمه ییزو سیالیو د وسیلې په توګه د پښتني سیمو نه کارول
که د لویو قدرتونو او سیمه ییزو هېوادونو سیالۍ په افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د نیابتي جګړو په بڼه دوام وکړي، د سولې داخلي هڅې به تل له نوي فشار سره مخ وي.

د پښتنو د راتلونکي لپاره شاید تر ټولو مهم بدلون دا وي چې د «غیرت» تعریف بدل شي.

غیرت یوازې دا نه دی چې څوک انتقام واخلي.

غیرت دا هم دی چې یو څوک د خپل ماشوم لپاره ښوونځی جوړ کړي.

غیرت دا دی چې یو پلار خپل زوی له جګړې وساتي.

غیرت دا دی چې یو ځوان د اختلاف پر مهال ټوپک نه، دلیل پورته کړي.

غیرت دا دی چې یو سیاستوال د خپل مخالف د وژلو پر ځای د هغه د نظر سره سیالي وکړي.

او شاید تر ټولو لوی غیرت دا وي چې یو انسان د هغه چا د وژلو توان ولري چې ورسره مخالف دی، خو نه یې وژني.

تاریخ ښيي چې پښتانه یوازې د جګړې خلک نه دي. په همدې ټولنو کې د جرګې، روغې جوړې، مېلمه پالنې، ټولنیز پیوستون او د باچا خان د عدم تشدد په څېر د سولې پیاوړي روایتونه هم شته.

له همدې امله د پښتنو د راتلونکي لپاره د عدم تشدد فکر پردی فکر نه دی.

شاید دا زموږ د تاریخ له هغو هېر شویو برخو څخه وي چې بیا باید ورته ور وګرځو.

ځکه د تشدد په یوه اوږده تاریخ کې تر ټولو لویه زړورتیا ښايي دا وي چې د تشدد د دوام پر ځای د سولې انتخاب وکړو.

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د سپټمبر ۲۳مه هرکال په نړۍ کې د پښتنو د کلتور د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او په دې مناسبت د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې پښتانه بېلابېلې کلتوري او علمي غونډې جوړوي.

دغه ورځ له ۲۰۱۵کال راهیسې نمانځل کېږي. په دې اړه د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ایالتي مشر نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پښتون کلتور نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۳مه د پښتنو د تاریخ، دودونو او کلتوري ارزښتونو د راژوندي کولو لپاره نمانځل کېږي.
زیری وايي، د پښتون کلتور ورځې د نمانځلو وړاندیز ده په ۲۰۱۵کال کې په کوټه کې د پښتو په نړۍوال ادبي او علمي کانفرانس کې د عثمان خان کاکړ په لارښوونه وکړ. د نوموړي په وینا، په دغه کانفرانس کې چې د پښتونخوا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه علما، لیکوالان، شاعران او پوهان راټول شوي وو پرېکړه وشوه چې د سپټمبر ۲۳مه دې د پښتون کلتور نړۍواله ورځ وټاکل شي.
هغه وايي، د سپټمبر ۲۳مه ځکه غوره شوې چې د ورځې او شپې د برابرۍ له امله د برابرو حقونو سمبول ګڼل کېږي؛ هغه که د ښځو او نارینه‌و ترمنځ د حقونو برابري وي او که له نورو قومونو سره د مساوي حقونو موضوع.
زیری وايي، له ۲۰۱۵کال راهیسې دغه ورځ هر کال په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د نوموړي په وینا، د یادې ورځې یو مهم هدف دا دی چې نوی نسل له خپل کلتور سره نږدې پاتې شي، ځکه د وخت په تېرېدو ځوانان د خپلو دودونو او تاریخي ارزښتونو په اړه له پخوا کم معلومات لري.
هغه د پښتنو د جرګې، مېلمه پالنې، ودونو، دودونو، جامو، تاریخي ځایونو او نورو ټولنیزو ارزښتونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه ټول د پښتني کلتور مهمې برخې دي. زیري وايي، د پښتون کلتور په ورځ علمي سیمینارونه، مشاعرې، نندارتونونه او د کلتور په اړه نور پروګرامونه جوړېږي او علما او پوهان د پښتنو د کلتور او تاریخ په اړه خپلې مقالې او ویناوې وړاندې کوي.
زیري ټینګار کوي، چې په اوسني وخت کې د پښتون کلتور ورځې نمانځل لا ډېر اهمیت لري؛ ځکه نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټر او چټک ټېکنالوژیک پرمختګ پر لور روانه ده.
د نوموړي په وینا، د ټېکنالوژۍ له پرمختګ سره، سره هر قوم خپل تاریخ، کلتور، تمدن او ځانګړي ټولنیز ارزښتونه لري او د کلتور د ورځې لمانځل دا پیغام ورکوي چې پښتانه هم بډایه تاریخي او کلتوري میراث لري.
هغه وايي، پښتانه باید خپل کلتوري ارزښتونه ژوندي وساتي او نړۍ ته یې ور وپېژني.
کلتور د یوه قوم د هویت پېژندنه ده
د پښتو ژبې شاعر او لیکوال محمود ایاز افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کلتور یوازې دودونه او جامې نه‌دي؛ بلکې د یوه قوم د پېژندنې او هویت پراخ تصور دی، چې ژبه، ادب، شاعري، فلسفه، ښکلا، تاریخي روایتونه او ټولنیز ارزښتونه په‌کې شامل دي.
ایاز وايي، ټولنه او کلتور جامد نه‌دي بلکې د وخت له بدلون سره تل بدلېږي. د هغه په وینا، لکه څنګه چې ټولنه پرمختګ کوي، ژبه، ادب او کلتور هم نوي عناصر خپلوي.
د نوموړي په وینا، له نورو ژبو او ټولنو څخه ګڼې کلېمې او دودونه پښتو ژبې او پښتني ټولنې ته راغلي او د وخت په تېرېدو د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلي دي. هغه وايي، کلتور هم له یوې سیمې او ټولنې څخه بلې ته د سفر پر مهال نوي عناصر اخلي.
محمود ایاز ټینګار کوي، چې ادب او کلتور له یو بل سره نږدې اړیکه لري. د هغه په خبره، متلونه، د مشرانو ویناوې، شعرونه او ادبي اثار د پښتنې ټولنې د ژوند د اصولو او ارزښتونو مهمه برخه جوړوي.
هغه د خوشال خان خټک د شعرونو بېلګه هم وړاندې کوي او وايي، چې د پښتنو د کلتوري ارزښتونو، مېلمه پالنې، پښتونولۍ، ورورولۍ او نورو دودونو انعکاس په پښتو ادب کې له پخوا څخه لیدل کېږي.
د ایاز په وینا، لیکوالان، شاعران او پوهان د خپلې ټولنې د ژبې، ادب، تاریخ او کلتور په ساتلو او بډایه کولو کې مهم رول لري او د نړۍ په کتابتونونو کې د قومونو د تاریخ او کلتور په اړه زرګونه اثار د همدې هڅو پایله ده.
نوموړی وايي، په پښتني ټولنه کې ځینې دودونه چې پخوا د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه وو، اوس د وخت له بدلون سره کمزوري شوي دي. هغه د ګاونډیانو ترمنځ د مرستې، مېلمه پالنې او د ټولنې د ګډ ژوند دودونه د پخواني پښتني کلتور بېلګې بولي.
هغه زیاتوي، چې د ټېکنالوژۍ او عصري ژوند له پراختیا سره د خلکو د ژوند بڼه هم بدله شوې ده. د هغه په خبره، پخوا به په یوه کلي کې یو موټر یا راډیو د خلکو لپاره د حیرانتیا وړ وه؛ خو اوس موبایل، موټر او نور عصري وسایل د ډېرو کورنیو د ژوند عادي برخه ګرځېدلې ده.
محمود ایاز وايي، ماشومان هم د وخت له بدلون سره د پخوا په څېر لوبې او د ژوند طریقې نه لري؛ خو دغه بدلون د ټولنې او کلتور طبیعي بهیر دی. هغه ټینګار کوي، چې د کلتور بدلون باید د خپل هویت د له‌منځه تلو په معنا ونه ګڼل شي؛ بلکې نوی نسل کولی شي د عصري ژوند وسایل او پرمختګونه خپل کړي او په ورته وخت کې خپل تاریخي او کلتوري ارزښتونه هم وساتي.
ایاز وايي، کورنۍ د نوي نسل د کلتوري روزنې مهم ځای دی او مشران باید ماشومانو ته د کتاب لوستلو، زده‌کړې او له خپل تاریخ او کلتور سره د تړاو عملي بېلګې وړاندې کړي. د هغه په وینا، د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره یوازې خبرې بسنه نه‌کوي؛ بلکې باید په ورځني ژوند کې د خپلې ژبې، ادب، تاریخ او ټولنیزو ارزښتونو درناوی او پالنه وشي.

د هندي سینما لوی ستوري پر لویه پرده؛ د ۲۰۲۶ کال د پای فلمي سیالي توده شوې

۱۳ وږی ۱۴۰۵ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
100%

هندي سینما (بالیووډ) د سپټمبر له پیل سره سم د څو لویو فلمونو د خپرېدو لپاره چمتووالی نیسي. «میرزاپور » سبا سینماوو ته وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې «کینګ»، «رامایانا» او «ډریشیم ۳» د ۲۰۲۶ کال له هغو فلمونو دي چې د مینه‌والو پام یې ځان ته اړولی دی.

میرزاپور د مشهورې جنايي ډرامې له نړۍ څخه سینما ته تلونکی فلم دی او پنکج ترپاټي، علي فضل، دویندو او روي کیشن پکې اصلي رولونه لري. فلم د سپټمبر په ۴مه نندارې ته وړاندې کېږي او د خپرېدو له وړاندې یې د ټکټونو خرڅلاو هم د پام وړ دی.

100%

د سپټمبر په ۱۱مه به «هایوان» هم سینما ته راشي، چې اکشي کمار او سیف علي خان پکې اصلي رولونه لوبوي. د میاشتې په ۱۸مه د کرېنا کپور «دایره» او د میاشتې په وروستیو کې نورې لویې هندي او سوېلي هندي پروژې هم نندارې ته وړاندې کېږي.

100%

بلخوا، د بالیووډ د کال له تر ټولو ډېرو تمه کېدونکو فلمونو څخه «کینګ» د شاه رخ خان په مشرۍ د کال په پای کې خپرېږي. په فلم کې سوهانا خان، دیپیکا پډوکون، ابیشک بچن او انیل کپور هم لوبېږي. د «رامایانا: لومړۍ برخه» هم د نومبر په ۶مه د خپرېدو لپاره ټاکل شوې او رنبیر کپور، یش او سای پلوۍ پکې مهم رولونه لري.

100%

د فلمونو د روان کال د تمو په درجه‌بندۍ کې «رامایانا»، «الفا» او «کینګ» د هندي سینما له تر ټولو ډېر تمه کېدونکو پروژو څخه بلل شوي دي. «الفا» د عالیه بهټ او شرواري په مشرۍ د ښځینه جاسوسانو پر کیسه ولاړ فلم دی.

په دې توګه، د ۲۰۲۶ کال وروستۍ میاشتې د بالیووډ لپاره د سترو ستورو، مشهور فرنچایزونو او لوړو بودجې فلمونو له پلوه له مهمو سینمایي دورو څخه تمه کېږي.

د هند فلمي صنعت له څو کلونو بدلونونو وروسته یو ځل بیا د سینما پر لوی پرده د عوایدو د ودې نښې ښيي. د «FICCI–EY» د ۲۰۲۶ کال راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کې د هند د فلمي صنعت عواید ۲۰۵ میلیارده هندي روپیو ته رسېدلي او د سینما له لارې ترلاسه شوي عواید ۱۶ سلنه لوړ شوي دي. په دغه کال کې نږدې دوه زره فلمونه سینماوو ته وړاندې شوي او ۳۷ فلمونو له یو میلیارد هندي روپیو ډېر عواید ترلاسه کړي دي.

د ۲۰۲۶ کال لومړۍ نیمایي هم د هند د سینما لپاره د پام وړ وه. د «اورمکس مېډیا» د راپور له مخې، د جنورۍ تر جون پورې د هند کورني بکس‌افیس عواید ۶۳۹۸ کروړه روپیو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په همدې موده کې د سینما لیدونکو شمېر هم پنځه سلنه لوړ شوی؛ خو د عوایدو لویه برخه د محدود شمېر سترو فلمونو له لارې ترلاسه شوې، چې د بازار د سترو تولیداتو پر لور د تمرکز زیاتېدو څرګندونه کوي.

سره له دې، د هند سینما له «اوټي‌ټي» پلیټفارمونو او د فلمونو د نندارې له بدلېدونکو عادتونو سره هم مخ ده.

د «FICCI–EY» د ارزونې له مخې، په ۲۰۲۵ کې د فلمونو ډیجیټل حقونو ارزښت اته سلنه کم شوی، په داسې حال کې چې سینمایي نندارې بېرته د عوایدو مهمه سرچینه ګرځېدلې ده. د صنعت د راتلونکي لپاره د سینماوو د پردو کمښت، د ټکټونو بیې او د سینما او ډیجیټل نندارې ترمنځ د وخت واټن له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي.