په قاچاقي لارو تګ؛ تېره میاشت په بلوچستان کې ۴۳۵ افغانان نیول شوي دي

د پاکستان سرحدي ځواکونو ویلي، چې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې یې د سویلي بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د یولړ عملیاتو پرمهال ۴۳۵ افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته ګرځولي دي.

د پاکستان سرحدي ځواکونو ویلي، چې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې یې د سویلي بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د یولړ عملیاتو پرمهال ۴۳۵ افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته ګرځولي دي.
په سويلي بلوچستان کې د اېف سي د معلوماتو له مخې، دغه کسان د ۱۵ جلا عملیاتو پرمهال نیول شوي دي. د دوی په وینا، یاد عملیات په تربت، دشت، پنجګور، دالبندین او ماشکېل سیمو کې شوي دي.
اېف سي ادعا کړې، چې د افغان کډوالو لویه برخه په ناقانونه توګه پاکستان ته داخلېږي او وروسته د قاچاق کوونکو له لارې ایران او اروپا ته د تګ هڅه کوي.
بل لور ته د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ د دشت سیمې یو اوسېدونکي عبدالله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د نوشکي، چاغۍ، پنجګور او تربت ترمنځ د افغانانو د ناقانونه لېږد لپاره یوه منظمه شبکه فعاله ده.
د هغه په وینا، هره ورځ لسګونه افغانان له نوشکي او چاغۍ نه پنجګور او بیا د کیچ ولسوالۍ اړوندو سیمو ته انتقالېږي. عبدالله وايي، په هر موټر کې شاوخوا ۲۵ کسان لېږدول کېږي او له کیچ څخه د ګوادر د جیوني ساحلي سیمې او د تمپ ولسوالۍ د مند ردیګ سرحدي سیمو پر لور وړل کېږي.
د نوموړي په وینا، له کیچ ولسوالۍ نه د ګوادر جیوني ساحلي سېمې کنټانۍ او د تمپ ولسوالۍ مند ردیګ سیمه ته د یوه کس د لېږد لګښت په بېلابېلو پړاوونو کې له شپږو تر اتو زرو پاکستانۍ کلدارو پورې وي؛ خو د موټر د ټول سفر لګښت شاوخوا یو نیم لک روپیو ته رسېږي.
هغه ادعا کوي، چې د قاچاق پرمهال د لارې د څار لپاره ځانګړي کسان هم ګومارل کېږي. د عبدالله په وینا، لومړی دوه یا درې موټر د لارې د وضعیت معلومولو لپاره مخکې ځي او وروسته نور موټر حرکت کوي.
هغه وايي، کله چې دغه کسان د ګوادر د جیوني سیمې ته ورسېږي، له موټرو ښکته کېږي او بیا په کوچنیو ډلو کې پر موټرسایکلونو ساحلي سیمو ته انتقالېږي، چې له هغه ځایه په وړو کښتیو ایران ته اوړي.
عبدالله زیاتوي، چې د تمپ ولسوالۍ د مند ردیګ له سیمې بیا افغانان په غرنیو لارو ایران ته لېږدول کېږي. نوموړي ادعا کړې، چې د دغه بهیر پرمهال له ځینو ځايي امنیتي کسانو سره هم همغږي ترسره کېږي.
د هغه په وینا، د خلکو د لېږد پرمهال وخت ناوخت امنیتي ځواکونه د قاچاق کوونکو پر موټرو ډزې هم کوي چې له امله یې مرګژوبله هم رامنځته کېږي. عبدالله وایي، اوسمهال د ګوادر د جیوني ساحلي لار او د تمپ ولسوالۍ د مند ردیګ سرحدي سیمه هغه مهم مسیرونه دي چې له لارې یې افغانان په ناقانونه توګه ایران ته اوړي.
په قاچاقي لارو د تګ کیسه
د کوټې اوسېدونکی شهزاد وایي، له کوټې نه تر ترکیې پورې یې په قاچاقي لارو ۱۲ ورځې سفر کړی او دغه سفر یې د ژوند له سختو تجربو څخه و. هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په دې موده کې یې ځان د ژوند او مرګ ترمنځ احساسوه.
شهزاد وایي، قاچاق کوونکو لومړی دی او لس ملګري یې له کوټې نه د بلوچستان پنجګور ولسوالۍ ته انتقال کړل. د هغه په وینا، له پنجګور وروسته یې د پنجګور له «پروم» سیمې څخه له نورو افغان مساپرو سره یو ځای په «دوه هزار» نومي ایراني موټر کې سپاره کړل او د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت سراوان سیمې ته یې انتقال کړل.
هغه وایي، قاچاق کوونکو داسې موټر کې چې یوازې د لسو کسانو د سفر لپاره مناسب و شاوخوا ۳۰ کسان سپاره کړي وو. شهزاد زیاتوي، چې په دغه موټر کې د شاوخوا شپږو ساعتونو لپاره د حرکت کولو توان هم محدود و او مساپر له سختې ستړیا او تنګښت سره مخ وو.
د هغه په وینا، له پاکستان نه تر ایران پورې سفر ورته «مرګونی» تمام شوی و. هغه وایي، بدن یې د دښتو له دوړو ډک شوی و او د تندې له امله یې شونډې وچې او چاودلې وې.
شهزاد وایي، له سراوان نه یې بیا په یوه بس کې تهران ته سفر وکړ. د هغه په وینا، کله به چې د ایران امنیتي ځواکونو پوسته رانږدې شوه، قاچاق کوونکو به دوی د بس په لاندې برخه کې، هغه ځای ته چې د مساپرو کالي او نور توکي اېښودل کېږي پټول.
هغه وایي، په دې ځای کې ساه اخیستل ډېر ستونزمن وو او مساپر له سختو شرایطو سره مخ وو. شهزاد زیاتوي، چې له تهران وروسته یې د ترکیې پولې ته څېرمه د ماکو غرونو پر لور سفر وکړ. د هغه په وینا، کله چې ماکو غرونو ته ورسېدل، قاچاق کوونکو ورته وویل چې له دې ځایه وروسته باید پلي سفر وکړي.
د شهزاد په وینا، هغه مهال پر ماکو غرونو ډېره واوره پرته وه او هوا ډېره سړه وه؛ خو مساپر اړ وو چې خپل سفر ته دوام ورکړي. هغه وایي، ځینې ملګري یې د سختې یخنۍ له امله ناروغه شول او د غره په بېلابېلو برخو کې یې پرتې جامې هم ولیدې. د هغه په وینا، قاچاق کوونکو ورته ویلي وو دغه جامې د هغو مساپرو دي چې د لارې په اوږدو کې مړه شوي دي.
شهزاد وایي، له ۱۲ ورځني سفر وروسته کله چې د ترکیې خاورې ته ورسېدل، د دغه هېواد سرحدي ځواکونو ونیول او بېرته یې ایراني چارواکو ته وسپارل. هغه وایي، په دغه سفر کې یې هم پیسې له لاسه ورکړې او هم له سختو ستونزو سره مخ شو. د شهزاد په وینا، دغه سفر یې د ژوند له لویو تېروتنو څخه و.
شهزاد وایي: «زه به خپل دښمن ته هم دا مشوره ورنه کړم، چې په قاچاقي لارو سفر وکړي».
هغه زیاتوي، چې د سفر له سختیو سربېره، د قاچاق کوونکو له ناوړه چلند سره هم مخ وو او قاچاق کوونکو به ترې په زور پیسې اخیستې او ورسره به یې بد چلند کاوه.