د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امریت د تلې په ۱۶مه په یوه مکتوب کې چې د یوټیوب چینلونو او پروډکشنونو مسوولینو ته استول شوی، ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لارښوونې له مخې باید د فعالیت لپاره رسمي جواز ترلاسه کړي.
په مکتوب کې راغلي چې د جواز لومړني پړاوونه به د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ترسره کېږي او وروستي پړاوونه به په کابل کې د جواز تر ترلاسه کولو پورې بشپړېږي.
ریاست له یوټیوبرانو او پروډکشنونو غوښتي چې «د قانوني فعالیت په موخه جوازونه ترلاسه کړي» څو، د دوی په وینا، په کاري چاپېریال کې لا بریالي شي.
د طالبانو دغه وزارت له دې وړاندې هم په ځينو ولایتونو کې د یوټیوب چینلونو د جواز اخیستو غوښتنه کړې وه. دغه وزارت د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې په تخار کې د یوټیوب چینلونو له مسوولینو غوښتي وو چې د فعالیت جوازونه واخلي او ویلي یې و چې د وزارت له جواز پرته د یوټیوب چینلونو فعالیت ممکن نه دی.
دغه تګلاره وروسته پراخه شوه. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۲۰۲۵ کال په جولای کې وویل چې د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د یوټیوب چینلونو د «قانونمند کولو» طرحه عملي کېږي او چینلونه به د جواز له ترلاسه کولو وروسته د طالبانو د رسنیزې تګلارې مطابق فعالیت کولی شي.
د وزارت په رسمي معلوماتو کې هم ویل شوي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې ۹۰ یوټیوب چینلونو ته نوي جوازونه ورکړل شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو د افغانستان د رسنیو د ازادۍ په اړه په یوه راپور کې ویل شوي چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د یوټیوب محتوا جوړونکو لپاره د جواز سیستم رامنځته کړی و. د راپور له مخې، د درې کلن جواز لپاره ۴۰۰۰ افغانۍ فیس او ۱۰ زره افغانۍ د ضمانت په توګه غوښتل کېدل.
یوټیوب د بېکارۍ د یوې برخې د کمولو لاره وه
د کونړ یو اوسېدونکی چې یوټیوب چینل لري، د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د جواز غوښتنه د خلکو پر اقتصادي فعالیتونو د اضافي فشار په معنا ده.
نوموړي وویل: «طالبان په پیسو راغلي، دوی غواړي چې له هر څه پیسې ترلاسه کړي. په افغانستان کې پخوا پارکونو ټکس نه درلود او خلک به د ارام او تفریح لپاره ورتلل، خو د دوی له راتګ سره پارکونو ته تګ بېپیسو امکان نه لري. همداسې هر هغه څه چې د عاید امکان یې وي، دوی ترې خپلې پیسې ترلاسه کول غواړي.»
هغه زیاته کړه چې یوټیوب د افغانستان د ځوانانو لپاره د کار او عاید یوه نوې زمینه وه.
نوموړی وایي: «یوټیوب یوه لاره وه چې ممکن په وطن کې د روانې بېکارۍ یوه برخه ډکه کړي. ځوانانو تازه همدې لارې ته کار ویلی و، اوس د جواز لپاره مجبوره دي چې له دې کار هم تېر شي.»
د نوموړي په وینا، د یوټیوب له لارې عاید ترلاسه کول هم اسانه او فوري کار نه دی او یو چینل د عاید تر کچې رسېدو لپاره کلونو هڅې او دوام ته اړتیا لري.
هغه پوښتنه کوي: «یوټیوب داسې څه نه دي چې د کانال په جوړولو سره به ته عاید ترلاسه کړې؛ کلونه خواري او ستړیا غواړي چې کرار کرار عاید ته ورسېږي، نو جواز څه شي لپاره؟»
د جواز شرط؛ د تنظیم لپاره که د محدودیت لپاره؟
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوټیوب د جواز لپاره خپله تګلاره د رسنیزو فعالیتونو د قانونمند کولو او د اسلامي ارزښتونو، ملي کلتور او مسلکي معیارونو د رعایت له اړتیا سره تړي. د بېلګې په توګه، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې د یوټیوب د جواز طرحه د هغو خپرونو د مخنیوي لپاره ده چې د دوی په تعبیر د اسلامي ارزښتونو، ملي کلتور او مسلکي معیارونو خلاف وي.
خو د یوټیوبرانو لپاره د دې پوښتنې ځواب لا هم مهم دی چې ولې د داسې یوه نړیوال انلاین پلېټفارم د عادي محتوا جوړونکو لپاره د دولتي جواز اړتیا رامنځته شوې، په ځانګړي ډول هغه کسان چې شخصي چینلونه لري او له خپلو ویډیوګانو د عاید ترلاسه کولو هڅه کوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۲۰۲۴ کال کې په تخار کې ویلي وو چې یوټیوبران باید د وزارت له جواز پرته فعالیت ونه کړي، او په کندز کې هم چارواکو ویلي وو چې بېجوازه یوټیوبران د فعالیت «اجازه او حق» نه لري.
په داسې حال کې چې یوټیوب د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د افرادو لپاره د محتوا جوړولو او خپرولو پرانیستی پلېټفارم دی، د افغانستان په اوسني وضعیت کې د دې فعالیت د دولتي جواز له شرط سره تړل د ځوانانو لپاره د کار، ځانبساینې او احتمالي عاید پر فرصتونو د اغېزو پوښتنې راپورته کوي.