بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ په یوه اونۍ کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو د وژلو ادعا کړې

د بلوڅ ازادۍ پوځ (بي اېل اې) ویاند ادعا کړې، چې وسله والو یې په تېره يوه اونۍ کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په ۲۲ بریدونو کې ۲۴ پاکستاني پوځیان وژلي او لسګونه نور یې ټپيان کړي دي. د پاکستان پوځ ددې ادعا په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د بي اېل اې وياند جنید بلوچ رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې له پاکستاني ځواکونو سره د مخامخ نښتو په ترڅ کې د دوی یو جګپوړی قوماندان هارون الرشید بزدار، چې په «واهګ بزدار» مشهور و، هم وژل شوی دی.
د دغې ډلې ویاند زیاته کړې چې بریدونه د واشک په ارماګی سیمه کې د سيپېک پروژې پر لاره د پاکستاني ځواکونو پر بسونو او موټرو، او همدارنګه په مستونګ، کلات، پنجګور او چاغي کې هم پر پوځي کاروانونو، پوستو او د بم شنډولو پر ډلو شوي دي.
يادې ډلې د پاکستان داستخباراتي ادارو د دريو غړو وژلو ادعا هم کړې ده.
تراوسه د پاکستان پوځ او چارواکو په رسمي ډول د دغو بریدونو او ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
پرون د چارشنبې په ورځ د پاکستان دولتي رسنۍ د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د پنځو وسله والو د وژلو خبر ورکړی و.
د پاکستان پوځ او بلوڅ وسله والې ډلې نږدې هره ورځ دغه ډول ادعاوې کوي خو له ازادو سرچینو یې تایید نه کیږي.
