رویټرز: د پاکستان حکومت د پارلمان له تایید پرته سعودي عربستان ته نور پوځیان لېږي

د رويټرز د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د پارلمان له تاييد پرته سعودي عربستان ته د خپلو اضافي پوځي ځواکونو پر استولو موافقه کړې، چې دا چاره د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر تر مشرۍ لاندې د دغه هېواد پر بهرني سیاست د پوځ پراخ کنټرول په ډاګه کوي.
دا پرېکړه داسې مهال عملي کېږي چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د اګست په میاشت کې ګډ دفاعي تړون شوی و.
له دې ۱۱ کاله وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان پارلمان د یمن په جګړه کې د ګډون پر ضد رایه ورکړې وه او د بېپلوۍ پرېکړه یې کړې وه.
د راپور له مخې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا دفاعي همکاري له ټولو اړینو حکومتي پړاوونو تېره شوې ده، خو دا یې روښانه نه کړه چې پارلمان پکې ښکېل وو که نه، او د ځواکونو د استولو جزيیات یې عملیاتي محرمیت وباله.
تېر کال د پاکستان په اساسي قانون کې بدلونونو عاصم منیر تر ۲۰۳۰ کاله پورې د ټولو درې واړو وسلهوالو ځواکونو عمومي قوماندان وټاکه؛ د عمري فیلډ مارشالۍ رتبه یې ورکړه او له قضايي تعقیب څخه یې خونديتوب ورکړ.
شنونکي وایي سعودي عربستان ته د پاکستاني ځواکونو استول په کور دننه د پوځ د پیاوړتیا نښه ده. د شنونکو په خبره، دا اقدام له ایران سره د پاکستان د منځګړیتوب رول هم اغېزمنولی شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان پوځي سرتيري استول د «مکې ګډ دفاعي تړون» پر بنسټ کېږي او د ۲۰۲۵ کال له بلې هوکړې سره تړاو لري، چې له مخې یې پاکستان تر تېرې مې میاشتې پورې شاوخوا ۸۰۰۰ سرتېري سعودي عربستان ته استولي وو.
