• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ۱۱ ولایتونو کې د نشه یۍ توکو د قاچاق، لیږد، او خرڅلاو په تړاو ۵۰ کسان نیولي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۱۱ ولایتونو کې یې ۵۰ کسان د نشه‌یي توکو د پلور، کارونې او قاچاق په تړاو نیولي او په تخار ولایت کې یې په یوه شخصي امبولانس کې ۶۱۴ کیلوګرامه تریاک نیولي دي.

یاد وزارت شنبې (د تلې ۱۸مه) ویلي، چې نیول شوي کسان د پروان، جوزجان، کندز، خوست، بدخشان، کاپیسا، لغمان، بلخ، سمنګان، غور او تخار ولایتونو کې نیول شوي دي.

د وزارت په وینا، له دغو کسانو څخه یو اندازه تریاک، ۲،۶ کیلوګرامه چرس، ۲۷۷ ګرامه شیشه، ۱،۲۴۸ نشه‌یي ګولۍ او دوه لیټره الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي. وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د تخار ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۶۱۴ کیلوګرامه تریاک کشف او نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نشه‌یي توکي په یوه شخصي امبولانس کې له بدخشان څخه د تخار له لارې ناڅرګند لوري ته لېږدول کېدل.

وزارت ویلي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې یې هم په تخار کې له یوه شخصي امبولانس څخه ۴۲۰ کیلوګرامه تریاک نیولي وو.

ډېر لیدل شوي

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی
۱

امریکایي څېړونکی: د پاکستان په تړاو د طالبانو دریځ ډېر ناسم نه‌دی

۲
روغتیا او ژوند

د مرستې اړتیا زیاتېدو سره سره؛ طالبانو کندهار کې د رواني روغتیا پر مشورو محدودیتونه لګولي

۳

له شماله تر سوېله؛ د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت جغرافیه پراخه شوې

۴

اسماعیل میاخېل: کرزی او عبدالله دې د حکمتیار په څېر د طالبانو پر ضد ودرېږي

۵

د یوټیوب فعالیت لپاره د طالبانو جواز؛ کونړي یوټیوبران یې د عاید پر وړاندې خنډ بولي

•
•
•

نور خبرونه

خرم: امریکا د لوېدیځ د تمدني هویت په نوم د نړۍ د بسیجولو هڅه کوي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالکریم خرم وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستۍ څرګندونې د لوېدیځ د تمدني هویت پر محور د نړۍ د یوې برخې د بسیجولو هڅه ده.

خرم باور لري چې واشنګټن له چین، روسیې او ایران سره د سیالۍ په شرایطو کې غواړي د لوېدیځ د تمدن او کلتور پر بنسټ د خپلو متحدینو ملاتړ پیاوړی کړي.

خرم د اېکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې روبیو د چهارشنبې په ورځ په یونان کې د اکروپولیس غونډۍ او د پارتنون معبد مخې ته په وینا کې لوېدیځ تمدن د نړۍ ستن او امریکا د لوېدیځ ستن بللی دی. هغه د روبیو دغه وینا د امریکا د بهرني سیاست په اړه له پخوانیو څرګندونو سره ورته، خو لا ډېره تنده او افراطي بللې ده.

خرم لیکلي: «داسې وینا باید د یوه بهرنیو چارو وزیر له خولې نه، بلکې د ساموېل هنټینګټن په څېر د یوه نظریه‌پرداز له خولې راوتلې وای.»

هنټینګټن امریکايي سیاسي پوه و چې د «تمدنونو د ټکر» نظریه یې مطرح کړې وه؛ دا نظریه د نړیوال سیاست او د تمدنونو ترمنځ د اړیکو په اړه د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ده.

د خرم په وینا، که څه هم د روبیو په وینا کې د لرغوني فارس د امپراتورۍ پر بریدونو یادونې د ایران او امریکا د کړکېچ له امله پام ځان ته اړولی، خو د هغه پیغام تر دې پراخ دی او اروپا او هغو هېوادونو ته بلنه ورکوي چې ځانونه د لرغوني یونان او روم د تمدن وارثان ګڼي، څو د تمدني شخړې لپاره چمتووالی ونیسي.

خرم دغه تګلاره د هغو قدرتونو له چلند سره ورته بللی چې د ده په باور، د زوال پر مهال د خلکو د بسیجولو لپاره پر ملتپالنې او هویتي احساساتو تکیه کوي. هغه د شوروي اتحاد د ړنګېدو تر مخه د مارکسیزم ـ لینینیزم د نظریې کمزوري کېدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د هغې نظریې ځینو پلویانو ملتپالنه د نوي پناهځای په توګه غوره کړه.

هغه د افغانستان د کورنیو جګړو یادونه هم کړې او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې ماتې خوړلو مارکسیستانو قومپالنه غوره کړه او په پایله کې یې د ده په باور، نوې فاجعه او کورنۍ جګړه رامنځته کړه.

خرم وايي، امریکا چې له چین، روسیې، ایران او په ټوله کې له ختیځ سره ځان په سیالۍ کې ویني، هڅه کوي د لوېدیځوالو د تمدني احساساتو په راپارولو سره د نړۍ یوه برخه له ځان سره ملګرې کړي.

هغه د ډونالډ ټرمپ، د هغه د مرستیال، مارکو روبیو او د دوی د ایډیالوژیکو متحدینو د فکر په اړه لیکلي چې د دوی په باور، د لوېدیځ او امریکا کمزوري له خپلو تاریخي ریښو، کلتور او هویت څخه د لرې کېدو پایله ده. خرم دا لیدلوری د هغو مسلمانانو له فکر سره پرتله کړی چې د اسلامي نړۍ د کمزورۍ د حل لپاره تېرو تاریخي دورو ته د بېرته ستنېدو غوښتنه کوي.

پاکستان تازه افغان طبي محصلینو او ډاکټرانو ته د وتلو ضرب‌الاجل وټاکه

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې، یو شمېر افغان طبي محصلین او ډاکټران باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي. په لاهور کې یوه افغان محصله وايي، دا پرېکړه په ځانګړي ډول د ښځینه محصلینو راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي، ځکه په افغانستان کې نجونې له لوړو زده‌کړو منع شوې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د نوو لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د طب او غاښونو د طب زده‌کړې یې بشپړې کړي، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت شوي نه دي، یا یې زده‌کړې له قانوني تشریفاتو پرته روانې دي، باید د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۰مې پاکستان پرېږدي. همداراز، هغه افغان ډاکټران چې د تخصص زده‌کړې کوي، په روغتونونو او نورو بنسټونو کې دنده لري یا په شخصي کلینیکونو کې طبابت کوي، هم باید تر همدې نېټې له پاکستان نه ووځي.

د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین چې د پاکستان د حکومت یا د لوړو زده‌کړو کمېسیون د بورسونو په ګډون د رسمي دولتي پروګرامونو له لارې د طب لومړنۍ زده‌کړې کوي، کولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ خو په دې شرط چې معتبره ویزه ولري، د کډوالۍ قانوني شرایط یې پوره کړي وي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازه ترلاسه کړي. طبي کالجونه او پوهنتونونه هم مکلف دي چې د اکتوبر تر ۱۵مې پورې دغه محصلین د پاکستان د طبي او غاښونو شورا کې ثبت کړي.

100%

په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د اجازې غوښتنه له هغو افغانانو سره توپیر لرونکی چلند دی چې په وینا یې، په قانوني ویزو په پاکستان کې زده‌کړې کوي.

هغې وویل: «که موږ ویزه لرو او په دې هېواد کې په بشپړ ډول قانوني یو، نو ولې باید د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اجازه‌لیک هم واخلو، په داسې حال کې چې نور بهرني محصلین دې ته اړتیا نه لري؟»

دغې محصلې د پاکستان د امنیتي وضعیت او د تګ راتګ د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د لارو تړل کېدل او د اعتراضونو له امله د تګ راتګ محدودیتونه د هغو محصلینو لپاره ستونزې جوړوي چې باید د اکتوبر تر ۱۵مې اړین اسناد برابر کړي. هغې زیاته کړه چې ځینې افغان محصلین د ویزې غوښتنلیکونه سپارلي، خو لا یې ویزې نه دي ترلاسه کړې؛ له همدې امله نه شي کولای د اجازې غوښتنه بشپړه کړي.

د عملي روزنې د بندېدو اندېښنه

د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغو افغانانو ته به د روغتونونو عملي روزنه یا «هاوس جاب» نه ورکول کېږي چې د طب او غاښونو د طب زده‌کړې یې بشپړې کړې وي. دغه عملي روزنه د طبي زده‌کړو د بشپړولو او مسلکي تجربې د ترلاسه کولو مهم پړاو دی.

افغان محصله وايي، د عملي روزنې له بشپړولو پرته د طب د زده‌کړو اسناد او مسلکي وړتیا له ستونزو سره مخ کېدای شي. هغې پوښتنه وکړه: «که نارینه محصلین افغانستان ته ستانه شي او هلته یو کال عملي روزنه بشپړه کړي، نو د نجونو برخلیک به څه وي؟ موږ خو په افغانستان کې هم دا کار نه شو کولای.»

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ منع شوې دي. د ښځو پر زده‌کړو دغه محدودیتونه په دې مانا دي چې افغان ښځینه محصلینې، که له بهرنیو پوهنتونونو او طبي مرکزونو هم وایستل شي، په خپل هېواد کې د خپلو زده‌کړو د بشپړولو او مسلکي پرمختګ لپاره له جدي خنډونو سره مخ کېږي.

د یوه کال زده‌کړې د ضایع کېدو اندېښنه

د پاکستان د لارښوونو له مخې، هغه افغان محصلین هم باید د اکتوبر تر ۱۰مې دغه هېواد پرېږدي چې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یې په یوه تعلیمي بنسټ کې داخله نه وه بشپړه شوې.

افغان محصله وايي، شاوخوا ۲۰ نوي افغان محصلین پېژني چې یو کال یې زده‌کړې کړې دي، خو د داخلې رسمي چارې یې نه وې بشپړې شوې. د هغې په وینا، دغو محصلینو ته هر ځل ویل کېدل چې د داخلې چارې به یې ژر بشپړې شي، خو اوس ورته ویل کېږي چې هېواد پرېږدي.

هغې وویل: «اوس دوی وايي چې ستاسو د یوه کال زده‌کړې ضایع شوې؛ نو خپل هېواد ته ولاړ شئ.»

د پاکستان د حکومت د دغو لارښوونو له مخې، تر بلې خبرتیا پورې به افغان محصلین په طبي او غیرطبي کالجونو او پوهنتونونو کې نوې داخلې نه شي ترلاسه کولای، مګر دا چې د پاکستان له رسمي پالیسۍ سره سم وي.

د دې پرېکړې اغېزې یوازې د هغو افغانانو تر برخلیک محدودې نه دي چې باید پاکستان پرېږدي؛ بلکې د ښځینه طبي محصلینو لپاره، چې په افغانستان کې د زده‌کړو او مسلکي روزنې له محدودیتونو سره مخ دي، د خپلو زده‌کړو د بشپړولو راتلونکې لا نوره هم نامعلوموي.

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کمپ کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم له لارې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. د پښتونخوا په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې افغانان د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته افغانستان ته لېږل کېږي. کډوال وايي، په کمپ کې د ګڼې‌ګوڼې تر څنګ له جدي ستونزو سره مخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره له شپږو تر اوو مرکزونو فعالیت لري، خو د لنډي کوتل لنډمهالی کمپ تر ټولو ګڼ‌مېشته او بوخت بلل کېږي.
د افغان کډوالو لپاره په لنډي کوتل لنډمهالي کمپ کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته د اسانتیاوو د برابرولو وړتیا شته، خو د کډوالو په وینا، د ګڼې ګوڼې له امله د نوم لیکنې د ټوکن ترلاسه کولو لپاره ساعتونه انتظار کوي.
د لوګر ولایت اوسېدونکي سید محمد چې په لاهور کې یې خپله سوداګري کوله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پولیسو او امنیتي ادارو د سختو فشارونو او ځورونو له امله مجبور شو له خپلې کورنۍ سره د لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته راشي خو اوس له ګڼو ستونزو او د لومړنیو اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دی.
سید محمد څرګنده کړه، چې د راجستر کېدو او بېرته ستنېدو پروسه بې‌حده سسته روانه ده او په وینا یې، لسګونه کډوال په ګرمۍ او تر شنه اسمان لاندې له کوم سیوري او خوندیتوب پرته د خپلو نومونو لیکلو ته په تمه ناست دي.
سید محمد زیاتوي، چې د لنډي کوتل په کمپ کې د څښاک پاکې اوبه، له لمر څخه ساتونکي سیوري او د تشنابونو په څېر خورا لومړنۍ انساني اسانتیاوې هم نه‌شته چې دې حالت د هغوی کړاو څو برابره زیات کړی دی.
نوموړي له اړوندو ادارو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ستنېدونکو کډوالو انسان دوستۍ او عزت ته په پام سره دې د راجستر کولو پروسه ګړندۍ کړي او په دغه کمپ کې دې سمدستي اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په کمپ کې مېشت افغان کډوال وايي، چې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د اېستلو د بهیر له سختېدو وروسته د نیول کېدو او قانوني ستونزو له وېرې ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنېدو ته اړ شوې دي.
د دوی په وینا، په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو او امنیتي ادارو له خوا د کډوالو د نیولو او پلټنو لړۍ هم زیاته شوې ده.
عبدالله چې د خیبر پښتونخوا له هریپور ولسوالۍ څخه تورخم ته نږدې لنډي کوتل هولډنګ کمپ ته رسېدلی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لا هم د نوم‌لیکنې او راجستر کېدو لپاره ټوکن نه‌دی ورکړل شوی.
هغه ټینګار وکړ، چې هېڅکله افغانستان ته نه‌دی تللی او د هېواد په داخل کې له خپلو ملګرو او کورنۍ سره هېڅ ډول اړیکه او د استوګنې ځای نه‌لري.

د خیبرپښتونخوا او پاکستان حکومت لا تر اوسه د افغان کډوالو د دغو څرګندونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د نوبل د سولې جایزې سږنۍ ګټونکې د افغان ښځو د حقونو یوه ملاتړې هم ده

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۱
100%

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د حقونو له ملاتړو څخه ده. نوموړې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او خپلو لیکنو کې یې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړي او د «جنسیتي اپارتاید» د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلای د افغان ښځو د ملاتړ د یوې ادارې د مشرتابه د پلاوي غړې هم ده.

ناوانېتم ناوي پېلای د سویلي افریقا ۸۵ کلنه حقوقپوهه او قاضۍ ده، چې د خپل ژوند څو لسیزې یې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو د دفاع او له تبعیض سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې دي. نوموړې تر دې مخکې د روانډا لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره پاتې شوې ده.

مېرمن پیلای د بشري حقونو د دفاع او له تبعیض سره د مبارزې ترڅنګ، د افغان ښځو له ملاتړو څخه هم ده. هغې څو ځله د افغان ښځو د اساسي حقونو پر ساتنې او د سولې په بهیر کې د هغوی پر رښتینې او اغېزناکې ونډې ټینګار کړی دی.

ناوانېتم پیلای له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرې په توګه د خپلې دندې پر مهال، څو ځله په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د افغان ښځو د حقونو د دفاع پر اړتیا خبرې کړې دي.

هغې د ۲۰۱۳ کال په سپټمبر میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال هم د بشري حقونو او د افغان ښځو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی او د هغو ګواښونو په اړه یې خبرداری ورکړی وو، چې دغه لاسته راوړنې یې له خطر سره مخ کولې.

د نوبل د سولې جایزې دې ګټونکې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم د افغان ښځو د حقونو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.

100%

ناوانېتم پیلای د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په خپله خپره کړې یوه لیکنه کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې، د هغوی وضعیت د سویلي افریقا د اپارتاید له نظام سره پرتله کړی او د «جنسیتي اپارتاید» د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه د په رسمیت پېژندلو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

هغې په دې لیکنه کې د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه، د تګ راتګ پر ازادۍ محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو ګوښه کول د تبعیض بېلګې بللې دي.

مېرمن پیلای لیکلي: «طالبانو یو سخت ځپوونکی نظام رامنځته کړی چې ښځې یې نږدې په بشپړه توګه له عامه ډګرونو او د بحث او خبرو اترو له فضا څخه لرې کړي او دا وضعیت ډېر خواشینوونکی دی».

مېرمن پیلای د «افغانستان لپاره د ښځو د مجمع» د مشرتابه د پلاوي غړې هم ده. د دې مجمع بنسټ‌اېښودونکې اصیلا وردګ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناوانېتم پیلای د دې بنسټ په جوړولو کې مهم رول درلود او له کلونو راهیسې یې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره هڅې کړې دي.

د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه؛ د بشري حقونو بنسټونو دا اقدام ناعادلانه بللی

۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱
100%

د بشري حقونو د څار او د بښنې نړیوال سازمانونو د جرمونو پر نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د نړیوال عدالت او د قانون د حاکمیت پر وړاندې یو بې‌ساری برید بللی دی. دغې محکمې د ۴ طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ (د تلې ۱۷مه) اعلان وکړ، چې هېواد یې د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګولي؛ داسې پرېکړه چې د بشري حقونو د ملاتړو په وینا، موخه یې د امریکایي او اسراییلي چارواکو ژغورل او د عدالت غوښتنې د بهیر کمزوري کول دي.

د بشري حقونو د څار سازمان اجراییوي رییس فیلیپ بولویون وویل، چې د امریکا دا اقدام نه یوازې خپله محکمه بلکې له فلسطین څخه نیولې تر اوکراین، میانمار، سوډان او افغانستان پورې د ټولو سرغړونو د قربانیانو حقونه له ګواښ سره مخ کوي.

بل پلو، د بښنې نړیوال سازمان لوړپوړې چارواکې اریکا ګویوارا روزاس ټینګار کړی، چې د ټرمپ بندیزونه د جرمونو د نړیوالې محکمې د منحلولو او د هغې د منزوي کولو لپاره طرحه شوي او زیاته یې کړه، چې د نړۍ هېوادونه باید د دغو بندیزونو پر وړاندې پرېکنده او جدي عملي ګامونه پورته کړي.

د امریکا له لوري دغه نوي بندیزونه په داسې حال کې اعلان شوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د افغانستان د وضعیت په تړاو هم خپل اقدامات ګړندي کړي او تر اوسه یې د ښځو او نجونو د ځورونې په ګډون د بشریت ضد جرمونو په تړاو د څلورو طالب چارواکو د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني چې لږ تر لږه د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې په افغانستان کې په واک کې دي، د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه یې د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

له دې وروسته د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه هم د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۹مه صادر کړي او د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر پنځمه یې علني کړل.

دا څلور طالب چارواکي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د پراخ جنسیتي تبعیض، ځورونې او د بشریت ضد جرمونو په پلانولو او عملي کولو تورن شوي دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د دویمې لومړنۍ څانګې د پرېکړې له مخې، دغو طالب مشرانو د زده‌کړې د مخنیوي ترڅنګ د ښځو اساسي ازادۍ تر پښو لاندې کړي او پر افغان ولس د هغوی تپل شوي سیاستونه د شکنجه کولو، نیولو او جبري ورکېدو لامل شوي دي.

د امریکا دغه پرېکړه په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوې او د ملګرو ملتونو ترڅنګ د اروپا کمیسیون او لږ تر لږه لسو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د محکمې پر خپلواکۍ او د عدالت پر تامین ټینګار کړی دی. د بشري حقونو مدافع بنسټونه خبرداری ورکوي، چې دا بندیزونه د هغو نړیوالو هڅو مخه نیسي چې غواړي د جنګي جنایتونو، نسل‌‌وژنې او د بشریت پر وړاندې د جرمونو عاملین، که هغه په هر موقف او قدرت کې وي، عدالت ته راکش کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې هم پر دغه بنسټ د امریکا له لوري لګول شوي نوي بندیزونه په کلکه غندلي او دا کار یې د عدالت پر وړاندې ښکاره خنډ بللی دی. د محکمې مشرې توموکو اکانه څرګنده کړې، چې دا ډول فشارونه به د دوی پر کړنو هېڅ اغېز ونه‌کړي او محکمه به په پوره بې‌پرې او خپلواکه توګه د درنو جرمونو د قربانیانو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي.