• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندي رسنۍ: له چینايي سرتېرو سره نښتې لا هم روانې دي؛ خو مودي د معلوماتو پټولو هڅه کوي

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د هند د سرحدي پولیسو مشر شتروجیت کپور وايي، له څه مودې راهیسې د اروناچل پردېش په ګڼو سیمو کې له چینايي سرتېرو سره نښتې شوي او لا هم دوام لري. هندي رسنیو د نریندار مودي پر حکومت نیوکه کړې چې له چین سره د نښتو راپورونه پټ ساتي.

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای میاشتې راهیسې له چینایي سرتېرو سره نښتې روانې دي؛ خو واکمن حکومت یې راپورونه پټوي.

رسنیو نیوکه کړې، چې نریندار مودي د چین پر وړاندې د سخت دریځ نیولو پر ځای د بریکس په سرمشریزه کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره په خندا او ټوکو کې لیدل کېده.

کانګرس هندي رسنۍ لیکلي: «فکر وکړئ؛ له یوې خوا چین له هندي سرتېرو سره نښتې کولې او له بلې خوا مودي د چین د ولسمشر هرکلی کاوه. دا کار د هندي سرتېرو پر ټپونو د مالګې شیندلو په څېر دی».

په خبر کې ادعا شوې، چې مودي هر ځل هندي سرتېري یوازې پرېښي، له خپل هېواد سره یې خیانت کړی او له مسولیت منلو یې ځان لرې ساتلی دی.

په خبر کې ویل شوي: « مودي کله چین ته له تورونو د خلاصون زمینه برابروي او کله هم د ګزمې په ځینو نقطو کې له خپلې ولکې څخه د وتلو له لارې د هېواد خاوره پرېږدي».

یادې هندۍ رسنۍ مودي یو کمزوری لومړی وزیر یاد کړی او ادعا یې کړې چې «نوموړي هېواد ته ډېر زیان» رسولی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

۵

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

•
•
•

نور خبرونه

د امریکا او سویلي کوریا چارواکي: سږ کال د ټرمپ او کېم جونګ اون د لیدنې چانس کم دی

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱
100%

رویټرز د پنځو باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا او سویلي کوریا چارواکي په دې باور دي چې سږ کال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ د لیدنې احتمال مخ په کمېدو دی.

ټرمپ یوازینی امریکايي ولسمشر دی چې د شمالي کوریا له یوه مشر سره یې لیدلي دي. نوموړي لېوالتیا لرله چې له شمالي کوریا سره خبرې اترې بېرته پیل کړي، خو داسي ښکاري، چې پلازمېنه پیونګ‌یانګ د خپل اټومي پروګرام د مهارولو په موخه ډیپلوماټیکو خبرو ته چندان لېوالتیا نه لري.

د دغو پنځو سرچینو په وینا، امریکا له شمالي کوریا څخه د ټرمپ او کېم د احتمالي لیدنې په اړه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی. سرچینې وايي، راتلونکې میاشت په چین کې د یوې سیمه‌ییزې سرمشریزې تر جوړېدو پورې لږ وخت پاتې دی او ښايي د دواړو مشرانو د لیدنې لپاره همدا وروستی احتمالي فرصت وي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي، پیونګ‌یانګ به له امریکا سره د دوه‌اړخیزې سرمشریزې د منلو لپاره سخت شرایط وړاندې کړي چې ښايي د بندیزونو لرې کول هم پکې شامل وي. ټرمپ له خبرو سره لېوالتیا لري، خو تر اوسه کومه لیدنه نه ده ټاکل شوې.

د روان کال په اګست کې جمهوري‌پال ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې پلان لري د کال تر پایه له کېم جونګ اون سره وګوري او د هغه د اړیکې نیولو هڅو ته د شمالي کوریا مشر مثبت ځواب ورکړی دی.

د سویلي کوریا استخباراتي ادارې د تېرې میاشتې په وروستیو کې قانون‌جوړوونکو ته ویلي وو چې د ټرمپ او کېم د لیدنې ۵۰ سلنه احتمال شته. تمه کېده چې دا لیدنه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شېنجن ښار کې د اسیا ـ ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) ډلې د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.

خو ټرمپ د دوشنبې په ورځ د دغې لیدنې د ترسره کېدو احتمال کم وباله؛ که څه هم نوموړي د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال درې ځله له کېم سره لیدلي وو. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه له هغه سره ډېرې ښې اړیکې لرم او ډاډه نه یم چې اصلا څوک د لیدنې غوښتنه کوي.»

په واشنګټن کې د سویلي کوریا سفیر کانګ کیونګ‌وا تېره اوونۍ ویلي وو چې د ټرمپ او کېم د سرمشریزې په لور کوم مشخص پرمختګ نه دی شوی.

په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا دایمي استازولۍ هم په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي: «ولسمشر ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره درې تاریخي سرمشریزې ترسره کړي چې د کوریا ټاپووزمې وضعیت یې باثباته کړ.»

هغه زیاته کړې: «د شمالي کوریا په اړه د امریکا پالیسي نه ده بدله شوې. ولسمشر ټرمپ لا هم له کېم جونګ اون سره له هر ډول مخکینیو شرایطو پرته خبرو ته چمتو دی. اوس مهال د اعلانولو لپاره کومه لیدنه نشته. مشران به په مناسب وخت کې سره وګوري.»

تېره میاشت یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي خبریالانو ته ویلي وو چې ټرمپ له کېم سره خبرو ته «چمتو» دی او «اوس د اقدام وار په بشپړه توګه د شمالي کوریا په لاس کې دی».

100%

د ټرمپ او کېم سرمشریزه ښايي ناڅاپه ترسره شي

د نړیوالې سولې لپاره د کارنېګي بنسټ د اټومي سیاست پروګرام لوړپوړي څېړونکي انکیت پانډا ویلي چې د APEC سرمشریزې په څنډه کې د ټرمپ او کېم د لیدنې احتمال له ۱۰ سلنې کم دی.

هغه استدلال کړی چې له سویلي کوریا سره د پوځي تمرینونو د کمولو په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړه د شمالي کوریا د قناعت لپاره کافي نه وه.

واشنګټن کله ناکله له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې، څو له شمالي کوریا سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي. چین له کېم جونګ اون سره نږدې اړیکې لري.

د کوریا دواړه هېوادونه د ۱۹۵۰–۱۹۵۳ کلونو د جګړې د پای ته رسولو د اوربند له امله له تخنیکي پلوه لا هم د جګړې په حالت کې دي.

امریکا په سویلي کوریا کې شاوخوا ۲۸ زره او ۵۰۰ سرتېري او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي، څو د شمالي کوریا پر وړاندې له دغه هېواد سره په ګډه دفاع وکړي. شمالي کوریا د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د پراختیا هڅې کړې دي.

د سویلي کوریا چارواکو د خصوصي څېړنیزو بنسټونو د اټکلونو په حواله ویلي چې شمالي کوریا له ۸۰ څخه تر ۱۲۰ پورې اټومي سرګلولې لري.

ټرمپ او کېم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې تاریخي لیدنې وکړې، خو دغو لیدنو کومه مشخصه پایله ونه لرله.

په سویلي کوریا کې د امریکا سفیرې میشل سټیل د چهارشنبې په ورځ په سیول کې د امریکا ـ کوریا د سوداګرۍ خونې په یوه غونډه کې وویل: «زه نه پوهېږم چې دوی به کله سره وګوري.»

هغې زیاته کړه، که د دواړو مشرانو د لیدنې زمینه برابره شي، ښايي اعلان یې ناڅاپه وشي.

هغې وویل: «که دا لیدنه ترسره کېږي، نو ښايي سبا یا د یوې دوو ورځو په خبرتیا ترسره شي.»

اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې ته د ساخاروف د «فکري ازادۍ» جایزه ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې او د دې ادارې د چارواکو هڅې د ساخاروف جایزې په ورکولو سره ستایلي دي. دا جایزه په داسې حال کې دغې محکمې ته ورکول کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې پر یادې ادارې پراخ بندیزونه لګولي دي.

د اروپايي پارلمان مشرې روبېرټا مېڅولا د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د سږ کال د جایزې ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل، چې اروپايي ټولنه د څو اړخیزې همکارۍ او نړیوالو بنسټونو د درناوي پر اصولو ولاړه ده.

مېڅولا زیاته کړه، چې د ساخاروف سږنۍ جایزه د نړیوال قانون د ساتنې او د عدالت د تأمین په برخه کې د نړیوالې جنايي محکمې د هڅو د ستاینې په موخه دې ادارې ته ورکړل شوې ده.

دا په اکتوبر میاشت کې دویم ځل دی، چې د نړیوال عدالت په برخه کې فعالو شخصیتونو او بنسټونو ته د معتبرو جایزو په ورکولو سره درناوی کېږي. تر دې څه کمې دوې اوونۍ مخکې، د نړیوالې جنايي محکمې پخوانۍ قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوي پیلای د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې وه.

دا جایزې په داسې وخت کې ورکړل شوې دي، چې په هالنډ کې مېشت نړیواله جنايي محکمه د امریکا د حکومت له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده.

د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د تلې میاشتې په ۱۷مه پر دې محکمې پراخ بندیزونه ولګول. دغه اقدام تر دې مخکې د محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو د بندیزونو له لګولو وروسته ترسره شو او د محکمې مالي فعالیتونه او امریکايي خدماتو ته یې لاسرسی په نښه کړ.

د نتانیاهو د نیولو حکم د واشنګټن او محکمې ترمنځ کړکېچ زیات کړی

د امریکا او نړیوالې جنايي محکمې ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه، چې یادې محکمې په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع د پخواني وزیر یوآو ګالانت د نیولو حکمونه صادر کړل.

دا حکمونه په غزه کې د جنګي جنایتونو او د بشریت پر ضد د جنایتونو په تورونو پورې تړاو لري.

د نړیوالې جنايي محکمې مشرې توموکو اکانه د ساخاروف جایزې له ورکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا جایزه په داسې وخت کې ځانګړی ارزښت لري، چې محکمه له بې‌ساري ننګونو سره مخ ده.

اکانې ټینګار کړی، چې د محکمې د خپلواکۍ او بې‌طرفۍ د ساتنې لپاره د نړیوالې همکارۍ او ملاتړ دوام اړین دی، څو دا اداره وکولای شي د تر ټولو درنو جرمونو څېړنې او د قربانیانو لپاره د عدالت تأمین ته دوام ورکړي.

هغې ویلي: «له عدالت پرته سوله نشته او له قانون پرته امنیت ناشونی دی».

د ساخاروف جایزه څه ده؟

د ساخاروف جایزه د شوروي اتحاد د ساینسپوه او د هغه وخت د حکومت د منتقد اندري ساخاروف په نوم نومول شوې ده.

اروپايي پارلمان له ۱۹۸۸ کال راهیسې هر کال هغو اشخاصو او سازمانونو ته دا جایزه ورکوي، چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د دفاع لپاره هڅې کوي.

ټاکل شوې، چې د سږنۍ جایزې د ورکړې مراسم د ډسمبر په میاشت کې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې ترسره شي.

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

افغانه فعاله زرقه یفتلي د امریکا د نېشن‌سول (NationSwell) موسسې د «ممکن راتلونکي» جایزه د مدافع په برخه کې ګټلې ده. نېشن‌سول د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې اغلې یفتلي یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د هغې د هڅو او عدالت غوښتنې له امله د یادې جایزې ګټونکې ټاکلې ده.

د دې موسسې په وینا، د «ممکن راتلونکي» جایزې په لومړي پړاو کې په ۱۰ برخو کې ۱۲ اغېزناکو شخصیتونو ته جایزې ورکړل شوې دي. په دغو برخو کې نوښت، عدالت غوښتنه، د ټولنې هڅونه، مشري او د دوامدارو بدلونونو رامنځته کول شامل دي.

نېشن‌سول ویلي، د جایزو ګټونکي د یوې انتخاباتي پروسې له لارې، د کارپوهانو او پېژندل شویو شخصیتونو په سلا مشوره ټاکل شوي دي. په دغو شخصیتونو کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ، امریکايي لیکوال او ټولنیز ارواپوه جاناتن هایټ او د «اکوینګ ګرین» سازمان اجرایوي مشره شېرل ډورسي هم شامل وو.

یادې موسسې زرقه یفتلي د «مدافع» په برخه کې د جایزې ګټونکې معرفي کړې ده. د نیشن‌سول په وینا، دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د مهمو ټولنیزو موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي په لوړولو، د ستونزو د حل پر اړتیا په ټینګار او د عدالت غوښنتې د وسیلو په کارولو سره د مثبتو بدلونونو لپاره هڅې کوي.

زرقه یفتلي د بدخشان ولایت اوسېدونکې ده او له کلونو راهیسې د ښځو او ماشومانو د حقونو او د افغان نجونو د زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې فعالیت کوي. نوموړې اوس په کاناډا کې ژوند کوي.

تر دې وړاندې، د هغې د فعالیتونو په اړه جوړ شوي یوه فلم د فرانسې په کن ښار کې د رسنیو او ټلوېزیون د جایزو په سیالۍ کې د «سپینو زرو دولفین» جایزه ترلاسه کړې وه.

د نېشن‌سول موسسې بنسټګر او اجرایوي مشر ګریګ بهرمن ویلي، چې د ټولنیزو بدلونونو رامنځته کول د مخکښو فعالانو او هغو ډلو ګډو هڅو ته اړتیا لري چې د نوښت، مشارکت او په ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو کې د بدلون له لارې د ټولنې ستونزو ته نوې حللارې وړاندې کوي.

ټاکل شوې، چې د نېشن‌سول د روان کال د جایزو له ګټونکو څخه د دې موسسې په کلنۍ غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم له ۵مې سره سمون خوري، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په فلاډلفیا ښار کې ستاینه وشي.

نېشن‌سول په ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوې امریکايي موسسه ده چې د ټولنیزو اغېزو په برخه کې فعالیت کوي. د دې موسسې د معلوماتو له مخې، له څه باندې ۲۰۰ لویو شرکتونو، خیریه بنسټونو او غیرانتفاعي سازمانونو سره همکاري کوي او موخه یې د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د اغېزناکو لارو چارو پراختیا او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.

ډېپلوماټ مجله: چین اوس‌ مهال په واخان دهلېز کې له طالبانو سره سوداګرۍ ته چمتو نه دی

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
100%

ډېپلوماټ مجلې په یوې خپره کړې مقاله کې ویلي چې د واخان دهلېز له لارې له چین سره د نښلېدو په موخه د نوي جوړ شوي سړک فعالېدل له جدي امنیتي خنډونو سره مخ دي او پرې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پیل کېدل د اوس لپاره ممکن نه دي.

طالبانو د اکټوبر پر څلورمه نېټه په بدخشان ولایت کې د واخان ۱۲۱ کیلومتره ترانزیټي سړک تر درې کلنو هڅو وروسته پرانیست. که څه هم د طالبانو چارواکي دا پروژه د نړیوالو بازارونو او منځنۍ اسیا سره د هېواد د نښلېدو لپاره ستر ګام بولي، خو چین او طالبان د دغه دهلېز په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

د مقالې له مخې، طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري پر دغه سړک شاوخوا ۳۶۵ میلیونه افغانۍ چې کابو ۵.۶ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، لګولي دي. د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا سړک سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت لري او د بهرنیو انجینرانو له شتون پرته د افغان متخصصانو له خوا جوړ شوی دی. دغه راز د بدخشان والي رحمت‌الله نجیب ټینګار وکړ چې له ۴۵ کلونو جګړې وروسته خلک د هېواد په تر ټولو لرې سیمه کې د داسې لویې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ادعا کړې چې دا دهلېز د چین لپاره د توکو د لېږد تر ټولو نږدې، خوندي او باوري لاره ده او کولی شي چین د عربي نړۍ، ترکیې، ایران او اروپا سره وتړي. ډېپلوماټ مجله لیکي چې دا ادعا له شکونو سره مخ ده، ځکه چین اوس هم له قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان سره مستقیمې پولې او پرمختللې پټلۍ لري او خورګوس بندر هم د چین او قزاقستان پر پوله فعال دی. خو د افغانستان لپاره دا پروژه ځکه حیاتي بلل کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روان تاوتریخوالی د سوداګرۍ د بندېدو لامل شوی او طالبان غواړي د پاکستان له اقتصادي فشارونو او د کراچۍ او ګوادر له لارو خپله ټرانزیټي تکیه کمه کړي.

سره له دې چې سړک بشپړ شوی، خو چین تر اوسه خپله پوله نه ده پرانیستې او د اکټوبر د څلورمې نېټې د پرانیستې په مراسمو کې یې هم استازي ګډون نه و کړی. چین څه باندې یوه لسیزه وړاندې د واخان پر پوله پوځي سړک یوازې د خپلو ګزمو او امنیتي څارنې لپاره جوړ کړی و او چینایي رسنۍ دا پوله د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښه ګڼي. بیجینګ په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) له شتون او شاوخوا ۳ زره ایغور وسله‌والو له فعالیتونو سخته اندېښنه لري او له طالبانو یې غوښتي چې دا ډلې بې‌وسلې او چین ته وسپاري، څو دا دهلېز د سین‌کیانګ پر ضد ونه کارول شي.

ټرمپ مکلف شوی چې د بي‌بي‌سي پر ضد د ۱۰ میلیارد ډالرو دعوې په تړاو پوښتنو ته ځواب ووايي

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۱
100%

یوه امریکايي فدرالي قاضي د پنجشنبې په ورځ امر کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د ډسمبر تر ۱۱مې نېټې پورې د بي‌بي‌سي پر ضد د ۱۰ میلیارد ډالرو د افترا دعوې په تړاو د دې رسنۍ د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې بي‌بي‌سي ټرمپ تورن کړی چې د قانوني پوښتنو له ځوابولو څخه د ځان ساتلو لپاره په قصدي ډول بهیر ځنډوي.

ټرمپ د بریتانیا پر عامه تمویل کېدونکې رسنۍ دعوه کړې او لږ تر لږه ۱۰ میلیارد ډالره تاوان غواړي. نوموړی ادعا کوي چې بي‌بي‌سي د هغه د یوې وینا ویډیو په ناسمه توګه ایډیټ کړې، څو داسې ښکاره شي چې ګواکې ده خپل پلویان د امریکا پر کانګرس د برید لپاره هڅولي دي. دا قضیه د هغو څو حقوقي دعوو له ډلې ده چې ټرمپ د هغو رسنیو پر ضد ثبت کړې چې د ده په وینا، د هغه په اړه ناسم یا ناخوښ راپورونه خپروي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا فدرالي مجسټریټ قاضي اېنژولیک لېټ د پنجشنبې په ورځ د محکمې په غونډه کې له محکمې څخه امر وکړ چې ټرمپ باید د بي‌بي‌سي د وکیلانو پوښتنو ته د لوړې تر مراسمو لاندې ځوابونه ورکړي. ټرمپ په اکتوبر کې د خپلې استماعیه ناستې له ترسره کولو ډډه کړې وه او د ولسمشرۍ د دندو له امله یې د وخت د نه لرلو خبره کړې وه.

د ټرمپ د حقوقي ډلې او بي‌بي‌سي استازو د نظر غوښتنې په اړه سملاسي ځواب نه دی ورکړی.

ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د شپږمې نېټې د وینا د ویډیو د ایډیټ کولو له امله د تېر کال په ډسمبر کې د فلوریډا په فدرالي محکمه کې دعوه ثبت کړه. هغه ادعا کوي چې بي‌بي‌سي د وینا بېلابېلې برخې سره نښلولې، څو لیدونکي دې پایلې ته ورسېږي چې ګواکې نوموړي خپل پلویان د امریکا پر کانګرس د برید لپاره هڅولي دي.

بي‌بي‌سي منلې چې د ویډیو ایډیټ کول یې ګمراه کوونکي وو او له ټرمپ څخه یې بښنه غوښتې، خو دا ردوي چې د افترا په تور قانوني مسوولیت لري.

بي‌بي‌سي په محکمه کې په ثبت شویو اسنادو کې ټرمپ او د هغه وکیلان تورن کړي چې د اسنادو او نورو معلوماتو د سپارلو په برخه کې ځنډ کوي. دغه بهیر، چې د دعوې د دواړو خواوو ترمنځ د شواهدو او معلوماتو تبادله پکې کېږي، د حقوقي اصطلاح له مخې «د شواهدو راټولولو پړاو» بلل کېږي.

بي‌بي‌سي د ټرمپ د مارالاګو کلب او له هغه سره د تړلو سوداګریزو شرکتونو د مالي اسنادو غوښتنه کړې او وايي، دغه معلومات د ټرمپ د تاوان غوښتنې پر وړاندې د دفاع لپاره اړین دي.

د ټرمپ وکیلان بیا وايي، د بي‌بي‌سي غوښتنې ډېرې پراخې دي او له قضیې سره مستقیم تړاو نه لري. هغوی دا ادعا هم رد کړې چې ټرمپ له استماعیه ناستې څخه تېښته کوي او ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ دندې او امنیتي اړتیاوې باید لومړیتوب ولري.

د وینا ایډیټ شوې ویډیو د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو لږ مخکې د بي‌بي‌سي د «پانوراما» په مستنده خپرونه کې ښودل شوې وه.