کیم جونګ اون د شمالي کوریا د پوځ د پیاوړتیا او پوځي انقلاب غوښتنه وکړه

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د پوځ د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد پوځي واحدونه باید په پیاوړو، خپلواکو او د جګړې لپاره چمتو ځواکونو بدل شي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د پوځ د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد پوځي واحدونه باید په پیاوړو، خپلواکو او د جګړې لپاره چمتو ځواکونو بدل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، کیم دا څرګندونې د اکتوبر په ۲۲مه او ۲۳مه په پلازمېنه پیونګیانګ کې د شمالي کوریا د پوځ د قوماندانانو په دوه ورځنۍ غونډه کې کړې دي. د دغه هېواد دولتي خبري اژانس (KCNA) د شنبې په ورځ د غونډې په اړه راپور خپور کړی دی.
کیم په خپله وینا کې ویلي: «راځئ، تر ټولو پیاوړی پوځ جوړ کړو او په خپله طریقه پوځي انقلاب چټک کړو.»
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي، دا د فبرورۍ په میاشت کې د واکمن ګوند له نهمې عمومي غونډې وروسته د دغه هېواد په کچه د پوځ لومړۍ پراخه غونډه وه.
کیم له پوځي قوماندانانو غوښتي چې هره پوځي قطعه بشپړ چمتووالی ولري، څو د نوي پړاو د پوځي پیاوړتیا موخه ترلاسه شي.
د رویټرز په وینا، د شمالي کوریا د مشر دا غوښتنه د پوځ د پیاوړتیا پر هغې تګلارې ټینګار کوي چې نوموړي له پخوا تعقیب کړې ده. کیم د واکمن ګوند د فبرورۍ په غونډه کې هم د دودیزو پوځي ځواکونو د پیاوړتیا غوښتنه کړې وه او د اټومي وسلو او توغندیو د پراختیا پر دوام یې ټینګار کړی و.

اوکراین او روسیې د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا د لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ په منځګړیتوب یې د روسیې تر ولکې لاندې په اولشکي ښارګوټي کې پر یوه لنډمهالي اوربند هوکړه کړې ده. د دې هوکړې لهمخې به د اکتوبر پر ۲۷مه اوربند پلی شي، څو له بشري مرستو سربېره بند پاتې کسان وژغورل شي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي هم وویل، چې د مسکو، کیېف او واشنګټن استازي به د راتلونکې نومبر میاشتې په لومړۍ نیمایي کې په ابوظبۍ کې د سولې پر تخنیکي لارو چارو د خبرو لپاره سره کېني.
د سپینې ماڼۍ او د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونه به د اکتوبر د ۲۷مې نېټې د سهار له ۴ بجو څخه ډزې ودروي. د اوکراین د بشري حقونو کمېشنر دمیترو لوبینتس رویترز ته ویلي، چې په دې اوربند کې به سړکونه له ماینونو پاک شي، خلکو ته به خواړه ورسول شي او ملکي وګړي به خوندي ځایونو ته واېستل شي.
په دې ښارګوټي کې، چې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې د روسیې تر کنټرول لاندې دی، له ۲۴ زره نفوس څخه یوازې له ۱۷۰۰ تر دوه زرو پورې زاړه کسان پاتې دي، چې بېړنیو خوړو او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
مېلانیا ټرمپ په یوه بیان کې اولشکي ښارګوټی د ناورین پر څنډه ولاړ وباله او خپلو کورنیو ته په جګړه کې د نیول شویو اوکرایني ماشومانو پر ستنولو ټینګار کړی دی.
پاپ لېو هم په تېره اونۍ کې د دغه ښارګوټي د وضعیت په اړه له زیلېنسکي او د روسیې له ولسمشر سره خبرې کړې وې.
له بلې خوا، زیلېنسکي له امریکایي استازو سټیو ویټکاف او جرد کوشنر سره تر خبرو وروسته څرګنده کړې، چې هر ډول تلپاتې سوله د اوکراین لپاره پیاوړو امنیتي تضمینونو او لږ تر لږه د ۱۰ کلونو لپاره د دغه هېواد د پوځ دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د سولې هڅې روانې دي، د اوکراین او واشنګټن ترمنځ د سټارلېنک انټرنېټي خدماتو د محدودیتونو پر سر ترینګلتیاوې لا هم پر خپل ځای دي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ستونزې په صورت کې به د سپېس اېکس له مشر ایلان ماسک سره خبرې وکړي.
د اوکراین سرپرست څارنوال انتون کووالسکي هم ویلي، چې د څلور کلنې جګړې پر مهال له ۱۹ زرو ډېر ملکي وګړي، چې ۷۶۲ یې ماشومان دي وژل شوي دي. په دې لړ کې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې د ۶۶۸ ماشومانو په ګډون د ۲۹۶۰ ملکیانو وژل کېدل ثبت شوي دي.
دغو ډیپلوماټیکو پرمختګونو سره هممهاله، مسکو او کیېف د خپلو ۲۷۰ بندیانو تبادله وکړه، چې په مجموعي توګه ۵۴۰ جنګي اسیران خوشې شول. د روسیې دفاع وزارت او د اوکراین ولسمشر دواړو تایید کړې، چې دا تبادله په بریا سره ترسره شوې او زیلېنسکي د نهو ملکیانو په ګډون د خپلو ۲۷۰ سرتېرو ازادي یوه ډېره مهمه لاسته راوړنه بللې ده.
د نشنل انټرېسټ ویبپانې یوه مقاله کې راغلي، منځنۍ اسیا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستی سفر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې پراخ فرصتونه رامنځته کوي، خو په افغانستان کې روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د واشنګټن د ستراتیژیکو پلانونو پر وړاندې لوی خنډ دی.
مارکو روبیو د تېرې یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د ازبکستان سمرقند ښار ته لاړ او د «C5+1» چوکاټ په ترڅ کې یې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له استازو سره د مهمو کانونو، د انرژۍ زېرمو او ټرانسپورټي لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه امریکایي پلاوي ټینګار وکړ، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراخولو لپاره نوی پړاو پیلوي.
د دغې مقالې د لیکوالانو زلمي نشاط او کرېس بلکبرن په وینا، د امریکا دغه سترې هیلې په مستقیم ډول د افغانستان له ناڅرګند برخلیک سره غوټه دي، ځکه په دې سیمه کې اقتصادي وده او ملي امنیت له یوه بله نهشي بېلېدای.
منځنۍ اسیا له افغانستان، ایران، روسیې او چین سره ګډې پولې لري او سیمهییز هېوادونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو پلانونو تر څنګ د نشهيي توکو د قاچاق او د وسلهوالو ډلو د ګواښونو مخه هم ونیسي. که څه هم واشنګټن غواړي، چې په منځنۍ اسیا کې د چین او روسیې نفوذ مهار کړي، خو د کاسا-۱۰۰۰ په څېر د برېښنا لویې سیمهییزې پروژې هم تر هغو عملي کېدای نهشي چې د افغانستان د برخې د غځولو کار او امنیت یې ډاډمن شوی نهوي.
له بلې خوا، په مقاله کې راغلي، چې مسکو په افغانستان کې خپلې ځانګړې محاسبې پر مخ وړي او د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې یې طالبان په رسمیت وپېژندل، چې وروسته په ۲۰۲۶ کال کې د دوی ترمنځ پټې پوځي او همداراز ښکاره تخنیکي هوکړې لاسلیک شوې.
دا نږدې اړیکې د اسلاماباد لپاره نوې اندېښنې راولاړوي، ځکه پاکستان چې تمه یې درلوده کابل ته د طالبانو په ستنېدو سره به یې لوېدیځې پولې خوندي شي اوس د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د بریدونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرلپسې نښتو له امله له سختو ننګونو سره مخ دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د اکټوبر په پنځمه د مسکو په غونډه کې ادعا وکړه، چې له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د طالبانو مبارزه د دوی له دوامدارې پوځي همکارۍ سره تړلې ده.
شنونکي ټینګار کوي، چې واشنګټن نهشي کولای د افغانستان له سیاسي ثبات پرته د منځنۍ اسیا هوساینه یقیني کړي او دا چاره د طالبانو د انحصاري واکمنۍ، پر نجونو او ښځو د بندیزونو او د ملي مشروعیت د نشتوالي له امله لا پېچلې شوې ده. لیکوالان وړاندیز کوي، چې د افغانستان د ګاونډیو، د منځنۍ اسیا جمهوریتونو، هند، پاکستان، روسیې، چین، ترکیې او سعودي عربستان په ګډون یو سیمهییز ډیالوګ رامنځته شي، څو د افغانانو په مشرۍ د یوې تلپاتې سیاسي حللارې او اقتصادي یووالي ملاتړ وکړي.
د بحران نړۍوالې ډلې په یوه نوي تحلیلي راپور کې ویلي، د هند له خوا د جمو او کشمیر د ځانګړي خپلواک دریځ له لغوه کولو او پر دې سیمې د مرکزي حکومت د واک له پراخولو اووه کاله وروسته، وسلهوال فعالیتونه لا هم دوام لري او د سیمې د سیاسي وضعیت په اړه د خلکو ناخوښي زیاته شوې ده.
د راپور له مخې، د کشمیر د لانجې نه حل کېدل او د هند او پاکستان ترمنځ د بېباورۍ دوام کولای شي د دواړو اټومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ د نوې پوځي نښتې لامل شي.
د نړیوال کړکېچ ډلې جمعه(د لړم لومړۍ نیټه) په یوه خپاره کړي تحلیلي راپور کې ویلي، هند د ۲۰۱۹ کال له بدلونونو وروسته په جمو او کشمیر کې د امنیتي اقداماتو او د وسلهوالو پر ضد د عملیاتو له لارې د تاوتریخوالي ځینې بڼې کمې کړې دي؛ خو دغو اقداماتو د وسلهوالو فعالیتونه په بشپړ ډول نه دي ختم کړي.
د راپور د ارزونې له مخې، د هند د حکومت سخت امنیتي سیاستونه، پراخې نیونې او د وسلهوالو د کورنیو او خپلوانو د کورونو نړول د ځايي خلکو ناخوښي زیاته کړې او په ځینو برخو کې یې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د خلکو د ملاتړ د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.
د کشمیر سیاسي وضعیت او د ټاکنو پایلې
دغه راپور کې راغلي، چې هند په ۲۰۱۹ کال کې د جمو او کشمیر ځانګړی اساسي دریځ لغوه کړ او دا سیمه یې په دوو اداري سیمو، جمو او کشمیر او لداخ، ووېشله چې د هند د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې دي. د راپور له مخې، له دې بدلونونو وروسته د سیمې د سیاسي او اداري واک یوه لویه برخه د نوي ډیلي په لاس کې پاتې شوه.
راپور همداراز زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې د سیمهییزې شورا په ټاکنو کې، چې د راپور له مخې ۶۳ سلنه خلکو پکې ګډون کړی و، د جمو او کشمیر ملي کنفرانس ګوند د ۹۰ څوکیو له ډلې ۴۲ وګټلې او عمر عبدالله د سیمې اعلی وزیر وټاکل شو. د هند واکمن بهارتیا جنتا ګوند ۲۹ څوکۍ ترلاسه کړې.
خو راپور وايي، د ټاکنو له ترسره کېدو سره سره د سیمهییز حکومت واکونه محدود پاتې دي. د امنیت او قانون پلي کولو په ګډون ګڼې مهمې چارې د نوي ډیلي له خوا د ټاکل شوي مرستیال والي تر واک لاندې دي.
د راپور له مخې، د کشمیر ګڼ اوسېدونکي ټاکنې د مرکزي حکومت د سیاستونو پر وړاندې د خپل مخالفت د څرګندولو وسیله بولي، خو په دې اړه ناخوښي هم لري چې ټاکل شوی حکومت د سیمې پر امنیتي او اداري پرېکړو بشپړ واک نه لري.
د سختو امنیتي اقداماتو او وسلهوالو فعالیتونو دوام
د بحران نړیوالې ډلې ویلي، چې د هند حکومت د وسلهوالو فعالیتونو د محدودولو لپاره د ترهګرۍ ضد سخت قوانین کارولي او د شکمنو کسانو د نیولو ترڅنګ یې د ځینو دولتي کارکوونکو د ګوښه کولو او د وسلهوالو د کورنیو د کورونو د نړولو اقدامات هم کړي دي.
د راپور د ارزونې له مخې، دغو اقداماتو په ځینو برخو کې د وسلهوالو فعالیتونه محدود کړي، خو ورته مهال یې د ځايي خلکو او حکومت ترمنځ بېباوري هم زیاته کړې ده.
راپور زیاتوي چې له ۲۰۱۹ کال وروسته وسلهوالو ډلو خپل تاکتیکونه بدل کړي، خپل فعالیتونه یې تر ډېره پټ کړي او د کشمیر له درې څخه یې د جمو سیمې ته هم د بریدونو ساحه پراخه کړې ده.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو کې د جمو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه زیات شول. په ۲۰۲۳ کال کې د وسلهوالو بریدونو د زیاتېدو له امله حکومت اړ شو چې د کلیو د دفاع ډلې بېرته فعالې کړي او سلګونو کلیوالو ته وسلې او روزنه ورکړي.
هندي چارواکي ادعا کوي چې د بریدونو ځینې مسولین له پاکستان سره تړاو لري او له پولې اوړي؛ خو پاکستان دا تورونه ردوي.
راپور همداراز وايي، د دغو ادعاوو په اړه د حقیقت معلومول ستونزمن دي او د هند تورونه په خپله د پاکستان له لوري د وسلهوالو د ملاتړ ثبوت نه شي ګڼل کېدای.
د پهلګام برید او د هند او پاکستان پوځي نښته
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۲مه د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو برید، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان ترمنځ د څو لسیزو په اوږدو کې د یوې جدي پوځي نښتې لامل شو.
هند په دې برید کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ؛ خو اسلاماباد دا تور رد کړ او ویې ویل چې نوي ډیلي خپلې ادعاوې له کره شواهدو پرته مطرح کړې دي.
هند د ۲۰۲۵ کال د مې میاشتې په اوومه د «سندور» په نوم عملیات پیل کړل او د پاکستان په خاوره کې یې پر هغو ځایونو بریدونه وکړل چې د هند په وینا د وسلهوالو پتنځایونه وو. ورپسې دواړو لورو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په ګډون بریدونه وکړل.
د راپور له مخې، د مې په لسمه د اوربند له اعلان سره څلور ورځنۍ نښته پای ته ورسېده؛ خو دواړو هېوادونو د بریا ادعا وکړه او د دوی ترمنځ سیاسي او امنیتي بېباوري پر ځای پاتې شوه.
راپور خبرداری ورکوي چې د هند په خاوره کې بل لوی وسلهوال برید ښايي د نوي پوځي کړکېچ لامل شي، په ځانګړي ډول که د هند حکومت د داسې برید مسولیت پر پاکستان واچوي او د پوځي غبرګون پرېکړه وکړي.
په راپور کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لسمه په نوي ډیلي کې د موټر بم چاودنې ته هم اشاره شوې چې ۱۵ کسان پکې ووژل شول او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شول.
د راپور له مخې، هندي پلټونکو ادعا کړې چې په دې برید کې د کشمیر له ځینو ډاکټرانو سره تړلې یوه شبکه ښکېله وه. د هند پلټونکو دا برید له القاعدې سره تړلې یوې ډلې ته منسوب کړی، نه پاکستانپلوو وسلهوالو ته.
راپور وايي، له دې پېښې وروسته په کشمیر کې امنیتي عملیات پراخ شول او د شکمنو کسانو د کورونو د نړولو په ګډون اقدامات وشول. د راپور د ارزونې له مخې، دا پېښه د ځوانانو د افراطي کېدو او په سیمه کې د ټولنیزو اړیکو د کمزوري کېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.
د بحران نړیوالې ډلې په وینا، هند باید د کشمیر د اوږدمهاله ټیکاړ لپاره یوازې پر پوځي او امنیتي اقداماتو تکیه ونه کړي، بلکې د سیمې سیاسي ستونزو او د خلکو ناخوښۍ ته هم پام وکړي.
راپور سپارښتنه کوي چې هند دې د جمو او کشمیر د ایالتي دریځ د بېرته راګرځولو لپاره عملي ګامونه واخلي، د ټاکل شوي سیمهییز حکومت واکونه پراخ کړي او د ترهګرۍ ضد قوانینو د پلي کولو پر مهال دې له پراخو او بېتوپیره اقداماتو ډډه وکړي.
راپور همدارنګه له پاکستان نه غواړي چې د هند ضد وسلهوالو ډلو پر وړاندې خپل قوانین په جدي ډول پلي کړي او د دغو ډلو د بیا راڅرګندېدو مخه ونیسي. ورته مهال، له هند څخه غوښتل شوي چې د هر برید په غبرګون کې د سمدستي پوځي اقدام ګواښ کم کړي.
د راپور په پای کې ویل شوي چې هند او پاکستان باید د لوړپوړو امنیتي چارواکو ترمنځ د پټو دیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو په ګډون د خبرو اترو لارې بېرته پرانیزي، څو د احتمالي بریدونو، ناسم پوهاوي او پوځي محاسبې له امله د یوې بلې پراخې نښتې مخه ونیول شي.
رویټرز د پنځو باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا او سویلي کوریا چارواکي په دې باور دي چې سږ کال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ د لیدنې احتمال مخ په کمېدو دی.
ټرمپ یوازینی امریکايي ولسمشر دی چې د شمالي کوریا له یوه مشر سره یې لیدلي دي. نوموړي لېوالتیا لرله چې له شمالي کوریا سره خبرې اترې بېرته پیل کړي، خو داسي ښکاري، چې پلازمېنه پیونګیانګ د خپل اټومي پروګرام د مهارولو په موخه ډیپلوماټیکو خبرو ته چندان لېوالتیا نه لري.
د دغو پنځو سرچینو په وینا، امریکا له شمالي کوریا څخه د ټرمپ او کېم د احتمالي لیدنې په اړه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی. سرچینې وايي، راتلونکې میاشت په چین کې د یوې سیمهییزې سرمشریزې تر جوړېدو پورې لږ وخت پاتې دی او ښايي د دواړو مشرانو د لیدنې لپاره همدا وروستی احتمالي فرصت وي.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي، پیونګیانګ به له امریکا سره د دوهاړخیزې سرمشریزې د منلو لپاره سخت شرایط وړاندې کړي چې ښايي د بندیزونو لرې کول هم پکې شامل وي. ټرمپ له خبرو سره لېوالتیا لري، خو تر اوسه کومه لیدنه نه ده ټاکل شوې.
د روان کال په اګست کې جمهوريپال ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې پلان لري د کال تر پایه له کېم جونګ اون سره وګوري او د هغه د اړیکې نیولو هڅو ته د شمالي کوریا مشر مثبت ځواب ورکړی دی.
د سویلي کوریا استخباراتي ادارې د تېرې میاشتې په وروستیو کې قانونجوړوونکو ته ویلي وو چې د ټرمپ او کېم د لیدنې ۵۰ سلنه احتمال شته. تمه کېده چې دا لیدنه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شېنجن ښار کې د اسیا ـ ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) ډلې د سرمشریزې په څنډه کې ترسره شي.
خو ټرمپ د دوشنبې په ورځ د دغې لیدنې د ترسره کېدو احتمال کم وباله؛ که څه هم نوموړي د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال درې ځله له کېم سره لیدلي وو. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه له هغه سره ډېرې ښې اړیکې لرم او ډاډه نه یم چې اصلا څوک د لیدنې غوښتنه کوي.»
په واشنګټن کې د سویلي کوریا سفیر کانګ کیونګوا تېره اوونۍ ویلي وو چې د ټرمپ او کېم د سرمشریزې په لور کوم مشخص پرمختګ نه دی شوی.
په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوریا دایمي استازولۍ هم په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي: «ولسمشر ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره درې تاریخي سرمشریزې ترسره کړي چې د کوریا ټاپووزمې وضعیت یې باثباته کړ.»
هغه زیاته کړې: «د شمالي کوریا په اړه د امریکا پالیسي نه ده بدله شوې. ولسمشر ټرمپ لا هم له کېم جونګ اون سره له هر ډول مخکینیو شرایطو پرته خبرو ته چمتو دی. اوس مهال د اعلانولو لپاره کومه لیدنه نشته. مشران به په مناسب وخت کې سره وګوري.»
تېره میاشت یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي خبریالانو ته ویلي وو چې ټرمپ له کېم سره خبرو ته «چمتو» دی او «اوس د اقدام وار په بشپړه توګه د شمالي کوریا په لاس کې دی».
د ټرمپ او کېم سرمشریزه ښايي ناڅاپه ترسره شي
د نړیوالې سولې لپاره د کارنېګي بنسټ د اټومي سیاست پروګرام لوړپوړي څېړونکي انکیت پانډا ویلي چې د APEC سرمشریزې په څنډه کې د ټرمپ او کېم د لیدنې احتمال له ۱۰ سلنې کم دی.
هغه استدلال کړی چې له سویلي کوریا سره د پوځي تمرینونو د کمولو په اړه د امریکا وروستۍ پرېکړه د شمالي کوریا د قناعت لپاره کافي نه وه.
واشنګټن کله ناکله له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې، څو له شمالي کوریا سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي. چین له کېم جونګ اون سره نږدې اړیکې لري.
د کوریا دواړه هېوادونه د ۱۹۵۰–۱۹۵۳ کلونو د جګړې د پای ته رسولو د اوربند له امله له تخنیکي پلوه لا هم د جګړې په حالت کې دي.
امریکا په سویلي کوریا کې شاوخوا ۲۸ زره او ۵۰۰ سرتېري او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي دي، څو د شمالي کوریا پر وړاندې له دغه هېواد سره په ګډه دفاع وکړي. شمالي کوریا د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د پراختیا هڅې کړې دي.
د سویلي کوریا چارواکو د خصوصي څېړنیزو بنسټونو د اټکلونو په حواله ویلي چې شمالي کوریا له ۸۰ څخه تر ۱۲۰ پورې اټومي سرګلولې لري.
ټرمپ او کېم په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې تاریخي لیدنې وکړې، خو دغو لیدنو کومه مشخصه پایله ونه لرله.
په سویلي کوریا کې د امریکا سفیرې میشل سټیل د چهارشنبې په ورځ په سیول کې د امریکا ـ کوریا د سوداګرۍ خونې په یوه غونډه کې وویل: «زه نه پوهېږم چې دوی به کله سره وګوري.»
هغې زیاته کړه، که د دواړو مشرانو د لیدنې زمینه برابره شي، ښايي اعلان یې ناڅاپه وشي.
هغې وویل: «که دا لیدنه ترسره کېږي، نو ښايي سبا یا د یوې دوو ورځو په خبرتیا ترسره شي.»
اروپايي پارلمان نړیوالې جنايي محکمې او د دې ادارې د چارواکو هڅې د ساخاروف جایزې په ورکولو سره ستایلي دي. دا جایزه په داسې حال کې دغې محکمې ته ورکول کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې پر یادې ادارې پراخ بندیزونه لګولي دي.
د اروپايي پارلمان مشرې روبېرټا مېڅولا د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د سږ کال د جایزې ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل، چې اروپايي ټولنه د څو اړخیزې همکارۍ او نړیوالو بنسټونو د درناوي پر اصولو ولاړه ده.
مېڅولا زیاته کړه، چې د ساخاروف سږنۍ جایزه د نړیوال قانون د ساتنې او د عدالت د تأمین په برخه کې د نړیوالې جنايي محکمې د هڅو د ستاینې په موخه دې ادارې ته ورکړل شوې ده.
دا په اکتوبر میاشت کې دویم ځل دی، چې د نړیوال عدالت په برخه کې فعالو شخصیتونو او بنسټونو ته د معتبرو جایزو په ورکولو سره درناوی کېږي. تر دې څه کمې دوې اوونۍ مخکې، د نړیوالې جنايي محکمې پخوانۍ قاضۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ عالي کمېشنرې ناوي پیلای د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړې وه.
دا جایزې په داسې وخت کې ورکړل شوې دي، چې په هالنډ کې مېشت نړیواله جنايي محکمه د امریکا د حکومت له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده.
د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت د تلې میاشتې په ۱۷مه پر دې محکمې پراخ بندیزونه ولګول. دغه اقدام تر دې مخکې د محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو د بندیزونو له لګولو وروسته ترسره شو او د محکمې مالي فعالیتونه او امریکايي خدماتو ته یې لاسرسی په نښه کړ.
د نتانیاهو د نیولو حکم د واشنګټن او محکمې ترمنځ کړکېچ زیات کړی
د امریکا او نړیوالې جنايي محکمې ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغې زیاته شوه، چې یادې محکمې په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د دغه هېواد د دفاع د پخواني وزیر یوآو ګالانت د نیولو حکمونه صادر کړل.
دا حکمونه په غزه کې د جنګي جنایتونو او د بشریت پر ضد د جنایتونو په تورونو پورې تړاو لري.
د نړیوالې جنايي محکمې مشرې توموکو اکانه د ساخاروف جایزې له ورکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا جایزه په داسې وخت کې ځانګړی ارزښت لري، چې محکمه له بېساري ننګونو سره مخ ده.
اکانې ټینګار کړی، چې د محکمې د خپلواکۍ او بېطرفۍ د ساتنې لپاره د نړیوالې همکارۍ او ملاتړ دوام اړین دی، څو دا اداره وکولای شي د تر ټولو درنو جرمونو څېړنې او د قربانیانو لپاره د عدالت تأمین ته دوام ورکړي.
هغې ویلي: «له عدالت پرته سوله نشته او له قانون پرته امنیت ناشونی دی».
د ساخاروف جایزه څه ده؟
د ساخاروف جایزه د شوروي اتحاد د ساینسپوه او د هغه وخت د حکومت د منتقد اندري ساخاروف په نوم نومول شوې ده.
اروپايي پارلمان له ۱۹۸۸ کال راهیسې هر کال هغو اشخاصو او سازمانونو ته دا جایزه ورکوي، چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د دفاع لپاره هڅې کوي.
ټاکل شوې، چې د سږنۍ جایزې د ورکړې مراسم د ډسمبر په میاشت کې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې ترسره شي.