نوموړې په کابل کې زېږېدلې وه او په ملالۍ ښوونځي، چې هغه مهال د مستورات ښوونځي په نوم هم یادېده او د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو په پوهنځي کې یې زده کړې کړې وې. هغې د ښوونکې په توګه کار وکړ، د «میرمن» مجلې مشره وه، د افغانستان په دودیزه ټولنه کې یې فعالیت درلود او د سرې میاشتې د خپرونو په برخه کې یې هم دنده ترسره کړه. هغه د افغانستان له لومړنیو ښځینه راډیویي ویاندویانو څخه هم وه.
رقیه ابوبکر
په داسې ټولنه کې چې د ښځو عامه حضور لا هم د بحث او مخالفت موضوع وه، د ښوونې، رسنیو او فرهنګي فعالیتونو په برخو کې د رقیې ابوبکر تجربه هغې ته د عامه ژوند او سیاسي بحثونو د درک زمینه برابروله.
نوموړې د افغانستان له لومړنیو ښځینه ډاکټرانو یوه وه.
د طبابت او روغتیايي خدمتونو تر څنګ، اناهیتا راتبزاد سیاست ته مخه کړه. هغې په ۱۹۶۵ کال کې د کابل له حوزې څخه ولسي جرګې ته لار ومونده. د هغې ټاکل کېدل په داسې وخت کې وو چې د ښځو د زدهکړو، کار او سیاسي ګډون په اړه په افغانستان کې بحثونه پراخېدل.
راتبزاد وروسته د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند له مخکښو څېرو څخه شوه او د ښځو د دموکراتیک سازمان په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه. هغې د ببرک کارمل د حکومت پر مهال د پوهنې او کار او ټولنیزو چارو د وزیرې په توګه دندې ترسره کړې او د ولسمشرۍ د مرستیالې مقام ته هم ورسېده. نوموړې په یوګوسلاویا کې د افغانستان سفیره هم پاتې شوې وه.
د هغې سیاسي ژوند د افغانستان د معاصر تاریخ له سختو او لانجمنو پړاوونو سره تړلی دی. د هغې رول یوازې د ښځو د استازیتوب تر موضوع محدود نه و او د کیڼ اړخي سیاسي جریان یوه فعاله مشره هم وه.
د ۱۹۶۹ کال په پارلماني ټاکنو کې هېڅ ښځه ولسي جرګې ته بریالۍ نه شوه. د ښځو د سیاسي ګډون لپاره رامنځته شوې فضا له ټولنیزو محدودیتونو، سیاسي سیالیو او د واک له بدلونونو سره مخ وه.
په ۱۹۷۳ کال کې محمد داوود خان د کودتا له لارې واک ته ورسېد او پارلمان یې لغوه کړ. له دې سره د هغه پارلماني بهیر دوام پرې شو چې د ۱۹۶۰مې لسیزې د اساسي قانون او ټاکنو پر بنسټ رامنځته شوی و.
په راتلونکو لسیزو کې جګړو، سیاسي بدلونونو او د حکومتونو بدلېدو د ښځو پر سیاسي حضور ژور اغېز وکړ. د ۱۹۹۰مې لسیزې د کورنیو جګړو او د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ښځو ازادۍ او عامه حضور نور هم محدود شو.
له ۲۰۰۱ کال وروسته د ښځو د سیاسي ګډون لپاره بیا فرصتونه رامنځته شول. ښځې د پارلمان غړې، وزیرانې، مدني فعالانې او د ټاکنو نوماندانې شوې. د افغانستان د ۲۰۰۴ کال په اساسي قانون کې هم د ښځو د استازیتوب لپاره ځانګړي تضمینونه شامل وو.
د نجونو د زدهکرو په اړه د «امر ثاني» یو صادرونکی ندا محمد ندیم وايي، هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي. د چارو یو شمېر څارونکي وايي، د علم د ارزښت په تړاو د ندیم اعتراف په داسې حال کې دی، چې نجونې له شپږم ټولګي او له پوهنتوني زدهکړو بېبرخې دي.
طالبانو له بیاواکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې او شاوخوا یو کال وروسته یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته عبدالباقي حقاني د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وو او هغه د طالبانو د مشرتابه له فشارونو سره سره نجونو زدهکړیالانو ته په پوهنتونونو کې د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړې وه. هغه نجونو محصلینو ته په پوهنتونونو کې په نوبتي ډول د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړې وه، خو بالاخره حقاني د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له لوري له دندې ګوښه کړای شو او پر ځای یې د کابل لپاره د دغې ډلې پخوانی والي ندا محمد ندیم د لوړو زدهکړو د وزیر په توګه وټاکه.
ندا محمد ندیم د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو تر «امر ثاني» په نوم یو مخیز بندیز ولګاوه او دا دی څلورم کال پوره کېدونکی دی، چې نجونې له پوهنتوني زدهکړو منع کړای شوې دي.