• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فنلنډ او ناروې مشرانو له پوتین غوښتي چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۹ GMT+۰

د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب او د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټوره د سې‌شنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتي چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د لوېدیځې اروپا د مشرانو له خوا له کرملین سره د مستقیمو اړیکو د نه نیولو له اوږدمهاله تګلارې سره په مخالفت کې، د فنلنډ او ناروې مشرانو له پوتین سره خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، دغه ټیلیفوني اړیکه د دې هڅې یوه برخه وه چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه پر ډیپلوماټیک بهیر اغېز وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې په ګټه خپل دریځ بدل کړی او د واشنګټن او کییف اړیکې په تېرو ۱۸ میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

د فنلنډ او ناروې د مشرانو دا اقدام ښيي چې اروپايي هېوادونه هڅه کوي د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په ډیپلوماټیکو هڅو کې خپل نفوذ وساتي.

ډېر لیدل شوي

 د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده
۱

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

۲

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

۳

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي

۴

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

۵

له پاکستان سره د لارو تړل کېدو د انګورو بیې تر ۷۰ سلنې راټیټې کړې دي

•
•
•

نور خبرونه

رویټرز: قطر د ایران، امریکا او اسرییل ترمنځ د شخړې د حل لپاره نوې طرحه وړاندې کړې

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۰
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې قطري منځګړو د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د اتوو میاشتو جګړې د پای ته رسولو لپاره تهران ته د سولې یوه نوې مسوده وړاندې کړې ده، خو یوه جګپوړي ایراني چارواکي ویلي چې دوحې یوازې د نه منلو وړ نظرونه وړاندې کړي دي.

د دغو خبرو یوه خبر باوري چارواکي رویترز ته ویلي چې دا نوې طرحه د یکشنبې په ورځ وړاندې شوې او د روانې اونۍ تر پایه د تهران د رسمي ځواب تمه کېږي. قطر او پاکستان د دغې جګړې د ختمولو لپاره د منځګړیتوب مشري کوي، چې نړیواله بېړۍ چلوونه او د نفتو رسول یې له ګډوډۍ سره مخ کړي دي.

دغه باوري سرچینې ویلي چې د قطر په وړاندیز شوې مسوده کې اووه ورځنی مهالوېش ټاکل شوی چې د واشنګټن او تهران اندېښنې حل کړي او دواړه لوري هره ورځ د باور جوړونې عملي ګامونه پورته کړي. هغه زیاته کړې چې دا بهیر د راتلونکې اونۍ په پیل کې عملي کېدای شي او څو هېوادونه به یې ضمانت وکړي. خو د خبرو یوه ایراني چارواکي ویلي چې دوحې یوازې د نه منلو وړ افکار مخې ته اېښي او دا رسمي وړاندیز نه ګڼل کېږي.

د ده په وینا، تهران به د خپل اټومي پروګرام په اړه هېڅ راز انعطاف ونه ښيي. بل خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ وویل چې تهران له منځګړو سره په اړیکه کې دی او دیپلوماسۍ ته فرصت ورکوي.

د امریکا اداره غواړي چې د جګړې د ختمولو په خبرو کې له پیله د ایران اټومي پروګرام شامل وي، خو تهران ټینګار کوي چې لومړی باید د ایران پر بندرونو د امریکا کلابندي لیرې او د نفتو پر صادراتو بندیزونه ختم شي.

واشنګټن دا رد کړې وه چې د هرمز تنګي د پرانیستلو پخوانۍ طرحه د اټومي بحث پرته ومني.

هم‌مهاله، په سعودي عربستان کې د راس تنوره د تېلو پر تر ټولو ستر تصفیه ځای د یمن د حوثي وسله والو له برید وروسته د برنټ نفتو بیه له یوې سلنې زیاته لوړه شوه او تر ۱۱۵ ډالرو واوښته. دغو بریدونو د هرمز تنګي ترڅنګ د باب المندب تنګي پر خوا هم جګړه پراخه کړې ده.

له بلې خوا، د یکشنبې د غونډې پر مهال اندېښنې وې چې ښایي د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، چې د ټولټاکنو له سیالۍ سره مخ دی، پر اسلامي جمهوریت بریدونه بیا پیل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم پر ایران د نویو بریدونو ګواښونه تکرار کړي، په داسې حال کې چې ایراني چارواکو ګواښ کړی که بریدونه وشي نو د خلیج په سمندر کې تر اوبو لاندې مخابراتي مزي به په نښه کړي. د روان وضعیت د کابو کولو لپاره د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان جګپوړو چارواکو هم په تهران کې له ایراني چارواکو سره کتلي، په داسې حال کې چې قطر له ایرانه غوښتي چې پر خلیجي هېوادونو ګواښونه ودروي او د هرمز تنګی پرانیزي.

د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ مستقیمه پوځي نښته د ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې د امریکا او اسراییل په هغو ګډو بریدونو سره پیل شوه چې د علي خامنه‌ای د وژل کېدو لامل شول.

تر دې وړاندې، د ۱۴۰۵ کال په چنګاښ میاشت کې د جنیوا او اسلام‌اباد له ناکامو خبرو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» لاسلیک شوی و، خو دا تفاهم مات شو او د دواړو لورو ترمنځ ۱۷ ورځنۍ نښته رامنځته شوه.

د عمان په منځګړیتوب وروستۍ خبرې اترې هم تر ډېره د هرمز تنګي پر پرانیستلو متمرکزې پاتې شوې دي، ځکه واشنګټن د دغه حیاتي سمندري لارې پرانیستل خپله لومړیتوب بولي.

د روسیې سفیر: پښتو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې ژبه کېدای شي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
100%

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوریف ویلي چې پښتو د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډه ژبه ده او کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل تفاهم او پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې نوی وړاندیز هم د اسلام‌اباد او د طالبانو ادارې ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د مرستې یوه هڅه ده.

خوریف د سې‌شنبې په ورځ د لړم ۵مه، په پاکستان کې د روسیې په سفارت کې د «پښتو پرمختللې عملي ګرامر» کتاب د مخکتنې په مراسمو کې خبرې کولې. هغه وویل، په سفارت کې د دې مراسمو د جوړولو موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو او سیاسي کړیو پام د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډې ژبې ته واړول شي.

د روسیې سفیر زیاته کړه چې دا نوښت د روغې جوړې لپاره بله بلنه او د مسکو له لوري د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اختلافونو د حل په برخه کې د مرستې یوه هڅه ده.

هغه د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې وویل چې روسي ژبه کولای شي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي او پښتو هم د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ورته رول لوبولای شي.

د پښتو ګرامر کتاب مخکتنه

د دې مراسمو پر مهال د کتاب لیکوال او د پاکستان د نوې ژبو ملي پوهنتون استاد، حفیظ‌الرحمان دوران، د دغه پوهنتون د پاکستاني ژبو څانګې مشر، محمد فاروق انجم، او په پاکستان کې د طالبانو د ادارې سفیر، سردار احمد شکیب، ګډون درلود. د پاکستان یو شمېر پوهنتوني استادانو او د رسنیو استازو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.

د روسیې سفارت ویلي چې دا نوښت د روسي او پاکستاني ژبپوهانو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په موخه پیل شوی دی. د دغه سفارت په وینا، دا کتاب د پښتو ګرامر په اړه د معاصرو ښوونیزو سرچینو د کمښت د جبران او د روسیې د پوهنتونونو د محصلانو د هڅونې لپاره چمتو شوی، څو پښتو ژبه زده کړي.

ټاکل شوې چې د دې کتاب نسخې د روسیې هغو پوهنتونونو ته ورکړل شي چې پښتو پکې تدریسېږي.

د روسیې له لوري د منځګړیتوب لپاره چمتووالی

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې روسیې په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د مرستې چمتووالی اعلان کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د دواړو لورو په غوښتنه چمتو دی منځګړیتوب وکړي او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره مرسته وکړي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د روسیې د کورنیو چارو وزیر، ولادیمیر کولوکولتسف، په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې له پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل. په همدې وخت کې د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر، سرګي ناریشکین، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له رئیس، عبدالحق وثیق، سره وکتل.

په پاکستان کې د روسیې سفیر له دغو لیدنو وروسته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ او د سرحدي لارو تړل کېدو د سیمې پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی. خو پاکستان او طالبانو د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز ته تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

امنیتي اندېښنې؛ امریکا خپلو نادولتي کارکوونکو ته له سعودي عربستان څخه د وتلو امر کړی

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې د امنیتي ګواښونو او د دغه هېواد پر هوایي ډګرونو د حوثیانو د بریدونو له امله خپلو نادولتي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته امر کړی، چې له دغه هېواده ووځي.


دغه پرېکړه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۳مې نېټې څخه نافذه شوې او په سعودي عربستان کې د امریکا ماموریت د چارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۸مه په دې اړه یو امنیتي خبرداری خپور کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا ملاتړ کېدونکو حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان بریدونه کړي، چې ملکي هوايي ډګرونه او نور حیاتي بنسټونه یې په نښه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د حوثیانو د دغو بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د الوتنو په بهیر کې پراخ خنډونه رامنځته شوي دي. همدارنګه واشنګټن خبرداری ورکړی چې دغه نښتې او دښمنۍ ښايي په چټکۍ سره له اوسنۍ سیمې هاخوا پراخې شي. د دغه امنیتي خبرداري له مخې، په سعودي عربستان کې د امریکا دولتي کارکوونکي په دغه هېواد کې له هر ډول هوايي ډګر څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ماموریت د مشر ځانګړې اجازې ته اړتیا لري.

د دغه خبرداري پر بنسټ، په ریاض کې د ملک خالد نړيوال هوايي ډګر د اکتوبر له ۲۳مې نېټې راهیسې د کورنیو او د ملي هوايي شرکتونو له لوري د ځینو نړیوالو الوتنو لپاره په جزوي ډول بېرته پرانیستل شوی دی. همدارنګه یو محدود شمېر الوتنې چې معمولاً له ریاضه کېدې، اوس په القصیم کې د شهزاده نایف بن عبدالعزیز له نړيوال هوايي ډګره ترسره کېږي. په جده کې د ملک عبدالعزیز نړيوال هوايي ډګر او په دمام کې د ملک فهد نړيوال هوايي ډګر که څه هم فعال دي، خو چارې یې له ځنډ او د الوتنو له لغوه کېدو سره مخ دي.

واشنګټن له امریکايي وګړو غوښتي چې پر هوايي ډګرونو د احتمالي بریدونو، د هوايي حریم د بندېدو، د الوتنو د لغوه کېدو او د سفرونو د ګډوډېدو په اړه خبر وي. امریکا خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې که په سعودي عربستان کې له هوايي ډګرونو ګټه اخلي، باید خورا ډېر احتیاط وکړي او د الوتنې مخکې د خپلو الوتنو وضعیت په مستقیم ډول له اړوندو هوايي شرکتونو او هوايي ډګرونو سره وګوري.

دا امنیتي خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په سیمه کې د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ پوځي تاوتریخوالی روان دی. د دواړو لورو ترمنځ مستقیمې پوځي نښتې د ۱۴۰۴ لمریز کال په حوت میاشت کې د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو کې د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر علي خامنه‌اي له وژل کېدو وروسته پیل شوې او وروسته تر یوې لنډې مودې دغه جګړه یو ځل بیا توده شوه. په داسې حال کې چې امریکا په سیمه کې بریدونو ته دوام ورکړی، د سپاه پاسداران ډلې ادعا کړې چې په کوېټ، اردن او بحرین کې یې د امریکا پر اډو بریدونه کړي او په سیمه کې جګړه لا هم پراخه ده.

په تېرو دوو کلونو کې په ترکیه کې ۲۵ افغان کارګر مړه شوي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۰
100%

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۵ افغان کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تازه پېښه کې، یو ۲۵ کلن افغان ځوان د سې‌شنبې په ورځ په یوه کرونده کې د کار پر مهال مړ شوی دی.

دې ادارې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ټولیزه توګه د ۱۷۳۶ کارګرانو مړینه ثبت کړې ده.

شورا په یوه راپور کې ویلي چې اوس مهال هره میاشت په ترکیه کې له ۲۰۰ ډېر کارګران د کار پر مهال مري.

دې ادارې په خپل وروستي میاشتني راپور کې، چې د سپټمبر میاشتې په اړه دی، د ۲۲۶ کارګرانو مړینه ثبت کړې ده. د کارګرانو تر ټولو ډېرې مړینې په ودانیزو، کرنیزو او ترانسپورتي برخو کې ثبت شوې دي. شورا وايي، ښايي د مړو شویو کارګرانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا شمېرې ښيي چې تېر کال په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۲ افغان کارګران د کاري پېښو له امله مړه شوي دي. تر هغه په مخکیني کال کې هم د ۱۳ افغان کارګرانو مړینه ثبت شوې وه.

په ترکیه کې د کار پر مهال د مړینې د پېښو له پلوه، افغان کارګران تر سوریایي وګړو وروسته دویم ځای لري.

د ترکیې د کارګرانو د خوندیتوب او روغتیا شورا وايي، ډېری کډوال کارګران په سختو شرایطو کې او له کافي ملاتړ پرته کار کوي.

په تازه پېښه کې، ۲۵ کلن افغان کارګر اسماعیل ګیلاني د قونیه ولایت د جیحان‌بیلي ولسوالۍ په ینېجېوبا سیمه کې د چغندرو په یوه کرونده کې مړ شوی.

د اسماعیل خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هغه د چغندرو د راټولولو د ماشین ترڅنګ کار کاوه، چې ماشین ناڅاپه چپه شو.د پېښې عیني شاهدانو د مرستې غوښتنه وکړه او ټپي کارګر روغتون ته ولېږدول شو، خو د سختو ټپونو له امله ومړ.

اسماعیل په اصل کې د فراه ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ اوسېدونکی و. هغه اووه کاله مخکې د کار لپاره له افغانستان نه بهر لاړ او دوه کاله یې په ایران کې تر کار کولو وروسته، وروستي پنځه کاله په ترکیه کې تېر کړي وو.

ګیلاني کوژدن شوی و او کوژدنه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

د هغه د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اسماعیل په غیررسمي ډول کار کاوه او د بیمې له پوښښ څخه برخمن نه و.

د ترکیې د قوانینو له مخې، بهرني کارګران د قانوني کار کولو لپاره د کار جواز یا له دې جواز څخه معافیت ته اړتیا لري. کارګومارونکي هم مکلف دي چې خپل کارګران د اړوندو مقرراتو له مخې د ټولنیزې بیمې په سیستم کې ثبت کړي.

د ترکیې د ټولنیز امنیت اداره وايي، هغه کارګران چې بیمه نه لري، له ګڼو قانوني ملاتړونو بې‌برخې کېږي.

ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۹۵۰ زره کسان د سېلابونو له خطر سره مخ دي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه وايي، په غزه کې شاوخوا ۹۵۰ زره بې‌ځایه شوي کسان په داسې پنډغالو کې ژوند کوي چې د سېلابونو له منځني تر لوړ خطر سره مخ دي؛ مرستندویه عملیات هم له محدودیتونو او د مرستو د کمښت سره مخ دي او زرګونه کورنۍ څلورم ژمی په خېمو او موقتي سرپناوو کې تېروي.

د ملګرو ملتونو د خبرونو د وېبپاڼې د اکتوبر د ۲۷مې د راپور له مخې، د اسراییل له خوا د کریم شالوم مهمې لارې د تړل کېدو له امله د سې‌شنبې په ورځ د مرستو لېږد وځنډېد. راپور وايي، په غزه کې ډېری کورنۍ په زړو او خرابو خېمو کې ژوند کوي چې د سړې هوا، باد او باران پر وړاندې کافي ساتنه نه شي کولای، د دغو خلکو د ملاتړ لپاره د اړینو توکو زېرمې هم بسنه نه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وینا، د دوشنبې په ورځ غزې ته خواړه، کمپلې، د ژمي جامې، د ښوونځیو توکي او تېل لېږدول شوي دي. په تېره اوونۍ کې تر اته زرو ډېرو ماشومانو ته د ښوونځي بکسونه وېشل شوي او تر دې وړاندې شاوخوا ۲۲ زره ماشومانو ته قرطاسیه ورکړل شوې وه. همداراز، نږدې ۳۰۰ درسي خونې د شاوخوا ۶۰ زره ماشومانو لپاره سمبالې شوې دي.

د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو بریدونه

د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو ادارې (UNOPS) ویلي، په تېره اوونۍ کې یې د پرله‌پسې درېیو ورځو په ترڅ کې د مرستندویه کاروانونو او تاسیساتو پر وړاندې درې پېښې ثبت کړې دي. د دغې ادارې اجراییوي مشر جورج موریرا دا سیلوا ویلي، په دغو پېښو کې چاودنې، د پوستو پر مهال د موټرچلوونکو نیول او د ادارې پر یوه مېلمستون د سپکو وسلو ډزې شاملې دي.

هغه ویلي، د ادارې د کارکوونکو خوندیتوب څو ځله له خطر سره مخ شوی او د جګړې ټول لوري باید د ملکي وګړو او بشري مرستو د کارکوونکو د ساتنې مکلفیتونه ادا کړي.

په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو، په ځانګړي ډول په الخلیل کې د اسراییلو د عملیاتو، اندېښنه څرګنده کړې او د اسراییلي مېشتو د بریدونو غندنه یې کړې ده.

د اوچا د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر پایه په لوېدیځه غاړه کې ۳۳۱ فلسطینیان، چې ۷۷ یې ماشومان وو، وژل شوي او تر ۴۲ زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي. په همدې موده کې ۲۱ اسراییلیان هم وژل شوي دي. اوچا په دې موده کې د اسراییلي مېشتو ۳ زره او ۶۸۴ بریدونه ثبت کړي چې د مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان لامل شوي دي.

په غزه کې د خبریالانو وژل کېدل او نیول

د ملګرو ملتونو د فلسطیني سیمو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانیزې ویلي، په غزه کې نږدې ۳۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نیول شوي دي. د هغې په وینا، له نیول شویو کسانو ډېری شکنجه شوي هم دي.

البانیزې ویلي، په غزه کې شاوخوا ۱۵۰ رسنیز مرکزونه او دفترونه، چې د سیمې د رسنیو د بنسټیزو تاسیساتو ۸۰ سلنه جوړوي، ویجاړ شوي دي. نوموړې غزې ته د بهرنیو خبریالانو پر ننوتلو د اسراییلو بندیز هم غندلی او ویلي یې دي چې د فلسطینۍ خبریالې شیرین ابو عاقله د وژنې په تړاو حساب‌ورکونه نه ده شوې.

هغې د خبریالانو د وژنو او د عاملانو د نه محاکمې په اړه وویل: «اوسنی وضعیت د معافیت دوام دی.»

د راپور له مخې، د البانیزې په راپور کې په غزه کې د حماس او په لوېدیځه غاړه کې د فلسطیني ادارې له خوا د فلسطیني خبریالانو ځورول او ځپل هم مستند شوي دي.