هغه زیاته کړې چې د روسیې نوی وړاندیز هم د اسلاماباد او د طالبانو ادارې ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره د مرستې یوه هڅه ده.
خوریف د سېشنبې په ورځ د لړم ۵مه، په پاکستان کې د روسیې په سفارت کې د «پښتو پرمختللې عملي ګرامر» کتاب د مخکتنې په مراسمو کې خبرې کولې. هغه وویل، په سفارت کې د دې مراسمو د جوړولو موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو او سیاسي کړیو پام د پاکستان او افغانستان د خلکو د یوې برخې ګډې ژبې ته واړول شي.
د روسیې سفیر زیاته کړه چې دا نوښت د روغې جوړې لپاره بله بلنه او د مسکو له لوري د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د اختلافونو د حل په برخه کې د مرستې یوه هڅه ده.
هغه د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې وویل چې روسي ژبه کولای شي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د پخلاینې په برخه کې مرسته وکړي او پښتو هم د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ورته رول لوبولای شي.
د پښتو ګرامر کتاب مخکتنه
د دې مراسمو پر مهال د کتاب لیکوال او د پاکستان د نوې ژبو ملي پوهنتون استاد، حفیظالرحمان دوران، د دغه پوهنتون د پاکستاني ژبو څانګې مشر، محمد فاروق انجم، او په پاکستان کې د طالبانو د ادارې سفیر، سردار احمد شکیب، ګډون درلود. د پاکستان یو شمېر پوهنتوني استادانو او د رسنیو استازو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.
د روسیې سفارت ویلي چې دا نوښت د روسي او پاکستاني ژبپوهانو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا په موخه پیل شوی دی. د دغه سفارت په وینا، دا کتاب د پښتو ګرامر په اړه د معاصرو ښوونیزو سرچینو د کمښت د جبران او د روسیې د پوهنتونونو د محصلانو د هڅونې لپاره چمتو شوی، څو پښتو ژبه زده کړي.
ټاکل شوې چې د دې کتاب نسخې د روسیې هغو پوهنتونونو ته ورکړل شي چې پښتو پکې تدریسېږي.
د روسیې له لوري د منځګړیتوب لپاره چمتووالی
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې روسیې په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او د طالبانو د ادارې ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د مرستې چمتووالی اعلان کړی دی.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د دواړو لورو په غوښتنه چمتو دی منځګړیتوب وکړي او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره مرسته وکړي.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د روسیې د کورنیو چارو وزیر، ولادیمیر کولوکولتسف، په اسلاماباد او راولپنډۍ کې له پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو سره ولیدل. په همدې وخت کې د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر، سرګي ناریشکین، په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له رئیس، عبدالحق وثیق، سره وکتل.
په پاکستان کې د روسیې سفیر له دغو لیدنو وروسته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ او د سرحدي لارو تړل کېدو د سیمې پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو هم اغېز کړی دی. خو پاکستان او طالبانو د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز ته تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.