• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو امریکايي شرکت د کورونو، ښوونځیو او څېړنیزو مرکزونو لپاره یو انسان‌ډوله روبوټ معرفي کړ

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۰

سټار بوټ «StarBot» شرکت د «Spark» په نوم یو نوی انسان‌ډوله روبوټ معرفي کړی، چې د کورونو، ښوونځیو او څېړنیزو مرکزونو لپاره جوړ شوی دی. د دغه روبوټ ارزښت شاوخوا ۷۹۹۹ ډالره ښودل شوی دی.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، دغه روبوټ شاوخوا ۹۰ سانتي‌متره لوړوالی او ۲۲ بندونه لري او وزن یې نږدې ۱۶ کیلوګرامه دی. دغه روبوټ په یوه ځل چارج تر درېیو ساعتونو پورې کار کولای شي.
یاد شرکت وايي، «سپارک» د ماشومانو د ملګرتیا، د ځوانانو د روبوټیک زده‌کړو او د پروګرام جوړونې لپاره ډیزاین شوی دی. زده‌کوونکي کولای شي د دغه روبوټ د حرکتونو له لارې د پروګرام جوړونې او روبوټیک ټېکنالوژۍ عملي تجربه ترلاسه کړي.
StarBot وايي، «سپارک» په امریکا کې جوړ شوی او د کورونو، ښوونځیو او د روبوټیک څېړنو لپاره یې بازار ته وړاندې کړی دی؛ خو د دغه روبوټ د خپلواکو ازموینو پایلې او په عملي توګه د هغه د وړتیاوو بشپړ ارزونه لا نه‌ده خپره شوې.
د دغه روبوټ جوړوونکي شرکت موخه دا ده، چې انسان‌ډوله روبوټونه باید یوازې د لویو صنعتي شرکتونو او څېړنیزو مرکزونو په واک کې پاتې نه‌شي؛ بلکې کورنۍ او ښوونځي هم باید وکولای شي له یادې ټېکنالوژۍ ګټه واخلي.

ډېر لیدل شوي

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
۱

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

۲

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د منځنۍ اسیا سوداګریزې موخې ستونزمنې کړې دي

۳

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: طالبان د ۰۱۵ ریاست له لارې خبریالان شکنجه کوي او رسنۍ کنټرولوي

۴

انځوریز راپور؛ د کندهار د انارو بڼوال د بازار موندنې له ستونزو سره مخ دي

۵

کاناډا د افغانستان په جګړه کې د برخه‌والو سرتېرو د خدمت د رسمي پېژندنې قانون تصویبوي

•
•
•

نور خبرونه

تازه څېړنه: د پتاسیم لرونکې مالګې کارول د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی شي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۰
100%

د استرالیا د څېړونکو د یوې تازه څېړنې پر بنسټ، که د عادي ملګي پر ځای په پتاسیم بډایه مالګه وکارول شي، هر کال د نږدې درې میلیونه کسانو د مړینې مخه نیولای شي. د روغتیا نړیوال سازمان هم د وینې د لوړ فشار د راکمولو لپاره د دې مالګې کارول تایید کړي دي.

په اسټرالیا کې د «جورج روغتیايي بنسټ» څېړونکو اعلان وکړ، چې د معمولي خوراکي مالګې پر ځای په پتاسیم بډایه مالګې کارول کولای شي په نړۍ کې هر کال د نږدې درې میلیون مړینو مخه ونیسي. په دې ارزونه کې د ۱۹۳ هېوادونو معلومات څېړل شوي او ښيي چې دغه بدلون کولای شي هر کال د لسو میلیونونو څخه د زیاتو کسانو د زړه او رګونو او د پښتورګو د اوږدمهاله ناروغیو مخنیوی وکړي. د وینې لوړ فشار د مرګونیو پایلو لکه: د مغزي سکتې او زړه حملې اساسي لامل دی او د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې نږدې ۱.۴ میلیارده لوړ عمره کسان پرې اخته دي.

دا خوراکي محصول د معمولي مالګې د سوډیم کلوراید د یوې برخې په بدلولو سره د پتاسیم کلوراید په واسطه تولیدېږي او د پخولو پر مهال د مالګې له معمولي ډول سره په بڼه او خوند کې هېڅ توپیر نه لري. د دې څېړنې مشر څېړونکي بروس نیل وویل چې د سوډیم زیاته اندازه کارول او د پتاسیم کم تر لاسه کول د وینې د لوړ فشار اصلي لاملونه دي، او د بډایې شوې مالګې کارول دواړه تغذیه يي نیمګړتیاوې په همدې مهال سموي. د زړه او رګونو ناروغۍ په نړیواله کچه د مړینې تر ټولو مهم لامل دی او یوازې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې د ۱۹.۲ میلیون انسانانو ژوند واخیست.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې حتا د مالګې په مصرف کې نسبي بدلون هم د ټولنې د روغتیا لپاره د پام وړ ګټې لري. یوازې په کورني پخولو کې د مصرفی مالګې بدلولای شي په کال کې د ۱.۸۵ میلیون مړینو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې په پروسس شویو او رستورانتونو په خوړو کې د مالګې اصلاح به د ۱.۵۶ میلیون نورو مړینو مخه ونیسي. د نیل په خبره، په اروپا او شمالي امریکا کې د خوراکي رژیم له ۷۰ سلنې څخه زیاته مالګه د چمتو شویو او رستورانتونو د خوړو له لارې بدن ته ننوځي او له همدې امله په دې سیمو کې د زړه ناروغیو د ګواښونو د کمولو لپاره د خوړو د صنعتونو همکاري مهمه ده.

د دې بدلون مثبت اغېز په هغو هېوادونو کې چې ډېر نفوس لري او د زړه ناروغۍ په کې زیاتې دي، ډېر څرګند دی.

دغه مالګه په چین کې هرکال له یوه میلیون څخه د زیاتو او په هند کې د نږدې ۴۰۰ زرو کسانو ژوند وژغوري. څېړونکي همدارنګه اټکل کوي چې په برېتانیا کې د دې مالګې کارول به هر کال د شاوخوا ۱۳ زرو مړینو او نږدې ۶۰ زرو د زړه او پښتورګو ناروغیو مخنیوی وکړي. سره له دې، هغه کسان چې د پښتورګو پر پرمختللو ناروغیو اخته دي او یا د پتاسیم زیاتوونکي درمل کاروي، په وینه کې د دې مادې د ډېر زیاتېدو د خطر له امله باید تر څارنې لاندې وي. په جورج بنسټ کې د پښتورګو متخصص ویوک جا ټینګار وکړ چې دا ګواښونه د دقیقو نښو ، پوهاوي او کلینیکي څارنې له لارې د کنترول وړ دي او دا تګلاره د درملو په پرتله ډېر کم لګښت لري.

ناسا: د ارتمیس پروګرام بدلونونه سپوږمۍ ته د ستورمزلو د ستنېدو لپاره د ۲۰۲۸ کال چانس زیاتوي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱
100%

د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) چارواکي وايي، د ارتمیس سپوږمیز پروګرام په پلانونو کې بدلونونه به دې ادارې ته زمینه برابره کړي چې په ۲۰۲۸ کال کې ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي. دا ماموریت به د سپېس‌اېکس یا د بلو اوریجن له خوا د جوړ شوي د سپوږمۍ د ناستې وسیلې له لارې ترسره شي.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، ناسا غواړي د دواړو شرکتونو د تخنیکي وړتیاوو او ازموینو پر بنسټ وروستۍ پرېکړه وکړي. د دې بدلونونو موخه دا هم ده چې که له یوه شرکت سره د توکو د برابرولو ستونزې، تخنیکي نیمګړتیاوې یا نور خنډونه رامنځته شي، د ماموریت لپاره بله لاره موجوده وي.

د ارتمیس پروګرام مشر جېرمي پارسنز، ویلي چې ناسا او قراردادي شرکتونه هڅه کوي راتلونکی کال د ارتمیس درېیم ماموریت ترسره کړي. په دې ماموریت کې به څلور ستورمزلي د ځمکې مدار ته ولېږل شي، څو له دواړو شرکتونو سره د سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیلو د نښلېدو او اړینو سیستمونو ازموینې وکړي.

پارسنز ویلي: «موږ غواړو د امکان تر وروستۍ شېبې پورې انتظار وکړو، څو پرېکړه وکړو چې کوم شرکت به په ۲۰۲۸ کال کې لومړني امریکايي ستورمزلي بېرته سپوږمۍ ته ولېږدوي.» هغه زیاته کړې چې د ناسا ډلې له دواړو شرکتونو سره نږدې کار کوي او دواړه د ۲۰۲۸ کال سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیلې ماموریتونو ته چمتووالی نیسي.

د ارتمیس درېیم ماموریت به د نړۍ د درېیو پیاوړو توغندیو همغږو توغولو ته اړتیا ولري: د بلو اوریجن «نیو ګلېن»، د سپېس‌اېکس «سوپر هېوي ـ سټارشېپ» او د ناسا «فضايي توغولو سیستم». په دې ماموریت کې به د ناسا «اورین» فضايي کپسول هم له دواړو شرکتونو د ازمایښتي وسایلو سره ونښلول شي.

ناسا غواړي د دغو ازموینو له لارې مهم تخنیکي پړاوونه د ځمکې په مدار کې وازمويي، مخکې له دې چې بې‌پیلوټه سپوږمۍ‌ناوونه (سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیله) د سپوږمۍ پر سطحه د ازمایښتي ناستې لپاره ولېږي. د ستورمزلو له لېږلو مخکې به دواړه شرکتونه اړ وي چې د سپوږمۍ پر سطحه بریالۍ بې‌پیلوټه ناسته ترسره کړي.

د ناسا مشر، جېرډ ایزاکمن، د دې پروګرام د ستونزمنتیا په اړه ویلي: «هغه څه چې موږ یې ترسره کوو، ډېر لوی هدف دی او په فوق‌العاده توګه ستونزمن دي. د دې ادارې دننه او بهر کلونو پرېکړو هغه وخت او سرچینې رانه اخیستې چې د ضایع کولو لپاره یې نه لرو.»

ناسا غواړي د سپوږمۍ جنوبي قطب ته ستورمزلي ولېږي؛ ځکه اټکل کېږي چې هلته د یخ زېرمې شته او په راتلونکي کې ترې د توغندیو د سون توکو، هوا او اوبو د برابرولو لپاره ګټه اخیستل کېدای شي. دغه اداره همداراز غواړي په ۲۰۳۰مو کلونو کې پر سپوږمۍ د اوږدمهاله ماموریتونو لپاره اډه جوړه کړي.

د امریکا دا پروګرام په داسې حال کې پر مخ ځي چې چین هم غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي. насا هڅه کوي تر چین مخکې دې هدف ته ورسېږي، خو د ۲۰۲۸ کال مهالویش د درنو توغندیو پرله‌پسې توغولو، په فضايي مدار کې د سون توکو د لېږد او ډکولو، او د سپوږمۍ پر نااشنا سطحه د خوندي ناستې په بریالیتوب پورې تړلی دی.

تازه څېړنه: د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر اولاد راوړلو اغېز وکړي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د بریتانیا د دوو پوهنتونونو نوې څېړنه ښيي، چې د سګرټو له لوګي سره مخ کېدل ښايي د هغو جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه رامنځته کړي، چې د ښځو د تخم‌دانونو له فعالیت او د نارینه‌وو د سپرم له تولید سره تړاو لري.

دا بدلونونه ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي روغتیا اغېز وکړي. دغه څېړنه پر موږکانو ترسره شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په نړۍ کې نږدې له هرو شپږو کسانو څخه یو کس د خپل ژوند په تناسلي پړاو کې له شنډوالي سره مخ کېږي. خو کوم لاملونه د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي روغتیا اغېز کولی شي او د شنډوالي خطر زیاتولی شي؟

د ناټینګهم او شیفیلډ پوهنتونونو څېړونکو پر هغو نارینه او ښځینه موږکانو څېړنه کړې چې د سګرټو له لوګي سره مخ شوي وو. د څېړنې پایلو د بدن په هغو بیولوژیکي بهیرونو کې بدلونونه په ګوته کړي چې د تخمدانونو له زړېدو او د خصیو له فعالیتونو سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، دغه موندنې د تناسلي روغتیا پر وړاندې د سګرټو د اغېزو په ښه درک کولو کې مرسته کوي، خو د دې لپاره چې څرګنده شي دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څه اغېز لري، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

په دې څېړنه کې څېړونکو د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د بېلابېلو کچو اغېزې د موږکانو پر تخمدانونو او خصیو څېړلې دي. هغوی د تناسلي غړو په نسجونو کې د بدلونونو تر څنګ د هغو جینونو فعالیتونه هم څېړلي، چې د دغو غړو په عادي فعالیتونو کې ونډه لري.

د څېړنې پایلو وښوده، چې په ښځینه موږکانو کې د تخمدانونو د فولیکولونو په بڼه او شمېر کې د پام وړ بدلون نه‌وو راغلی. فولیکولونه هغه جوړښتونه دي چې هګۍ په‌کې وده کوي، خو د ځینو جینونو فعالیتونه بدل شوي وو.

له دې سره سم، د هغو جینونو فعالیتونه کم شوي وو، چې د حجرو په وېش او د بدن د موادو په بدلون او مصرف کې ونډه لري، خو د هغو جینونو فعالیتونه زیات شوي وو، چې د پروټینونو له تولید سره تړاو لري. د څېړونکو په وینا، دغه بدلونونه له هغو بیولوژیکي بهیرونو سره ورته والی لري چې د تخمدانونو له زړېدو او د هغوی د فعالیتونو له کمېدو سره تړاو لري.

په نارینه موږکانو کې د جینونو د فعالیتونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه لیدل شوي وو. د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د کچې په زیاتېدو سره، د خصیو دننه هغه نلۍ غټې شوې وې چې سپرم په‌کې تولیدېږي. همدارنګه، د هغو جینونو فعالیتونه هم بدل شوی وو، چې د سپرم له تولید او د بدن د دفاعي سیستم له فعالیتونو سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، دغه پایلې ښيي چې د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي سیستم په بېلابېلو بڼو اغېز وکړي.

په ښځو کې تر ډېره د تخمدانونو د جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه لیدل شوي، خو په نارینه‌وو کې د جینونو د فعالیتونو د بدلونونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه رامنځته شوي وو.

دا څېړنه پر موږکانو ترسره شوې او تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څومره او څه ډول اغېز لري. څېړونکي ټینګار کوي، چې په ښځو او نارینه‌وو کې د دغو بیولوژیکي بدلونونو او شنډوالي ترمنځ د اړیکو د روښانولو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

اېکس خواله رسنۍ تر ۱۳زره ډېر حسابونه ځنډولي دي

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۱
100%

اېکس خواله رسنۍ خبر ورکړی، چې له ایران، روسیې او چین سره اړوند د درېیو بهرنیو نفوذي عملیاتو په تړاو یې تر ۱۳زره ډېر حسابونه ځنډولي دي. د یادې شبکې په وینا، دغه جعلي حسابونو د منځ‌مهاله ټاکنو په درشل کې د امریکا سیاسي خبرې په نښه کړې وې.

اېکس د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د ۲۰۲۶کال د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو پرمهال د سیاسي خبرو اترو فضا د خوندیتوب لپاره د خپلو اقداماتو په اړه ویلي، چې دغه حسابونه یې د څار او مخکېنیو څېړنو پرمهال پېژندلي دي.

د دغه شرکت په وینا، پېژندل شویو شبکو سیاسي مطالب خپرول، پراخول او د سیاسي ډګر په بېلابېلو برخو کې یې ټاکنیز نوماندان او پېژندل شوي شخصیتونه په نښه کول. اېکس د ایران، روسیې او چین اړوندو حسابونو شمېر په جلا توګه نه‌دی اعلان کړی. تر ۱۳زره ډېر حسابونه د ټولو درېیو نفوذي عملیاتو په تړاو د ځنډول شویو حسابونو ګډ شمېر دی.

اېکس بیان ازادي د یوې اغېزمنې ډیموکراسۍ بنسټ بللی او ویلي یې دي، چې دنده یې د بحث او خبرو اترو لپاره د یوې رښتینې، ازادې او خوندي فضا ساتل دي. دغه شرکت خپله شبکه د «نړۍ عامه ډګر» بللی، چې خلک په‌کې د ټاکنو په ګډون د بېلابېلو پېښو په اړه بحثونه کوي.

د خبرپاڼې له مخې، د اېکس خوندیتوب ډله په بېلابېلو لارو هغه فعالیتونه څاري چې د یادې شبکې له مقرراتو سرغړونه کوي. اېکس د «اصالت» تګلاره د سپم او نفوذي عملیاتو پر وړاندې د مبارزې له مهمو وسیلو بللې او ټینګار یې کړی، چې د هغه همغږو او جعلي فعالیتونو د پېژندلو او درولو هڅه کوي چې د دغه پلاټفورم اعتبار او فعالیت زیانمنوي.

د ټاکنیزو بهیرونو په اړه د ناسمو مطالبو پر وړاندې مبارزه

د اېکس خواله رسنۍ د خبرپاڼې یوه بله برخه د «مدني بهیرونو د سلامتیا» تګلارې ته ځانګړې شوې ده. دغه تګلاره هغه ګمراه کوونکي مطالب رانغاړي، چې په ټاکنو یا نورو مدني بهیرونو کې د خلکو پر ګډون اغېز کوي؛ لکه هغه خپرونې چې خلک د ګډون د وخت، ځای یا څرنګوالي په اړه مغشوشوي، یا د دې لپاره خپرېږي چې خلک په ټاکنو او نورو مدني بهیرونو کې له ګډون څخه زړه‌ توري کړي.

اېکس ویلي، چې د مطالبو د څار ترڅنګ، د «کاروونکو یادښتونو» له ځانګړتیا څخه هم کار اخلي؛ څو په خپرو شویو مطالبو کې نور وضاحتونه او باوري سرچینې ور زیاتې کړي. د خبرپاڼې له مخې، کاروونکي کولای شي په اپلکېشن کې د یوه مطلب د راپور ورکولو پرمهال د «مدني بهیرونو سلامتیا» انتخاب کړي؛ څو راپور یې د کاروونکو د یادښتونو غوښتنې اړوند بهیر ته ولېږدول شي.

دغه شرکت همدارنګه ویلي، په هغه حساسو مواردو کې چې ځانګړې څېړنې او پاملرنې ته اړتیا لري ښايي د مقرراتو خلاف خپرونو باندې د «مدني بهیرونو سلامتیا» نښه هم ولګوي.

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳ تله ۱۴۰۵ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱
100%

که د وزن کمولو هڅه کوئ، ښايي سهار له ځانه وپوښتئ چې څه وخورم څو ژر بیا وږی یا وږې نه‌شم؟ هګۍ یو اسانه انتخاب دی. پروټین لري او له سبزیو او لږې ډوډۍ سره ترې مړوونکی سهارنی جوړېږي. خو ایا د هګیو خوړل رښتیا هم وزن کموي؟

په اسپانیا کې یوې څېړنې د هګیو د خوړلو او د بدن د وزن ترمنځ اړیکه ارزولې ده. څېړونکو د ۱۸ تر ۳۰ کلونو د ۳۵۵ محصلانو د خوړو عادتونه او د بدن جوړښت څېړلی دی. هغوی ګډونوال د هګیو د مصرف له‌مخې پرتله کړي، هغه کسان چې په اونۍ کې یې یوه هګۍ خوړله، هغه چې له یوې تر څلورو هګۍ یې خوړلې او هغه چې لږ تر لږه پنځه هګۍ یې خوړلې.

پایلو وښودله چې د ډېرې هګۍ خوړونکې ډلې د بدن د وزن شاخص او د بدن د وازګې کچه، په منځنۍ توګه، د لږې هګۍ خوړونکې ډلې پرتله ټیټه وه. څېړونکو دا هم وموندله چې د هګیو ډېر مصرف د پروټین له ډېر مصرف سره تړاو لري. د هغوی په باور، پروټین ښايي د هګیو د مصرف او د بدن د جوړښت ترمنځ د لیدل شوې اړیکې یوه برخه روښانه کړي.

خو د دې پایلې په لوستلو کې احتیاط په‌کار دی. څېړونکو ګډونوالو ته د وزن کمولو لپاره هګۍ نه‌وې ورکړې او نه یې د وخت په تېرېدو کې د هغوی وزن کمېدل اندازه کړي وو. هغوی د ګډونوالو شته عادتونه او د بدن وضعیت په یوه وخت کې ارزولي وو؛ ځکه نو څېړنه دا نه ثابتوي، چې د هګیو خوړلو د دغو کسانو وزن کم کړی وو. د هغوی نور خواړه، فعالیتونه او د ژوند عادتونه هم په پایلو کې ونډه لرلای شي.

سهارنی څنګه برابر کړو؟

که هګۍ مو خوښېږي، یوه جوش شوې هګۍ له رومیانو، بادرنګو او له یوې مناسبې اندازې ډوډۍ سره خوړلای شئ. هګۍ له پالک، پیاز یا نورو سبزیو سره هم پخولای شئ. سبزي سهارنۍ ته حجم او غذایي ارزښت ورزیاتوي، په ځانګړي ډول که د ډېرو غوړو او پنیر پر ځای وکارول شي.

هګۍ د هر چا لپاره اړین انتخاب نه‌دی. مستې، نخود او لوبیا هم د پروټین سرچینې دي. له بې‌بورې مستو سره مېوه یا له نخودو سره سبزي د سهارنۍ نور انتخابونه کېدای شي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز د وزن د کنټرول لپاره په خوړو کې د مېوو او سبزیو پر زیاتولو ټینګار کوي او سپارښتنه کوي، چې په سهارنۍ کې له هګۍ سره هم باید سبزي یو ځای شي.

د پخولو طریقه او ورسره نور خوراکونه هم مهم دي. جوش شوې هګۍ او هغه هګۍ چې په لږ غوړ کې پخه شوې وي، له داسې سهارنۍ سره توپیر لري چې ډېر غوړ، خواږه او بوره په‌کې وي. د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، سالم خوراک باید متنوع او متوازن وي. مېوې، سبزي او د پروټین بېلابېلې سرچینې په‌کې ځای ولري او د بورې او ناسالمو غوړو مصرف محدود شي.

ایا د وزن کمولو لپاره باید هر سهار هګۍ وخورو؟

د اسپانیا څېړنې دا نه‌ده ارزولې، چې په سهار کې د هګۍ خوړل د ورځې په بل وخت کې تر خوړلو غوره دي که نه. له همدې امله د هغې له پایلو دا سپارښتنه نه‌شي اېستل کېدای چې د وزن کمولو لپاره دې هر څوک هر سهار هګۍ وخوري. څېړنه یوازې ښيي چې د ګډونوالو په دې ډله کې د هګیو ډېر مصرف د بدن له ځینو ټیټو وزني او وازګینو اندازو سره تړلی وو.

که مو موخه وزن کمول وي، داسې سهارنی غوره کړئ چې ستاسو د خوښې وي، مناسبه اندازه ولري او د ورځې له پاتې خوړو سره برابره وي. هګۍ په‌کې ځای لرلای شي، خو د وزن د کنټرول پایله د ورځې په ټول خوراک، خوځښت او دوامدارو عادتونو پورې تړلې ده.