بلېنکن: د ټاکنو پایلې د ډیپلوماسۍ له لارې د ایران جګړې د پای ته رسولو روښانه پیغام دی

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر انتوني بلېنکن وايي، د منځمهاله ټاکنو پایلې د ډیپلوماسۍ له لارې د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره روښانه پیغام لري. هغه دغه جګړه د ډونالډ ټرمپ خپل انتخاب بللی او ویلي یې دي، چې د یادې جګړې لپاره هېڅ اړتیا نه وه.
بلېنکن پر اېکس پاڼه لیکلي: «کله چې خپل متحدان له ځانه لرې کوو، له مستبدو مشرانو سره نرم چلند کوو، په خپل سري ډول ګمرکي تعرفې لګوو او غیرضروري شخړو ته لمن وهو؛ نو د دغه پرېکړو بیه امریکايي کورنۍ پرې کوي».
هغه زیاته کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې د امریکا پرېکړو د خلکو پر امنیت، اقتصاد او ورځني ژوند اغېزې لرلې دي.
