• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډیموکراتانو بریا د نړۍ پر مالي بازارونو اغېز کړی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د امریکا په منځ‌مهاله ټاکنو کې د ډیموکراتانو بریا او د کانګرس په دواړو مجلسونو کې د اکثریت ترلاسه کولو له امله د نړۍ مالي بازارونه له بدلونونو سره مخ شول. د ونډو بازارونو تر لومړني ځوړ وروسته بېرته وده وکړه، د سرو زرو بیه لوړه او د ډالرو ارزښت راکم شو.

پانګه‌وال په لومړیو ساعتونو کې اندېښمن وو، چې د ډیموکراتانو تر اکثریت لاندې کانګرس به د ټېکنالوژۍ پر لویو شرکتونو او د مصنوعي ځیرکتیا پر صنعت څار زیات کړي. خو دغه ارزونه چې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ اختلافات ښايي د پراخو اقتصادي پروګرامونو او ناڅاپي بدلونونو د تصویب مخه ونیسي، د بازارونو په ښه کېدو کې مرسته وکړه.

د اېم‌اېس‌سي‌ای نړۍوال شاخص چې د نړۍ په بېلابېلو بازارونو کې د ونډو فعالیت څاري،۰.۳ سلنه لوړ شو. په اروپا کې هم د سټوکس ۶۰۰ شاخص ۱.۴ سلنه وده وکړه او د تېرو دوو میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد.

دغه ښه‌والی د راکړې ورکړې له اندېښمنوونکو پیل وروسته رامنځته شو. د امریکا د سترو بورسونو د شاخصونو فیوچر معاملې په لومړیو ساعتونو کې نږدې دوه سلنه راټیټې شوې وې؛ خو د ټاکنو د پایلو په روښانه کېدو سره د بازارونو بهیر بدل شو.

د نیویارک بورس د چهارشنبې ورځې معاملې د شاخصونو په څرګندې ودې پیل کړې. رویټرز راپور ورکړی، چې د نیویارک پر وخت د سهار تر ۹:۴۶ بجو پورې د ډاو جونز شاخص ۱۲۰۳ پواینټه، یعنې ۲.۳ سلنه لوړ شوی او ۵۲ زره او ۹۸۹ پواینټو ته رسېدلی و.

ورته مهال د اېس‌اېنډپي ۵۰۰ شاخص ۱.۷۲ سلنه وده کړې او ۷زره او ۶۹۸ پواینټو ته رسېدلی و. د نزدک شاخص چې د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه په‌کې د پام وړ ونډه لري، هم ۲.۱۳ سلنه لوړ شوی و.

د امازون د ونډو ارزښت ۷.۱ سلنه، د ګوګل د مور شرکت الفابېټ ۳.۴ سلنه او د مېټا ۱.۶ سلنه لوړ شو. برعکس د اېلان ماسک تر مشرۍ لاندې د دوو شرکتونو، ټېسل او سپېس‌اېکس د ونډو ارزښت راټیټ شو.

په هانګ‌کانګ کې د هنګ‌سنګ شاخص ۱.۶۷ سلنه لوړ شو او ۲۳زره او ۹۱۹ پواینټو ته ورسېد. د چین د شانګهای بورس شاخص ۲.۱۶سلنه او د شنژن شاخص ۴.۲۲ سلنه وده وکړه. په مقابل کې د جاپان نیکي شاخص د ورځې معاملې په ۱.۴۲ سلنه ټیټوالي پای ته ورسولې. د سویلي کوریا کاسپي شاخص هم تر سختو بدلونونو وروسته په ۰.۶۲ سلنه لوړېدو سره وتړل شو.

د بادي انرژۍ په برخه کې د فعالو شرکتونو لکه وېسټاس، اورسټډ او نورډېکس، د ونډو ارزښت لوړ شو. پانګه‌وال اټکل کوي، چې په کانګرس کې د ډیموکراتانو اکثریت به د پاکې انرژۍ پر پروژو د ټرمپ د حکومت د سیاستونو پلي کول ستونزمن کړي.

برعکس د اروپا د یوشمېر دفاعي شرکتونو لکه د برېتانیا د بي‌اې‌اې سیسټمز او د جرمني د راین‌مېټال د ونډو ارزښت راټیټ شو. د امریکا د حکومت د دفاعي بودجې د تصویب بهیر د ستونزمنېدو په اړه اندېښنې د دغه کمښت له لاملونو څخه وې.

د سرو زرو په بازار کې د ډالرو د ارزښت ټیټوالي او د کانګرس او سپینې ماڼۍ ترمنځ د احتمالي اختلافونو په اړه اندېښنو، تقاضا زیاته کړه.

د ډیجیټلي اسعارو بازار هم له سختو بدلونونو سره مخ شو. د ټاکنو پایلو د خپرېدو په لومړیو ساعتونو کې د بېټکوین بیه شاوخوا ۷۵ زره او ۶۰۰ ډالرو ته راولوېده، چې د تېرو نږدې شپږو اوونیو تر ټولو ټیټه کچه وه؛ خو د ونډو د بازارونو له ښه کېدو سره یې بیه بېرته لوړه شوه.

د رویټرز د راپور له مخې، د ګرینویچ پر وخت د سهار تر ۸:۴۱ بجو پورې د بېټکوین بیه د ورځې په کچه ۰.۷ سلنه لوړه شوې او ۷۸زره او ۳۵۴ ډالرو ته رسېدلې وه. د اېتېریوم بیه هم ۱.۴ سلنه لوړه شوې او ۲ زره او ۳۲۳ ډالرو ته رسېدلې وه. سولانا، دوج‌کوین او کارډانو هم د ۱.۶ او ۲.۲ سلنې ترمنځ وده کړې وه.

د اسعارو په بازار کې د سویس فرانک، جاپاني ین او کاناډايي ډالر ارزښت د امریکا د ډالرو پر وړاندې لوړ شو. د مکسیکو د پزو ارزښت هم لوړ شو او د امریکا ډالر یې پر وړاندې نږدې یو سلنه راولوېد.

د مخ پر ودې بازارونو د ونډو شاخص هم تر لومړني ټیټوالي وروسته شاوخوا ۰.۴ سلنه لوړ شو. د ډالرو د ارزښت کمښت او د امریکا د پورونو د ګټو ټیټوالی په دغه بازارونو کې د پانګونې تقاضا پیاوړې کړه.

شنونکي وايي، په کانګرس کې د ډیموکراتانو اکثریت ښايي د حکومت د لګښتونو د زیاتولو او د مالیاتو د لا ډېر کمښت لپاره د نویو پروګرامونو تصویب ستونزمن کړي. دغه وضعیت ښايي د امریکا د حکومت د پورونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راکمې کړي.

د ایران د جګړې له امله په تېرو میاشتو کې د تېلو بیې د پام وړ لوړې شوې وې. اوس پانګه‌وال ارزوي، چې د ډیموکراتانو بریا به د جګړې او بهرنۍ پالیسۍ په اړه د ټرمپ پر راتلونکو پرېکړو څه اغېز وکړي.

د ار‌ بي‌ سي بلوبې شرکت یوه مدیر مایک بېل خبرداری ورکړی، چې له ټاکنو وروسته په منځني ختیځ کې د ټرمپ له‌خوا د پوځي اقداماتو د زیاتېدو احتمال د بازارونو پر وړاندې یو له مهمو ګواښونو څخه دی.

پانګه‌وال به په راتلونکو ورځو کې د مالیاتي سیاستونو، د مصنوعي ځیرکتیا د مقرراتو، دفاعي بودجې، د ایران د جګړې او د امریکا د مرکزي بانک د پرېکړو اړوند پرمختګونه وڅاري. بازارونه هم د جمعې په ورځ د امریکا د کارموندنې د نوي راپور خپرېدو ته په تمه دي. دغه راپور کولای شي د سود د کچې په اړه د فدرال ریزرف د راتلونکې پرېکړې په تړاو تمې بدلې کړي.

د شنونکو په وینا، د بازارونو لومړنی غبرګون ښيي، چې د سیاسي اندېښنو یوه برخه کمه شوې ده؛ خو په راتلونکو ورځو کې به د معاملاتو بهیر پر اقتصادي پرېکړو او نړۍوالو پرمختګونو پورې تړلی وي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم
۱

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

۲

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ

۳

ذبیح الله مجاهد: له ډیورنډ کرښې رااوښتونکو سره به د نورستان د پېښې په څېر چلند وشي

۴

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې: د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي

۵

د ملګرو ملتونو راپور: له ایران څخه شړل شوې افغانه مېرمن ګدایۍ ته اړ شوې ده

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان په بلوچستان کې د دوو خبریالانو کورونه او یو رسنیز دفتر پلټل شوي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۰
100%

په بلوچستان کې د دوو خبریالانو:اغا عبید او ثنا اڅکزي د کورونو او د «بلوچستان ایمج» دفتر له پلټنې وروسته د رسنیو د ازادۍ او پر خبریالانو د فشارونو په اړه بحثونه تود شوي دي.

دغه چاپې وروسته له هغې ترسره شوې چې د بلوچستان د وزیر اعلی د دفتر په اړه یو راپور خپور شو. ورپسې د بلوچستان د حکومت د رسنیو سلاکار شاهد رند په کوټه پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د درېیو خبریالانو، اغا عبید، ثنا اڅکزي او مقبول جعفر، پر ضد د «ناسمو خبرونو» د خپرولو په تور «قانوني اقدامات» پیل شوي دي.
اغا عبید افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته ویلي، چې د بلوچستان د وزیر اعلی دفتر په اړه د یوه ویلاګ له خپرولو وروسته د ده پر ضد قضیه ثبت شوې او بله ورځ یې پر کور هم چاپه وهل شوې ده.
د هغه په وینا، په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپرېدل چې ګواکې د وزیر اعلی په دفتر کې امنیتي پلټنې شوې او ځینې اسناد او کمپیوټرونه ترې ایستل شوي دي. اغا عبید وايي، ده په خپل ویلاګ کې له وزیر اعلی سرفراز بګټي غوښتي وو چې د دغو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي او تایید یا رد یې کړي.
هغه ادعا کوي چې د ویلاګ له خپرېدو شاوخوا یو ساعت وروسته د ده پر ضد اېف ای ار ثبت شوه او بله ورځ یې پر کور چاپه ووهل شوه. نوموړی وایي، تر اوسه د قضیې رسمي کاپي نه ده ور رسېدلې، خو د ترلاسه کولو وروسته به قانوني لاره خپله کړي.
اغا عبید همداراز ادعا کړې، چې د «صدای ولس» ورځپاڼې د جواز د لغوه کولو او د خپرېدو د بندولو هڅې هم روانې دي. د هغه په وینا، ورځپاڼې ته په ۲۰۰۵ کال کې د خپرېدو جواز ورکړل شوی و او له هغه وخت راهیسې په منظم ډول خپرېږي.
نوموړي ویلي، دا د ده پر ضد دویمه اېف ای ار ده . هغه ادعا کړې چې په بلوچستان کې د چارواکو پر کار د نیوکې له امله خبریالان د قضیو او فشارونو سره مخ کېږي.
اغا عبید زیاته کړه چې په بلوچستان کې خبریالي د سر پر سودا کیږي
بلخوا، خبریال هزار خان بلوڅ افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته ویلي چې په بلوچستان کې د حکومت او په ځانګړي ډول د وزیر اعلی په اړه د انتقادي راپورونو خپرول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.
د هغه په وینا، هغه محدود غږونه چې د ټولنیزو رسنیو له لارې اورېدل کېدل، اوس د هغو د بندولو هڅې هم روانې دي.
هزار خان بلوڅ وویل: «د خبریالانو پر کورونو او دفترونو چاپې وهل او د پیکا قانون کارول د دې څرګنده بېلګه ده چې د بیان ازادي له فشار سره مخ ده.»
نوموړي زیاته کړه چې په بلوچستان کې سانسور یوازې تر ټولنیزو رسنیو محدود نه دی، بلکې چاپي رسنۍ هم له محدودیتونو سره مخ دي او ځینو ورځپاڼو ته ویل کېږي چې د ځانګړو کسانو یا موضوعاتو په اړه خبرونه خپاره نه کړي.
د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې (بلوچستان یونین اف جرنلسټس) مشر منظور بلوڅ ویلي، اتحادیه د اغا عبید د قضیې څارنه کوي او په دې اړه معلومات راټولوي.
د هغه په وینا، که خبریالان د خپلو خپرو شویو خبرونو تر شا ولاړ وي او چمتو وي چې په محکمه کې یې دفاع وکړي، اتحادیه به هم ورسره ولاړه وي.
منظور بلوڅ وویل، په بلوچستان کې خبریالي له پخوا راهیسې له فشارونو سره مخ وه، خو په وروستیو کلونو کې دغه فشارونه نور هم زیات شوي دي. د هغه په وینا، خبریالان نه یوازې سانسور سره مخ دي، بلکې د معلوماتو ترلاسه کول او د چارواکو رسمي دریځ موندل هم ورځ تر بلې ستونزمن شوي دي.
هغه د پیکا قانون له مخې د خبریالانو پر ضد د اقداماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د خبریالانو پر کورونو چاپې او د هغوی د نیولو هڅې داسې ترسره کېږي لکه له خطرناکو مجرمانو سره چې چلند کېږي.
منظور بلوڅ ټینګار وکړ چې که د کوم خبریال پر ضد شکایت موجود وي، باید قانوني بهیر تعقیب شي او هغه ته د عادلانه محاکمې فرصت ورکړل شي، نه دا چې د محکمې تر پرېکړې مخکې د مجرم په توګه ورسره چلند وشي.
د اغا عبید د قضیې، د کورونو د پلټنې او د رسنیو پر وړاندې د روانو اقداماتو په اړه د بلوچستان حکومت او اړوندو امنیتي ادارو مفصل غبرګون نه دی خپور شوی.

سرچینې: د کابل په سیدال ناصري لېسه کې زده‌کوونکي ځورول شوي او سپکاوی یې شوی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۰
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کابل په سیدالناصري لېسه کې د طالبانو له‌خوا ګومارل شوي مرستیال یو شمېر زده‌کوونکي ډبولي او په زور یې ورته وېښتان هم قیچي کړي دي.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه، له ټولګي دننه د یوې ویډیو په لېږلو سره ویلي، چې دا پېښه د درسي ساعتونو پر مهال شوې ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې په دې ښوونځي کې د طالبانو له‌خوا تازه ګومارل شوي مرستیال له یو شمېر مسوولینو او خدمتګارانو سره ټولګي په ټولګي پلټنه کړې ده. نوموړي ټول هغه زده‌کوونکي چې وېښتان یې اوږده وو، د نورو په وړاندې سپک کړي او په قیچي یې وېښتان ور لنډ کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دا سپکوونکی چلند له فزیکي تاوتریخوالي سره مل و او د ښوونځي مسوولینو د اوږدو وېښتانو لرلو له امله یو شمېر هلکان ډبولي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلې ویډیو کې د دې لېسې د یوه درسي ټولګي د فرش داسې صحنې لیدل کېږي، چې د قیچي شویو وېښتانو لویې غوټې یې په بېلابېلو برخو کې پرتې دي.

په دې ویډیو کې ویل کېږي، چې دغو طالبانو د یوولسم او دولسم ټولګیو زده‌کوونکي د وېښتانو په پلمه ځورولي دي او دا غیرانساني چلند «نه په اسلام کې شته او نه په هېڅ بل دین کې». د ویډیو په دوام کې د دغو صحنو په اعتراض کې د «مرګ پر طالبانو» شعارونه ورکول کېږي.

رواني او ښوونیزې پایلې

په سویډن کې د ښوونې او روزنې فعالې فریدې سعید له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د دغو اقداماتو د زیانمنو پایلو په اړه وویل: «په عام محضر کې سپکاوی، په زور د وېښتانو خریل او په ټولګي کې وهل ټکول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو انساني کرامت سخت زیانمنوي او د اوږدمهاله رواني ټپونو، سختې اندېښنې، د ناامنۍ احساس او د ژورې بې‌ارزښتۍ لامل کېږي».

دې ښوونیزې فعالې ټینګار وکړ، چې په تعلیمي چاپېریالونو کې تاوتریخوالی او سپکوونکی چلند د زده‌کړې انګېزه له منځه وړي او د ښوونځي پرېښودو او له زده‌کړو څخه د لاس اخیستو لامل کېږي. هغې زیاته کړه: «کله چې ښوونځی د فکري ودې او روزنې لپاره د یوه خوندي مرکز پر ځای، د پلټنې، ځپنې او زورزیاتي پر چاپېریال بدل شي، د زده‌کړو په اړه د تنکیو ځوانانو باور او لېوالتیا په بشپړه توګه له منځه ځي او د دغو رواني زیانونو اغېزې به تر کلونو پورې ورسره پاتې وي».

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د لېسو او ښوونیزو مرکزونو مدیریت خپلو پورې تړلو کسانو ته سپارلی او د زده‌کوونکو او ښوونکو پر ظاهري بڼه او جامو یې سخت څار او محدودیتونه لګولي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ په ۱۵مه، د «د هلکانو ښوونځي هم زیانمنېږي؛ په افغانستان کې د هلکانو پر زده‌کړو د طالبانو اغېز» تر سرلیک لاندې په یوه څېړنیز راپور کې خبرداری ورکړی و، چې د طالبانو تر واک لاندې ښوونځیو کې سپکوونکی چلند، بدني سزا او په زور د وېښتانو پرې کول زیات شوي او د زده‌کړو بهیر یې له کړکېچ سره مخ کړی دی.

دیپلومات رسنۍ:افغانستان کې د کوکنارو کښت له بندیزونو سره بیا هم زیات شوی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰
100%

دیپلوماټ په یوه راپور کې لیکلي، چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۲ کال د اپرېل د کوکنارو د بندیز له اعلان وروسته د تریاکو تولید د کمېدو بهیر بېرته مخ اړولی او افغانستان یو ځل بیا د کوکنارو د کښت له زیاتوالي سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو دفتر د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو د کښت ساحه له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه ۴۳ زره هکټاره ته لوړه شوې ده. همداراز د تریاکو تولید هم له ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.
راپور وايي، بېوزلي، د بدیلو عایداتي فرصتونو نشتوالی او د کرنې لپاره د مناسبو بدیلو لارو کمښت هغه عوامل دي چې ګڼ بزګران یې بېرته د کوکنارو کرلو ته اړ کړي دي.
د راپور له مخې، د کوکنارو کښت نور یوازې په جنوبي ولایتونو پورې محدود نه دی. په ۲۰۲۶ کال کې په ۱۶ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱ ولایتونه و.
راپور ښيي چې بدخشان او تخار اوس د کوکنارو د کښت اصلي مرکزونه ګرځېدلي دي. یوازې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت ساحه ۲۹ زره او ۴۸۲ هکټاره ثبت شوې، چې د ټول هېواد د کښت ۶۸ سلنه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت یوازې ۳۵۶۱ هکټاره و.
راپور همداراز لیکي ، چې په تخار کې هم د کوکنارو کښت په چټکۍ زیات شوی دی. دغه ولایت په ۲۰۲۱ کال کې د کوکنارو له کښته پاک بلل کېده، خو اوس د کښت ساحه پکې ۳۴۰۰ هکټاره ته رسېدلې ده.
راپور وايي، د افغانستان د دودیزو کوکنار کرونکو ولایتونو، هلمند او کندهار، وضعیت هم بدل شوی او په دواړو ولایتونو کې د کوکنارو کښت په ترتیب سره ۴۰۰ او ۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.
دیپلومات لیکي چې طالبانو سږ کال د ۲۲ زره هکټاره کوکنارو د له منځه وړلو ادعا کړې، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د کښت او تولید زیاتوالی د بندیزونو اغېز تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د راپور له مخې، بزګران د طالبانو له څار د ځان ساتلو لپاره اوس کوکنار په کوچنیو ټوټو، د غلو دانو د کروندو ترمنځ او یا د دېوالونو تر شا کري.
راپور همداراز د مخدره موادو د پخوانیو قاچاقي شبکو د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، یوازې د کوکنارو پر کښت بندیز لګول د ستونزې حل نه شي کېدای.
همداراز لیکي ،چې د کوکنارو د کښت کمولو لپاره بزګرانو ته د معیشت دوامدار بدیلونه، شفاف محلي مدیریت او د مخدره موادو د قاچاق د لارو د بندولو لپاره سیمه‌ییزه همکاري ضروري ده.
د راپور په وینا، تر هغه چې د کوکنارو د کروندګرو اقتصادي ستونزو ته حل نه وي موندل شوی، د افغانستان د مخدره موادو اقتصاد به په بېلابېلو بڼو بېرته ځان راژوندی کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د منځنۍ اسیا سوداګریزې موخې ستونزمنې کړې دي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۰
100%

ایرواسیا نیټ رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او سیمه‌ییزې نښلونې پر پرمختګ سیوری غوړولی او د سیمې هېوادونه ورو ورو مني چې ټاکل شویو سوداګریزو هدفونو ته رسېدل به اسانه نه وي.

ایرواسیا نیټ زیاتوي، قزاقستان او پاکستان د ۲۰۲۶ کال په پیل کې هیله لرله چې د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګري به ژر تر یو میلیارد ډالرو واوړي، خو د نومبر په لومړۍ نېټه په استانه کې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر لیدنې وروسته دا هدف ښکته شو او دواړو لورو د سوداګرۍ احتمالي کچه شاوخوا ۶۴۵ میلیونه ډالره وبلله.
د راپور له مخې ،ازبکستان هم له پاکستان سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره ستر هدف ټاکلی، خو اقتصادي ارقام ښيي چې دې موخې ته رسېدل به له جدي ننګونو سره مخ وي. تاشکند او اسلام‌اباد په سپټمبر کې اعلان کړی و چې غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې کلنۍ سوداګري دوه میلیارده ډالرو ته ورسوي.
راپور زیاتوي ،د دواړو هېوادونو د تېرو کلونو سوداګریزې شمېرې د دې هدف له واقعیتونو سره واټن ښيي. په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان صادرات ازبکستان ته ۱۲۹ میلیونه ډالره او د ازبکستان صادرات پاکستان ته ۲۵۷ میلیونه ډالره وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال سوداګري هم د پام وړ وده نه ده کړې.
راپور وایی ،که څه هم د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکي په رسمي توګه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي، خو شنونکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې د سوداګرۍ تر ټولو ستر خنډ بولي.
راپور کاږي ،په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ پرله‌پسې امنیتي تورونه، سرحدي محدودیتونه او د سوداګرۍ خنډونه د منځنۍ اسیا هغه پلانونه اغېزمن کړي چې غوښتل یې د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا بازارونو او سمندري بندرونو ته لاسرسی ومومي.
همداراز راپور لیکي، چې دغه اختلافات د اکتوبر په میاشت کې د «مسکو فارمټ» په غونډه کې هم څرګند شول. د طالبانو او پاکستان استازو د ترهګرۍ په اړه پر اصطلاحاتو موافقه ونه کړه او غونډه د ګډې اعلامیې له خپرېدو پرته پای ته ورسېده.
بلخوا، د پاکستان د پانګونې وزیر قیصر احمد شیخ په استانه کې د پانګونې یوې غونډې ته ویلي چې پاکستاني بندرونه د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره مهمه سوداګریزه لاره ده او کولای شي د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
خو د سیمې د چارو څارونکي وايي، تر هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي او سیاسي کړکېچ دوام ولري، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي نښلونې سترې پروژې به د بشپړې عملي کېدو له ستونزو سره مخ وي.

عمر داوودزی: له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د هېواد په ګټه نه تمامېږي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په ایران او پاکستان کې د دغه هېواد پخواني سفیر عمر داوودزي ویلي، د افغانستان د بحران حل له بهره نه، بلکې د ټولنې له منځه شونی دی.

نوموړي چې تازه د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع» د دوره‌يي مشر په توګه ټاکل شوی، د افغانستان انټرنشنل له خبریال طاهر قادري سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو اصلي بدیل خپله د افغانستان خلک دي.

د داوودزي په وینا، طالبان که د جګړې له لارې او که د سیاسي هوکړې له لارې واک ته ورسېدل، خو ونه توانېدل چې د خلکو مشروعیت ترلاسه کړي.

هغه وویل: «طالبان د ټوپک په زور یا د سیاسي جوړجاړي له لارې راغلل او واک یې غصب کړ. هوکړه دا وه چې یوه لنډمهاله اداره جوړه شي او وروسته د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي؛ خو له دې څخه هېڅ هم ترسره نه شول».

«اپوزیسیون له محدودیتونو سره مخ دی»

داوودزي په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو د لږو لاسته راوړنو په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل چې د مخالفانو لپاره د سیاسي فعالیت شرایط برابر نه وو.

هغه زیاته کړه، که دغه جریانونه په افغانستان کې دننه وای، یا یې په بهر کې د سیاسي فعالیت لپاره رسمي او منطقي فرصتونه درلودای، پایله به بل ډول وای.

د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه په تدریجي ډول د طالبانو سیاسي مخالفانو ته د فعالیت لپاره ډېر فرصتونه برابروي، څو دغه جریانونه لا ډېر یووالي ته ورسېږي. خو داوودزي د اپوزیسیون یوه له سترو کمزوریو څخه د دغو جریانونو په مشرتابه کې د ځوان نسل نشتوالی وباله.

د نوموړي په خبره: «د دغو سیاسي اجماع‌ګانو د مشرتابه د غړو ډېری یې د اویا او اتیا کلونو ترمنځ عمرونه لري. په مشرتابه کې د ځوان نسل ونډه ډېره کمرنګه ده او دا یوه لویه نیمګړتیا ګڼل کېږي».

«له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د دغه هېواد په ګټه نه دي»

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع نوبتي مشر په افغانستان کې د بدلون لپاره دوه سناریوګانې مطرح کړې؛ یوه د ټولنې له منځه بدلون او بل هغه بدلون چې د بهرنیو لوبغاړو له خوا پر افغانستان وتپل شي.

هغه وایي، لا هم د کورني بدلون څرګندې نښې نه لیدل کېږي، خو د هغو بدلونونو په اړه هم خوشبین نه دی چې له بهره پر افغانستان وتپل شي.

داوودزي زیاته کړه: «هر بدلون چې له بهره افغانستان ته راشي، ښه پایله نه لري. موږ هڅه کوو چې بدلون له منځه رامنځته شي، څو یو ځل بیا په هماغه کړۍ کې راګیر نه شو چې په تېرو ۴۵ کلونو کې مو تجربه کړې ده».

د داوودزي په باور، افغانستان داسې حل‌لارې ته اړتیا لري چې ټولې خواوې په کې ونډه او حضور ولري.

د پاکستان د رول په اړه د نظر اختلاف

داوودزي تایید کړه چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د غړو ترمنځ له پاکستان سره د تعامل د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه شته.

نوموړي وویل، ځینې غړي په دې باور دي چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره باید له هر ډول ممکنې مرستې، د سیمې د هېوادونو له مرستو سره هم، هرکلی وشي. خو بله ډله دغه تګلاره ناسمه بولي.

د هغه په وینا، د دې تګلارې منتقدان استدلال کوي چې افغانستان مخکې هم دا ډول تجربه تېره کړې او اوسني ستونزې تر یوه بریده د هماغو بهرنیو لاسوهنو پایله ده.

«حل‌لاره په ملي خبرواترو کې ده»

داوودزي د مرکې په بله برخه کې له طالبانو سره د خبرو اترو د امکان په اړه وویل چې پخوانۍ تجربې، د بن غونډې او د دوحې هوکړې په ګډون، په حقیقت کې د افغانانو ترمنځ رښتینې خبرې اترې نه وې.

هغه په دې باور دی چې افغانستان د یوې ملي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره باید د لویې جرګې پر سیاسي دود تکیه وکړي. نوموړي په ورته وخت کې هیله څرګنده کړه چې طالبان به په پای کې اصلاحات ومني.

هغه زیاتوي: «هیله لرم چې دغه اصلاحات له وینې تویېدنې پرته رامنځته شي. زه په دې اړه خوشبین یم».

«پاکستان د طالبانو له سیاست سره ستونزه لري، نه له خپله طالبانو سره»

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ارزونې په ترڅ کې وویل چې اسلام‌اباد په تېرو وختونو کې طالبان د خپلو دښمنانو پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کارولي دي.

هغه زیاته کړه، پاکستان د جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کاوه، ځکه چې دغه نظام یې د خپلو ګټو پر زیان باله.

د داوودزي په باور، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوسنی کړکېچ تر ډېره د طالبانو پر سیاستونو دی، نه د هغوی د واکمنۍ پر اصل.

دې پخواني چارواکي وویل، طالبان هڅه کوي د یوه خپلواک حکومت په توګه عمل وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان غواړي د افغانستان په سیمه‌ییزو اړیکو کې پرېکنده رول ولري.

«هیله لرم بدلون په میاشتو کې راشي، نه په کلونو کې»

داوودزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان خلک به تر کومې مودې د بدلون په تمه وي، وویل چې د بدلون لپاره مشخص وخت نه شي ټاکلی، خو هیله لري چې دا انتظار اوږد نه شي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې کلونه نه، بلکې میاشتې وي».

نوموړي همدارنګه وویل چې نړیوال بحرانونو د دې لامل شوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په لومړیتوبونو کې ځای ونه لري، خو ښايي د شرایطو په بدلېدو سره دې هېواد ته لا ډېره پاملرنه وشي.

داوودزي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د بېرته ستنېدو مخالف دی او د تېرو دوو لسیزو تجربې ښودلې چې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور مطلوبه پایله نه ده لرلې.

هغه وویل: «افغانستان فرصت ته اړتیا لري. ځکه فشارونه نه، بلکې همدا فرصتونه دي چې د بدلون لپاره زمینه برابروي».