پېټي موري: امریکایانو د تعرفو، جګړو او د روغتیايي خدمتونو د بودجې کمښت پرضد رایه ورکړې

د امریکا د ډیموکراټ ګوند مخکښه سناتوره پېټي موري وايي، امریکایانو په منځمهاله ټاکنو کې د تعرفو، جګړو او د روغتیايي خدمتونو د پروګرامونو د بودجې د کمولو پرضد رایه ورکړې ده.
موري چې د سنا جرګې د بودجې د تخصیص کمېټې مرستیاله ده، ویلي: «د امریکا خلکو خپل دریځ څرګند کړ او موږ د هغوی غږ اورو». د سنا جرګې دغه کمېټه د حکومت د لګښتونو اړوند طرحې ارزوي او د بودجې په اړه د پرېکړو په کولو کې مهم رول لري.
د موري د سنا څوکۍ په روانو منځمهاله ټاکنو کې د رای اچونې لپاره نه وه وړاندې شوې.
