وحید پیمان وايي، کله چې مې له یوه ۴۸ کلن کس سره چې په فلسفه کې یې زده کړې کړې دي خبرې کولې او د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د یوې جریدې مسوول مدیر و، له ما یې وغوښتل چې هویت یې پټ وساتم. نوموړي د ځان لپاره د مستعار نوم غوره کولو په ځواب کې یواز دومره وویل: «وران» او نړېدلی».
خبریال وايي، ويي نه شوای کولای چې ترې وپوښتي ولې یې دغه دوه نومونه غوره کړي دي؟ خو ښايي د هغه د ژوند نښې او د ژوند د کیسې لنډیز په همدې دوو نومونو کې وموندل شي؛ هغه ژوند چې په افغانستان کې د شرایطو له بدلون سره پاشل شوی دی.
یا کس د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د یوې جریدې مسوول مدیر و او په داوطلبانه توګه یې تدریس هم کاوه. اوس کله ناکله د متنونو سمونه کوي او کله بیا ورځنۍ مزدوري؛ خو له دې کارونو ترلاسه کېدونکی عاید د ده او کورنۍ د مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. نوموړی وايي، د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره اړ دی چې له خپلو ملګرو پور واخلي.
یاد کس لږ تر لږه دوه ځله کډوالۍ ته هم اړ شوی، خو دواړه ځله بېرته افغانستان ته راستنېدو ته اړ شوی دی.
نوموړی د طالبانو له واکمنېدو سره سم ایران ته ولاړ او دوه کاله هلته پاتې شو. وايي، ویزه یې تمدید نه شوه او بېرته افغانستان ته راستون شو. یو کال وروسته پاکستان ته ولاړ او یو نیم کال هلته پاتې شو، خو له دغه هېواده وایستل شو.
د پوهنتون لوستی دغه کس وايي، ایران او پاکستان ته تګ راتګونو کې یې دندې ته د بستونو د غوښتنلیکونو د لېږلو فرصت هم له لاسه ورکړی دیی.
ما ترې وپوښتل چې پرون یې ورځ څنګه پیل کړه؟ ویې ویل: «لږ مې کتاب ولوست او له یوه ملګري سره مې ولیدل. دایمي کار نه لرم او د متنونو سمونه هم هره ورځ راته نه پیدا کېږي.»
هغه زیاتوي چې په ۴۸ کلنۍ کې د مسلک بدلول ورته ستونزمن دي. د کارګري دندو ترسره کول ورته سخت او ستړی کوونکي ښکاري او وايي چې د هغو کارونو د ترسره کولو وس نه لري چې ډېر بدني ځواک ته اړتیا لري.
هغه وویل، فلسفې، فرهنګي څېړنو او انتقادي مقالو ته اوس ځای نه شته او نیوکه کول د نیوکه کوونکي ژوند له خطر سره مخ کولای شي.
نوموړي طالبانو لهخوا د رامنځته کړیو شرایطو له امله لیکوالي پریښې ده، خو د یوه انتقادي کتاب د لیکلو طرحه یې لا هم په ذهن کې پاتې ده.
د دوو ماسټریو لرونکی وحید
وحید چې د افغانستان په یوه لوی ښار کې ژوند کوي، د ماسټرۍ دوه سندونه او په فرهنګي او اداري برخو کې کاري تجربه لري، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې سوداګرۍ او ازاد کار ته مخه کړې ده.
وحید وايي، څه موده یې فرهنګي کار کړی، خو د فرهنګي ټولنې کمزوري اقتصادي وضعیت دې ته اړ کړ چې اداري کار ته مخه کړي. خو وروسته یې اداري کاري تجربه هم د مالي تمو د پوره کولو لپاره بسنه ونه کړه.وحید وايي: «په فرهنګي کار شتمن کېدای نه شې.»
د وحید په وینا، که یې تر دې مخکې سوداګرۍ ته مخه کړې وای، اوس به یې مالي وضعیت خورا ښه وای. نوموړي د افغانستان پخواني حکومت ته ګڼې اقتصادي طرحې وړاندې کړې وې چې د ده په وینا، ځینې یې عملي شوې هم دي. دی وايي، لا هم د ادارو د ښه مدیریت لپاره نظریې لري، خو اوس نه شي کولای له خپلې پوهې ګټه واخلي.
وحید په دې باور دی چې اوس «په ده او د ده په څېر فکر لرونکو کسانو کې د ټولنیز ګټورتوب احساس له منځه تللی دی».
وحید د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته څو ځله له هېواده د وتلو هڅه وکړه او بېلابېلې لارې یې وازمویلې، خو کومه پایله یې ورنه کړه. اوس چې یې سوداګرۍ ته مخه کړې، له افغانستانه د وتلو هڅې یې هم پرېښې دي.
شهلا په کور کې انځورګري کوي
شهلا د یوې هغه نجلۍ مستعار نوم دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو کاله مخکې یې د افغانستان په یوه پوهنتون کې زدهکړې بشپړې کړې وې. نوموړې وايي، سهار د کور د کارونو له پای ته رسولو وروسته د رنګونو او برسونو لور ته ځي. د زهن ارامولو لپاره خپله ورځ په انځورګرۍ او میناتورۍ تېروي. نوموړې مخکې د هرات په یوه تاریخي ټولګه کې کار خونه لرله. شهلا وايي، هغه ځای ته د بهرنیانو تګ راتګ د هغې د هنري اثارو په پلور کې مرسته کوله؛ خو د طالبانو د محدودیتونو له امله اړ شوه چې هغه ځای پرېږدي.
د شهلا په وینا، د کار ځای له لاسه ورکولو یې پر هنر او عاید سخت اغېز وکړ. «هلته د هنر د ودې او د نجونو د کارونو د لیدل کېدو فرصت موجود و.» شهلا اوس په کور کې کار کوي او وايي چې په افغانستان کې د نوموړې د تحصیلي څانګې سره سم کاري فرصتونه نشته.
شهلا د وروستې ځل لپاره تېر کال ژمي کې یوه روزنیز مرکز ته د هنر د تدریس لپاره غوښتنلیک لېږلی و، خو د نوموړې په وینا، یاد مرکز یې تر اوسه غوښتنلیک ته ځواب نه دی ورکړی.
شهلا وايي، د کار مشتریان یې ډېری وخت لوړ هنري کارونه په ټیټه بیه غواړي او هغه د دغو غوښتنو ډېره برخه ردوي. نوموړې له خپل هنر څخه په لږ عاید خپل شخصي لګښتونه برابروي او د پلار د مالي مسوولیتونو لږه برخه ورسپکوي.
شهلا وايي، د طالبانو له خوا د جامو د اغوستلو او کاري محدودیتونو په اړه چلند یې ژوند نور هم ستونزمن کړی دی. هغه په خپله کورنۍ کې لومړنۍ نجلۍ ده چې پاسپورټ یې اخیستی، خو اقتصادي ستونزو او د ویزې د ترلاسه کولو خنډونو یې له هېواده د وتلو مخه نیولې ده.
د طالبانو د محدودیتونو او مخالفت سربیره، لا هم شهلا خپل مسلک نه دی بدل کړی او هره ورځ د هنري اثارو د پنځولو او د هنر د ژوندي ساتلو لپاره هڅه کوي.
نوموړې غواړي د هرات د دفترونو او رستورانتونو پر دېوالونو انځورونه جوړ کړي، د رستورانتونو پر لوښو میناتوري وکړي او نجونو ته هنر ورزده کړي. د شهلا دد بهزاد په سبک د میناتورۍ کار کوي. دغه سبک په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د یونیسکو د بشریت د ناملموسو کلتوري میراثونو په نوملړ کې ثبت شوی دی.
د شهلا اندېښنه لري چې د خلکو اقتصادي وضعیت به د هغې د ډېرو طرحو د پلي کېدو او د دې ډول هنري کارونو د غوښتنې مخه ونیسي.
سارا د وکالت دنده له لاسه ورکړې ده
سارا چې د حقوقو او سیاسي علومو په څانګه کې یې زدهکړې کړې دي، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې مدافع وکیله وه. نوموړې وايي، د حکومت له بدلون وروسته یې خپله دنده له لاسه ورکړه.
سارا د خپل شخصي ژوند او د کورنۍ پر اقتصادي وضعیت د اغېز په اړه وايي: «د خپلې دندې له لاسه ورکولو سره مو سخت اقتصادي ټکان خوړ او اوس له خپلو ماشومانو سره په ډېرو ستونزو ژوند کوم.» سارا وايي، وروستیو محدودیتونو دې ته اړه کړې چې د کډوالۍ په اړه فکر وکړي او اوس هڅه کوي جرمني ته لاړه شي.
نوموړې وايي، د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط مخکې یې د خپلې دندې له امله د ملګرو او خپلوانو په منځ کې ځانګړی ځای درلود او هغه مهال یې کولای شول په محکمو کې د افغان ښځو دفاع وکړي.
د سیاسي علومو فارغ چې اوس سبزي پلوري
احمد ولي «مستعار نوم» وايي چې د حقوق او سیاسي علوم یې لوستي او په جمهوري نظام کې یې دنده لرله. نوموړی وايي، د حکومت له بدلون سره یې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس ګرځنده کراچۍ لري او تازه مېوې او سبزي پلوري.
احمد ولي وايي، د سبزیو پلورلو کار له پیلولو څخه مخکې یې څو ځله دنده بدله کړې ده. نوموړی د یوې مودې لپاره په نانوايي کې شاګرد پاتې شوی او د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره یې رکشا هم چلولې ده. د احمدولي په وینا، دغه کارونه یې له تحصیلي څانګې او مسلک سره هېڅ تړاو نه لري، عاید یې هم د کورنۍ د ژوند د لګښتونو لپاره بسنه نه کوي. هغه وايي: «زما د ماشومانو ژوند په سختۍ تېرېږي.»
د کار د چاپېریال په اړه د نرګس شکایت
نرګس له هغو محدودو افغان ښځو څخه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې خپله دنده له لاسه نه ده ورکړې، ځکه نوموړي په روغتیايي برخه کې کار کوي او طالبان اړ دې چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې پر خپلو دندو وساتي.
نرګس په یوه خصوصي کلینیک کې نرسه ده. نوموړې وايي، وروستیو محدودیتونو یې پر دنده اغېز کړی او دې ته اړ شوې چې ارواپوه ته مراجعه وکړي. نرګس وايي: «د امر بالمعروف کسان څو ځله راځي او سپکاوی راته کوي. زموږ پر جامو او ان پر خبرو کولو نیوکې کوي.»
نرګس څو ځله پرېکړه کړې چې د امر بالمعروف ادارې د پرلهپسې لاسوهنو له امله خپله دنده پرېږدي او په کور کې خیاطي وکړي؛ خو دا وېره چې د خیاطۍ عاید به د هغې او ماشومانو د ژوند لګښتونه پوره نه کړي، له دې پرېکړې یې راګرځولې ده.
خو خاطره (مستعار نوم) چې د نرسینګ او ګرافیک ډیزاین په برخه کې یې زده کړې کړې وزګاره ده.
نوموړې وايي، په اوسنیو شرایطو کې د خپل تحصیل او مسلک اړوند دنده نه شي کولای. نوموړې د خپل ورځنې مصروفیت په اړه ووحید پیمان ته ویلي:« هېڅ کار نه کوم. کاش زموږ حالت دومره له خپګان، ناروغۍ، بېکارۍ او خواشینۍ ډک نه وای».
نوموړې وايي، تر اوسه یې په خپلو تحصیلي څانګو کې درې کاري فرصتونه ترلاسه کړي او د دندو مرکې یې هم بریالۍ توګه کړې دي، خو د محدودیتونو او اوسنیو شرایطو له امله یې له کار کولو لاس اخیستی دی. د هغې په وینا، نه یې غوښتل ځان او کورنۍ له ستونزو سره مخ کړي او د خپل روغتیا او ژوندي پاتې کېدو په اړه اندېښمنه وه.
د هغې وروستی کاري فرصت په یوه خصوصي کلینیک کې د شپې په شېفټ کې د نرسې په توګه دنده وه. خاطره وايي، د لګول شویو محدودیتونو له امله یې په هغه کاري چاپېریال کې د خوندیتوب احساس نه کاوه. اوس د خاطرې خاوند د نهه کسیزې کورنۍ ټول لګښتونه په یوازې ځان پوره کوي.
خاطره وايي، ورځې یې د شخصي او کاري ازادۍ په حسرت کې تېرېږي، هغې ته داسې ازادي په کار ده چې وکولای شي له محدودیتونو پرته د پخوا په څېر خپل کارونه ترسره کړي.
د زده کړو له چاپېریاله لرې شوې سمیه شپه او ورځ ژاړي
سمیه چې په بادغیس کې یې لوړې زده کړې کړې دي، د هغې د ورځنې ژوند په اړه یې تر ډېره مور غږېدلي ده. سمیې د ویلو لپاره ډېر څه نه لرل او یوازې یې په یوې جملې بسنه وکړه: «پنځه کاله کېږي چې ښه حالت نه لرم.»
د سمیې د مور له خبرو ښکارېدل چې لور یې څو ځله د ځان وژنې په اړه هم فکر کړی دی. د سمیې مور وايي د لور د روانې حالت په اړه یې څوځله روان پوه ډاکټر ته هم مراجعه کړې ده.
د سمیې مور وايي، په کور کې د پاتې کېدو، د ژوند لپاره د پلان نشتوالي، روحي ستړیا او د زده کړو د فرصت نشتون له امله یې لور داسې یو وضعیت ته رسېدلې ده.
د سمیې مور وايي: «موږ له مالي پلوه ډېرې ستونزې نه لرو. د خپل ژوند لګښتونه پوره کولای شو، خو د خپلې لور روحي ستړیا نه شو هوارولای. د هغې لپاره څه کولای شو؟»
د سمیې مور وویل، لور یې بېسارې وړتیا لرله او استعداد یې ټول حیران کړي وو؛ خو اوس یې په چلند کې د هغې پخوانۍ لېوالتیا او شوق هېڅ نښه نه لیدل کېږي. د سمیې د مور په وینا، له هغه وخت راهیسې چې لور یې په کور کې پاتې شوې، زړه یې هېڅ کار ته نه کېږي او شپه او ورځ ژاړي.
هغه ځوان چې افغانستان یې پرېښود
د حمید (مستعار نوم) په نوم یو ځوان چې د حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي اوس په جرمني کې اوسېږي. حمید کلونه زدهکړې کړې وې او د کار موندلو لپاره یې زیاتي هڅې کړې وې. نوموړی وايي، له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته یې سلګونه کاري غوښتنلیکونه ولېږل او بلاخره یې په یوه بنسټ کې دنده وموندل.
حمید وايي، څو میاشتې وروسته د پروژې لومړی پړاو پای ته ورسېد او قرارداد یې د یوه بل کال لپاره تمدید شو؛ خو د طالبانو له واکمنېدو سره ستونزې پیل شوې. طالبانو په بېلابېلو پلمو د پروژې د فعالیتونو مخه نیوله او دغه وضعیت اته میاشتې دوام وکړ.
د هغه په وینا، له طالبانو سره تړلو کسانو د کارکوونکو د ګومارنې په بهیر کې لاسوهنه کوله، د هغو کسانو نوملړونه یې لېږل چې د دندو لپاره یې اړین شرایط نه لرل او ان د تخنیکي بستونو له غوښتونکو څخه یې د کاري مرکو پر مهال د تجوید پوښتنې کولې. په پایله کې، یو شمېر وړ کسان د دندو له ترلاسه کولو پاتې کېدل.
د حمید لپاره چې خپله یې د کار موندلو په برخه کې سلګونه ځله له ناکامۍ سره مخ شوی و، د دې وضعیت زغمل ستونزمن شول او بلاخره یې له خپلې هغې دندې استعفا وکړه چې د ترلاسه کولو لپاره یې زیاتې هڅې کړې وي.
د حمید په وینا، دا پرېکړه یې د ناهیلۍ او د طالبانو د چارواکو د پرلهپسې لاسوهنو له امله وکړه.
په افغانستان کې د نظام له بدلون سره د ډېرو کسانو په ځانګړې توګه د پوهنتونونو د فارغانو او ښځو برخلیک بدل شوی دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، ډېر پوهنتونلوستي کسان د کاري فرصتونو له محدودیت سره مخ دي او د ښځو لپاره وضعیت لا ستونزمن دی.
د کار نړیوال سازمان د ۱۴۰۵ لمریز کال په زمري میاشت کې په یوه راپور کې اټکل کړی چې د افغانستان په کاري بازار کې د ښځو ونډه ۵،۱ سلنې ته راټیټه شوې ده. دغه سازمان وايي، په وروستیو کلونو کې رامنځته شوي ډېری کاري فرصتونه نارینهوو ته رسېدلي دي.
د دولتي ادارو د کارکوونکو په جوړښت کې بدلون هم د پخواني نظام د یو شمېر کارکوونکو پر وړاندې د کاري فرصتونو د محدودېدو لامل شوی دی.
د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو چارو ادارې د ۱۴۰۴ لمریز کال په سلواغه میاشت کې په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبانو په تدریجي ډول د پخواني حکومت کارکوونکي په خپلو وفادارو کسانو بدل کړي دي. د دې ادارې په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری ښځینه کارکوونکې په کور کېنول شوې او خپلو دندو ته بېرته نه دي ستنې شوې.د طالبانو لاسوهنې یوازې تر دولتي ادارو نه محدود.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) د ۱۴۰۴ لمریز کال په زمري میاشت کې په یوه راپور کې لیکلي، چې طالب چارواکو پر مرستندویه بنسټونو فشار راوړی، څو د دوی د خوښې کسان پر دندو وګوماري.د دې ادارې په وینا، په ځینو حالاتو کې د دغو غوښتنو پر وړاندې د بنسټونو مقاومت د پروژو د درولو لامل شوی دی، خو طالبانو د مرستندویه بنسټونو په فعالیتونو کې د لاسوهنې په اړه د سیګار تورونه رد کړي دي.