د امریکا د منځمهالو ټاکنو پایلو د پيټ هېګسېټ د استیضاح غوښتنې زیاتې کړې دي

سيایناین راپور ورکړی، چې د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د جمهوري غوښتونکو له ماتې وروسته، د دغه هېواد د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ د ایران له جګړې څخه د رامنځته شویو سیاسي پایلو په تړاو د پړهمن بللو او ځواب ویلو له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ شوی دی.
د دغه شبکې د راپور له مخې، که څه هم د جګړې د پیل پرېکړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړې وه، خو اوس ځینې سیاسي څېرې د هېګسېټ د حساب ورکولو غوښتنه کوي.
تمه ده چې د امریکا د استازو جرګه د راتلونکې اوونۍ له پیله د هغه د استیضاح طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي.
د کینټکي ایالت جمهوري غوښتونکي استازي توماس ماسي تر دې مخکې د هېګسېټ د استیضاح طرحه وړاندې کړې وه او ژمنه یې کړې وه، چې له ټاکنو وروسته به د هغې د رایې اچونې لپاره اقدام وکړي.
بلخوا، ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د هېګسېټ ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې نوموړی «ډېر ښه کار کوي».
