نانسي پلوسي د امریکا د استازو جرګې په ټاکنو کې له ۱۰۰ څخه د ډېرو ډیموکراټو ښځو بریا ستایلې

د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي د دغه هېواد په ټاکنو کې له ۱۰۰ څخه د ډېرو دیموکراتو ښځو بریا ستایلې ده.
پلوسي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، کله چې نوموړې په ۱۹۸۷ کال کې کانګرس ته لار ومونده، د استازو جرګې یوازې ۱۲ دیموکراتې ښځینه غړې لرلې.
هغې زیاته کړې، له هماغه وخته د ښځو د استازولۍ زیاتول او د پرېکړو په بهیر کې د هغوی د ونډې پیاوړتیا د دوی له مهمو موخو څخه وه.
پلوسي د ښځو په سیاسي استازولۍ کې د بدلونونو یادونه کړې او د دیموکراتو ښځو د ټاکنیزو بریاوو هرکلی یې کړی دی.
