• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان‌اېواک: امریکا غواړي یو افغان وګړی د نومبر په درېیمه اوونۍ کې افغانستان ته ولېږي

۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغان‌اېواک» وايي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو اداره (ICE) په پام کې لري یو افغان وګړی د نومبر په درېیمه اوونۍ کې افغانستان ته ولېږي او په ورته وخت کې د ایران د وګړو د بېرته ستنولو لپاره هم د درېیم هېواد له لارې د لېږد پلان لري.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۵مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د فدرالي محکمو په دوو جلا قضیو کې نوي اسناد ښيي چې د ډونالډ ټرمپ اداره لا هم هڅه کوي هغه کسان بېرته هغو هېوادونو ته ولېږي چې دوی ترې د ځورونې او ګواښونو له امله تښتېدلي دي.

افغان‌اېواک وايي، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د نومبر په ۴مه یوې فدرالي محکمې ته په یوه سوګند‌خوړلي بیان کې تایید کړې چې یو افغان وګړی د نومبر په ۳مه افغانستان ته د لېږلو لپاره ټاکل شوی و، خو اوس یې د ایستلو نېټه د نومبر د ۱۶مې اوونۍ ته ځنډول شوې ده.

د دغه سازمان په وینا، د افغان وګړي د هویت او قضیې جزیات یې د هغه د خوندیتوب لپاره نه دي خپاره کړي. سازمان زیاته کړې چې په نیویارک کې د افغانانو د لېږد اړوند د محکمې موقتي حکم د نومبر په ۷مه، د شپې په ۱۱:۵۹ بجو پای ته رسېږي.

په ورته وخت کې، د ایران د وګړو د ایستلو په اړه د یوې بلې فدرالي محکمې په خپرو شویو اسنادو کې راغلي چې د امریکا حکومت غواړي ځینې ایرانی وګړي د درېیم هېواد له لارې ایران ته ولېږي.

د اسنادو له مخې، د اکتوبر په ۱۵مه د اورېدنې پر مهال، د امریکا د کولمبیا ولسوالۍ فدرالي محکمې قاضي انا رېس د حکومت له استازي وپوښتل چې ایا امریکا غواړي خپل تر توقیف لاندې کسان داسې هېواد ته ولېږي چې ورسره په جګړه کې ښکېله ده؟

قاضي د دې اقدام د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې بېرته ستانه شوي کسان ښايي «لږ تر لږه د حتمي مرګ له جدي ګواښ» سره مخ شي.

نوموړې د دې وضعیت د تشریح لپاره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني مثال هم وړاندې کړ او ویې ویل: «دا داسې ده لکه موږ چې په ۱۹۴۲ کال کې په دې هېواد کې ځینې کسان ولرو او پرېکړه وکړو چې هغوی بېرته نازي جرمني ته ولېږو.»

د محکمې د اسنادو له مخې، د امریکا حکومتي استازي ویلي چې د ایرانیانو د ایستلو بهیر به د یوه درېیم هېواد له لارې ترسره شي، خو د حکومت په وینا، دا د درېیم هېواد له لارې د ایستلو په معنا نه ده. د اکتوبر په ۲۲مه، د کډوالۍ ادارې محکمې ته ویلي وو چې د ځینو ایراني وګړو د ایستلو پلان یې وروستی کړی دی.

د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، قاضي د ایران د وګړو د ایستلو په تړاو حکومت ته امر کړی چې د هر ډول وروستۍ پرېکړې په اړه ۲۴ ساعته مخکې محکمې ته خبر ورکړي او د ایستلو له هر اقدام څخه پنځه ورځې مخکې لیکلی خبرتیا ورکړي.

د افغان‌اېواک مشر شان وانډیور په خپله اعلامیه کې ویلي، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو، ډیپلوماټانو او مرستندویه کارکوونکو سره یې همکاري کړې او هغه ایرانیان چې د خپل هېواد د حکومت له ځورونې تښتېدلي، اوس د درېیمو هېوادونو له لارې بېرته خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي، څو د امریکا اداره وکولای شي ادعا وکړي چې هغوی یې په مستقیم ډول خپلو هېوادونو ته نه دي ستانه کړي.

نوموړي ټینګار کړی: «په حقیقت کې همدا کار کوي. نه افغانان او نه هم ایرانیان باید بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.»

وان‌ډیور د امریکا له ادارې غوښتي چې افغانستان او ایران ته ټول اخراجونه، که په مستقیم ډول وي او که د بل هېواد له لارې، ودروي.

هغه همداراز له امریکايي کانګرس نه غوښتي چې د نومبر تر ۱۶مې مخکې د افغانانو د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) په اړه د دواړو ګوندونو له خوا د ملاتړ وړ طرحه تصویب کړي او افغانانو ته هم لږ تر لږه پنځه ورځې مخکې د ایستلو د خبرتیا حق ورکړي.

افغان‌اېواک ویلي چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې به له افغان متحدینو او پخوانیو امریکايي پوځيانو سره د امریکا کانګرس ته ولاړ شي، څو د افغانانو د ایستلو د پلان مخه ونیسي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ټرمپ ادارې د هغو افغان کډوالو د ایستلو هڅې زیاتې کړي چې د دغه هېواد په توقیف‌خونو کې ساتل کېږي. د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، تر ۸۰ ډېرو افغانانو ویلي چې د کډوالۍ ادارې ورته د پاکستان له لارې د ایستلو خبر ورکړی و. د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو ژوند د طالبانو له غچ اخیستنې، خپل‌سرو نیونو او نورو ځورونو سره مخ کېدای شي.

ډېر لیدل شوي

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه
۱

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

۲

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د منځنۍ اسیا سوداګریزې موخې ستونزمنې کړې دي

۳

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: طالبان د ۰۱۵ ریاست له لارې خبریالان شکنجه کوي او رسنۍ کنټرولوي

۴

انځوریز راپور؛ د کندهار د انارو بڼوال د بازار موندنې له ستونزو سره مخ دي

۵

یونیسف: افغانستان لا هم له لوږې، ناروغیو او د بودیجې له کمښت سره مخ دی

•
•
•

نور خبرونه

فرانسې ومنله چې د ناقانونه کډوالو د ستنولو په اړه یې طالبانو سره «تخنیکي خبرې» پیل کړي دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۰
100%

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لورن نونز د دوشنبې په ورځ د نومبر پر درېیمه د دغه هېواد پارلمان ته تایید کړه، چې پاریس له طالبانو سره د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه «تخنیکي خبرې» پیل کړې دي.

نونز د پارلمان د استازو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د فرانسې حکومت هڅه کوي افغانستان ته د هغو افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړي چې په ناقانونه توګه په فرانسه کې ژوند کوي.

فرانس پرېس خبري اژانس لومړی ځل د اکټوبر په پیل کې د یوه ډیپلوماتیکې سرچینې له خولې راپور ورکړی و چې فرانسې له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې فرانسوي چارواکي یې په رسمي ډول پخلی کوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر روښانه کړه چې دا خبرې یوازې په تخنیکي کچه روانې دي او زیاته یې کړه چې نور اروپایي هېوادونه، لکه جرمني هم دا چاره پر مخ وړي. نونز ټینګار وکړ چې د هغه د کار لومړیتوب د هغو افغانانو اېستل دي چې عامه نظم ته ګواښ پېښوي. هغه څرګنده کړه، فرانسه که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې د واک تر ترلاسه کولو وروسته د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او هېڅ رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره نه لري، خو د اروپایي ټولنې له نږدې ۲۰ هېوادونو لکه جرمني، بلجیم او سوېډن سره یوځای شوې ترڅو د هغو افغانانو شړل چټک کړي چې د محکمو له خوا مجرم پېژندل شوي دي.

له بلې خوا، د فرانسې د حکومت دې اقدام په پارلمان کې توند غبرګونونه راپارولي دي. د زرغون ګوند استازې لیا بالاج ال‌ماریکي حکومت تورن کړ چې د اړیکو په عادي کولو بوخت دی. هغې وویل، حکومت له داسې یوې ډلې سره چې د هغې په وینا د «جنسیتي اپارتاید» له لارې د بشریت پر ضد جرمونه کوي، تعامل کوي. د بشري حقونو نړیوالې محکمې تر دې وړاندې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده، د دوی د سترې محکمې د مشر او د پوهنې د دوو وزیرانو پر ضد د ښځو او نجونو د حقونو د سختو محدودیتونو له امله د بشریت پر ضد د جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د اېستلو بهیر د چټکتیا لپاره په تېر جون کې هم په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي ټولنې د ۱۵ هېوادونو د چارواکو ترمنځ ناسته شوې وه، چې د بشري حقونو سازمانونو او کیڼ‌اړخو اروپایي وکیلانو په کلکه وغندله. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین پر وړاندې پر نړیوالې چوپتیا نیوکه کړې وه او غوښتنه یې کړې وه چې افغانستان ته دې د افغانانو اجباري ستنول سمدستي ودرول شي، ځکه طالبانو له ۱۲ کلونو د پورته نجونو زده‌کړې منع کړې او ښځې یې له لوړو زده‌کړو محرومې کړې دي.

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د افغان کډوالو د اخراج الوتنې د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۰
100%

د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د استازو جرګې او سنا له دواړو خونو څخه د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت له وزیر مارک وین مولین غوښتي، چې د افغانانو د اخراج الوتنه لغوه او هغه کسان طالبانو ته ونه سپاري چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

افغان اېواک بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کانګرس غړو له دواړو وزیرانو غوښتي دغه افغانان دې طالبانو ته نه سپاري او نه دې د پاکستان له لارې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنوي.

افغان اېواک په خپل یادښت کې د کانګرس د استازو جرګې او سنا غړو د لیک مخکښ استازي سکاټ پیټرز ستاینه کړې او له هغه یې مننه کړې، چې د دغه لیک مشري یې کړې ده. دوی په خپل پیغام کې ټینګار کړی: «هغه کسان چې زموږ د سرتېرو ترڅنګ ولاړ وو، باید طالبانو ته ونه سپارل شي؛ نه په مستقیم ډول او نه د پاکستان له لارې».

د کانګرس د غړو په درې‌مخیز لیک کې چې د ۲۰۲۶کال د نومبر په دویمه نېټه روبیو او مولین ته استول شوی ویل شوي، چې د راپورونو له مخې تر ۱۵۰ ډېر افغانان ښايي په نږدې ورځو کې له امریکا واېستل شي. د لیک لاسلیک کوونکي وايي، په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.

دوی د امریکا له حکومت غوښتي، چې د افغانانو او ایرانیانو د اخراج ټولې پلان شوې الوتنې لغوه کړي، که دا کسان په مستقیم ډول خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي او که د درېیم هېواد له لارې. د لیک له مخې، د ایران د وګړو په احتمالي اخراج کې ښځې، عیسویت ته اوښتي کسان او د ډیموکراسۍ پلوي فعالان هم شاملېدای شي.

د کانګرس غړو په لیک کې افغانستان د هغو کسانو لپاره لاهم یو خطرناک هېواد بللی، چې له امریکايي حکومت او ځواکونو سره یې همکاري کړې ده. دوی لیکلي، چې دغه کسان د طالبانو له لوري د ځورونې، شکنجې او ان د وژل کېدو له ګواښ سره مخ دي. د لیک په ټکو، ښځې، د لږکیو غړي او د LGBTQ ټولنې کسان هم د احتمالي اخراج له ډلې څخه دي.

په لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفر خبرداری هم یاد شوی، چې دغه هېواد یې د سفر لپاره په څلورمه درجه، یعنې د «سفر مه کوئ» په کټګورۍ کې شامل کړی دی.

د کانګرس غړو د خپل دریځ د څرګندولو پرمهال لیکلي: «زموږ هېواد ژمنه کړې وه، چې هېڅکله به هغه افغانان یوازې نه پرېږدي چې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ د درېدو لپاره یې خپل ژوند او د کورنیو خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کړی و».

هغوی زیاته کړې، د دغه کسانو ډله‌ییز اخراج چې ښايي د هغوی د مرګ لامل شي، له دغې ژمنې او د امریکايي سرتېرو پر وړاندې له اخلاقي مکلفیتونو سرغړونه ده. د لیک په بله برخه کې د شکنجې د مخنیوي نړۍوالو ژمنو ته په اشارې ویل شوي، چې امریکا باید هېڅوک داسې هېواد ته ونه لېږي چې هلته د شکنجې له جدي ګواښ سره مخ وي.
د کانګرس غړو ټینګار کړی، دا مکلفیت یوازې له دې امله له منځه نه ځي چې د اخراج الوتکه د لارې په اوږدو کې په بل هېواد کې تم کېږي. دوی دغه راز د پاکستان له حکومته د امریکا د روښانه دریځ غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، که پاکستاني چارواکي د دغه کسانو په بېرته سپارلو کې طالبانو ته مرسته وکړي، د امریکا د نړۍوال مګنیټسکي قانون له مخې ښايي د بشري حقونو د جدي سرغړونو په تړاو د بندیزونو له غوښتنې سره مخ شي.

په لیک کې راغلي: «موږ باید خپلې ژمنې او ارزښتونه وساتو، نه دا چې خلک استبدادي رژیمونو ته وسپارو.» د کانګرس غړو له روبیو او مولین غوښتي، چې د نومبر تر دویمې نېټې د لیک ځواب ورکړي او ډاډ ورکړي چې د اخراج الوتنې به نه ترسره کېږي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس هم د محکمې د اسنادو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت غواړي نیول شوي افغانان د لوزیانا ایالت له الکساندریا ښار څخه پاکستان ته ولېږدوي او له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي.
د یوه لوړپوړي چارواکي په قضايي څرګندونو کې د الوتکې د وروستي مقصد په توګه پاکستان او له هغه وروسته افغانستان یاد شوی دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، چې د امنیتي ملاحظاتو له امله د راتلونکو اخراجي عملیاتو په اړه تبصره نه کوي.

د افغان اېواک د نومبر د دویمې نېټې په تازه معلوماتو کې هم ویل شوي، چې تر ۱۵۰ ډېر افغانان ښايي د لوزیانا له یوه ځانګړې چارټر الوتکې څخه پاکستان ته ولېږدول شي او له هغه ځایه افغانستان ته واستول شي. دغه بنسټ وايي، د دغه کسانو په ډله کې د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو خپلوان، ښځې او د مذهبي لږکیو غړي هم شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د کانګرس د غړو لیک د افغانانو ترڅنګ د ایرانیانو د احتمالي اخراج په اړه هم اندېښنه څرګندوي؛ خو د اسوشیټېډ پرېس په راپور کې د پاکستان له لارې د افغانانو د لېږد پلان په اړه د محکمې اسناد یاد شوي دي، نه د ایرانیانو د ورته الوتنې په اړه.

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له پلي کېدو وروسته د افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي. پولیس وايي، د افغان کډوالو د نیولو بهیر سر له سبا څخه پیلېږي او بېلابېلو ولسوالیو کې د افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ډلې او ګڼ لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په یوې خبري غونډه کې اعلان کړی وو، چې د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مه) څخه به له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو بهیر چټک شي او په دغه هېواد کې د ناقانونه اوسېدو په تړاو به د افغانانو پر وړاندې اقدامات سخت شي.
هغه ویلي وو، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنول د ایالتي حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی، چې په خیبر پښتونخوا کې والي واکمني او بېړنی حالت نافذ دی او په دغه ایالت کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو په موخه امنیتي او اداري اقدامات سخت شوي دي. د دغو اقداماتو په ترڅ کې به په پاکستان کې د مېشتو افغانانو قانوني وضعیت، د اوسېدو اسناد او د دوی د استوګنې د مودې په اړه هم څېړنې وشي.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره ثمر هارون هم ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې به اقدامات کېږي او د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به په دې برخه کې سختې کړنې پیل شي. د هغې په وینا، هغه افغانان به په لومړي سر کې بېرته افغانستان ته واستول شي، چې په باور یې جرمي مخینه ولري.

نوموړې زیاته کړې، پر جرمونو ککړ افغانانو ته به بیا ویزه ورنه‌کړل شي او پاکستان ته د بیا ورتګ اجازه نه‌لري.

د افغان کډوالو په اړه د نوې تګلارې او د پراخو اقداماتو اعلان په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو کې د مېشتو افغان کورنیو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

100%

په پېښور کې د بې‌اسناده افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي
په پېښور کې د هغو افغانانو د پېژندلو، نیولو او افغانستان ته د بېرته لېږلو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي. د پولیس چارواکو په وینا، د دغو اقداماتو د منظم ترسره کولو لپاره پېښور ښار پر پنځو بېلابېلو برخو وېشل شوی دی.
د پلان له مخې،د پولیسو ۵۰ ځانګړې ډلې به د پېښور په بېلابېلو بازارونو، سوداګریزو مرکزونو او کاروباري سیمو کې د افغانانو لټه کوي په داسې حال کې چې پاتې د پولیسو ۷۰ ډلې به په استوګنیزو سیمو، ښاري مېشت ځایونو، کینټ، رېنګ روډ او د ښار په شاوخوا سیمو کې د ناقانونه افغانانو د نیولو پسې به شي.
په دغو اقداماتو کې به د پولیسو ترڅنګ د سرحدي ځواکونو، د پاکستان د مرکزي پلټنو ادارې او نورو امنیتي ادارو او اړوندو دولتي څانګو کارکوونکي هم برخه ولري او د چارواکي په وینا، د افغانانو د نیولو او بېرته استولو لپاره چمتووالی بشپړ شوی او عملي چارې به سر له سبا څخه د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مه) پیل شي.
په پېښور کې پولیس او اړوندې اداره به په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي چې شک پرې وي او د پاکستان پېژندپاڼې یا نور دولتي اسناد یې په ناقانونه توګه ترلاسه کړي وي او همداراز اړوندې ادارې به د دغو کسانو د اسنادو کره‌والی او قانوني اعتبار هم معلوم کړي.

100%

د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې لنډمهالي کمپونه جوړ شوي
په خیبر پښتونخوا کې افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي. په دغو مرکزونو کې د پېښور د جمعه خان کمپ، د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د حمزه بابا د لېږد او لنډمهالی کمپ، د اضاخېلو کمپ او په کوهاټ، نوښار، صوابۍ او نورو سیمو کې جوړ شوي مرکزونه شامل دي.
په دغو کمپونو کې افغانستان ته د استول کېدونکو افغانانو نوملیکنه، د اسنادو ارزونه او نورې اړینې اداري چارې ترسره کېږي. د دغو چارو له بشپړېدو وروسته، افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
په دې بهیر کې ښځې، ماشومان، سپین‌ږیري او نور زیان‌منونکي کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. د هغوی د تګ راتګ، لنډمهالي استوګنځي او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول د کډوالو د ستنېدو په بهیر کې یوه مهمه بشري موضوع ده.

100%

د تورخم په دروازه کې یوې افغانې کورنۍ ته د خره او سپي د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې
د تورخم په دروازه کې د پاکستان د ګمرک چارواکو یوې افغانې کورنۍ ته افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د خپل خره او سپي د لېږد اجازه نه‌ده ورکړې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو په وینا، دغې کورنۍ خپل خر او سپی په یوه ګاډي کې سپاره کړي وو او غوښتل یې چې له ځان سره یې افغانستان ته یوسي خو د تورخم د صادراتو په ترمینل کې د ګمرک چارواکو ترې د دواړو څارویو سندونه غوښتي دي.
تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې یادې کورنۍ د اسنادو د برابرولو لپاره کوم ګامونه اخیستي او که یې خپل څاروي په پاکستان کې پرېښي دي.

افغان ایواک د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره له امریکايي پوځیانو مرسته غوښتې

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰
100%

د افغانانو د لېږد او ملاتړ بنسټ «افغان ایواک» په لویزیانا کې د نیول شویو افغان کډوالو د افغانستان ته د احتمالي لېږد د مخنیوي لپاره له هغو امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې چې له دغو افغانانو سره اړیکې لري.

د امریکا د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او په پام کې لري چې د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې افغان ایواک یې د مخنیوي لپاره د امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. د راپور له مخې، ښايي په دې بهیر کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال وشړل شي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې لومړنۍ الوتنه د لویزیانا له ایالت څخه د نومبر په دویمه نېټه یا د همدې میاشتې په لومړیو ورځو کې ووځي. د امریکا حکومت پلان لري چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدوي او وروسته یې پاکستان د افغانستان پولې نه واړوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا حکومت له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او له همدې امله نه شي کولای په مستقیم ډول افغانان افغانستان ته ولېږدوي. دغه راز، ځینو افغان کډوالو د امریکايي محکمو له خوا قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی او د هغو پرېکړو له مخې نه شي کولای داسې هېواد ته وشړل شي چې هلته د ځورونې یا شکنجې له خطر سره مخ وي.

په راپور کې د هغو کسانو په ډله کې د یوه همجنس‌پال افغان یادونه هم شوې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له تبعیض او ځورونې سره مخ کېدای شي.

افغان ایواک، چې له امریکايي ځواکونو سره د افغانانو د همکارۍ او د هغوی د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې پر اېکس لیکلي: «موږ د هغو امریکايي پوځیانو په لټه کې یو چې افغان ملګري یې په دې الوتنه کې د شړلو له خطر سره مخ دي. که تاسو له دغو کسانو څخه یاست، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.»

دغه بنسټ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) له بېلابېلو ایالتونو څخه نیول شوي افغانان لویزیانا ته لېږدولي او د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د هغوی د ایستلو لپاره ځانګړې الوتنه په پام کې نیول شوې ده. افغان ایواک ویلي وو چې د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې یې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې له ۱۵ بېلابېلو توقیف‌ځایونو څخه د افغانانو د احتمالي ایستلو لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ثبت کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي چې د کډوالۍ او ګمرکونو اداره د احتمالي ایستلو د عملیاتو، د الوتنو د مهالوېش، د مسافرو د نوملړ او د انفرادي قضیو په اړه څرګندونې نه کوي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ له امریکا وغوښتل چې افغان کډوال باید افغانستان ته ونه‌شړي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې وغوښتل، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري استولو لړۍ سمدستي ودروي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د نیو یارک ټایمز د راپور له‌مخې، د ټرمپ حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته شړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه رسمي بیان کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا ډول جبري اېستل، که مستقیم وي او که د درېیمو هېوادونو له لارې، افغانان د شکنجې، ځورونې او د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له جدي خطرونو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ مشر او بنسټګر اشرف حیدري وویل، چې افغانان باید هغو خطرونو ته بېرته ونه‌شړل شي، چې له امله یې تېښتې ته اړ شوي وو. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا کولای شي د خپلو کډوالۍ قوانینو او ملي امنیت د ساتلو ترڅنګ، خپلو افغان متحدینو ته پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي او د هغو کسانو خوندیتوب تضمین کړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

یاد سازمان په خپله غوښتنه کې روښانه کړې، چې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، اقلیتونه او هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي دي.

دغه بنسټ له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د پناه غوښتنې د دوسیو انفرادي ارزونه یقیني کړي او د هغو افغانانو د استوګنې او بیا مېشتېدنې بهیر ګړندی کړي چې له خطر سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د خپل پرانیستي لیک په تکرارولو سره غوښتنه وکړه، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي او مدافع وکیل او ژباړن ته دې د پناه غوښتونکو لاسرسی خوندي شي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د کډوالو کوربه هېوادونو سره په ګډه یو ډیپلوماټیک بهیر رامنځته کړي، څو بېرته ستنېدل یوازې په خپله خوښه، خوندي او باعزته بڼه ترسره شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د «افغان ایوک» په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ هم خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښايي د امریکا تر منځ‌مهالو ټاکنو دمخه یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته وشړي.

یاد بنسټ د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د «افغانانو د موقت خوندیتوب» لایحه تصویب کړي، څو د ۱۴۰۸ لمریز کال تر چنګاښ پورې د هغوی د جبري اخراج مخه ونیول شي.

هم‌مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی، چې واشنګټن پلان لري، چې را روانه دوشنبه، ۱۵۰ افغان کډوال په یوې ځانګړې الوتکه کې لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته په جبري توګه واستوي. د ټرمپ دغې پرېکړې د کډوالو د ملاتړ سازمانونو توند او پراخ غبرګونونه راپارولي دي.