د پولیسو د اکاډمۍ فارغان: طالبان دندې نه راکوي

د تېر جموریت پرمهال د پولیسو اکاډمیو محصلان چې د طالبانو تر واک لاندې یې زده کړې بشپړې کړې وايي، د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، خو له فراغت وروسته، د نامعلوم برخلیک سره مخ دي او طالبان یې په دنده نه ګوماري.
د تېر جموریت پر مهال د کابل د پولیسو د روزنیز مرکز یوه محصل افغانستان انټرنشنل ته د یوه پیغام رالېږلو سره ویلي، چې د جمهوري دورې پرمهال د پولیسو د ساتنمنۍ کورس ته ورپېژندل شوی و، خو د جموریت له پرځېدو وروسته، طالبانو د زده کړو د دوام په موخه ورغوښتی او زده کړې یې بشپړې کړې دي.
نوموړی وايي، په ۱۴۰۳ کال کې یې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د فراغت سند ترلاسه کړ، خو تر اوسه په دنده نه دی ګورل شوی.
نوموړی وايي:«موضوع داده چې موږ ته یې جمهوریت بهانه کړی دی. وايي، تاسو د تېر نظام یاست. ان موږ په همدې اکاډمۍ کې په شخصي پیسو درس ویلی دی، ځکه زموږ استحقاق یې نه راکاوه».
همدارنګه نوموړي زیاته کړې:« که طالبان د تېر نظام هغه محصلان چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې زده کړې بشپړې کړې دي په دندو نه ګوماري نو ولې یې موږ بېرته د زده کړو د دوام لپاره ور وغوښتولو».
نوموړي داشکایت پرداسې مهال کړی، چې طالبانو واک ته رسېدو وروسته د تېر جمهوري نظام ګڼ نظامیان او د ملکي ادارو کارکوونکي له دندو ګوښه او پر ځای یې خپل کسان وګومارل.
