د ننګرهار اوسېدونکی: د یوه سوداګر د ګټې لپاره له بهسودو پل سره د نښلېدونکي سړک مسیر بدلیږي

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په استولي پيغام کې ویلي، چې د طالبانو د ښار جوړونې یو انجینر د یوه سوداګر د ځمکو د قیمت لوړولو لپاره د یوه سړک مسیر بدلوي، چې لسګونه کورونه ورسره ویجاړیږي.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د چولزو کلي یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په استولي پيغام کې ویلي، چې د بهسودو پله د نښلېدونکي سړک په نوې طرحه کې د لارې مسیر بدل شوی او که دغه پلان پلی شي، د دوی نږدې دوه نیم سوه کورونه به ړنګ شي.
هغه له طالب چارواکو غوښتي چې د ده په وینا، د ځینو مشخصو کسانو په خوښه د بهسودو پله لاره څلوېښت متره کږه نهکړي او دغه سړک پر خپل اصلي او پخواني مسیر جوړ کړي.
د سرچینې د ادعا له مخې، د ننګرهار د ښار جوړونې ریاست یو انجینر له یوه سوداګر فقیر سره په ګډه هڅه کوي چې د پیسو په زور له کونړ اډې تر شېرعلي روغتون پورې د سړک نقشه د خپلو ځمکو د ګټې لپاره ختیځ لور ته کږه کړي. د دوی په خبره، که دغه سړک ختیځ لور ته وتپل شي، نو د سړک نقشه به مستقیماً د عامو خلکو پر مېنو برابره شي او د دوه نیم سوه کورنیو ټول جایدادونه به په بشپړ ډول له منځه یوسي.
سرچینه ټینګار کوي چې په هېواد کې د سرپناه بل ځای نهلري او له چارواکو غواړي چې د دې بېعدالتۍ مخه ونیسي.
د هغه په وینا، د سړک پخوانی او اصلي پلان د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال طرحه شوی و، چې له مخې یې لاره د دوی له کورونو لرې د لوېدیځ په لور تېرېږي او د خلکو کورونو ته هېڅ ډول زیان نه رسوي.
د چولزو کلي دغه اوسیدونکي ویلي، چې د سړک د اصلي مسیر پخوانۍ نښې اوس هم د بهسودو د زاړه پله لوېدیځ لور ته په اته مترۍ کې د برېښنا د لویې پایې تر څنګ لیدل کېږي. دغه کس ادعا کوي چې نوموړي سوداګر حتی پر دغو پخوانیو نښو سربېره هم کور جوړ کړی او د سړک برخه یې غصب کړې ده، نو ځکه اوس غواړي نوی سړک د نورو خلکو پر کورونو تېر کړي.
