د عمر ګلستان اوسېدونکي: طالبان د کرایې نهورکړې له امله د اوبو او برېښنا پرې کولو ګواښ کوي

د کابل ښار د نهمې ناحیې د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکي وایي، طالبانو د کرایې د نهورکړې له امله د اوبو او برېښنا پرې کولو ګواښ کړی. د دوی په خبره، دامهال له ډېر بد وضعیت او جدي فشارونو سره مخ دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت کارکوونکو د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکو ته امر کړی، چې د خپلو کورونو د ضبطولو اړوند فورمې لاسلیک کړي او کرایه هم ورکړي. د دوی په خبره، طالبانو خبرداری ورکړی که دغه فورمې لاسلیک نهکړي؛ د کورونو اوبه او برېښنا به یې پرې شي او له نورو ستونزو او فشارونو سره به هم مخ شي.
د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو په خبره، ډېرو کورنیو په خپلو شخصي پیسو او پانګې کورونه اخیستي او له کلونو راهیسې په دغه ښارګوټي کې ژوند کوي؛ اوس خلک نه پوهېږي چې د کوم قانوني بنسټ له مخې باید د خپلو کورونو مصادره ومني او په ورته وخت کې طالبانو ته کرایه هم ورکړي.
دغه اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پیغامونو کې پوښتلي: «د کوم قانوني حکم له مخې خلک اړ اېستل کېږي، چې د خپلو کورونو د مصادرې فورمې لاسلیک کړي؟ ولې هغه خلک چې په خپله شخصي پانګه یې کورونه اخیستي، اوس باید هم خپل کورونه له لاسه ورکړي او هم کرایه ورکړي؟ ایا د رسمي حکم او قانوني پړاوونو له بشپړولو پرته د اوبو او برېښنا پرې کول او د ښارګوټي د اوسېدونکو ګواښل قانوني جواز لري؟»
دوی له افغانستان انټرنشنل څخه غوښتنه کړې، چې د عمر ګلستان ښارګوټي د اوسېدونکو غږ نړۍوالو ته ورسوي او دغه موضوع د خپلواکو رسنیزو راپورونو له لارې وڅېړي.
د عمر ګلستان ښارګوټي اوسېدونکي د خپلو کورونو د حقوقي وضعیت د روښانه کېدو، د طالبانو د اقداماتو د قانوني بنسټ په اړه د اسنادو او وضاحت وړاندې کولو او د هر ډول فشار او ګواښ د مخنیوي غوښتنه کوي.
