د نورستان د لوېدیزو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو ځايي حکومت د ځڼغوزیو، لوبیا او چارمغزو پر لېږد مالیات زیات کړي، چې له امله یې د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې نورې هم پراخې شوې دي چې د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره پر دغو محصولاتو تکیه کوي.
د سیمې د اوسېدونکو او سیمهییزو سرچینو په وینا، اوس د ځڼغوزیو د هر من پر سر ۵۰۰ افغانۍ، د لوبیا د هر من پر سر ۱۰۰ افغانۍ او د چارمغزو د هر من پر سر ۱۰۰ افغانۍ مالیه اخیستل کېږي.
د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تر دې مخکې د ځڼغوزیو پر هرې بورۍ چې شاوخوا اته منه وزن لري، ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېدې، خو اوس د مالیې کچه څو برابره لوړه شوې ده.
سیمهییزې سرچینې وايي، دغه مالیات په نورستان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ټاکلي او د طالبانو مامورین پر لاره په پرتو پوستو کې د مکتوبي پاڼو له لارې له لېږدوونکو پیسې ټولوي.
د دوی په وینا، دا لړۍ په منډول، نورګرام او دواب ولسوالیو کې روانه ده او د ۱۴۰۵ کال د تلې له لومړۍ نېټې، د ځڼغوزیو د راټولولو د فصل له پیلېدو سره هممهاله پلي کیږي.
د نورستان د لویدیزو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د سیمې د ډېرو کورنیو د عاید مهمه سرچینه د ځڼغوزیو، چارمغزو او لوبیا راټولول او پلورل دي. دوی دغه محصولات د پلور لپاره د لغمان بازارونو ته لېږدوي او په بدل کې یې د خپلو کورنیو اړتیا وړ غوړي، وریژې او اوړه اخلي، خو د لارې په اوږدو کې د مالیې راټولولو له پوستو سره مخ کېږي او اړوځي، چې ټاکل شوې پیسې ورکړي.
د نورستان د څو اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته یې خپل غږونه را استولي، هره ورځ د نورستان له دریو لویدیزو ولسوالیو څخه شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ موټر د لغمان پر لور تګ او راتګ کوي. د لېږدول شویو محصولاتو کره ورځنۍ کچه روښانه نه ده، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، په ځینو ورځو کې شاوخوا ۱۰۰ منه ځڼغوزي د لغمان بازار ته رسول کېږي.
د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو پیغامونو کې د مالیاتو له لوړېدو شکایت کړی دی. یوه اوسېدونکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې خلک د ټاکل شویو مالیاتو د ور کولو توان نه لري.
بل اوسېدونکي د مالیې د کچې په اړه ویلي، « د پنځو زرو افغانیو په ارزښت توکو پرسر ۵۰۰ افغانۍ او د لسو زرو افغانیو په ارزښت توکو باندې زر افغانۍ مالیه اخیستل کېږي».
هغه زیاته کړې چې د دوی فعالیت د دوکاندارۍ او کوچني کاروبار په کچه دی او د دومره لوړو مالیاتو د تادیې توان نه لري.
نوموړي په نورستان کې د طالبانو له والي او نورو ځايي چارواکو غوښتي چې موضوع وڅیړي او د مالیاتو کچه راکمه کړي.
د نورستان د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ډېرو کورنیو د عاید سرچینې محدودې دي او د کرنیزو او ځنګلي محصولاتو پر لېږد د مالیاتو زیاتوالی د هغوی پر ورځني ژوند اضافي مالي بار اچوي.
ځڼغوزي او چارمغز د افغانستان له مهمو ځنګلي او طبیعي محصولاتو شمېرل کیږي، چې د هېواد په ختیزو او جنوب ختیزو ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا کې راټولېږي او بازارونو ته وړاندې کېږي.
په نورستان کې ځینې کلیوالې کورنۍ د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او د عاید ترلاسه کولو لپاره تر ډېره د همدغو محصولاتو پر راټولولو او پلورلو متکي دي.