• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ایراني سفیر سره د نفتو او ګازو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په لیدنه کې د نفتو، ګازو، تصفیه‌خونو او برېښنا په برخه کې پر ګډو اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د ایران سفیر ویلي، چې تهران په افغانستان کې د کانونو استخراج ته چمتو دی.

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست نن سې شنبه، د لړم پر ۱۹مه ویلي، چې د یاد ریاست رییس احمدجان بلال په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بېګدلي سره لیدنه کې پر ګډو اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.

دغه لیدنه ایران ته د احمدجان بلال د وروستي سفر پر مهال د شویو بحثونو د عملي کولو او د تفاهمونو د ارزونې په موخه شوې ده.

په دې کتنه کې د ایران سفیر بېګدلي ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او صادراتو، د تصفیه‌خونو د جوړولو او همدارنګه د کرنې، اوبو او برېښنا په برخو کې همکارۍ ته بشپړ چمتووالی لري.

احمدجان بلال هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې طالبان چمتو دي د انرژۍ د سرچینو د موندلو او استخراج، د کرنې او د صنعت د ودې ترڅنګ په بېلابېلو اقتصادي برخو کې له تهران سره نږدې کار وکړي.

د طالبانو د تر واک لاندې دولتي شرکتونو یوه پلاوي څه موده وړاندې ایران ته سفر کړی و او هلته یې له ایراني چارواکو سره د سوداګرۍ، پانګونې او د ګډو پروژو پر پلي کولو تفصیلي خبرې کړې وې.

طالبان په وروستیو میاشتو کې هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران سره، د خپلو دولتي او اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د څارونکو په باور، سیمه ییز هېوادونه د امنیتي اندېښنو له امله طالبانو سره د همکارۍ ژمنې کوي، خو د دغو ژمنو عملي پایلې کمرنګه دي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې

۴

په بدخشان کې د الوتکې پرېوتو په تړاو روسی پیلوټ محاکمه کېږي

۵
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

•
•
•

نور خبرونه

د کندهار یو شمېر کارګران: طالبان په رغنیزو پروژو کې د «خپلوۍ» له مخې کارګران ګماري

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

په کندهار کې یو شمېر روزمزد کارګران وايي، د کار په لټه سهار ماښام هڅې کوي، خو په ځینو دولتي پروژو کې طالبان یوازې هغه کسان د کارګرانو په توګه ګوماري چې اړیکې ورسره لري.

د کندهار د دوهمې حوزې اړوند د چوڼۍ سیمه ده، ورځ تر نیمايي تېره ده، لا هم ګڼ کسان چې د کار په لټه له کوره راوتلي د کار کولو چانس یې نه دی پیدا کړی او نن بېرته خالي لاس خپلو کورونو ته ستنیږي.

100%

دغه کارګران وايي، د روزانه مزوری په مټ د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي خو کله کله داسې هم کېږي چې ځینې کسان په څلور او پنځه ورځو هم کار نه شي پیدا کولی.

د نورالله په نوم یو کارګر، چې د زابل له شاجوی ولسوالۍ څخه د کار په لټه کندهار ښار ته تللی وايي، مسلکي رنګ مال دی خو په اوونۍ کې یوه یا دوه ورځې د کار چانس ورته برابریږي.

نورالله وايي:« کور کې شپږ کسان یوو، دلته رالم چې کار وکړم، خو کله چې چانس ولرم په هفته کې ایله درې ورځې کار کړم. دلته یوه سموار کې اوسېږم نو چې کار پیدا نه کړم زما د خوراک مصارف هم راته ګران تمامیږي».

په کندهار ښار کې د نورالله په څېر لسګونه نور کسان هم هره ورځ له خپل کوره د کار په لټه د چوڼۍ د سمې ترڅ، په مدد او د شهېدانو چوک کې راټولیږي، خو له دې کسانو ډېر لږ یې د کار چانس پیدا کوي.

100%

یو شمېر دغه کارګران وايي، په کندهار کې د ښاروالۍ، د کلیوبارغونې او نور ریاستونه او موسسې هم داسې پروژې لري چې روزمزد او ډیری وخت مسلکي کارګرانو ته اړتیا لري، خو د دوی په خبره په دغه ډول پروژو کې د طالبانو په خوښه او د دوی باوري کسان ګومارل کېږي.

یو کارګر چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي وايي:«څو میاشتې مې د ښاروالی د تنظیف په برخه کې کار وکړ، هلته بیخې ډېرکسان وو، معاشونه د یو موسسې له‌خوا د ښاروالۍ پر ادرس راکول کېدل، زړه مو ټول دوامداره کار کو، خو موږ څو کسان یې کار څخه جواب کړو طالبانو خپل خپلوان پرکار ودرول».

یو شمېر دغه کارګر په کانونو کې د کار کولو په موخه بدخشان او فاریات ولایتونو ته هم تللې دی، دوی وايي چې د کانونو په روزمزد کار کې هم یوازې هغه کسان پر کار درول کېدل چې اړیکې یې لرلې.

د حمیدالله په نوم یو کارګر وايي:«موږ څو ملګري په ګډه بدخشان او فاریات ولایتونو ته ولاړو، خو موږ هلته هېڅوک نه پېژندل د کندهار او هلمند کسانو هلته د کار لپاره خپل او شناخته کسان له ځانونو سره بیولې وه، موږ بېرته کندهار ته رالو».

که څه هم طالبان نږدې هره ورځ د ځینو پروژو د پېلیدو خبر ورکوي، خو کارګران وايي، چې د بیارغونې په پروژو کې د طالبانو، اړوند شرکت او نورو کسانو په خوښه کسان په کار ګومارل کېږي. په ورته مهال په افغانستان کې د کار د سوړ بازار له امله نږدې هره ورځ لسګونه ځوانان د کار په لټه پر غیرقانوني او قاچاقي لارو ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه کوي، خو ډیری وخت همدا کسان د طالبانو له خوا نیول کېږي.

د نورستان اوسېدونکي: پر ځڼغوزيو او چارمغزو مو ظالمانه مالیات وضع شوي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۰
100%

د نورستان اوسېدونکي وايي، طالبانو د ځڼغوزیو او چارمغزو د لېږد رالېږد مالیات ډېر کړي، چې دوی یې د ور کولو وس نه لري او له دې امله یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

د نورستان د لوېدیزو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو ځايي حکومت د ځڼغوزیو، لوبیا او چارمغزو پر لېږد مالیات زیات کړي، چې له امله یې د هغو کورنیو اقتصادي ستونزې نورې هم پراخې شوې دي چې د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره پر دغو محصولاتو تکیه کوي.

د سیمې د اوسېدونکو او سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، اوس د ځڼغوزیو د هر من پر سر ۵۰۰ افغانۍ، د لوبیا د هر من پر سر ۱۰۰ افغانۍ او د چارمغزو د هر من پر سر ۱۰۰ افغانۍ مالیه اخیستل کېږي.

د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تر دې مخکې د ځڼغوزیو پر هرې بورۍ چې شاوخوا اته منه وزن لري، ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېدې، خو اوس د مالیې کچه څو برابره لوړه شوې ده.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، دغه مالیات په نورستان کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ټاکلي او د طالبانو مامورین پر لاره په پرتو پوستو کې د مکتوبي پاڼو له لارې له لېږدوونکو پیسې ټولوي.

د دوی په وینا، دا لړۍ په منډول، نورګرام او دواب ولسوالیو کې روانه ده او د ۱۴۰۵ کال د تلې له لومړۍ نېټې، د ځڼغوزیو د راټولولو د فصل له پیلېدو سره هم‌مهاله پلي کیږي.

د نورستان د لویدیزو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د سیمې د ډېرو کورنیو د عاید مهمه سرچینه د ځڼغوزیو، چارمغزو او لوبیا راټولول او پلورل دي. دوی دغه محصولات د پلور لپاره د لغمان بازارونو ته لېږدوي او په بدل کې یې د خپلو کورنیو اړتیا وړ غوړي، وریژې او اوړه اخلي، خو د لارې په اوږدو کې د مالیې راټولولو له پوستو سره مخ کېږي او اړوځي، چې ټاکل شوې پیسې ورکړي.

د نورستان د څو اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، چې افغانستان انټرنشنل ته یې خپل غږونه را استولي، هره ورځ د نورستان له دریو لویدیزو ولسوالیو څخه شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ موټر د لغمان پر لور تګ او راتګ کوي. د لېږدول شویو محصولاتو کره ورځنۍ کچه روښانه نه ده، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، په ځینو ورځو کې شاوخوا ۱۰۰ منه ځڼغوزي د لغمان بازار ته رسول کېږي.

د منډول ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو پیغامونو کې د مالیاتو له لوړېدو شکایت کړی دی. یوه اوسېدونکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې خلک د ټاکل شویو مالیاتو د ور کولو توان نه لري.

بل اوسېدونکي د مالیې د کچې په اړه ویلي، « د پنځو زرو افغانیو په ارزښت توکو پرسر ۵۰۰ افغانۍ او د لسو زرو افغانیو په ارزښت توکو باندې زر افغانۍ مالیه اخیستل کېږي».

هغه زیاته کړې چې د دوی فعالیت د دوکاندارۍ او کوچني کاروبار په کچه دی او د دومره لوړو مالیاتو د تادیې توان نه لري.

نوموړي په نورستان کې د طالبانو له والي او نورو ځايي چارواکو غوښتي چې موضوع وڅیړي او د مالیاتو کچه راکمه کړي.

د نورستان د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ډېرو کورنیو د عاید سرچینې محدودې دي او د کرنیزو او ځنګلي محصولاتو پر لېږد د مالیاتو زیاتوالی د هغوی پر ورځني ژوند اضافي مالي بار اچوي.

ځڼغوزي او چارمغز د افغانستان له مهمو ځنګلي او طبیعي محصولاتو شمېرل کیږي، چې د هېواد په ختیزو او جنوب ختیزو ولایتونو، په ځانګړې توګه نورستان، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا کې راټولېږي او بازارونو ته وړاندې کېږي.

په نورستان کې ځینې کلیوالې کورنۍ د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او د عاید ترلاسه کولو لپاره تر ډېره د همدغو محصولاتو پر راټولولو او پلورلو متکي دي.

د طالبانو د پخوانیو بوشکه‌يي ماینونو پاکول؛ ډي‌ار‌سي په کندهار کې یو ماین شنډ کړی

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۰
100%

طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې له لاسي جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي ماینونو پر شنډولو بوخت دي. ډي‌ار‌سي موسسې تازه کندهار کې یو ۱۰ کیلويي بوشکه‌يي ماین کشف او شنډ کړی دی.

طالبانو په یاده شل کلنه دوره کې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو د تاسیساتو د ورانونو او همداراز د نظامي کاروانونو د تګ راتګ لارو د ډب کولو په موخه په لاس جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او لا هم د هېواد په هره سیمه کې دغه ماینونه پاتې دي او کله نا کله د سیمې خلک یې قربانیان وي.

د راپورونو له‌مخې، د ماین پاکۍ موسسې هم په ډېرو لوړو قراردادونو سره د طالبانو دغه د ژېړو بوشکو ماینونه کشف او بیا یې شنډوي.

تازه د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې ویلي، د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بوشکه‌يي ماین کشف او شنډ کړی دی.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د DRC موسسې د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د شاتوري کلي په سیمه کې د ماین پاکۍ د عملیاتو پر مهال یو ۱۰ کیلویي ناچاوده بوشکه‌يي ماین کشف او په خوندي توګه خنثی کړ».

100%
د کندهار په ارغنداب کې کشف شوی بوشکه‌يي ماین

د یو شمېر څارونکو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکه‌يي ماینونه ډېر دي او د ماین پاکۍ ډېری موسسې په لوړو بودجو سره اوس د طالبانو په لاس له جوړو شویو د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو د ماین‌پاکۍ پروګرام ویلي، چې د جګړو زیاتوالي او د بشري مرستو کمښت، په افغانستان، سوریې او غزه کې د ماین‌پاکۍ چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. د یاد سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هره ورځ یو ماشوم د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي او یا هم معلولېږي.

د طالبانو له پېښو د مبارزې چمتووالي ادارې ویاند څه موده مخکې له ټولو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې د بودجې د زیاتوالي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۴۹ پېښې رامنځته شوي او له امله یې ۳۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپيان شوي او په دې موده کې د همکارو بنسټونو په همکارۍ ۲۲ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې ده.

هغه زیاته کړې: «خو لا هم ۱۰۱۹ کیلومتره مربع سیمې د ماینونو او ناچاودو توکو له ککړتیا سره مخ دي او پاکول یې اړین دي».

100%
د طالبانو په موزیم کې ساتل کېدونکي بوشکه‌يي ماینونه

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته بوشکه‌يي ماینونه د «ویاړ» په توګه په خپلو موزیمونو کې ساتي او هغه یې «جهاد د يادونو ژوندي ساتل» بولي.

د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو فیسونه؛ د موټرو خاوندان له زیان څخه شکایت کوي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات پر لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو یو شمېر خاوندان د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو له خوا د لوړو لګښتونو او کمېشنونو له اخیستو شکایت کوي او وايي، د هر سفر ټول لګښتونه یې شاوخوا ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي او ګټه ورته نه پاتې کېږي.

د مسافر وړونکو لویو موټرو مالکین افغانستان انترنیشنل ـ پښتو ته وایي، د کابل ـ کندهار او کابل ـ هرات پر لویو لارو د سفر پر مهال د ترانسپورټي پارچو، د سړک د حق‌العبور او نورو لګښتونو ترڅنګ، خصوصي مسافر وړونکي شرکتونه هم د هر سفر په بدل کې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ کمېشن ترې اخلي.

دوی وایي، د دغو لګښتونو په ګډون د یوه سفر ټول مصارف نږدې ۴۰ زره افغانیو ته رسېږي، چې د تېلو د بیو او د موټرو د ترمیم او ساتنې له لګښتونو سره یوځای یې عاید تر ډېره مصرفوي او د دوی ته ګټه نه پاتې کېږي.

دغو موټر چلوونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلو پیغامونو کې خصوصي مسافر وړونکي شرکتونه تورن کړي، چې د ټاکل شوې تعرفې خلاف له دوی څخه اضافي پیسې اخلي او د بېلابېلو لګښتونو په نوم پرې مالي فشار زیاتوي.

حاجي تورجان چې د مسافر وړونکو موټرو مالک دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، د قانوني اسنادو له مخې د خصوصي شرکتونو کمېشن دوه سلنه ټاکل شوی، خو شرکتونه په عمل کې د هر موټر له مالک څخه له ۱۵ زرو نه تر شلو زرو افغانیو پورې کمېشن اخلي.

د تورجان په وینا، د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د پیسو اخیستو په برخه کې روڼتیا نشته او د دوی د شکایتونو اورېدو لپاره هم کومه مشخصه مرجع نه ده معلومه.

حاجي صبور اناردریې چې د هرات کابل لوې لارې د موټرو مالک دي وايي که د موټرو مالکین دغه پیسې ورنه کړي، خصوصي شرکتونه یې موټرونه له خپل نوملړ څخه باسي او د فعالیت اجازه نه ورکوي.

هغه وايي، د رسمي تعرفې او په عمل کې د اخیستل کېدونکو پیسو ترمنځ دغه توپیر د دوی مالي ستونزې زیاتې کړې دي.

د مسافر وړونکو موټرو مالکین له طالبانو غواړي، چې د ترانسپورټي لګښتونو د کمولو، د خصوصي شرکتونو د کمېشنونو د څارنې او د کرایو او موټرو د تګ راتګ د تنظیم لپاره یو روڼ او منظم سیستم رامنځته کړي.

د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول افغانستان کې ۹۰۰ خصوصي ترانسپورټي شرکتونه فعالیت کوي، چې د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې خدمات وړاندې کوي.

دغه وزارت وايي، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې ۱۸۵ نوي شرکتونه ثبت شوي، چې ۷۰ یې د مسافر وړونکو او ۱۱۵ یې د بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونو دي.

طالبانو له یوه سعودي شرکت سره افغان حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د سعودي له «مناسک المشاعر» شرکت سره د روان کال افغان حاجیانو ته د خدماتو د وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ. دغه قرارداد په داسې حال کې دی، چې د تېر کال یو شمېر افغان حاجیانو په سعودي کې د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدماتو شکایت درلود.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روان کال د ۳۰ زره افغان حاجیانو لپاره په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو (منیٰ، عرفات او مزدلفه) کې د هر اړخیزو، منظمو او معیاري خدماتو د وړاندې کولو په موخه، د سعودي عربستان له «مناسک المشاعر» خدماتي شرکت سره قرارداد لاسلیک شوی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه قرارداد د سعودي عربستان په جده ښار کې د حج د خدماتو په تړاو د جوړ شوي نړیوال کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د طالبانو د حج، عمرې او زیارتونو د رییس محمد نبي محمدي او د یاد شرکت د اجراییوي رییس محمد عدنان حمزه ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د قرارداد له‌مخې، قراردادي شرکت مکلف دی چې په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې افغان حاجیانو ته د اوسېدو مناسب ځایونه او خیمې، درې وخته خواړه، د جده، مکې مکرمې او مدینې منورې ښارونو ترمنځ ترانسپورټي خدمات او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه وزارت د لاسلیک شوي قرارداد د ارزښت په تړاو هېڅ راز معلومات نه‌دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده، چې د «مناسک المشاعر» خدماتي شرکت د حج د خدماتو په وړاندې کولو کې پراخه تجربه لري او فعالیتونه یې د سعودي عربستان د اړوندو مراجعو له لوري د ممتازو شرکتونو په کتار کې درجه بندي شوي دي.

خو د تېر کال یو شمېر افغان حاجیانو د اسانتیاوو له نشتوالي او کمزورو خدمتونو شکایت کړی او ویلي یې وو، سره له دې چې طالبانو ترې لوړ لګښتونه اخیستي، خو لازم خدمات ورته نه‌وو برابر کړي.

یو شمېر نور حاجیانو بیا شکایت درلود، چې طالبانو د حج فریضې د ادا کولو لپاره منظم ټرانسپورټ نه‌وو چمتو کړی او له حرم څخه ډېر لرې استوګنځایونه ورته نیول شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د حج مراسمو لپاره د سعودي عربستان له‌خوا افغانستان ته د ۳۰ زره کسانو سهمیه ورکړل شوې او د حاجیانو په وینا، د حج فریضې د ادا کولو لپاره له هر حاجي څخه ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ اخیستل شوې وې، خو طالبانو د افغان حاجیانو د حج له لګښتونو اضافه شوې پیسې چې د هر حاجي ۳ زره او ۲۲۳ افغانۍ کېږي د بېرته ورکړې بهیر پیل کړی او تر اوسه د څه باندې ۲۰ زره افغان حاجیانو د حج له لګښتونو اضافه شوې پیسې ورکړل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.