پاکستاني سیاستوال او پخواني سناتور مشاهد حسین د اسلاماباد د سیاست د بیا کتنې غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې پاکستان باید افغانستان د هند لوري ته له ورټېل وهلو ډډه وکړي.
بلخوا پاکستانۍ سناتورې شېري رحمان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) جنګیالیو ته یې پناه ورکړې ده. هغې وویل، چې اسلاماباد نهشي کولای امنیتي ګواښونه له پامه وغورځوي.
یاده غونډه د سېشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د پاکستان د پالیسۍ د څېړنو د انسټیټیوټ په کوربهتوب جوړه شوې وه. د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وې.
پاکستان دې افغانستان د هند لوري ته نه ورټېل وهي
پاکستاني سیاستوال مشاهد حسین د افغانستان په اړه د اسلاماباد پر تګلاره نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان باید له خپلو سیاستونو سره افغانستان د هند لوري ته ټېل نه وهي.
مشاهد حسین ویلي، افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکې لري؛ خو بېړنۍ پرېکړې، د لارو تړل او د افغان محصلینو بېرته ستنول د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي.
هغه ټینګار کړی، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د دواړو هېوادونو د خلکو له اړیکو جلا وساتل شي او اسلاماباد باید داسې سیاستونه ونه کړي چې افغانستان هند ته نږدې کړي.
د پاکستان دغه پخواني سناتور ادعا کړې، چې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴کال کې له ۲.۳ میلیارد ډالرو څخه په روان کال کې اووه مېلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
مشاهد حسین اوسنی وضعیت لنډمهاله بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په پای کې خپل اختلافات حل کړي. نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه دې د سیمې د هېوادونو لکه چین، روسیه، ترکیه، ایران او یوشمېر عربي هېوادونو په ګډون ترسره شي.
پاکستان نهشي کولای بېپروا پاتې شي
پاکستانۍ سناتورې شېري رحمان تر ډېره د خپل هېواد پر امنیتي اندېښنو ټینګار وکړ. هغې وویل، د وسلهوالو ډلو بریدونو، سرحدي نښتو، په سوداګرۍ کې ګډوډۍ او د بېباورۍ زیاتېدو د دواړو هېوادونو اړیکې سختې زیانمنې کړې دي.
رحمان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د پام وړ شمېر جنګیالیو او د نورو وسلهوالو ډلو غړو ته یې پناه ورکړې او د هغوی فعالیتونه زغمي. هغې زیاته کړه، چې طالبان دغه تورونه ردوي؛ خو پاکستان نهشي کولای د هغه ګواښونو او بریدونو پر وړاندې بېپروا پاتې شي، چې سرچینه یې افغانستان دی.
رحمان په ورته وخت کې وویل، چې د لارو تړل کېدل د دواړو غاړو کورنیو او سوداګرو ته زیان رسوي او د سویلي او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره د افغانستان د جغرافیایي موقعیت د کارولو مخه نیسي.
هغې د کاسا۱۰۰۰ او ټاپي پروژې د سیمهییزې همکارۍ د فرصتونو بېلګې وبللې او ویې ویل، چې پاکستان باید د امنیتي اندېښنو د حل ترڅنګ اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ هم پراخې کړي.
له طالبانو سره د اختلافاتو حل
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له طالبانو سره د اختلافاتو حل په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ په برخو کې د اسلاماباد له درېیو مهمو لومړیتوبونو څخه یو بللی دی.
هغه د چابهار بندر په برخه کې د هند پانګونې او د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) ته په اشارې ویلي، چې پاکستان باید د یوې ترانزیټي پروژې ګټه د بلې پروژې زیان ونه ګڼي. د نوموړي په وینا، دغه لارې کولای شي د یو بل بشپړوونکې اوسي.
د منځګړیتوب په هڅو کې د ترکیې رول
د ترکیې د ابن خلدون پوهنتون استاد اسماعیل نعمان تلسي هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د انقرې د هڅو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، د ۱۴۰۴کال (د لړم په ۸مه) په استانبول کې د خبرو اترو پرمهال د اوربند د غځولو او د څار لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه وشوه. د نوموړي په وینا، کله چې خبرې اترې ودرېدې، ترکیې له پاکستاني پلاوي وغوښتل چې خبرو اترو ته یو بل فرصت ورکړي.
تلسي زیاته کړه، د روان کال په فبرورۍ کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ترکیې له دواړه خواوو وغوښتل چې د خبرو مېز ته ستانه شي. هغه ټینګار وکړ، چې انقره به د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي؛ ځکه د افغانستان له ثبات پرته د سویلي، لوېدیځې او منځنۍ اسیا ترمنځ د نښلوونکو لارو تړل او پراختیا ستونزمنه ده.
د مارګلا ناسته یوه نړۍواله غونډه ده، چې د اسلاماباد د پالیسۍ د څېړنو انسټیټیوټ یې جوړوي. په دې غونډه کې پاکستاني او بهرني سیاستوال، ډیپلوماټان او څېړونکي د امنیت، سیمهییزو اړیکو او نړۍوالو بدلونونو په اړه بحثونه کوي.