په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي افغان سندرغاړي او هنرمندان وايي، چې په دغه هېواد کې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نهدي.
افغان سندرغاړي سعیدالله وفا افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې دي، ازاد تګراتګ نهشي کولی او له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند تېروي.
د هغه په وینا، دوی نه په افغانستان او نه هم په پېښور کې فکري ازادي لري او تر فشارونو لاندې ژوند کوي. وفا وايي، دامهال شاوخوا د ۵۰۰ افغان هنرمندانو کورنۍ په پېښور او کوټه کې مېشتې دي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر په پنځمه د پاکستان اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د افغان هنرمندانو د ویزو اړوند غوښتنلیکونه وڅېړي. د «هنري ټولنې» د خبرپاڼې له مخې، محکمې امر کړی چې دغه بهیر باید د قانون له اصولو سره سم په ۶۰ ورځو کې بشپړ شي.
وفا وايي، محکمې دوی ته یو رسمي لیک هم ورکړی، چې له مخې یې پولیس نه شي کولی هغوی ونیسي یا وځوروي. د هغه په خبره، له دې پرېکړې وروسته د پولیسو چلند ورسره تر یوه بریده نرم شوی دی.
وفا ټینګار کړی، چې افغانستان ته بېرته نهشي ستنېدای؛ ځکه هلته نه یوازې د دوی پر هنر او کار بندیزونه لګېدلي، بلکې د ماشومانو د زدهکړو مخه یې هم نیول شوې ده. هغه ویلي، چې درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي او په دې اړه یې غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.
وفا ادعا کړې: «طالبانو په افغانستان کې ګڼ هنرمندان نیولي، زنداني کړي او توبې یې پرې اېستلې دي». د هغه په وینا، طالبانو په خوست او لوګر ولایتونو کې د موسیقۍ سلګونه الې هم سوځولې دي؛ دا هغه اقدامات دي چې د افغانستان د موسیقۍ او هنر راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان هم ویلي، چې اوسمهال په پېښور او کوېټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي.
راشد احمد خان د افغان هنرمندانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د تګلارې په اړه ویلي، دولتي او امنیتي ادارې په ښکاره وايي هنرمندان نه ځوروي؛ خو بیا هم پولیس هغوی نیسي او دوی یې د خوشې کولو لپاره د محکمې دروازې ټکوي.
هغه ټینګار وکړ، چې د «افغان هنرمندانو په اړه د پاکستان حکومت هېڅ روښانه تګلاره نهلري». راشد احمد خان د اندېښنې په څرګندولو خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکي کې د افغانستان اصیله او دودیزه موسیقي لهمنځه لاړه شي.
د اسوشیټېد پرېس د یوه نوي راپور له مخې، په افغانستان کې هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو له لوري له لګېدلو سختو بندیزونو او ګواښونو سره سره، هڅه کوي خپله پخوانۍ دودیزه موسیقي په پټه ژوندۍ وساتي.
په داسې حال کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هر ډول موسیقي منع کړې او غږوونکي یې مجرمان بللي، په کابل او نورو سیمو کې پاتې شوي هنرمندان وایي، چې د پلرونو دا کلتوري میراث به هېڅکله خاموشۍ ته پرېنږدي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر اسوشیټېد پرېس ته ویلي، چې موسیقي په اسلام کې «حرامه» ده، د «شیطان د خوښۍ وسیله» ګڼل کېږي او انسان د نورو ګناهونو لور ته بیايي. هغه ټینګار کړی، چې هېڅوک اجازه نهلري سندرې واوري، ریکارډ یې کړي او یا سازونه وغږوي.
په پلازمېنه کابل کې د موسیقۍ پخوانۍ مشهوره سیمه «کوچه خرابات» چې کله به د هنرمندانو له ترانو ډکه وه، اوس په بشپړ ډول بدله شوې او د سازونو پر ځای پهکې خوراکي توکي، کالي او د کور وسایل پلورل کېږي.
دغو بندیزونو ګڼ شمېر هنرمندان له سختې بېوزلۍ سره مخامخ کړي دي. یوه ربابغږوونکي ویلي، چې پخوا یې د موسیقۍ د تدریس او پلورنځي له لارې هره ورځ تر ۱۰ زره افغانیو عاید درلود، خو اوس د مزدورۍ له لارې د ورځې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ګټي او د خپلې کورنۍ د نفقې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
هغه وایي، پلار یې هم د خپل پلورنځي له تړل کېدو وروسته د سختې روحي صدمې او د زړه د حملې له امله ساه ورکړه، خو دی لا هم کله نا کله په یوه کوچنۍ کوټه کې په پټه رباب غږوي او وایي: «تر څو چې ژوندی وي دغه کلتور به ژوندی وساتي».
بل خوا، په پټو ناستو کې د موسیقۍ غږول اوس تر پخوا ډېر خطرناک شوي دي. یوه بل سندرغاړي چې خپل سازونه لکه هارمونیه، رباب، شپېلۍ او طبله یې پټ کړي ویلي، چې څلور کاله کېږي په هېڅ پټ محفل کې یې سندرې نهدي ویلي، ځکه نه غواړي ماشومان یې بېسرپرسته پاتې شي او خپله بندي شي.
یاد ربابغږوونکي هم کیسه کړې، چې پر یوه پټ بنډار د طالبانو محتسبینو برید وکړ او د بنډار ټول کسان یې ونیول، خو دی وتښتېد. له دې ټولو ستونزو سره سره، افغان هنرمندان ټینګار کوي، چې موسیقي د ټولنې له کلتور څخه نه بېلېدونکې ده او دوی به دا هنر خپلو ماشومانو ته هم ورزده کړي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری هنرمندان په ځانګړې توګه سندرغاړي له هېواده ووتل او ځینې یې په ګاونډیو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله په ډېرې تنګسیا او محدودیتونو کې شپې او ورځې تېروي.
نوموړي تر شپږو لسیزو ډېر په تیاتر، سینما او تلویزیون کې فعالیت کړی و او د شکسپیر د ډرامو له صحنې څخه یې د نړۍ د مشهورو فلمونو تر پردې پورې اوږده هنري لاره وهلې وه.