د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې په نړۍ کې د نري رنځ پېښې او مړینې کمې شوې دي، خو لا هم هر کال له یو میلیون ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله مري او د تشخیص او درملنې په برخه کې د پام وړ ستونزې شته.
هغه څرګنده کړې، چې د ویزې د بلنلیک غوښتنلیک معمولاً د کډوالۍ پولیسو او د کورنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي.
خو لا هم روښانه نه ده چې د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د دغو محصلانو د غوښتنلیکونو په اړه څه پرېکړه کړې او ایا یاد محدودیت د یوه رسمي حکم له مخې عملي کېږي، که د غوښتنلیکونو له جلا- جلا ارزونې سره تړاو لري.
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د طالبانو یو مخالف قوماندان تر برید لاندې راځي. تر دې وړاندې معروف غلامي او جنرال اکرامالدین سریع، چې د پخواني حکومت دوه قوماندانان او د طالبانو مخالفان وو، په مشهد او تهران کې وژل شوي دي.
ایراني رسنۍ «ایراف» لیکلي چې دا پېښې په ایران کې د طالبانو د استخباراتي فعالیتونو خطرناک اړخونه او د دغه هېواد پر ملي امنیت د هغو اغېزې څرګندوي.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې پر غوري د برید څېړنه ښایي په ایران کې د افغانستان د پخوانیو چارواکو پر وړاندې د ورته څو نورو پېښو په ریښو موندلو کې هم مرسته وکړي.
په ایران کې د افغانستان د پخوانیو قوماندانانو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. سرچینو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې دغو قوماندانانو ته د امنیتي ګواښونو تر رسېدو وروسته، دوی خپل تګ راتګ محدود کړی او د امنیت د ټینګښت لپاره یې نور تدابیر هم نیولي دي.
طالبانو تر دې وړاندې ګواښ کړی و چې خپل مخالفان به له افغانستانه بهر هم په نښه کړي.
د سندرې پر مهال سندرغاړي له هارمونیې لاسونه پورته کړل او چکچکې پیل شوې. د مجلس ځینو طالب ګډونوالو هم ورسره لاسونه وپړکول او نورو د سندرې له تال سره سرونه ښورول.
د محفل یوه ګډونوال د مجلس د نورو جزئیاتو په اړه وویل چې په زیرزمینۍ کې د سګرټو لوګي خپاره وو او د چرسو بوی هم ډېر و. د هغه په وینا، ځینې ګډونوال به د لنډ وخت لپاره له خونې بهر وتل او بېرته به راننوتل.
هغه وویل: «په ټوله زیرزمینۍ کې د سګرټو دود و، د چرسو بوی بېخي ډېر و، موسیقي هم روانه وه او یو نیم کس به د څه وخت لپاره دباندې هم وتلو. زه هم ووتم، بهر مې د چرسو له لوخړو لرې پاکه هوا تنفس کړه او بېرته ننوتم».
یو شمېر سندرغاړو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نور هنرونه یې زده نه دي او مجبور دي چې په پټه له همدې لارې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي.
په خوست کې یو فعال سندرغاړی وایي: «له چا سره چې مجلس ته ځو، پوښتنه ترې کوم چې د کورنۍ کوم غړی یا خپلوان یې په طالبانو کې شته او که نه؟ که وي، نو بیا ورته وایو چې د پټې اجازې اخیستلو څه غم دې وکړي».
له دې وړاندې د ۲۰۲۶ کال د می میاشتې په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او روداتو ولسوالیو کې هم له ۱۶۹ څخه زیات د موسیقۍ الات له سیمهییزو خلکو او هنرمندانو راټول شوي وو او اور ته واچول شول.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د موسیقۍ پر خپرولو او غږولو سخت او متواتر بندیزونه لګول شوي دي.
د طالبانو امربالمعروف وزارت د ۲۰۲۴ کال د اګسټ پر ۱۴مه په یوه رسنیز کنفرانس کې اعلان کړی و چې یوازې په همدې کال کې یې د کابل، هرات، پروان، پنجشېر او ننګرهار په ګډون له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۱ زره او ۳۲۸ د موسیقۍ الې راټولې کړې او له منځه وړې دي.
که د بدخشان، نیمروز، سرپل، لغمان، هلمند او زابل ولایتونو ټول متفرق راپورونه هم له دغو شمېرو سره یوځای شي، په تېرو پنځو کلونو کې په ټول هېواد کې له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې د موسیقۍ وسایل د طالبانو محتسبانو سوځولي دي.
د طالبانو د سختو قیوداتو، پر ودونو د څارنې او پر محفلونو د چاپو لګولو له امله د هېواد د هنر او موسیقۍ ټولنه له ګڼو ګواښونو او ستونزو سره مخ ده. په تېرو پنځو کلونو کې له ۶۰۰ زیات محلي سندرغاړي، د ډول او موسیقۍ د نورو الاتو غږوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ غږولو پر سر توقیف شوي، تعزیري سزاوې ورکړل شوې او بنديان شوي دي.
سندرغاړي جرابې او پوکاڼۍ پلوري
د کابل په لومړۍ ناحیه کې کوچه خرابات، چې یو مهال د موسیقۍ او هنرمندانو د راټولېدو مشهور ځای و، اوس یې هنري رنګ پیکه شوی.
هغه هنرمندان چې ژوند او هنري فعالیتونه یې له دې کوڅې سره تړلي وو، اوس ډېری د خپل پخواني مسلک پرېښودو ته اړ شوي او په نورو کارونو بوخت دي. ځینې یې په هټیو کې خوراکي توکي او د ماشومانو د لوبو وسایل پلوري او ځینې نور په لاسي کراچیو کې توکي پلوري.
فرید احمد (مستعار نوم) چې یو تبله غږوونکی دی، دا کسب ورته له نیکونو په میراث پاتې و، خو اوس د کابل ښار منډوي بازار ته نږدې د لاسي توکو یوه کراچۍ لري چې جرابې، بنیانونه او نور ژمني توکي پکې پلوري.
دغه سندرغاړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې که څه هم ځینو پټو ناستو ته سندرغاړو وربللی و، خو ده نه غوښتل چې نور خطر په سر واخلي او د طالبانو له وهلو او ترټنې سره مخ شي.
نوموړی د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې د موسیقۍ یو بنډار ته روان و چې د تالاشۍ په یوه پوسته کې طالبانو ودراوه او پر سپکو سپورو سربېره یې تبله هم په چاقوانو ترې وڅیرله.
نوموړی وايي،سختې بدې ردې ورته وویل شوې او پرېکړه یې وکړه چې نور ددغو سپکو سپورو توان نه لري.
هغه اوږد اسویلی و اویست او بیا یې وویل: «تقریبا له څلور و ډېرکالونه وشول چې بیا مې په تبلې ګوتې نه دي اېښې».
هنرمندان په جلا وطنۍ کې
د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ او د هنرمندانو ټولنې د ارقامو له مخې، تر ۸۰ سلنې زیات مسلکي او سیمهییز سندرغاړي چې له ۱,۵۰۰ زیات هنرمندان او د هغوی د کورنیو غړي کېږي، له هېواد څخه وتلو او جلاوطنۍ ته اړ شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ ټول ۳۵۰ تنه استادان او محصلین په ډله ییزه توګه پرتګال ته ولېږدول شول او هلته یې خپل انسټیټیوټ بېرته فعال کړ. سلګونه نور محلي سندرغاړي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ پېښور، کوټې او مشهد ته کډوال شول او پیژندل شویو موسیقارانو په اروپا، امریکا او کاناډا کې پناه واخېسته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او یونسکو سازمان د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په جریان کې خپرو شویو راپورونو کې دا کړنې د افغانستان کلتوري میراث ته سخت زیان بللی، خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لا هم ټینګار کوي چې د موسیقۍ اورېدل او غږول د دوی د قانون له مخې «غیر شرعي» کار دی.
ډېر افغان سندرغاړي په پېښور، کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې میشت دي او ځینې یې بهر ته د تګ دوسیې لري.
په پېښور کې د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان وايي، چې اوسمهال په پېښور او کوټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي. دغه سندرغاړي له پاکستان نه د افغان کډوالو د اخراج په بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د عصمت معصوم په څېر یې ځینې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.