ټرمپ: د ایران پر وړاندې د پوځي ځواک کارولو په اړه به زړه نازړه نه شم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) له رسنیو سره خبرو کې ویلي، که اړتیا وي د ایران پر وړاندې د بیا پوځي ځواک کارولو په اړه به هېڅ ډول زړه نازړهتوب ونه کړي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران له لوري د امریکا د متحدانو او بېړیو د ګواښونو د مخنیوي لپاره د پوځي ځواک کارولو ته چمتو دی وویل: «نه، هېڅ شک او زړه نازړه توب نه لرم. موږ دا مهال ډېر ښه فعالیت کوو».
هغه زیاته کړه: «که ووینم چې وضعیت په بل لوري روان دی، دا ډول اقدام به وکړم. ښايي دا کار ترسره کړم.»
د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې هېواد یې د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري. ټرمپ وویل: «موږ په وینزویلا کې بریالي شوو او د هرمز تنګي له اړخه د فارس خلیج کنټرول په لاس کې لرو. موږ دغه سیمه په بشپړ ډول کنټرولوو».
هغه همداراز ادعا وکړه چې امریکا اوس د جګړې له پیل مخکې په پرتله ډېر تېل له سیمې بهر لېږدوي او زیاته یې کړه چې امریکایي ځواکونو په تېرو پنځو میاشتو کې هېڅ سرتېری نه دی له لاسه ورکړی.
له ټرمپ څخه د ایران د محاصرې د دوام په اړه هم پوښتنه وشوه؛ دا چې ایا امریکا به دغه محاصره روانه وساتي، که څه هم د ایران د حکومت ړنګېدل ۲۶ میاشتې وخت ونیسي؟ هغه په ځواب کې وویل: «حکومت د ړنګېدو په حال کې دی.»
ټرمپ د ایران اقتصادي او پوځي وضعیت خراب وباله او ویې ویل: «د هغوی انفلاسیون ۳۰۱ سلنې ته رسېدلی دی. اقتصاد یې له منځه تللی، د خپلو سرتېرو معاشونه نه شي ورکولای، پوځ یې ویجاړ شوی، سمندري ځواک، هوايي ځواک او هوايي دفاعي سیستم یې له منځه تللي او د هرمز تنګي کنټرول یې له لاسه ورکړی دی».
ټرمپ همداراز وویل چې د ایران د چارواکو څرګندونې د هېواد له واقعي وضعیت سره توپیر لري او هغوی له شته ستونزو سره سره لا هم د خپل حکومت له کړنو دفاع کوي.
