• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند تر واک لاندې کشمیر کې په وسله‌والو پېښو کې دوه پولیس وژل شوي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۶ GMT+۰

د هند تر واک لاندې کشمیر کې په بېلابېلو وسله‌والو پېښو کې دوه هندي پولیس وژل شوي او د نیمه‌پوځي ځواکونو یو شمېر سرتېري ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، وژل شوي پولیس یوه ورځ مخکې ورک شوي وو او د پېښو په اړه څېړنې روانې دي.

د فرانسې خبري اژانس (ای ایف پي) د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ د دوو پولیسو په مرمیو ویشتل شوي جسدونه د کشمیر په کشتواړ سیمه کې موندل شوي دي. چارواکي وايي، دغه پولیس یوه ورځ مخکې ورک شوي وو او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
تر دې یوه ورځ مخکې، د کلګام ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته هم ډزې شوې وې چې له امله یې د مرکزي پولیسو درې سرتېري ټپیان شوي وو. د سیمې یوې سیمه‌ییزې استازې شګن پریهار د دغه برید پړه پر وسله‌والو اچولې ده.

ډېر لیدل شوي

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې
۱

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې

۲

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۳
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د طالبانو پوهنې وزارت د لومړنیو زده‌کړو په تړاو د یونیسف او یونسکو ګډ راپور رد کړ

۴

د ترکیې او ایران پر پوله د موندل شویو اتو جسدونو له ډلې د ۲۵ کلن افغان ځوان هویت څرګند شو

۵

د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي

•
•
•

نور خبرونه

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې په نړۍ کې د نري رنځ پېښې او مړینې کمې شوې دي، خو لا هم هر کال له یو میلیون ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله مري او د تشخیص او درملنې په برخه کې د پام وړ ستونزې شته.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۲مه) د نري رنځ د ۲۰۲۶ کال په نړیوال راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰،۶ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۱،۱ میلیونه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، د نري رنځ له امله د مړینو کچه د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه راټیټه شوې او له ۲۰۰۰ کال راهیسې د دې ناروغۍ درملنې د اټکل له مخې د ۸۶ میلیونه کسانو ژوند ژغورلی دی. په دې توګه نړۍ د روغتیا نړیوال سازمان د «نري رنځ د له منځه وړلو» د تګلارې د مړینې لومړنی هدف ترلاسه کړی، خو له ټاکلي مهالوېش څخه پنځه کاله وروسته.

د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي رییس ټېډروس ادهانوم غیبریسوس ویلي، د نري رنځ د پېښو او مړینو دوامداره کمښت هیله‌بښونکی دی، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو د روغتیايي مرستو د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي.

هغه ویلي: «ډېرو حکومتونو د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره له خپلو کورنیو بودیجو څخه ډېرې پیسې ځانګړې کړې دي. خو بیا هم هر کال له یو میلیون ډېر کسان د یوې داسې ناروغۍ له امله مري چې مخنیوی او درملنه یې شونې ده.»

نوموړي له هېوادونو او شریکانو غوښتي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پراخ کړي، د دې ناروغۍ لپاره اړینې بودیجې خوندي کړي او د وبا د پای ته رسولو لپاره د نویو طبي وسایلو او درملنو د جوړولو بهیر چټک کړي.

د راپور له مخې، د نري رنځ د مخنیوي او درملنې لپاره د هېوادونو کورنۍ پانګونه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ ۱۴ سلنه زیاته شوې او ۵،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. دغه زیاتوالی د نړیوالو مالي مرستو د ورته کچې د کمښت یوه برخه جبران کړې ده.

د نري رنځ نړیوال بار په ۳۰ هېوادونو کې متمرکز دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د دغې ناروغۍ د ټولو پېښو ۸۸ سلنه پکې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په اروپايي سیمه کې د نري رنځ پېښې ۴۲ سلنه او په افریقايي سیمه کې ۳۰ سلنه کمې شوې دي، خو په سوېلي ختیځه اسیا کې دا کموالی ۱۸ سلنه او د ختیځې مدیترانې په سیمه کې یوازې ۶،۶ سلنه و. په لوېدیځه ارام سمندر سیمه کې د پېښو په شمېر کې بدلون نه دی راغلی، خو په امریکا کې د نري رنځ پېښې پرله‌پسې پنځم کال هم زیاتې شوې او د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۳ سلنه لوړې شوې دي.

افغانستان هم د نري رنځ د پام وړ پېښو له لرونکو هېوادونو څخه دی. د سیمه‌ییزو روغتیايي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د نري رنځ شاوخوا ۸۷ زره پېښې اټکل شوې وې او نږدې ۱۵ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي وو. په دې توګه، په افغانستان کې د نري رنځ کچه په هرو ۱۰۰ زرو وګړو کې ۲۰۳ پېښو ته رسېدلې وه. همدارنګه، په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې ۴۹ زره او ۵۳۳ ناروغان ثبت او د درملنې تر پوښښ لاندې راوستل شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له ۱۰،۶ میلیونه اټکلي ناروغانو څخه ۸،۴ میلیونه تشخیص شوي او د ۲،۲ میلیونه نورو ناروغانو پېښې یا نه دي تشخیص شوې او یا هم راپور شوې نه دي. همدارنګه، د نویو تشخیص شویو ناروغانو یوازې ۵۹ سلنه د دغه سازمان له لوري په سپارښتل شوو چټکو ازموینو معاینه شوي دي.

د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکی نری رنځ هم یوه جدي روغتیايي ننګونه بلل شوې ده. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۷۰ زره کسان د ریفامپیسین پر وړاندې مقاوم نري رنځ اخته شوي وو، خو یوازې ۴۲ سلنه یې درملنه ترلاسه کړې ده.

دغه سازمان همدارنګه د نري رنځ په اړه د څېړنو لپاره ځانګړې شوې بودیجه ناکافي بللې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د دې برخې لپاره یوازې ۱،۲ میلیارده ډالر لګول شوي، چې د ۲۰۲۷ کال لپاره د ټاکل شوي پنځه میلیارده ډالرو کلني هدف له څلورمې برخې هم کم دي.

روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو او نړیوالو شریکانو غوښتي چې د نري رنځ د مخنیوي، ژر تشخیص او اغېزمنې درملنې لپاره خپلې هڅې او پانګونه زیاته کړي، څو نړۍ وکولای شي د دې ناروغۍ د له منځه وړلو پر لور خپل پرمختګ چټک کړي.

فرانس ۲۴: د فاطمیون جنګیالي د سوریې له جګړې وروسته د ایران سوېل ختیځ ته لېږدول شوي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۹ GMT+۰
100%

فرانس ۲۴ رسنۍ په یوه څېړنیز راپور کې موندلې چې د ایران له ملاتړه د برخمنو افغان شیعه ملېشو(فاطمیون) یو شمېر جنګیالي د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته د ایران په سوېل ختیځ، په ځانګړي ډول د سیستان او بلوچستان په ولایت کې ځای پر ځای شوي دي.


د فرانس ۲۴ د راپور له مخې، دغې رسنۍ د فاطمیون اړوندو ټیلیګرامي چینلونو د وژل شویو غړو د «مرګ» اعلانونه او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې څېړلې او د هغو د جغرافیایي موقعیت په تثبیتولو یې په ایران کې د دغو جنګیالیو د حضور نښې موندلې دي.
فاطمیون ډله د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک په ملاتړ جوړه او د بشارالاسد د حکومت د دفاع لپاره جګړې ته لېږل شوې وه. د راپور له مخې، د دغې ډلې د جنګیالیو شمېر په سوریه کې د ۸ زرو او ۵۰ زرو ترمنځ اټکل شوی و او ډېری غړي یې له افغان شیعه ډلو، په ځانګړي ډول په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو جذب شوي وو.
د راپور له مخې، د سوریې په جګړه کې د فاطمیون شاوخوا دوه زره غړي وژل شوي دي. د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو او له سوریې د سپاه پاسداران د ځواکونو له وتلو وروسته، د دغې ډلې د زرګونو روزل شویو افغان جنګیالیو د ځای او برخلیک په اړه معلومات کم شول.
په ایران کې د فاطمیون د غړو د حضور نښې
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د امریکا او اسراییلو د پوځي بریدونو پر مهال د سپاه پاسداران اړوندو رسنیو د خپلو وژل شویو غړو د «مرګ» اعلانونه خپاره کړل. فرانس ۲۴ د دغو اعلانونو او د جنازو د انځورونو په څېړلو سره د فاطمیون له فرقې سره د ځینو وژل شویو کسانو اړیکې وموندلې.
په دغو اعلانونو کې ډېری وخت د وژل شویو کسانو افغان هویت او له فاطمیون سره تړاو نه و یاد شوی، خو د فرانس ۲۴ په وینا، د هغوی د یادغونډو او جنازو په انځورونو کې د فاطمیون د پخوانیو جنګیالیو انځورونه او د دې ډلې بیرغونه هم لیدل شوي دي.
راپور د علیرضا فیضیان یادونه هم کوي چې په سوریه کې د جګړې پر مهال ټپي شوی و او وروسته د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې په ایران کې ووژل شو. د سپاه پاسداران اړوندې فارس خبري اژانس هم د هغه د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.
د راپور موندنې ښيي چې د فاطمیون ځینې غړي د سپاه پاسداران په لیکو کې جذب شوي او ان ځینو یې د پوځي افسرانو دندې هم لرلې دي.
په راپور کې د سپاه پاسداران د ډګرمن علي‌اکبر ساکت نوم هم یاد شوی دی.
په سیستان او بلوچستان کې د جنګیالیو فعالیت
د فرانس ۲۴ څېړنه وايي، په ایران کې د فاطمیون د جنګیالیو د حضور په اړه د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې خپرو شویو ویډیوګانو نورې نښې هم وړاندې کړې دي.
د ایران د بلوچستان سیمې د بشري حقونو خبري رسنۍ «حال‌وش» د سپټمبر پر ۲۹مه یوه ویډیو خپره کړې چې لږ تر لږه ۱۳ وسله‌وال کسان پکې په یوه غرنۍ سیمه کې د ګزمې پر مهال لیدل کېږي. حال‌وش دغه کسان د فاطمیون غړي بللي، خو فرانس ۲۴ ویلي چې ویډیو یې د سیستان او بلوچستان ولایت د زاهدان ښار لوېدیځ ته شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې د کلا‌پاده غره ته تثبیت کړې ده.
حال‌وش د سپټمبر پر ۲۱مه یوه بله ویډیو هم خپره کړې وه چې پکې څو وسله‌وال کسان د وسلو د روزنې پر مهال لیدل کېږي. ځايي فعالانو هغوی د فاطمیون غړي بللي، خو فرانس ۲۴ ویلي چې د دغو کسانو هویت او له دې ډلې سره تړاو یې په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی. د رسنۍ په وینا، ویډیو د سیستان او بلوچستان د ګوشت ښارګوټي په یوه نوي جوړ شوي ښوونځي کې ثبت شوې ده.
د فاطمیون اړوندو ټیلیګرامي چینلونو هم په سیستان او بلوچستان کې د خپلو دوو غړو د وژل کېدو اعلانونه خپاره کړي دي. د دغو اعلانونو له مخې، احمد یعقوبي د اکتوبر پر دویمه د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي په برید کې وژل شوی او محمدرضا رحیمي د اکتوبر پر ۱۳مه په وسله‌واله نښته کې وژل شوی دی. د دواړو د جنازو انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.
د «خلکو د جنګیالیو جبهې» په نوم یوې وسله‌والې ائتلاف د دغو دواړو پېښو مسوولیت منلی دی. دغه ائتلاف د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې جوړ شوی او د راپور له مخې، د جیش‌العدل په ګډون له څو اسلامپالو او بلوڅو ملتپالو وسله‌والو ډلو جوړ شوی دی.
امریکا او ایران جیش‌العدل یوه ترهګره ډله ګڼي.
ایران ولې افغان جنګیالي ساتلي دي؟
د ایران د سیستان او بلوچستان د چارو شنونکي مهدي نخل احمدي فرانس ۲۴ ته ویلي، فاطمیون د سوریې د جګړې پر مهال هم په دغه ولایت کې حضور درلود، خو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته یې فعالیتونه زیات شوي دي.
د هغه په وینا، ایران نه شوای کولای هغه جنګیالي بې‌سرنوشته پرېږدي چې کلونه یې روزلي او د سوریې په جګړه کې یې تجربه ترلاسه کړې وه. نوموړي ویلي، دغه جنګیالي د ایران لپاره له دوو اړخونو مهم وو: له یوې خوا د سپاه پاسداران په روزنه او پانګونه جوړ شوي پوځي ځواک وو او له بلې خوا، که بې‌کاره او بې‌عاید پرېښودل شوي وای، د ایران د حکومت لپاره په امنیتي ګواښ بدلېدای شول.
د احمدي په وینا، د ایران سپاه پاسداران په لومړي سر کې هڅه کړې وه چې د افغان طالبانو او پاکستان له چارواکو سره د فاطمیون د جنګیالیو د ځای پر ځای کولو په اړه خبرې وکړي.
د راپور له مخې، د افغانستان پخواني حکومت او وروسته طالبانو د دغو جنګیالیو د ځای پر ځای کولو وړاندیز رد کړی و، ځکه طالبانو هغوی د ایران پر وړاندې د وفادارۍ له امله احتمالي ګواښ ګڼل.
هغه زیاته کړې چې ایران د پاکستان په بلوچستان کې هم د دغو جنګیالیو د ځای پر ځای کولو وړاندیز کړی و، څو د بلوڅو بېلتون‌پالو او سختدریځو وسله‌والو ډلو پر وړاندې وجنګېږي، خو اسلام‌اباد هم دا وړاندیز نه و منلی.
د دغه شنونکي په وینا، له دغو هڅو وروسته ایران د خپلو پولو په اوږدو کې د فاطمیون د جنګیالیو ځای پر ځای کولو ته مخه کړې ده. نوموړي ویلي، په لومړي سر کې دغو کسانو ته د سپاه پاسداران په پروژو کې ملکي دندې ورکړل شوې وې، خو وروسته یې په پوځي فعالیتونو کې ونډه زیاته شوه او د بسیج او سپاه پاسداران په مرکزونو کې ځای پر ځای شول.
د راپور له مخې، د دغو جنګیالیو کره شمېر او د هغوی د مېشتېدو ځایونه معلوم نه دي، خو د ځايي اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، د هغوی یو شمېر مرکزونه د ایران، افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو په شاوخوا کې دي.
راپور وايي، د «خلکو د جنګیالیو جبهې» ادعا کړې چې تر هغو دوو کسانو ډېر فاطمیون جنګیالي یې وژلي چې د ډلې اړوندو چینلونو یې مړینه اعلان کړې ده. دغې جبهې د اکتوبر له ۱۳مې وروسته هم د سپاه پاسداران او فاطمیون پر ځواکونو د نورو بریدونو مسوولیت منلی، خو راپور ویلي چې د دغو نورو مرګ‌ژوبلو ادعاوې یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې او د فاطمیون اړوندو چینلونو هم د هغو کسانو د وژل کېدو اعلانونه نه دي خپاره کړي.

فارن پالېسي: پر پاکستاني پوځ د امریکا باور د پخوانیو تېروتنو تکرار دی

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰
100%

فارن پالېسي اِن فوکس په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د امریکا حکومت یو ځل بیا د پاکستان پر پوځ تکیه کوي، خو د دغې شننې له مخې، دا تګلاره د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی او ښايي د واشنګټن اوږدمهالو ګټو ته زیان ورسوي.

د دغې رسنۍ د شننې پر بنسټ ، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په وروستیو کلونو کې په واشنګټن کې د مهم امنیتي شریک په توګه مطرح شوی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څو ځله د هغه ستاینه کړې ده. خو د لیکوال په باور، د پاکستان پوځ د هغو ستونزو برخه ده چې امریکا یې د حل هڅه کوي، نه د حل لاره.
د شننې له مخې، امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزه، مهمې معدني زېرمې او له چین سره سیالي خپلې مهمې ستراتیژیکې موخې ګڼي، خو د پاکستان پوځ په دغو برخو کې د واشنګټن له تګلارې سره متضاد رول لوبوي.
فارن پالېسي اِن فوکس لیکي، د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته پاکستاني پوځ د امریکا میلیاردونه ډالر ترلاسه کړل، څو د طالبانو او القاعده پر ضد مبارزه وکړي. خو شل کاله وروسته طالبان بېرته واک ته ورسېدل او د لیکوال په وینا، د دې وضعیت یو لامل د پاکستان له خاورې د طالبانو د ځینو ډلو ملاتړ او خوندي پناه‌ځایونه وو.
سرچینه زیاتوي ، دا یوازې د تېر وخت موضوع نه ده، بلکې اوس هم د پاکستان امنیتي تګلاره د افغانستان له موضوع سره نږدې تړاو لري.
لیکوال یادونه کوي چې اسلام‌اباد پرله‌پسې ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان له افغانستانه فعالیت کوي، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي کړکېچ لا هم نه دی حل شوی.
د دغې رسنۍ د لیکوال په وینا، پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد سیاست اصلي لوری ټاکي، خو د کلونو پوځي عملیاتو، بې‌پیلوټه بریدونو او زور کارونې سره سره، ناامني لا هم دوام لري.
سرچینه بلوچستان ته په اشارې وايي، دغه ایالت چې د سرو زرو او مسو په ګډون لویې معدني زېرمې لري، د ناامنۍ له امله د پراخو ستونزو سره مخ دی.
د شنونکي وینا، روان وضعیت د هغو امریکايي پانګونو لپاره هم خطر جوړوي چې د ریکوډک کان په پروژه کې پلان شوې دي.
دغه شننه زیاتوي چې واشنګټن د پاکستان له پوځ سره د اړیکو له لارې د چین د نفوذ د محدودولو هڅه کوي، خو په حقیقت کې همدا پوځ د پاکستان او چین د ستراتیژیکو اړیکو اصلي معمار بلل کېږي.
د فارن پالېسۍ د شننې له مخې، د ۲۰۲۵ کال د هند او پاکستان له جګړې وروسته د پاکستان دفاعي بودیجه شل سلنه زیاته شوې ده او چین، چې د پاکستان تر ټولو لوی پوځي تجهیزاتي شریک دی، د دې زیاتوالي له اصلي ګټه‌اخیستونکو څخه ګڼل کېږي.
فارن پالېسي لیکي، امریکا باید خپلې پوځي مرستې، د ایف-۱۶ الوتکو د ساتنې پروګرامونه، روزنیزې مرستې او ډیپلوماتیک ملاتړ له بشري حقونو سره وتړي او د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو، د جبري ورکو شویو کسانو د قضیو د څېړنې او د ملکي وګړو د پوځي محاکمو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړي.
فارن پالېسي زیاتوي، چې واشنګټن نه شي کولای د پاکستان سیاسي راتلونکی وټاکي، خو کولای شي د داسې پوځي جوړښت له ملاتړ څخه لاس واخلي چې د راپور په وینا د ولسي واکمنۍ پر ځای د پوځ واک پیاوړی کوي.
لیکوال ټینګار کوي چې د امریکا اوږدمهاله ګټې د پاکستان د پوځ له پیاوړتیا سره نه، بلکې د ولسي بنسټونو او ملکي حکومتولۍ له پیاوړتیا سره تړلې دي.

د ایران انټرنشنل د دوو خبریالانو پر ضد د جاسوسۍ قضیه کې دوه ایراني وګړي مجرم وپېژندل شول

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۰
100%

د بریتانیا یوې محکمې مصطفی سپهوند او فرهاد جوادي‌منش د ایران انټرنشنل د دوو خبریالانو: مجتبی پورمحسن او کامبیز حسینی، په اړه د جاسوسۍ په قضیه کې د ایران له استخباراتي ادارې سره د مرستې په تور مجرمان وپېژندل.

د بریتانیا د وولیچ جزايي محکمې د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، مصطفی سپهوند په متفقه پرېکړه د دوو تورونو، یعنې له یوه بهرني استخباراتي سازمان سره د مرستې او د تاوتریخوالي د برید د ترسره کولو د نیت، له امله مجرم وپېژاند.

د محکمې منصفه پلاوي دغه راز فرهاد جوادي‌منش په متفقه پرېکړه له یوه بهرني استخباراتي سازمان سره د مرستې په تور مجرم وپېژاند، خو د «تاوتریخوالي د برید په پلان جوړونه کې د ګډون» له تور څخه یې برائت ورکړ.

د دې قضیې درېیم تورن، شاپور قلعه‌علي‌خاني نوري، پر ځان لګېدلي دواړه تورونه رد کړل او له زندانه خوشې شو.

ټاکل شوې ده چې د سپهوند او جوادي‌منش د مجازاتو حکم د لیندۍ په ۲۶مه، د ماسپښین په دوو بجو، د لندن په اولډ بیلي محکمه کې اعلان شي.

د بریتانیا څارنوالۍ د لیندۍ په ۱۱مه د قضیې د شواهدو د ارزونې په وروستي پړاو کې ویلي وو چې تورنو کسانو د هغو کسانو د کورونو پته موندلو ته په تګ او د عکسونو او ویډیوګانو په اخیستلو سره، په قصدي توګه د برید د چمتو کولو لپاره له سپاه پاسداران سره مرسته کړې ده.

د څارنوالۍ استازي، ویلیم املین جونز، وویل چې سپاه پاسداران په بریتانیا کې د خپلو فعالیتونو لپاره سپهوند غوره کړی و او هغه بیا جوادي‌منش او نوري د مرستې لپاره ګومارلي وو.

د نوموړي په وینا، د دوی دنده دا وه چې ورکړل شویو پتو ته لاړ شي، انځورونه او ویډیوګانې واخلي او د هغو کسانو د موندلو هڅه وکړي چې سپاه پاسداران د خپلو هدفونو په توګه ټاکلي وو.

د محکمې په غونډو کې د ۱۵۰ زره پونډو د ورکړې او په ایران کې د سپهوند د قضايي دوسیې د حل کولو په اړه د ژمنو پیغامونه هم وړاندې شول.

څارنوالۍ دغه ژمنې له سپهوند سره د همکارۍ اصلي انګېزه وبلله، خو سپهوند وویل چې د برید د ترسره کولو نیت یې نه درلود او د پیسو غوښتلو او د پتو په اړه د پلمو په جوړولو سره یې مقابل لوری ځنډولی و.

سپهوند د تلې په ۳۰مه د محکمې په غونډه کې وویل چې له ده څخه د کامبیز حسینی د لاسونو او پښو د ماتولو غوښتنه شوې شوه. دغه راز ترې غوښتل شوي وو، چې مجتبی پورمحسن ووهي، څو د ایران د حکومت پر ضد له لیکلو لاس واخلي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې د دغو کسانو د زیانمنولو نیت یې نه درلود او له مقابل لوري سره یې ظاهري همکاري د ده او کورنۍ ته د ګواښونو له امله وه.

نوري هم د لړم په پنځمه د محکمې په غونډه کې ومنله چې د سپهوند په غوښتنه یې ځینې عکسونه او ویډیوګانې اخیستې، هغه ته یې لېږلې او وروسته یې پاکې کړې دي. خو نوموړي وویل چې د دې کار له اصلي موخې خبر نه و او فکر یې کاوه چې دا کار د خپل ملګري له مسلکي فعالیت سره تړاو لري.

جوادي‌منش هم د ایران له استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په اړه د معلوماتو لرل رد کړل، خو د شاهد په توګه یې د محکمې پر وړاندې شاهدي ورنه کړه.

د لړم په پنځمه د شاهدانو د څرګندونو له پای ته رسېدو سره، محاکمه د وروستۍ پرېکړې پړاو ته لاړه.

د محکمې منصفه پلاوي د دې پړاو له پای ته رسېدو وروسته د هر تورن پر وړاندې د لګېدلو تورونو په اړه پرېکړه وکړه.

جو بایډن: که د سرطان له ناروغۍ خبر وای، په ۲۰۲۴کال ټاکنو کې مې د نوماندۍ هڅه نه‌کوله

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۰
100%

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن وايي، که د ۲۰۲۴کال د ولسمشرۍ ټاکنو تر مخه د خپل سرطان له ناروغۍ خبر وای؛ نو ځان به یې دغه ټاکنو ته نه نوماند کاوه. هغه همداراز له ډونالډ ټرمپ سره په ټاکنیزه مناظره کې خپل کمزوری فعالیت کم‌ارزښته بللی دی.

جو بایډن د «پيپل» مجلې سره په مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې ویلي، که پوه وای چې د ناروغۍ احساس یې د سرطان له امله دی؛ نو له ټاکنیزې سیالۍ به یې ځان اېستلی وای.

هغه وویل: «که پوه وای، چې د سرطان له امله مې روغتیايي وضعیت خراب دی؛ نو سیالۍ ته به مې دوام نه ورکاوه، ځکه زما په اند یو ۸۰ کلن کس چې پر سرطان اخته وي، باید د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماند نه‌کړي».

بایډن د ۲۰۲۵کال په مئ میاشت کې له سپینې ماڼۍ څخه شاوخوا څلور میاشتې وروسته اعلان وکړ، چې د پروستات په پرمختللي سرطان اخته شوی دی. د هغه په وینا، ناروغي یې د بدن نورو برخو ته هم خپره شوې وه.

د بایډن د ناروغۍ اعلان له پراخو خواخوږیو سره مل و؛ خو په ورته وخت کې یې د سرطان د ناوخته تشخیص په اړه پوښتنې هم راپورته کړې. دغه راز دا پوښتنه هم مطرح شوه، چې ایا ناروغۍ یې د ولسمشرۍ دورې په وروستیو میاشتو کې د هغه پر فزیکي وضعیت او کاري وړتیا اغېز کړی و که نه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بایډن د ناروغۍ له اعلان وروسته ویلي و، چې د هغه د سرطان پر ناوخته تشخیص حیران شوی دی. بایډن تر دغه تشخیص مخکې وروستی ځل په ۲۰۱۴کال کې د پروستات د سرطان معاینه کړې وه.

بایډن په دې مرکه کې له ټرمپ سره د ۲۰۲۴کال د جون میاشتې په تلویزیوني مناظره کې خپل کمزوری فعالیت هم کم‌ارزښته وباله. دغې مناظرې د ډیموکراټ ګوند په منځ کې د بایډن د ټاکنیزې سیالۍ څخه د وتلو غوښتنې پراخې کړې وې.

هغه وویل، تمه یې لرله چې بله ټاکنیزه مناظره به هم ترسره شي او له همدې امله یې په لومړۍ مناظره کې خپل کمزوری فعالیت برخلیک ټاکونکی نه ګاڼه.

د ډیموکراټ ګوند د غړو او خپلو سیاسي متحدانو له لوري د فشارونو له زیاتېدو سره، بایډن له هغې مناظرې شاوخوا یوه میاشت وروسته د ولسمشرۍ له ټاکنیزې سیالۍ څخه په شا شو. د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي هم د ډیموکراټ ګوند له هغو بانفوذه څېرو څخه وه، چې د بایډن د ګوښه کېدو ملاتړ یې کاوه.

له دې وروسته د بایډن مرستیاله کامالا هریس د ولسمشرۍ ټاکنو ته نومانده شوه؛ خو د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې یې ماتې وخوړه. ډیموکراټان په دې باور دي، چې د بایډن کمزوري فعالیت او د هریس له‌خوا د هغه له سیاستونو څخه کافي واټن نه اخیستل، د ټرمپ پر وړاندې د ډیموکراټ نوماندې په ماتې کې اغېز درلود.

د امریکا د پخواني ولسمشر زوی هنټر بایډن تر دې مخکې ویلي و، چې د هغه په باور د پلار د سرطان ناروغۍ د ټاکنیزې مناظرې پرمهال د بایډن په کمزوري فعالیت کې رول درلود.

ټاکل شوې، د جو بایډن د خاطراتو کتاب «ما سره ژمنه وکړه، امریکا» راتلونکې اوونۍ خپور شي. بایډن ویلي، چې د سرطان ناروغي ښايي د کتاب د معرفي کولو لپاره په ډېرو رسنیزو مرکو کې د هغه د ګډون مخه ونیسي.