د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، دغه اختلاف په ابوظبۍ کې د اوکراین د سولې په اړه له خبرو اترو وروسته څرګند شو. د روسیې پلاوي په دې غونډه کې د اروپا د امنیتي ترتیباتو په اړه د بحث غوښتنه وکړه، خو له اروپايي چارواکو سره یې له لیدنې ډډه وکړه.
د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له خبرو وروسته په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.
په همدې وخت کې د اروپا شورا مشر انتونیو کوسټا په ډوبلین کې د اروپايي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د اروپا د امنیتي نظم بیا طرحې ته اړتیا نشته.
کوسټا زیاته کړه: «اروپا یو اغېزناک امنیتي چوکاټ درلود چې لومړی په تدریجي ډول کمزوری شو او په پای کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله له منځه ولاړ.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي چې په ابوظبۍ کې د خبرو اترو لویه برخه د امنیتي تضمینونو موضوع ته ځانګړې شوې وه. نوموړي خبرداری ورکړ چې د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو موضوع له اوکراین څخه پراخه شوې ده.
د اوکراین ولسمشر وویل: «اروپا باید دې موضوع ته جدي پام وکړي. کله چې امریکایان او روسان د دغو مسایلو په اړه خبرې کوي، بحث یوازې د اوکراین په اړه نه دی، بلکې تر ډېره د اروپا او روسیې ترمنځ د یوه نوي امنیتي چوکاټ په اړه دی. دا ډول چلند زموږ لپاره یو څه د حیرانتیا وړ دی».
د روسیې غوښتنه څه ده؟
روسي چارواکو په وار وار د ناټو د پراختیا د بندولو، د روسیې د پولو ته نږدې د پوځي تمریناتو د بندیز او د ختیځې اروپا څخه د ناټو د سرتیرو او تجهیزاتو د ایستلو غوښتنه کړې ده.
د اروپا ډېری پلازمېنې د روسیې دغه غوښتنې د خپل نفوذ د ساحې د بېرته پراخولو او د اروپايي ټولنې او ناټو د غړو هېوادونو د ملي حاکمیت د محدودولو هڅه بولي.
ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د نوي امنیتي نظم په اړه د مسکو وړاندیزونه باید د جګړې د پای ته رسولو له هوکړې مخکې وڅېړل شي. نوموړي د اروپا هغه دریځ رد کړ چې له مخې یې باید دغه موضوع په اوکراین کې د سولې له ټینګښت وروسته وڅېړل شي.
د روسیې ولسمشر همداراز وویل، د اروپايي هېوادونو هغه پلان چې د سولې له هوکړې وروسته اوکراین ته خپل پوځونه واستوي، د «جګړې د دوام» معنا لري.
د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د کرملین په ټلوېزیوني خپرېدونکې غونډه کې وویل چې امریکا غواړي اروپا په راتلونکو خبرو اترو کې ګډون ولري. هغوی زیاته کړه چې واشنګټن د اروپا د لویې وچې د امنیتي نظم په اړه له خپلو اروپايي متحدینو سره خبرې پیل کړې دي.
خو د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، یوې سرچینې چې د ابوظبۍ له مذاکراتو خبره وه ویلي چې د اروپا د پراخ امنیت موضوع مطرح شوې، خو تر اوسه یې د جزییاتو په اړه بحث نه دی شوی.
مسکو ته د امتیاز ورکولو په اړه د اروپا اندېښنې
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته دریو چارواکو ویلي چې د اروپا په پلازمېنو کې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. هغوی وېره لري چې د ټولې اروپا د امنیت په اړه خبرو ته غاړه ایښودل ښايي د اوکراین د سولې په مذاکراتو کې د اروپا د ګډون بیه وي.
د استونیا لومړي وزیر کریسټن میخال خبرداری ورکړی چې اروپا په یوه «دام» کې راګیر شوې ده. د هغه په وینا، پوتین له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د ناټو د غړو هېوادونو د ملي حاکمیت په اړه د نظر او پرېکړې کولو حق ترلاسه کړي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي چې د اروپا د امنیتي نظم په اړه خبرې باید یوازې هغه مهال پیل شي چې روسیه د سولې له هوکړې سره موافقه وکړي.
هغې زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د دې موضوع مطرح کول، د اصلي لومړیتوب، یعنې په اوکراین کې د اوربند او د وژنو د درولو، په اړه د پام اړولو لامل کېږي.
اروپايي مشران په ډوبلین کې د مذاکراتو لپاره د یوه ګډ استازي پر ټاکلو هم خبرې کوي او هیله لري چې د همدې میاشتې په اوږدو کې د یوه نوم په اړه هوکړې ته ورسېږي.
د اروپا شورا مشر انتونیو کوسټا ټینګار کړی: «د اروپا د امنیت په اړه له اروپا پرته د مذاکراتو پر مېز خبرې نه شي کېدای.»
هغه ویلي چې د اروپا ګډ دریځ باید د اروپايي هېوادونو، اروپايي ټولنې او ناټو په همکارۍ رامنځته شي.