• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: دوو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو ۴.۲ مېلیونه افغان کډوال ستانه شوي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د نومبر تر اوومې پورې له ایران او پاکستان نه ټولټال ۴ مېلیونه، ۲۹۰زره او ۱۵۲ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر له ۲۵مې څخه د نومبر تر اوومې پورې په دوو اوونیو کې ۴۳زره او ۴۱۲ افغانان له ایران او پاکستان نه هېواد ته ستانه شوي چې ټولټال ۲زره او ۲۴۲ کورنۍ کېږي.
راپور ښيي، په دې موده کې له ایران نه د راستنېدونکو شمېر ۳۸زره او ۸۷ و چې د تېر د ورته مودې پرتله څلور سلنه کموالی ښيي. ورته مهال له پاکستان نه د راستنېدونکو شمېر ۵زره او ۳۲۵ ته رسېدلی، چې د تېرې مودې پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، په دې دوو اوونیو کې بېرته راستنو شویو افغانانو ته د خوړو، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، ترانسپورټ، لنډمهاله استوګنځي او نورو برخو کې ټولټال ۲۴۱زره او ۴۲۵ مرستندویه خدمتونه وړاندې شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۵کال راهیسې تر دې مهاله له ایران نه ۲ مېلیونه، ۵۶۰زره او ۲۳۱ کسان او له پاکستان نه یو مېلیون، ۷۲۹ زره او ۹۲۱ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

امرالله صالح: نیول شوي طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال د بښنې غوښتنه کوله

•
•
•

نور خبرونه

طالبان په بدخشان کې د راتلونکي پسرلي احتمالي جګړې ته چمتووالی نیسي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۰
•
عرفان برزگر
100%

په بدخشان کې د مخالفو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو او راتلونکي پسرلي کې د جګړو د زیاتېدو په اړه د طالبانو اندېښنې ډېرې شوې دي. له همدې امله، دې ډلې په دغه ولایت کې د خپل حضور د پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو د مهارولو لپاره یو لړ پوځي او اداري اقدامات پیل کړي دي.

د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو د مرکزونو جوړول، په زیان‌منونکو سیمو کې د ځواکونو ځای پر ځای کول، د سرحدي سیمو له اوسېدونکو د نویو ځواکونو ګومارل، د پخوانیو نظامیانو پراخې نیونې او په مرکز او ولسوالیو کې پراخ اداري بدلونونه د دغو اقداماتو برخه دي.

له دې چمتووالي سره هم‌مهاله، د طالبانو مسوول چارواکي په بدخشان کې د مخالفو ځواکونو شتون ردوي او خبرداری ورکوي چې هر څوک یا ډله د دوی پر وړاندې ودرېږي، وبه ځپل شي.

۱. امنیتي ټکان؛ د یفتل ولسوالۍ سقوط او په زیباک کې د جګړو پیل

د روان کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د یفتل ولسوالۍ سقوط طالبانو ته لوی امنیتي ټکان ورکړ. په دې پېښه کې یوې داسې جبهې چې تر هغه مخکې یې نوم نه و اورېدل شوی، یوه ورځ سهار د طالبانو تر واک لاندې ادارې، د ولسوالۍ ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او د استخباراتو دفتر ونیول او د پام وړ پوځي وسایل او تجهیزات یې ترلاسه کړل.

د دې پېښې او د طالبانو له ناڅاپي غافل‌کېدو څو ورځې وروسته، په بدخشان کې بله جګړه وشوه چې د امنیتي خبرونو په سر کې راغله. په دې برید کې د ازادۍ جبهې ځواکونو د زیباک ولسوالۍ د طالبانو پر اډو او مرکزونو بریدونه وکړل.

د دغو نښتو په پایله کې د طالبانو یو شمېر جنګیالي ووژل شول او ټپیان شول. د طالبانو د پوځ لوی درستیز هم سیمې ته ولاړ، څو د ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د وضعیت د کنټرول چارې سمبال کړي، خو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې وخت ناوخت نښتې لا هم روانې دي.

۲. د پخوانیو نظامیانو پراخې نیونې

دغه مهمې امنیتي پېښې په داسې وخت کې وشوې چې د طالبانو د درواز سیمې یو قوماندان جمعه فاتح هم له دې ډلې سرغړونه کړې وه او له دغو بدلونونو وروسته، طالبانو په ټول بدخشان کې د پخوانیو نظامیانو د پراخو نیونو لړۍ پیل کړه. دا نیونې په څو پړاوونو کې د یفتل، شکي، کشم، ارګو او فیض‌اباد په ولسوالیو کې ترسره شوې.

د وږي میاشتې په وروستیو کې طالبانو په یفتل ولسوالۍ کې ۱۶ کسان د یوې مخالفې جبهې سره د همکارۍ په تور ونیول. څو ورځې وروسته، په ارګو ولسوالۍ کې هم ۱۰ نور کسان د مخالفو جبهاتو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.

د تلې په میاشت کې هم ۱۰ کسان، چې یو پخوانی پوځي چې منصور نومېده او د قیوم ملنګ له ملګرو څخه و، د شکي په ولسوالۍ کې پر طالبانو د برید د پلان جوړولو په تور ونیول شول او کابل ته ولېږدول شول.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د پخوانیو نظامیانو د نیولو بهیر په وږي میاشت کې، د طالبانو د نوي والي او امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره هم‌مهاله، ډېر چټک شو او لا هم دوام لري.

۳. د پوځي ټکنالوژۍ پراختیا او د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو د مرکزونو جوړول

په زیباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې له بریدونو وروسته، طالبانو د بدخشان هوايي ډګر ته نږدې د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو لومړی مرکز جوړ کړ. ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې د دغه ولایت په بله سیمه کې یې دویم مرکز هم فعال کړ. د دغو مرکزونو د جوړولو موخه د بدخشان په مرکز کې د پرله‌پسې بریدونو مخنیوی او له سرحدي سیمو څخه د معلوماتو راټولول بلل شوي دي.

خو د طالبانو یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دواړه مرکزونه، په ځانګړي ډول د زیباک ولسوالۍ په ګډون له سرحدي سیمو څخه د معلوماتو په راټولولو کې چندان بریالي شوي نه دي او له همدې امله، طالبان غواړي په کران او منجان ولسوالۍ کې یو نوی مرکز جوړ کړي.

په ورته مهال په دې ولسوالۍ کې د یوه نوي سرحدي لېوا د ځای پر ځای کولو هڅې هم روانې دي.

پردې سربېره، په بدخشان کې د طالبانو ۲۱۹ «عمر ثالث» فرقې د وږي په میاشت کې اعلان وکړ چې څو «ډي‌سي» توپونه یې د عملیاتو لپاره چمتو کړي او د دغو وسلو د کارولو لپاره یې ځانګړي کسان هم روزلي دي.

۴. په ملکي او پوځي ادارو کې د هدفمند بدلونونه

د یفتل ولسوالۍ له سقوط شاوخوا یوه میاشت وروسته، د طالبانو مشرتابه د بدخشان لپاره نوی والي او نوی امنیه قوماندان وټاکل او وروسته دغه بدلونونه د ولسوالیو تر کچې هم وغځېدل.

تازه راپورونه ښيي چې په دې وروستیو کې یو شمېر ولسوالان، د پولیسو قوماندانان، د ولسوالیو د استخباراتو مدیران او د فیض‌اباد ښار د امنیتي حوزو امران هم بدل شوي دي.

د طالبانو د نوې تګلارې له مخې، ټاکل شوې چې د هرې ولسوالۍ اوسېدونکي د هماغې سیمې د اداري او امنیتي مسوولینو په توګه وګومارل شي. داسې ښکاري چې د دې اقدام موخه د احتمالي سرغړونو مخنیوی او پر سیمه‌ییزو ادارو د طالبانو د واک پیاوړتیا ده.

۵. په فیض‌اباد کې امنیتي وضعیت او د تلاشۍ د پوستو زیاتوالی

په تېرو دوو میاشتو کې د فیض‌ایاد ښار د څو چاودنو له امله د طالبانو امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي. مخالفو جبهاتو د دغو چاودنو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په بریدونو کې د طالبانو چارواکي، استخباراتي کسان او پولیس په نښه شوي دي.

له دغو پېښو وروسته، په ښار کې د تلاشۍ د پوستو شمېر په بې‌ساري ډول ډېر شوی او دې وضعیت نه یوازې امنیتي فضا سخته کړې، بلکې د ښار د اوسېدونکو پر تګ راتګ او ورځني ژوند یې هم محدودیتونه لګولي دي.

۶. د سرحدي سیمو د ځوانانو او اسماعیلیانو د جذبولو سیالي

د سرحدي سیمو په ځینو برخو کې د ازادۍ جبهې د بریدونو د پراخېدو په غبرګون کې، د طالبانو دفاع وزارت په بدخشان کې د سیمه‌ییزو ځوانانو د ګومارنې د بهیر د پیل خبر ورکړی دی.

ځايي سرچینې وايي چې طالبان په دې بهیر کې تر ډېره د سرحدي سیمو د اسماعیلي اوسېدونکو د ځوانانو پر جذبولو تمرکز کوي. د بدخشان د اسماعیلیانو جغرافیایي موقعیت او د اوسېدو سیمې دغه مذهبي ډله د بدخشان په جګړو کې پر یوه مهم لوري بدله کړې ده.

خو راپورونه ښيي چې مخالفې جبهې، په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهه، هم په ورته وخت کې د اسماعیلي ځوانانو او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د جذبولو هڅې کوي. د ځايي سرچینو په وینا، مخالفې جبهې په دې برخه کې تر طالبانو ډېرې بریالۍ شوې دي.

۷. د مخالفو جبهاتو د شتون ردول او د ځپلو ګواښ

په داسې حال کې چې په سیمه کې دا بدلونونه روان دي، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو څرګندونې د بدخشان د امنیتي وضعیت له راپورونو سره څرګند توپیر لري.

په بدخشان کې د طالبانو والي رحمت‌الله نجیب څو ځله په دغه ولایت کې د مخالفو جبهو شتون رد کړی او ادعا یې کړې چې هېڅوک د طالبانو پر ضد د فعالیت توان نه لري.

همدارنګه د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین هم په دې وروستیو کې د نویو ګومارل شویو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې ادعا کړې چې په بدخشان او پنجشېر کې هېڅ مخالف ځواک شتون نه لري. نوموړي ویلي چې په دغو سیمو کې د مخالفو ځواکونو د فعالیت په اړه خپرې شوې ویډیوګانې د پاکستان په غرونو کې ثبت شوې دي.

له کابل څخه بدخشان ته د امنیتي پلاوي سفر

د طالبانو پولیسو د تلې په ۱۲مه د یوه ګډ پلاوي د سفر خبر ورکړ چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست استازي پکې شامل وو. دغه پلاوي بدخشان او تخار ولایتونو ته سفر کړی و.

د طالبانو د پولیسو د معلوماتو له مخې، د دې سفر موخه د امنیتي وضعیت ارزونه، د ځواکونو د چمتووالي څېړل، د حساسو سیمو څارنه او د سرحدي سیمو د وضعیت ارزونه وه.

پلاوي په بدخشان کې د کران او منجان ولسوالۍ او په تخار کې د ورسج ولسوالۍ له ځینو سیمو لیدنه کړې ده.

بدخشان د ناورین پر دوه‌لارې

په بدخشان کې د طالبانو ستونزې یوازې د مخالفو جبهو تر فعالیتونو محدودې نه دي، بلکې دغه ولایت له ګڼو پېچلو داخلي او جوړښتي ستونزو سره مخ دی.

د سرو زرو د کانونو پر سر پټې او ښکاره شخړې، د نشه‌يي توکو د کرکېلې او قاچاق په اړه لانجې، د طالبانو د قوماندانانو ترمنځ ژور خپلمنځي اختلافونه، په سرحدي سیمو کې د بهرنیو توندلارو ډلو شتون او د خلکو پراخه ناخوښي هغه ستونزې دي چې په دغه ولایت کې یې د طالبانو واکمني له یوې اوږدې او پېچلې ننګونې سره مخ کړې ده.

په بدخشان کې د طالبانو د اقداماتو ټولګه ښيي چې دغه ډله د مقاومت د هسته‌وو د فعالېدو او د مخالفو جبهو د نفوذ د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

له بلې خوا، داسې ښکاري چې د طالبانو چارواکي هم دې پایلې ته رسېدلي چې خپلمنځي اختلافونه، د اقتصادي سرچینو پر سر سیالي او د خلکو د ناخوښۍ زیاتوالی د مخالفو جبهو لپاره د ځواکونو د جذب او د نفوذ د پراخولو زمینه برابروي.

په داسې وضعیت کې، بدخشان داسې پسرلي ته نږدې کېږي چې ښايي طالبان پکې له لا جدي امنیتي ننګونو سره مخ شي. د دغو ننګونو کابو کول یوازې د پوځي ځواکونو په زیاتولو، د بې‌پیلوټه الوتکو د مرکزونو په جوړولو او د امنیتي تدابیرو په سختولو نه شي کېدای.

د تېلو تور بازار؛ ایران څه ډول له طالبانو سره په همکارۍ بندیزونه ماتوي؟

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۰
100%

راپورونه ښيي چې د عراق د تېلو پراخه قاچاق ایران ته کېږي او له هغه ځایه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدول کېږي. سوداګر او اقتصادي څارونکي وایي، د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو اداره د نغدو پیسو د ورکړې او ځمکنیو لارو په کارولو سره نړیوال بندیزونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی ډېپلوماټ وایي چې د ایران سپاه پاسداران په دې شبکه کې مهم رول لري او د دغو راکړو ورکړو یوه برخه د پیسو سپینولو او له طالبانو سره د تړلو کسانو د هڅولو لپاره ترسره کېږي.

له عراق څخه افغانستان ته د تېلو د قاچاق او له دې هېواده د منځنۍ اسیا بازارونو ته د هغو د لېږد موضوع وروسته هغه مهال د پام وړ شوه چې د سکای نیوز عربۍ شبکې د عراق د استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د دغه هېواد د شمال تېل لومړی ایران ته لېږدول کېږي او وروسته په افغانستان کې پلورل کېږي.

د دغه راپور له مخې، د عراق په کردستان سیمه کې شبکې د کرکوک او سلیمانیه له تېلو ډکو سیمو څخه خام تېل او نفتي توکي قاچاق کوي. د دغو بارونو یوه برخه ایران ته لېږدول کېږي او تر تصفیې وروسته د افغانستان په بازارونو کې پلورل کېږي.

د تېلو باروړونکي ټانکرونه د ایران له ختیځو سیمو څخه د دغه هېواد په ټانکرونو کې د افغانستان پولې ته لېږدول کېږي. له پولو تر اوښتو وروسته، دغه ټانکرونه پولو ته نږدې ښارونو په لویو زېرمتونونو کې خپل بار تشوي. دغه زېرمتونونه افغان خصوصي واردوونکي شرکتونه چلوي.

وروسته بیا نفتي توکي په کوچنیو ټانکرونو کې د افغانستان ښارونو او ولایتونو ته د تېلو د پلورنځایونو او مصرفوونکو لپاره لېږدول کېږي.

د دغو راپورونو په غبرګون کې د عراق د پارلمان مشر هیبت الحلبوسي د یوه لنډمهاله څېړنیز پلاوي د جوړولو امر کړی، څو له کرکوک او د کردستان له سیمې څخه د ایران له لارې افغانستان ته د تېلو د قاچاق په اړه خپاره شوي معلومات وڅېړي. په ورته وخت کې د عراق لومړي وزیر هم په دغه هېواد کې د نفتي توکو د غلا او قاچاق په اړه د څېړنو امر کړی دی.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برخه تېل له بهرنیو هېوادونو واردوي. ایران، عراق او ترکمنستان د افغانستان د تېلو له مهمو برابرونکو هېوادونو څخه دي.

سوداګر او پانګه‌وال وایي چې د ایران ډېره برخه تېل د نیمروز او فراه ولایتونو له لارو او د اسلام‌کلا له بندر څخه افغانستان ته داخلېږي؛ خو د عراق قاچاقي تېل تر ډېره د تورغونډۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د نومبر په لومړۍ نېټه په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان وکړ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ټیټ کیفیت له امله د تېلو سلګونه ټانکرونه بېرته ګرځولي دي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا په بازارونو کې د عراق ارزانه تېل

اقتصادي څېړونکی حسیب فرامرز وایي، له عراق څخه افغانستان ته د واردېدونکو تېلو اندازه د ایران د تېلو په پرتله کمه ده؛ خو له ایران څخه افغانستان او بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان ته د تېلو لېږد په پراخه کچه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د روسیې او اوکراین جګړې او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو ته د تېلو په صادراتو کې ګډوډۍ د سون‌توکو بدیلو سرچینو ته د دغو بازارونو اړتیا زیاته کړې ده. په داسې شرایطو کې د ایران او عراق تېل د افغانستان له ځمکنۍ لارې د سیمې بازارونو ته لېږدول کېږي.

هغه وایي، د دغو راکړو ورکړو ډېره برخه په نغدو پیسو ترسره کېږي، څو د نړیوالو بندیزونو له امله رامنځته شوي بانکي محدودیتونه له منځه یوړل شي. د هغه په وینا، تېل له ایران او ترکمنستان څخه افغانستان ته راځي، د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان بازارونو ته داخلېږي او یوه برخه یې تاجکستان ته هم رسېږي.

هغه زیاتوي چې د افغانستان کورنۍ اړتیا هم د همدې شبکې له لارې پوره کېږي او د طالبانو له ادارې سره تړلي کسان په دې بهیر کې ونډه لري.

دغه اقتصادي څېړونکی همداراز وایي چې په تېرو وختونو کې امریکا د تېلو د لېږد پر لارو د سپوږمکۍ له لارې څارنه کوله، خو د هغه په باور اوس دغه څارنه د پخوا په څېر نه ده.

د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې په عراق کې د تېلو د یوه پېچلي قاچاقي شبکې له لارې هر کال د ایران او د هغه له ملاتړه برخمنو ډلو ته له یو میلیارد څخه تر درې میلیارد ډالرو پورې عواید ترلاسه کېږي.

د دغو سرچینو په وینا، په عراق، ایران او د خلیج په هېوادونو کې د شرکتونو، ډلو او اشخاصو یوه شبکه په داسې عملیاتو کې ښکېله ده چې له مخې یې د عراق درانه تېل د دغه هېواد د حکومت د سبسایډۍ د تګلارې په ګټې اخیستنې سره په ټیټه بیه د قیر جوړولو کارخونو ته پلورل کېږي.

د لومړي ځل لپاره د عراق د تېلو د باروړونکو اورګاډو لېږد د ایران د کرمانشاه له لارې افغانستان ته پیل شوی دی. ایراني رسنیو د روان کال د زمري په میاشت کې راپور ورکړ چې دغه بارونه د ایران په لوېدیځ کې د کرمانشاه د اوسپنې پټلۍ له لارې د دغه هېواد رېل‌پټلۍ شبکې ته داخلېږي او وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي.

د سوداګریزو شبکو او د طالبانو د ادارې ونډه

یو پېژندل شوی سوداګر چې په دې بهیر کې ښکېل دی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي چې د افغانستان د واردېدونکو سون‌توکو ډېره برخه د ایران او ترکمنستان له لارو برابرېږي.

د هغه په وینا، د ترکمنستان سون‌توکي د اقینې بندر له لارې افغانستان ته داخلېږي، په داسې حال کې چې د ایران د تېلو بارونه تر ډېره د نیمروز او فراه ولایتونو له لارو هېواد ته رسېږي.

هغه وایي، له ایران څخه د سون‌توکو د وارداتو کچه د پام وړ ده او د عراق د تېلو یوه برخه هم ایران ته تر لېږد او په دغه هېواد کې تر تصفیې وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. د نوموړي په وینا، ځینې بارونه په مستقیم ډول له عراق څخه هم لېږدول کېږي.

نوموړی زیاتوي چې د دغو نفتي توکو یوه برخه له افغانستان څخه ازبکستان او تاجکستان ته صادرېږي، ځکه د نورو سرچینو په پرتله یې وروستۍ بیه ټیټه تمامېږي.

دغه سوداګر وایي، دا راکړې ورکړې د بندیزونو د ماتولو په موخه د ایراني او افغان سوداګریزو شبکو له لارې ترسره کېږي. د هغه په وینا، له طالبانو سره تړلي کسان هم په دې بهیر کې ونډه لري او د دغو بارونو د لېږد او سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابروي.

نوموړی باور لري چې د ایران له لارې د ارزانه سون‌توکو پراخ واردات د ترکمنستاني صادرونکو پر سوداګریز دریځ هم اغېز کړی دی.

100%

د ایران د سپاه پاسداران ونډه؛ د پیسو پر ځای د تېلو ورکړه او د طالبانو هڅول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی مرستیال وایي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه (سپاه پاسداران) د تېلو او ګازو په سوداګرۍ کې د طالبانو له یو شمېر غړو سره نږدې همکاري لري.

دغه پخوانی دیپلومات چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي له عراق څخه د تېلو قاچاق نوې پدیده نه ده او اړوندې شبکې یې له کلونو راهیسې فعالیت کوي؛ خو د هغه په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د دغې شبکې کارول دوه مهمې موخې لري: «د پیسو سپینول او د طالبانو د مشرانو هڅول».

هغه وایي، سپاه پاسداران د دې بهیر په سر کې ځای لري او له طالبانو سره د همکارۍ یوه برخه د نغدو پیسو پر ځای د تېلو او ګازو په ورکړه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د طالبانو یو شمېر څېرې، د بېلګې په توګه ابراهیم صدر، قیوم ذاکر او د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور د کورنۍ یو غړی، په دغو راکړو ورکړو کې ښکېل دي.

دغه پخوانی دیپلومات همداراز ادعا کوي چې په کابل کې د ایران سفارت د پیسو د لېږد لپاره د سرای شهزاده د صرافۍ له شبکې او په هرات کې د طالبانو له سیمه‌ییزو کسانو څخه کار اخلي. د هغه په وینا، د ډالرو قاچاق هم د دې بهیر یوه برخه ده.

نوموړی وایي، ایران د طالبانو له ادارې سره د تړلو کسانو په همکارۍ د نړیوالو بندیزونو له امله رامنځته شوي محدودیتونه ماتوي او د خپلو توکو یوه برخه افغانستان او ازبکستان ته لېږدوي. وروسته دغه توکي په بازارونو کې د افغانستان او ازبکستان د تولیداتو په نوم پلورل کېږي.

د دغه سرچینې په باور، سپاه پاسداران د دغو راکړو ورکړو په همغږۍ کې، د تېلو له لېږد او پلور څخه نیولې د پیسو تر لېږد پورې، مهم رول لري.

هغه همداراز وایي چې د طالبانو د کورنۍ یو شمېر غړي، پخواني چارواکي او پېژندل شوي سوداګر هم په دې بهیر کې ښکېل دي.

دغه پخوانی دیپلومات د طالبانو بانفوذه کسانو ته د تېلو او ګازو د ورکړې دغه کړنلاره «د تېلو او ګازو له لارې هڅول» بولي. د هغه په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت له دې لارې هڅه کوي چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د دغو کسانو همکاري ترلاسه کړي.

هغه ادعا کوي چې امریکا له دغه بهیره خبره ده او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د طالبانو د قاچاقي همکاریو د درولو لپاره یې پر دې ډلې فشارونه زیات کړي دي؛ خو نوموړي د دغو فشارونو په اړه مشخص جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د تهران او طالبانو ګډې ګټې

افغانستان ته د تېلو د قاچاق یوه موخه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له بندیزونو څخه تېښته بلل کېږي. ایران له پراخو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی او طالبان هم تورن دي چې له دغو بندیزونو څخه د تېښتې په برخه کې، په ځانګړي ډول له ایران سره د جګړې وروسته، همکاري کوي.

په ایران کې د افغانستان پخوانی دیپلومات شفیق شرق وایي، د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو پر ادارې د لوېدیځو بندیزونو کچه او څرنګوالی یو شان نه دي.

د هغه په وینا، ایران د اقتصاد او مالیې په بېلابېلو برخو کې له پراخو نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی، په داسې حال کې چې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه بېل ماهیت او محدوده لري.

شرق باور لري چې تهران او د طالبانو اداره د یوې پټې راکړې ورکړې په چوکاټ کې د افغانستان له سوداګریزو امکاناتو څخه د تېلو د معاملو د دوام لپاره ګټه اخلي.

هغه وایي، په دې کړنلاره کې د عراق تېل د افغانستان په نوم پېرودل کېږي، ایران ته لېږدول کېږي او وروسته د ایراني توکو په نوم د افغانستان او سیمې بازارونو ته صادرېږي.

د دغه پخواني دیپلومات په باور، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه د پام وړ ګټه اخیستې ده. هغه دغه اړیکې «دوه اړخیزه راکړه ورکړه» بولي چې دواړه لوري د همکارۍ په بدل کې امتیازات ترلاسه کوي.

100%

د هرات یوه پېژندل شوي سوداګر هم ویلي چې د عراق تېل د ایران له لارې افغانستان ته داخلېږي. د هغه په وینا، د عراق او افغانستان د شرایطو له مخې د تېلو د وارداتو کچه بدلېږي. دغه سوداګر وایي چې له عراق څخه د تېلو لېږد له کلونو راهیسې دوام لري.

د سیمې پر بازارونو او اقتصاد اغېزې

له ایران څخه افغانستان او بیا منځنۍ اسیا ته د سون‌توکو د لېږد پراختیا د یوې داسې سوداګریزې شبکې د رامنځته کېدو ښکارندویي کوي چې د څو هېوادونو له پولو اوړي. په دې شبکه کې افغانستان یوازې د سون‌توکو د مصرف بازار نه دی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو د بازارونو پر لور د نفتي توکو د لېږد د لارې په توګه هم کارول کېږي.

ازبکستان او تاجکستان د دغو بارونو د لېږد له مهمو موخو څخه یاد شوي دي. په داسې حال کې چې د سون‌توکو د وارداتو لګښت او د انرژۍ سرچینو ته لاسرسی د سیمې د هېوادونو لپاره مهم دي، د نفتي توکو ټیټه بیه له دې لارې د پېرلو لپاره انګېزه رامنځته کولای شي.

خو د غیررسمي لارو، نغدو پیسو او منځګړو سوداګریزو شبکو کارول د دغو معاملو روڼتیا کموي او د تېلو د اصلي سرچینې او د پلور له لارې د ترلاسه شویو عوایدو معلومول ستونزمنوي.

د ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د تېلو سوداګري د افغانستان د کورنیو اړتیاوو تر پوره کولو پراخه شوې ده. دغه شبکه د تهران لپاره د نفتي توکو د پلور د بازار د پراخولو او د طالبانو له ادارې سره د تړلو سوداګریزو شبکو لپاره د عوایدو او اقتصادي امتیازونو د ترلاسه کولو یوه وسیله کېدای شي.

طالبانو یو پخوانی پوځي او د بدخشان یو صراف نیولي دي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۰
100%

د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې طالبانو د عتیق‌الله عزیزی په نوم یو پخوانی پوځي او یو صراف نیولي او پهه کابل او لغمان کې یې د دغې ډلې د استخباراتو زندانونو ته لېږدولي دي. د سرچینو په وینا، عتیق‌الله عزیزی تر یوې میاشتې بې‌درکۍ وروسته د طالبانو د لغمان په زندان کې موندل شوی دی.

سرچینو د شنبې په ورځ، د لړم ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د افغانستان د ملي اردو پخوانی افسر عتیق‌الله عزیزی شاوخوا ۷۰ ورځې مخکې د فیض‌اباد له ښاره نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، نوموړي تر یوې میاشتې بې‌درکۍ وروسته د لغمان د طالبانو له زندانه له خپلو خپلوانو سره ټیلیفوني اړیکه نیولې ده.

سرچینې زیاتوي چې دغه پخوانی پوځي له سیاسي بدلونونو وروسته د کانونو په برخه کې پر کار بوخت و. هغه د سرو زرو په یوه کان کې د کار لپاره درواز ته د سفر پر مهال یوه ټیلیفوني اړیکه ترلاسه کړی وه. په دغه اړیکه کې یوه کس ځان د خوړو نړیوال سازمان کارکوونکی معرفي کړی و او ورته ویلي یې وو چې د پخوانیو پوځیانو لپاره مرستې په پام کې نیول شوې دي او د دغو مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید بېرته فیض‌اباد ته ستون شي.

د سرچینو په وینا، عتیق‌الله د دغه ټیلیفوني اړیکې له ترلاسه کولو او د بدخشان مرکز ته تر بېرته ستنېدو وروسته بې‌درکه شوی دی.

باخبره سرچینې وایي چې طالبانو د نوموړي په دوسیه کې د «شر او فساد» تور ثبت کړی، خو د دغو تورونو جزییات او څرنګوالی په سمه توګه نه دي روښانه شوي. دا پخوانی پوځي د دې پر ځای چې د شمال‌ختیځ زون یا کابل ته ولېږدول شي، د افغانستان ختېځ ته د هغه د لېږد د څرنګوالي او لامل په اړه اندېښنې راپارولې دي.

په یوه بله جلا پېښه کې سرچینو ویلي چې طالبانو د احمدضیا په نوم یو ځوان صراف هم د لړم په ۱۵مه کابل ته د سفر پر مهال د بغلان ولایت په مرکز کې نیولی او په کابل کې یې د دغې ډلې د استخباراتو زندان ته لېږدولی دی. د سرچینو په وینا، احمدضیا د غلام‌الله زوی دی. پلار یې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د تېلو او روغنیاتو پخوانی امر و چې له طالبانو سره د جګړو پر مهال وژل شوی دی.

د طالبانو په لیکو کې یوې سرچینې هم د دې خبر په تایید سره افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه صراف د ازادۍ له جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې احمدضیا تر دې وړاندې هم په بدخشان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و، خو تر لنډې مودې وروسته بېرته خوشې شوی و. په همدې حال کې د بدخشان اوسېدونکي وایي چې د طالبانو له خوا د نیونو نوې څپه د فیض‌اباد په ښار کې پیل شوې ده.

د دوی په وینا، د طالبانو استخباراتو د دغه ښار له لومړۍ او دویمې ناحیې څخه هم یو شمېر اوسېدونکي نیولي دي.

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه د محمد اسحاق ډار په مشرۍ سبا (یکشنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي. تر دې مخکې د دغه وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغې غونډې ته یې طالبان نه‌دي بللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه سبا (یکشنبه - دوشنبه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ په اسلام‌اباد کې پیلېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ایکو د وزیرانو له غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشي او په‌کې به د یاد سازمان فعالیتونه او پروګرامونه وڅېړل شي او بیا به د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې بحث وشي.

پاکستان چې د ۲۰۲۶- ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو سازمان دوره‌يي مشري پر غاړه لري ویلي، چې د «یوه پیاوړي ایکو لپاره د سیمه‌ییزپالنې بیا راژوندي کول» تر شعار لاندې د دغه سازمان موخې پر مخ وړي او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان مشري به د سیمه‌ییزو مشارکتونو د پیاوړتیا لپاره د سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړي کولو او د سیمه‌ییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي او د لا زیاتې هوساینې، دوامدارې پراختیا او یوې لا ډېرې یو موټي او پیاوړې ایکو سیمې په لور به ګډې هڅې وهڅوي».

سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی، خو پاکستان د ایکو سازمان د مشر په توګه طالبانو ته په یاده غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې، مګر د یادې غونډې لپاره په تابیاوو او په ځانګړې توګه په بنرونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ د ایکو سازمان د کړنلارې له‌مخې افغانستان ته بلنه نه‌ده ورکړې».

خو د ایکو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون یو شان نه‌دی پاتې شوی. تر دې مخکې یادې ډلې د ایکو سازمان په ځینو غونډو کې ګډون کړی او ځینو نورو ته نه‌ده بلل شوې.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ایکو سازمان د مشرانو په اوولسمه غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د ایکو سازمان غونډې ته د طالبانو د نه‌بللو په غبرګون د طالبان اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظر ویلي، چې سیاسي اختلافونه باید په دغې غونډه کې د دوی د ګډون مخه ونه‌نیسي او زیاته کړې یې وه: «د ایکو غونډه چې اقتصادي بڼه لري او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړیږي، افغانستان باید په‌کې ګډون ولري. ان که د سیاسي موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف هم موجود وي، د ګډون او حضور لاره باید تړلې پاتې نه‌شي».

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی. ایران، پاکستان، ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم د دغه سازمان نور غړي هېوادونه دي.

طالبانو په هرات کې د حجاب د نه مراعتولو په تور شاوخوا ۱۵ ښځې نیولې دي

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۷ GMT+۰
100%

له هرات څخه یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ښار په جمعه بازار کې د حجاب د نه مراعتولو په تور شاوخوا ۱۵ ښځې نیولي دي. د دوی په وینا، طالب ځواکونو دغه ښځې په عام محضر کې له سپکاوي ډک چلند سره په زور خپلو موټرو ته پورته کړې دي.

دغو ښځو د جمعې په ورځ (د لړم ۲۲مه) ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو ښځې په عام بازار کې درولې، په زور یې خپلو موټرو ته خېژولې او د نیولو پر مهال یې ورسره سپکوونکی چلند کړی دی.

یو شمېر نیول شوې ښځې، چې وروسته د خپلو کورنیو په ضمانت خوشي شوي ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو سره ښځې هم وې او د دوی د نیولو پر مهال یې له برېښنايي شوک ورکوونکو وسلو هم کار اخیسته. د دوی په خبره، طالبانو ښځې د وهلو او زورزیاتي ترڅنګ په دغو وسلو هم ګواښلې دي.

د شازیې په نوم یوې نجلۍ چې خور یې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو د حجاب د نه مراعت له کبله نیولې وایي: «زما خور مکمل حجاب کړی وو، یوازې یې سترګې ښکارېدلې، په عام بازار کې یې را وګرځولو او بیا یې په زور او سپکوونکي چلند موټر ته په وهلو وخېژولو، زما خور ته یې د برق شاکونه هم ورکړل، وروسته یې زما مشر ورور را وغوښت او تر ۵ ساعته بند وروسته یې زما خور په ضمانت خوشي کړه».

دغو ښځو زیاته کړې، چې شاوخوا ۱۵ ښځې یې په درېیو موټرو کې د امربالمعروف ریاست ته لېږدولې وې. د دوی په وینا، طالبانو د نیول شویو ښځو د نارینه خپلوانو تذکرې اخیستي، معلومات یې ثبت کړي او وروسته یې د کورنیو په ضمانت خوشې کړې دي.

د ښځو د څرګندونو له مخې، هغه نیول شوې ښځې چې نارینه خپلوان یې نه لرل، اړ وې چې دوه یا درې شپې د طالبانو په بند کې تېرې کړي.

دوی ویلي، چې د امربالمعروف په ریاست کې ورته د لمانځه، اسلام، شریعت او د طالبانو د قوانینو د پلي کولو سپارښتنې شوي او خبرداری ورکړل شوی، چې د ورته چلند د تکرار په صورت کې به له سختو سزاوو او اوږدمهاله بند سره مخ شي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو ښځو د نیولو، د برېښنايي وسلو د کارولو او له هغوی سره د شوي چلند په اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر جامو، حجاب او عامه حضور محدودیتونه زیات شوي دي. طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لارې د ښځو د حجاب او پوښښ د څارنې لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي.

طالبانو د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ، چې له مخې یې د ښځو د جامو، حجاب او په عامه ځایونو کې د حضور په اړه محدودیتونه او د سرغړونو په صورت کې د سزاوو تدابیر مشخص شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د ښځو د حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو او د هغوی د خپلواکۍ د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دوی په وینا، د دغو محدودیتونو پلي کول د ښځو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند پراخ اغېز کړی دی.