یو افغان: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په قونسلي ریاست کې له مراجعینو سره ناوړه چلند کېږي

یو افغان افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو په ریاست کې د مراجعینو د سپکاوي په اړه شکایت کړی. د دغه کس په وینا، د دغه ریاست کارکوونکي له واک په استفادې له مراجعینو سره په سپکو الفاظو خبرې کوي.
دغه کس افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي شکایت کې ویلي، د یاد ریاست یو کارکوونکی برکتالله عمر د هغو کسانو پر وړاندې له سپکو او توهینامېزو الفاظو کار اخلي چې د خپلو قانوني او اداري چارو د ترسره کولو لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کوي.
د شکایت کوونکي په وینا، مراجعین د دې پر ځای چې له اړوندې ادارې مسلکي او اداري خدمتونه ترلاسه کړي، له بېاحترامۍ، سپکاوي او نامناسب چلند سره مخ کېږي. په شکایت کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د دندو او مسولیتونو په اړه ویل شوي، چې هغوی د خلکو د خدمت لپاره ګمارل شوي او باید له ټولو مراجعینو سره په ښو اخلاقو، حوصلې او درناوي چلند وکړي.
شکایت کوونکي ټینګار کړی، چې هېڅ دولتي کارکوونکی حق نه لري د خپل اداري موقف په استفادې د خلکو سپکاوی وکړي او د هغوی عزت تر پښو لاندې کړي.
په رالېږل شوي شکایت کې له اړوند وزارت څخه غوښتنه شوې، چې د یاد کارکوونکي د چلند په اړه جدي او بېپرې څېړنه وکړي، د مراجعینو څرګندونې او شکایتونه واوري او د اړوندو اصولو له مخې لازم اداري اقدامات ترسره کړي.
د شکایت کوونکو په باور، د دولتي دندې مقام باید د غرور، زور او بېاحترامۍ وسیله نه؛ بلکې د خلکو د خدمت او مسوولیت مقام وي. هغوی ټینګار کړی، ولس حق لري له دولتي ادارو څخه په درناوي، عدالت، ښو اخلاقو او مسلکي ډول خدمت ترلاسه کړي او هېڅوک باید د خپل اداري موقف په وسیله د نورو خلکو عزت ته زیان ونه رسوي.
