• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه څه باندې ۵۰۰ کډوال هېواد ته ستانه شوي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو ۵۳۷ کډوال هېواد ته راستانه شوې چې له دې ډلې ۲۸۹ تنه خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو له‌مخې، ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۸ تنه ته رسېږي د ننګرهار د تورخم له لارې او ۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۵ تنه ته رسېږي د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستان نه او ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۰ تنه ته رسېږي د نیمروز د ورېښمو پل له لارې او ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴ تنه ته رسېږي د هرات د اسلام کلا له لارې له ایران نه هېواد ته راستنې شوي دي.

طالبانو ویلي، چې له دې ډلې یې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر ې ۵۳۷ تنه ته رسیږي خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدولې، د ۵۹ کورنیو سره یې مرستې کړې او ۱۵۲ کسانو ته یې سمکارتونه ویشلي دي.
په وروستیو کلونو کې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال د نیولو، جبري ایستلو او د استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي. د دواړو هېوادونو پولیسو د کډوالو د اسنادو د څېړلو په پلمه ګڼ شمېر افغانان نیولي او ځینې یې د لنډمهالو توقیفونو وروسته افغانستان ته لېږدولي دي.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۳

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۴

د تناره د سرو لمبو تر څنګ؛ له ننګرهارۍ توړۍ سره یوه ورځ

۵

رواداري: د جرمونو نړۍواله محکمه دې د افغانستان د پخوانۍ دوسیې د تړلو پرېکړه بېرته واخلي

•
•
•

نور خبرونه

بایډن خپل کتاب کې: امریکا ونه توانېده چې افغانستان کې یو باثباته ډېموکراتیک نظام جوړ کړي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰
100%

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن په خپل نوي کتاب «امریکا، ما ته ژمنه راکړه» کې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي حضور او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه هم لیکل کړي دي. د هغه دا پرېکړه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې عملي شوه او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

د جو بایډن نوی کتاب د سې‌شنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه د «امریکا، ما ته ژمنه راکړه» یا (Promise Me, America)تر سرلیک لاندې خپور شو.

بایډن د امریکا د سناتور، مرستیال ولسمشر او په پای کې د ولسمشر په توګه، د څو لسیزو لپاره د افغانستان په اړه د واشنګټن په سیاستونو کې مستقیم رول درلود. هغه د خپل کتاب په هغه برخه کې چې افغانستان ته ځانګړې شوې، خپلې اوږدې تجربې بیان کړې او له جګړې څخه د امریکا د وتلو د پرېکړې دفاع یې کړې ده.

بایډن وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام نه روښانه لاسته راوړنه لرله او نه هم داسې واقعي هیله موجوده وه چې د دغه هېواد وضعیت به بدل کړي.

د هغه په روایت کې د افغانستان پر سیاسي جوړښت، د دولت جوړونې د هڅو پر ناکامۍ او د جمهوري نظام د مشرانو پر کړنو هم نیوکې شوې دي. نوموړی په ځانګړي ډول د محمد اشرف غني د حکومت پر چټک سقوط، د امریکايي ادارو پر ناسم اټکل او د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

خو بایډن د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې مسوولیت مني او وايي، که بیا هم له ورته حالت سره مخ شي، همدا پرېکړه به وکړي.

افغانستان هېڅکله ډېموکراسۍ ته نه رسېده

د بایډن د کتاب یوه مهمه موضوع دا ده چې نوموړی په افغانستان کې د یوه تلپاتې ډېموکراتیک نظام پر جوړېدو شک لري. هغه باور لري چې امریکا د میلیاردونو ډالرو له لګولو او شل کلن پوځي حضور سره سره ونه توانېده په افغانستان کې داسې حکومت جوړ کړي چې سیاسي مشروعیت او د خلکو پراخ ملاتړ ولري.

بایډن د افغانستان ټولنه د قومونو ترمنځ په ژورو اختلافونو او سیالیو کې ښکېل بولي او لیکي چې ټاکنې هم ونه توانېدې حکومت ته واقعي مشروعیت ورکړي.

هغه لیکي: «سره له دې چې په افغانستان کې له شور او تبلیغاتو ډکې ټاکنې ترسره کېدې، هېڅکله داسې نه ښکارېده چې حکومت دې مشروعیت ولري او ټولنه لا هم د سیالو قومونو تر واکمنۍ لاندې وه».

د هغه په باور، په حکومتي ادارو کې پراخ فساد او د امریکا د مرستو د لویې برخې ورکېدو په افغانستان کې د بیارغونې هڅې بې‌پایلې کړې وې. بایډن وايي، د امریکايي او ناټو ځواکونو زړورتیا هم د یوه اغېزمن او تلپاتې سیاسي نظام د نشتوالي تشه نه شوای ډکولای.

هغه په افغانستان کې د سترو قدرتونو تاریخي لاسوهنو ته په اشارې لیکي: «افغانستان بې‌دلیله د امپراتوریو هدیره نه ده بلل شوې. دا هېواد ځکه په دې نوم یادېږي چې سترو قدرتونو د پېړیو په اوږدو کې هڅه کړې، افغانستان د خپل فکر او خپلې خوښې له مخې بدل کړي. دا کار هېڅکله نه دی شوی او په راتلونکي کې به هم ونه شي».

بایډن چې د بارک اوباما د مرستیال ولسمشرۍ له وخته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له زیاتولو سره مخالف و، باور لري چې واشنګټن باید له پیله خپله پوځي دنده د افغانستان د بیارغونې او ډېموکراسۍ جوړولو پر پروژې نه وای بدله کړې.

هغه خپل دریځ داسې بیانوي: «افغانستان هېڅکله نه شوای کولای د امریکا په څېر ډموکراسي شي».

د هغه په اند، په افغانستان کې د یوه باثباته سیاسي نظام جوړول په خپله د افغانانو مسوولیت و، نه د هغو بهرنیو ځواکونو چې کلونه یې په دغه هېواد کې جګړه وکړه.

اشرف غني؛ په ټیلیفون کې د دفاع ژمنه، خو په عمل کې تېښته

بایډن د خپل کتاب په بله برخه کې د افغانستان د پخواني حکومت وروستۍ ورځې او له هېواده د محمد اشرف غني تېښته بیانوي. د هغه په روایت کې د هغه څه ترمنځ توپیر ته اشاره شوې چې د هغه وخت ولسمشر اشرف غني په خبرو کې ژمنه کړې وه او هغه څه چې په عمل کې پېښ شول.

بایډن لیکي، د امریکايي ځواکونو د ایستلو له وروستۍ پرېکړې مخکې، د امریکا پوځي او استخباراتي ادارو اټکل کړی و چې د افغانستان حکومت به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته لږ تر لږه شپږ میاشتې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړای شي او کابل به په دومره لنډ وخت کې سقوط ونه کړي.

خو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې د طالبانو چټک پرمختګ او د ولایتونو د مرکزونو پرله‌پسې سقوط دغه اټکل ناسم ثابت کړ. بایډن وايي، طالبانو د سیمه‌ییزو مشرانو په ملاتړ ترلاسه کولو سره په چټکۍ د بېلابېلو سیمو کنټرول خپل کړ او د مرکزي حکومت کمزوري څرګنده شوه.

هغه د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۳مه له اشرف غني سره ټیلیفوني خبرو ته اشاره کوي. د بایډن په وینا، غني په دې خبرو کې ډاډ ورکړی و چې دی او افغان ځواکونه د خپل هېواد دفاع ته چمتو دي.

بایډن لیکي: «د جولای په ۲۳مه مې له اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې وکړې. هغه ټینګار کاوه چې دی او ځواکونه یې د خپل هېواد دفاع ته چمتو دي»

خو د هغه په وینا، وروسته پېښې د غني له ژمنو سره سمې نه وې: «خو کله چې په راتلونکو اوونیو کې طالبان کابل ته نږدې شول، هغه وتښتېد او افغان وسله‌والو ځواکونو په څو ساعتونو کې خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې».

بایډن زیاتوي: «هغه شپږ میاشتنی وخت چې ماته یې ژمنه راکړې وه، په څو ورځو کې پای ته ورسېد».

د امریکا پخوانی ولسمشر د افغانستان د حکومت سقوط د دغه هېواد د سیاسي او پوځي جوړښتونو د کمزورۍ نښه بولي او ټینګار کوي چې دا پېښه یوازې د امریکا د ملاتړ د پرې کېدو پایله نه وه.

هغه وړاندې لیکلي، واشنګټن د افغانستان د حکومت تر سقوط پورې خپلو مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړی و.

بایډن د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو په اړه لیکي: «د افغانستان پوځ په اسانۍ سره وپاشل شو».

خو هغه په ورته وخت کې د امریکايي ادارو پر ناسم اټکل هم اعتراف کوي. د افغانستان د حکومت د مقاومت او د کابل د ساتلو په اړه د واشنګټن ارزونې، او همدارنګه د تخلیې د بهیر د امنیت په اړه وړاندوینې، د جګړې د وروستیو ورځو له واقعیتونو سره ډېر توپیر درلود.

له افغانستانه د وتلو د پرېکړې دفاع

جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه د یوې اوږدې جګړې د دوام او د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسولو ترمنځ د انتخاب پایله بولي.

هغه د کتاب په دې برخه کې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د هغو عواملو له ډلې ګڼي چې د ده د ادارې د پرېکړو امکانات یې محدود کړي وو.

بایډن لیکلي، د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له شاوخوا ۱۳ زرو څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړی و او د طالبانو د پنځو زرو بندیانو د خوشې کولو هوکړه یې هم کړې وه. د هغه په باور، دې کار د افغانستان د حکومت دریځ کمزوری کړی و، په داسې حال کې چې افغان حکومت په اصلي خبرو اترو کې ګډون نه درلود.

بایډن وايي، د دوحې له تړون وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام ښايي د طالبانو له خوا د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو د بیا پیل لامل شوی وای. په دې صورت کې به واشنګټن اړ شوی وای چې د خپلو پاتې لږ شمېر سرتېرو د ساتنې لپاره نور ځواکونه هم افغانستان ته ولېږي.

هغه د دې پرېکړې په اړه لیکي: «له سیاسي پلوه تر ټولو خوندي پرېکړه دا وه چې په افغانستان کې پاتې شو. خو ایا دا رښتینی مشرتابه و؟ هر څومره چې مې په دې اړه فکر کاوه، هماغومره دې پایلې ته رسېدم چې نه».

د بایډن په اند، د جګړې لومړني هدفونه، لکه د اسامه بن لادن وژل او د القاعدې کمزوري کول، ډېر پخوا ترلاسه شوي وو او په افغانستان کې د پوځي حضور دوام نور د امریکا د ملي امنیت له مهمو ګټو سره د توجیه وړ نه و.

هغه د خپلې پرېکړې د دفاع په ترڅ کې لیکي: «ما پرېکړه وکړه چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدم».

بایډن د کابل له سقوط وروسته هم د دې پرېکړې مسوولیت مني او په خپل کتاب کې یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار کوي: «زه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر یم او وروستی مسوولیت زما پر غاړه دی».

هغه زیاتوي: «زه د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې بشپړ مسوولیت منم او تل مې منلی دی».

د امریکا پخوانی ولسمشر د کابل د هوايي ډګر د تخلیې د عملیاتو د ګډوډۍ او انساني زیانونو یادونه هم کوي.

د هغه په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال له افغانستان څخه تر ۱۲۴ زرو ډېر کسان وایستل شول. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې ځانمرګي برید، چې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو لامل شو، د جګړې د پای تر ټولو ترخه شېبه وه.

له دې ټولو پایلو سره سره بایډن د خپلې پرېکړې په اړه خپل دریځ نه بدلوي او لیکي: «زه باور لرم چې سمه پرېکړه مې کړې وه. که یو ځل بیا له هماغه حالت سره مخ شم، همدا پرېکړه به وکړم».

له لرې واټن څخه څارنه؛ که اړتیا وي، بیا به افغانستان ته ننوځو

بایډن د امریکا د ځمکنیو ځواکونو وتل په افغانستان کې د واشنګټن د امنیتي رول د پای ته رسېدو په معنا نه بولي. هغه په خپل کتاب کې پر هغې پوځي تګلارې ټینګار کوي چې د امریکا په پوځي اصطلاحاتو کې ورته «له سترګو پناه یا له افق هاخوا د عملیاتو وړتیا» ویل کېږي.

د دې تګلارې له مخې، امریکا کولای شي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له دایمي ځای پر ځای کولو پرته، د ترهګریزو ګواښونو د پېژندلو او په نښه کولو وړتیا وساتي.

بایډن لیکي: «ما باور درلود چې کولای شو افغانستان پرېږدو، خپلې سرچینې د نننیو نویو ګواښونو پر وړاندې وکاروو او په عین وخت کې هغه وړتیا وساتو چې له افق هاخوا نومېږي. که کوم ترهګریز ګواښ راڅرګند شي، کولای شو هر وخت له افغانستان څخه بهر خپل امکانات وکاروو، دغه هېواد ته ننوځو او هغه ګواښ له منځه یوسو».

د بایډن له نظره، امنیتي ګواښونه یوازې افغانستان ته محدود نه وو او توندلارې ډلې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت درلود.

له همدې امله، د هغه په باور واشنګټن باید خپلې پوځي سرچینې د نویو ګواښونو له مخې تنظیم کړې وای، نه دا چې لا هم په افغانستان کې د دایمي حضور لپاره میلیاردونه ډالر ولګوي. هغه باور لري چې امریکا د ځمکنۍ جګړې له دوام پرته هم د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د اقدام وړتیا ساتلای شوه.

په دې توګه، د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان له حالاتو څخه د سترګو پټولو په معنا نه وو، بلکې د امریکا د حضور او احتمالي مداخلې د طریقې بدلون و.

د جګړې پای؛ نه بریا او نه ماتې

د بایډن په کتاب کې د افغانستان اړوند برخه، په ټوله کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو د پرېکړې دفاع او د نورو هېوادونو د سیاسي جوړښتونو د بدلولو لپاره د امریکا د پوځي ځواک د وړتیاوو بیا ارزونه ده.

هغه د جورج ډبلیو بوش څخه تر خپلې ولسمشرۍ پورې د امریکا د څلورو ولسمشرانو سیاستونه څېړي او دې پایلې ته رسېږي چې واشنګټن په افغانستان کې د پراخو مالي او ځاني لګښتونو سربېره ونه توانېد چې د دغه هېواد لپاره یوه تلپاتې حل‌لاره ومومي.

بایډن د دې جګړې یو مهم درس د پوځي ماموریتونو لپاره د روښانه او ترلاسه کېدونکو هدفونو ټاکل بولي.

هغه د کتاب په پای کې لیکي: «موږ باید داسې ماموریتونه وټاکو چې روښانه او ترلاسه کېدونکي هدفونه ولري، نه داسې هدفونه چې هېڅکله به ورته ونه رسېږو».

د بایډن په روایت کې داسې انځور وړاندې شوی چې دی د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې مسوولیت مني، خو د افغانستان د جمهوري نظام سقوط تر ډېره د دغه هېواد د کورنیو سیاسي او پوځي جوړښتونو کمزورتیا او د مشرانو ناتوانۍ ته منسوبوي.

هغه د جګړې د پای ګډوډۍ ته اشاره کوي، خو د ځواکونو د وتلو د پایلو او له جګړې څخه د وتلو د اصلي پرېکړې ترمنځ توپیر کوي.

د دې فصل اصلي پیغام دا دی چې د بایډن په باور، امریکا ونه توانېده افغانستان د خپلې خوښې په څېر ډموکراسۍ ته واړوي او د جګړې دوام هم د دې بدلون ضمانت نه شوای کولای. له همدې امله، هغه د امریکايي ځواکونو وتل یوه اړینه پرېکړه بولي؛ داسې پرېکړه چې د ده په وینا، د پایلو له پوهېدو سره سره به یې یو ځل بیا هم وکړي.

هرات کې د طالبانو والي: هر نظام کې چې ځنې خلک له قانون لوړ وګڼل شي ګډودېږي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۹ GMT+۰
100%

په هرات کې د طالبانو والي شېخ نور احمد اسلام جار وایي، هر هغه نظام کې چې یوه ځانګړې ډله کسان له قانون څخه لوړ وګڼل شي، ګډوډي پکې رامنځته کېږي او له‌منځه ځي. هغه زیاتوي: «هېڅ نظام له نظم او اطاعت پرته دوام نه‌شي کولای».

نوموړي دغه څرګندونې د لړم په ۲۶مه کابل پوهنتون کې د ملا هبت الله په ملاتړ غونډه وکړې. د اسلام‌جار په خبره، په یوه نظام کې هغه وخت نظم راتللی شي چې قانون په ټولو یو شان پلی شي او ځانګړې ډلې له قانون پورته ونه‌ګڼل شي.

هغه وړاندې زیاته کړه: «کله چې د ځنګل قانون اصطلاح کاروو، نو باید پوه شو چې په ځنګل کې هم حیوانات خپل نظم او طبیعي قانون لري. حتی هغه خطرناک حیوانات هم خپل حدود پېژني». د نوموړي په وینا، نوموړي هېوادونه چې اسلام‌ پکې نشته هم قانون ته اړتیا لري او د ټولنو د نظم لپاره یې انساني قوانین رامنځته کړي دي. په هرات کې د طالبانو والي زیاتوي، په غیر اسلام هېوادونو کې هم خلک د انساني قوانینو له مخې یو ډول حقوق لري او خلک اړ دي، څو قانون ته درناوی وکړي.

هغه وړاندې وویل: «د مثال په توګه په لرغوني روم کې د امپراتورۍ دوام د یو قانوني نظام او چوکاټ شتون و چې ځانګړې شورا یې څارنه کوله. حتی د روم امپراتور هم مکلف و چې قانون ته غاړه کېږدي او همدا لامل و چې امپراتورۍ یې تر ډېره وخته دوام وکړ».

اسلام‌جار وایي، تر ټولو لوی ظلم دا دی چې قانون په زورواکو تطبیق نه‌شي او زورور د خپلو ګټو لپاره د قانون پر وړاندې بې پروا وي. نوموړي همدا راز وویل چې په ټولنه کې تبعیض هم د عدالت پلي کولو سره له‌منځه تللی شي.

هغه وویل: «د افغانستان عامو خلکو کې تعصب نشته، خلک له امیر، والي، وزیر او ولسوال څخه عدالت غواړي. عدالت سره تعصب له‌منځه ځي، خو بې عدالتۍ سره په طبیعي توګه تعصبات راپورته کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو قوانین اسلامي دي او خلک مکلف دي چې د دیني اصولو له مخې د ملا هبت الله «اطاعت» وکړي. هغه د خپلې ډلې پر غړو هم غږ وکړ چې د دوی د «شرعي قوانینو» درناوی وکړي.

د شیخ نور احمد اسلام‌جار دا څرګندونې داسې مهال دي چې د‌ طالبانو غړي ډېر کله د خپلې ډلې قوانینو ته غاړه نه‌ږدي او دا سختدریځه قوانین یوازې په عامو وګړو عملي کېږي. هم‌مهاله، ویل کیږي چې د طالبانو په لیکو کې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په ګډون یوه ډله لوړ پوړي کسان د ملا هبت الله ډېری فرمانونه بابیزه ګڼي او چندان یې پر ځانونو نه عملي کوي.

د‌ څارونکو په باور، یوه ډله جګپوړي طالبان د ملا هبت الله فرمانونه ننګوي او له همدې امله په دغه ډله کې د قوانینو د تطبیق لوی درزونه شته، خو طالبان دا څرګندونې بې بنسټه ګڼي.

د کندهار د راډیوګانو مسوولان: پر کرکټ خپرونو بندیز د راډیوګانو تړلو ته اړ اېستلي یوو

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

په کندهار کې د یو شمېر سیمه ییزو اډیوګانو مسوولان وايي، د طالبانو له‌خوا د کرکټ پر خپرونو، خبرونو او کمینټرۍ د بندیز له امله اړ شوې چې خپل رسنیز فعالیتونه ودروي. دوی وايي، د رسنیو د عوایدو لویه سرچینه یې د ورزشي خپرونو پرمهال خپریدونکي اعلانونه وو، چې نور نشته.

په کندهار کې دمګړۍ ۱۶ اېف اېم راډیوګانې فعالیت لري چې له دې ډلې ۷ یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته فعاله شوې دي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په راډیوګانو کې د کرکټ اړوند، خبرونو، خپرونو او د لوبو په اړه د ژوندۍ تبصرو بندیز وروسته، د دغو راډیوګانو یو شمېر مسولانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د دغه بندیز له امله د عوایدو له کمښت سره مخ شوي او اړ دي چې خپلې اډیوګانې وتړې.

د یو شمېر راډیوګانو مسولان وایي، د کرکټ د ژوندیو لوبو او ځانګړو ورزشي خپرونو له لارې یې ګڼ سوداګریز اعلانات ترسره کول، خو د طالبانو د بندیز له امله یې نور له دې پلوه د عوایدو لویه برخه بنده شوه.

د کندهار د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسول چې نه غواړي نوم یې واخېسستل وايي:«زما د راډیو په ورزشي برخه کې درې کسان کار کوي او د ورزش بېلابېلې خپرونې لرو. د افغانستان د کرکټ لوبې ژوندۍ بڼه خپروو او په دې کې تر ټولو ډېر اورېدونکي لرو، نو زموږ د اعلانات په همدې خپرونو کې ډېر وي او ډېر کسان همدې ټایمونو کې اعلانات راکوي اوس چې دا هر څه بند شول، نو موږ اوس د هغه مالیاتو پیسې نه شو برابرولی چې مستوفیت ته یې ورکړو. اوس په تاوان کې روان یو، مجبور یو چې نوره راډیو بنده کړو».

په کندهار کې د راډیوګانو مسوولان وايي چې تردې وړاندې هم د طالبانو د لوړو مالیاتو له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ ول.

د کندهار د سیمه‌ییزو راډیوګانو مسوولان وايي، د دوې د عوایدو سرچینه یوازې د هټیو، مارکېټونو او نورو کوچینو کاروبارونو پر سوداګریز اعلاناتو ولاړه ده، چې هغه هم د ځینو راډیوګانو د خپل منځي رقابت له‌مخې، ډېر ارزانه شوي دي.

دوی ادعا کوي چې د موسساتو او نورو نړۍوالو ادارو له‌خوا د راډیوګانو لپاره اعلانات د طالب فعالانو او د طالبانو اړوند رسنیو انحصار کړي دي.

دوی د بشري حقونو، د بیان ازادۍ او رسنیو ملاتړ ادارو څخه غوښتنه کوي چې په کندهار کې پر رسنیو د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې غږ پورته کړي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو، څو ورځې مخکې د سیمه ییزو رسنیو په واټساپ ګروپ کې له دوی وغوښتل چې له دې وروسته دې د کرکټ اړوند خپرونې او خبرونه نه خپروي.

طالبانو د خپلې دغې پرېکړې دلیل او نور جزئیات نه دي روښانه کړي.

د دې ‌ډلې نږدې ټول ورته بندیزونه په لومړي سر کې له کندهاره پيلیږي او بیا نورو ولایتونو ته غځیږي.

د افغانستان په نورو سیمو کې هم د یو شمېر رسنیو مسوولانو اندېښنه ښودلې، چې دا بندیز به پر دوی هم ولګول شي.

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا نیمایي رسنۍ تړل شوې او زرګونه خبریالان وزګار یا له هېواده کډوال شوي دي.

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۵ GMT+۰
100%

سره له دې چې سږ کال د ځنغوزیو صادرات ۶۹ سلنه زیات شوي خو د پکتیا او خوست بڼوال او سوداګر وايي، د حاصلاتو له زیاتوالي سره هم‌مهاله د ځنغوزیو بیې ټیټې شوې دي. دوی وايي د سوداګریزو لارو بندښت او د منځني ختیځ سیمه‌ییزو کړکېچونو بهرنیو بازارونو ته صادرات له ستونزو سره مخ کړي.

یو شمېر سوداګرو افغانستان انټرنېشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، که څه هم سږ کال د ځڼغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي، خو د دې محصول بیې ټیټې شوې او د صادراتو پر وړاندې شته ستونزو یې سوداګري اغېزمنه کړې ده.

د خوست او لویې پکتیا د ځڼغوزیو سوداګر وايي، نړیوالو بازارونو ته د صادراتو محدودیتونه، د ترانسپورټ لوړ لګښتونه او د پروسس او بسته‌بندۍ د معیاري مرکزونو نشتوالی د دوی پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

100%

د سوداګرو په وینا، د حاصلاتو زیاتوالی هغه مهال د دوی لپاره اقتصادي ګټه لرلای شي چې د پلور مناسب بازارونه او د صادراتو اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د خوست ولایت د ځڼغوزیو سوداګر عیاز محمد افغانستان انترنېشنل - پښتو ته ويلي، سږ کال د لویې پکتیا په کچه د دې محصول حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي خو مرکزي او نړیوالو بازارونو ته د صادراتو محدودیتونه او د پروسس، پاکولو او بسته‌بندۍ د معیاري مرکزونو نشتوالی د دوی د سوداګرۍ پر وړاندې جدي ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وايي که په هېواد کې د ځڼغوزیو د پاکولو، مغز ایستلو، ساتلو او بسته‌بندۍ لپاره عصري اسانتیاوې برابرې شي، نه یوازې به د محصول کیفیت لوړ شي، بلکې د پروسس او سوداګرۍ ډېره ګټه به هم په افغانستان کې پاتې شي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو په واک کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې د جلغوزیو د صادراتو ارزښت ۷۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې دغه رقم ۴۲ میلیونه ډالره و. په دې توګه د جلغوزیو صادرات ۶۹ سلنه زیات شوي دي.

د دغې خونې د مسوولانو په وینا، افغان ځڼغوزي د چین، هند او اروپايي هېوادونو بازارونو ته صادرېږي او همدارنګه متحده عربي امارات، سعودي عربستان، پاکستان، امریکا، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، استرالیا، ترکیه، اتریش او کویټ هم د دغه محصول له بازارونو څخه دي.

100%
پر ښځو د محدودیتونو سره د ځڼغوزیو په پاکولو او بسته بندۍ کې اتیا سلنه میرمنې کار کوي

سلطان شاه چې د خوست ولایت د ځڼغوزیو بڼوال دی وايي ټول کال مونږ د حاصلاتو د ګټې لپاره کار کوو خو سږ کال بیې ډیرې ټېټې وې.

هغه وايي نورو کلنو کې به فی کېلو ځڼغوزي له ۱۳۰۰ افغانیو نه تر ۱۸۰۰ پورې پلورل کیده خو سږ کال زمونږ د تمې خلاف یوازی په ۸۰۰ افغانیو وپلور شول.

سلېان شاه وايي د ځڼغوزیو ونې د خوست په غرنیو سیمو کې شته ځنګلي شتمني ده او د راټولولو، پروسس او سوداګرۍ له لارې د دغو سیمو د خلکو د عاید یوه مهمه سرچینه جوړوي. په ځانګړي ډول خوست کې هر کال د ځڼغوزیو د راټولولو موسم ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابروي.

100%

جمال، چې د ځڼغوزیو د رانیولو لپاره د کابل خوست بازار ته ورغلی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ځڼغوزیو بیې یوازې په خوست کې نه، بلکې په کابل کې هم ټیټې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان له لارې د ځڼغوزیو صادرات د پخوا په څېر نه دي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدو د صادراتو بهیر اغېزمن کړی دی. هغه وايي، پخوا د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته لېږد ارزانه تمامېده، خو اوس د بدیلو لارو کارول سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.

جمال زیاتوي، د ایران له لارې د توکو لېږد میاشتې وخت نیسي او سوداګر یې د اضافي لګښتونو د ورکولو توان نه لري. د هوايي دهلېز له لارې هم د دواړو هېوادونو مالیې او د لېږد کرایه دومره لوړه ده چې دوی یې د ورکړې وس نه لري.

د نوموړي په خبره، له همدې امله سوداګر اړ دي چې خپل ځڼغوزي د هېواد دننه له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د پلور لپاره ولېږدوي، ځکه بهرنیو بازارونو ته د صادراتو اوسني لګښتونه ورته د زغملو نه دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د ځڼغوزیو د صادراتو د زیاتوالي او نویو نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره یې هڅې پیل کړې دي. په دې لړ کې په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د افغان محصولاتو د معرفي کولو هڅې ستایلي دي.

خو سره له دې چې د جلغوزیو صادرات زیات شوي، خو سوداګر لا هم د صادراتي لارو محدودیتونو، د ترانسپورټ لوړ لګښت، د ساتنې او پروسس د مرکزونو نشتوالي او پر محدودو بازارونو د سوداګرۍ د تکیې له ستونزو شکایت کوي او دغه سوداګر له طالبانو غواړي چې د ځڼغوزیو د بیو د ثبات، صادراتو د اسانتیا او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره لازم اقدامات وکړي، څو د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ د دوی سوداګري هم له زیان سره مخ نه شي.

د افغانستان ځڼغوزې د مهمو طبیعي او صادراتي محصولاتو څخه شمیرل کیږي چې د هېواد په ختیځو غرنیو ځنګلونو، په ځانګړي ډول د پکتیا، پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې ترلاسه کېږي دغه محصول د لوړ غذایي ارزښت او اقتصادي ارزښت له امله د افغانستان د «تور سرو زرو» په نوم هم پېژندل کېږي.

اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو پر وړاندې یوازې تېره میاشت ۲۹ خنډونه ثبت شوي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې په اکتوبر میاشت کې د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې ۲۹ پېښې ثبت شوي چې ۲۱ یې د لاسوهنې او محدودیتونو، ۱۱ یې د جنسیت اړوند او ۴ یې د بشري مرستو له کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي په اړه وې.

د اوچا د راپور له مخې، له ۲۹ ثبت شویو پېښو څخه ۲۱ یې د بشري مرستو په چارو کې د لاسوهنې او محدودیتونو په اړه وې. په دغو پېښو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر ګډون محدودیتونه، د تفاهم‌لیکونو په لاسلیک کې ځنډ، د مرستندویه پروګرامونو په پلي کولو کې لاسوهنه او د کارکوونکو او مرستو ترلاسه کوونکو د حساسو معلوماتو غوښتل شامل دي.

راپور زیاتوي، چې په دوو پېښو کې د ښځو مرستو او خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی وو. همدارنګه، د بشري مرستو د کارکوونکو پر فعالیتونو فشار، له خبرتیا پرته د دفترونو پلټنه، د ځمکو او جوازونو ستونزې او د ولایتونو ترمنځ د مرستو د لېږد محدودیتونه هم راپور شوي دي.

اوچا ویلي، دغو محدودیتونو د روغتیا، پوهنې، خوندیتوب، معیشت، اوبو او حفظ‌الصحې او زیربناوو په برخو کې د بشري مرستو پروګرامونه ځنډولي یا ګډوډ کړي دي.

د راپور له مخې، د جنسیت اړوند ۱۱ پېښې د اندېښنې وړ دي. په دې کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونه، د معیشت په پروګرامونو کې د ښځو پر ګډون بندیزونه او د ښځو لپاره د حفظ‌الصحې او شخصي اړتیاوو د توکو پر ترلاسه کولو خنډونه شامل دي.

راپور وايي، دغو محدودیتونو په ځینو سیمو کې د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او روزنیزو پروګرامونو دوام اغېزمن کړی او د ښځو او نجونو اساسي خدمتونو ته یې لاسرسی نور هم محدود کړی دی.

اوچا په څلورو پېښو کې د بشري مرستو له کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي راپور هم ورکړی، چې دوه یې د کارکوونکو نیول او توقیف او دوه نورې یې د ګواښونو پېښې وې. د راپور په موده کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پېښه نه‌ده ثبت شوې.

همدارنګه، په سرحدي سیمو کې د پوځي عملیاتو او روانو نښتو درې پېښې ثبت شوې دي. د دغو پېښو له امله ځینو سیمو ته لاسرسی او ساحوي څارنه محدوده شوې، کارکوونکو خپل تګ راتګ بدل کړی او د یوه هوايي برید له راپور وروسته د راستنېدونکو لپاره یو روغتیايي مرکز او سرحدي لاره په لنډمهاله توګه تړل شوې وه.

د اوچا د راپور له مخې، د پېښو تر ټولو ډېر شمېر په لوېدیځ زون کې ثبت شوی، چې ۱۵ پېښې او د ټولو پېښو ۵۱،۷ سلنه جوړوي. په سوېلي زون کې شپږ پېښې یا ۲۰،۷ سلنه او په سوېل ختیځ زون کې درې پېښې یا ۱۰،۳ سلنه ثبت شوې دي.

دا په داسي حال ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري مرستو د رسولو او د مرستندویه سازمانونو د فعالیتونو پر وړاندې بېلابېل محدودیتونه رامنځته شوي او په ځانګړي ډول د ښځو پر کار بندیزونو او محدودیتونو د بشري مرستو پر بهیر اغېز کړی دی.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. وروسته دغه محدودیتونه د ملګرو ملتونو ځینو ادارو ته هم وغځېدل. د دې پرېکړو له امله یو شمېر بشري سازمانونو خپل فعالیتونه وځنډول.

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو په وار وار ویلي، چې ښځینه کارکوونکې د ښځو او نجونو اړتیاوو ته د رسېدو، د مرستو د وېش او د بشري پروګرامونو د پلي کولو لپاره مهم رول لري او د هغوی له ګډون پرته د مرستو رسول ستونزمنېږي.

افغانستان په داسې حال کې له پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی، چې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، طبیعي پېښو، راستنېدونکو کډوالو او اقتصادي ستونزو له امله میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.