تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جنسي تېري او تاوتریخوالي، جبري ودونو، د ماشومانو د ودولو او د هلکانو د جنسي استثمار بېلابېلې پېښې مستندې کړې دي.
د نومبر ۱۸مه د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په نړیواله درجهبندۍ کې د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.
دا ورځ په حقیقي ژوند او انلاین فضا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي. خو په افغانستان کې له زدهکړو محرومیت، بېوزلي، بېځایه کېدل او جبري ودونه د ګڼ شمېر ماشومانو د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د زیانمنېدو خطر زیاتوي.
یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي. د ماشومانو د ملاتړ بنسټونه خبرداری ورکوي چې له زدهکړو او د ودې له فرصتونو محرومیت د ماشومانو پر وړاندې د کمعمره ودونو او بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي خطر زیاتولی شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې خپور شوی، په افغانستان کې د جبري ودونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د ودولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. له ملګرو ملتونو سره مرکه شویو کسانو اقتصادي ستونزې او د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو تړل کېدل د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل ۲۰۲۴ کالني راپور کې ویلي چې طالبانو د خپلو رسمي څرګندونو خلاف، ماشومان په خپلو وسلهوالو ځواکونو کې جذب کړي او پوځي روزنه یې ورکړې ده.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو له ۳۴۰ څخه زیات ماشومان په خپلو لیکو کې استخدام کړي وو، چې ځینې یې په جنګي او ځینې نور یې په مرستندویه دندو کې ګومارل شوي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۶ کال کې د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو د سرتېرو ګومارل او بچهبازي لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په وسلهوالو نښتو کې د ماشومانو کارول د ماشومانو د حقونو جدي سرغړونه ده او باید پای ته ورسېږي.
په ورته شرایطو کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او استثمار هم د نړیوالو بنسټونو له جدي اندېښنو څخه دي. بچهبازي، د هلکانو جنسي استثمار او د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه هغه موارد دي چې د افغانستان د ماشومانو د وضعیت په اړه په راپورونو کې یاد شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، د ۲۴ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې تایید شوې دي. په دغو ماشومانو کې ۱۶ نجونې او اته هلکان شامل دي.
ملګري ملتونه وايي، له ټولنیز پېغور، غچ اخیستنې، ټولنیز رد کېدو او زیانرسوونکو ټولنیزو دودونو څخه وېره هغه خنډونه دي چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ډېرو پېښو د نه راپور کېدو لامل کېږي.
طالبانو د «د زوجینو ترمنځ د بېلتون د اصولو» تر سرلیک لاندې د ۳۱ مخونو د مقرراتو په تصویب سره د کورنۍ د قوانینو په چوکاټ کې د ماشومانو ودول په رسمي توګه منلي دي.
د بشري حقونو بنسټونه وايي، د طالبانو دغه اصولنامه د ماشومانو د جبري ودونو لپاره زمینه برابروي.
بېوزلي او بېځایه کېدل هم د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د بېځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه د خوړو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د ځینو ماشومانو پر وړاندې د جبري کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کمعمره ودونو په څېر خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغو خطرونو ترڅنګ، په انلاین فضا کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه هم د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو پر یوې مهمې اندېښنې بدله شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب متخصصان باور لري چې د جنسي ځورونې مخنیوی باید د ماشومانو له عمر سره د مناسبو زدهکړو او په کورنۍ کې د باور پر بنسټ د اړیکو له جوړولو پیل شي.
د متخصصانو د لارښوونو له مخې، والدین کولای شي له کوچنیوالي څخه ماشومانو ته په ساده ژبه ور وښيي چې د هغوی بدن د دوی خپل دی، حق لري د هر هغه تماس یا چلند پر وړاندې چې ورته د منلو وړ نه وي، «نه» ووایي او هېڅوک حق نه لري چې هغوی لمس کولو یا جنسي چلند ته اړ کړي.
متخصصان همداراز سپارښتنه کوي چې والدین باید د هغو کسانو، چاپېریالونو او انلاین اړیکو په اړه چې ماشومان ورسره سروکار لري، معلومات ولري. خو دا څارنه باید د ګواښ او رټلو پر ځای له صمیمانه خبرو اترو سره مل وي.
د جنسي ځورونې د مخنیوي مسوولیت یوازې د کورنیو یا خپله ماشومانو پر اوږو نه دی. د ښوونکو او سرپرستانو روزنه، د راپور شویو پېښو څېړنه، له قربانیانو ملاتړ او د تاوتریخوالي د عاملانو حساب ورکولو ته اړ کول د مسوولو بنسټونو له اساسي مسوولیتونو څخه دي.
په افغانستان کې زدهکړو ته د لاسرسي محدودیت، بېوزلي، ټولنیز پېغور او د ملاتړیزو خدمتونو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې د پېښو پېژندنه او څېړنه لا ستونزمنوي.
د طالبانو په توقیفخونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی
د طالبانو د احصایې ادارې په کلني کتاب کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ۱۵۰ زره ماشومانو د ثبت خبر ورکړل شوی دی. دغه مرکزونه د دارالتأدیب یا هغو قانوني توقیفځایونو په توګه پېژندل کېږي چې د جرمونو په تور نیول شوي ماشومان پکې ساتل کېږي.
دغه شمېرې ښيي چې په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر د پخواني حکومت د واکمنۍ په پرتله شاوخوا ۱۵۸ برابره زیات شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل د څېړنو له مخې، په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر په ۱۴۰۰ کال کې له ۹۵۰ تنو څخه په ۱۴۰۴کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۵۰ زره او ۲۵۲ تنو ته لوړ شوی دی.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ۱۴۰۳ کال کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان کار کوي. دې سازمان په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د هوساینې او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.