• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کونړ کې د ځنګل ساتنې قطعو فعالیتونه پراخ کړي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۰

په کونړ کې د طالبانو د ځنګل ساتنې د ځانګړې قطعې یوه غړي خیرالرحمن، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې په وروستیو کلونو کې د عامه پوهاوي او څارنیزو فعالیتونو د پراخېدو له امله د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو او د وحشي ژوو د ښکار پېښې کمې شوې دي.

هغه ویلي، چې د ځنګلونو په ساتنه کې د خلکو همکاري هم زیاته شوې ده.
د نوموړي په وینا، هغه کسان چې د ونو د ناقانونه پرېکولو یا د وحشي ژوو د ښکار سرغړونه کوي، نیول کېږي او د دوی عدلي او قضايي ادارو ته سپارل کېږي.
د کونړ کې د طالبانو د پولیسو ویاند فریدالله دهقان ویلي، چې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو ساتنه یوازې د حکومتي ادارو مسوولیت نه دی، بلکې د خلکو همکاري هم پکې مهم رول لري.
کونړ د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د هېواد د طبيعي ځنګلونو د پام وړ برخه پکې موقعیت لري. خو دغو ځنګلونو د تېرو څو لسیزو پر مهال د ناقانونه پرېکولو، د لرګیو د قاچاق او چاپېریالي زیانونو له امله د پام وړ زیان لیدلی دی.
له دې سره، داسې راپورونه شته چې خپله طالب چارواکي د ځنګلونو په پرې کولو او د چارتراشو قاچاق کې لاس لري، خو طالبان دغه ادعاوې په کلکه ردوي.

ډېر لیدل شوي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي
۱

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

۲

هبت‌الله: د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی

۳

د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی

۴

د مقاومت ډلو غبرګون: هبت‌الله شریک نه، بلکې مامور غواړي

۵

د هبت‌الله د بلنې په اړه د ضیا غبرګون: موږ د دولتي څوکۍ لپاره نه جنګېږو

•
•
•

نور خبرونه

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۰
•
رامین مظهر
100%

د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمو کې لږ تر لږه ۲۰ جسدونه موندل شوي دي. د ۱۵ کسانو کورنیو ویلي، چې خپل اولادونه یې د موندل شویو جسدونو په منځ کې پېژندلي، خو د پنځو نورو جسدونو هویت لا هم نه دی معلوم.

د دغو کسانو د مړینې لامل او د ورکېدو پېښو او موندل شویو جسدونو ترمنځ احتمالي اړیکه لا هم روښانه نه ده. د عدلي طب د معایناتو پایلې نه دي خپرې شوې او په ایران او ترکیه کې مسوولو چارواکو هم تر اوسه د دغو پېښو په اړه کره معلومات نه دي وړاندې کړي.

د مړه شویو کسانو په نوملړ کې ۲۴ کلن محمد نسیم رحماني، ۱۹ کلن ایاز مومند، ۲۲ کلن حامد صافي، ۳۲ کلن طورالدین عرب‌زاده، ۲۷ کلن هدایت‌الله فیضي، ۴۲ کلن فضل‌الدین، ۲۱ کلن لطف‌الله مرادي، ۱۸ کلن سمیع‌الله، ۲۵ کلن محمد یاسین خاکسار، ۲۳ کلن احمدالدین اخوندزاده، ۱۷ کلن رضا نظري، ۱۹ کلن اکرام‌الدین، ۲۳ کلن زین‌الله محمدي، ۲۵ کلن رفیع‌الله طاهري او ۱۷ کلن خدای‌بردي محمد شامل دي.

افغانستان انټرنشنل د وژل شویو کسانو جسدونه او د هغوی د هویت اسناد ارزولي دي.

د هغو معلوماتو له مخې چې کورنیو له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، د ډېری دغو کسانو وروستی اړیکې له خپلو کورنیو سره د نومبر له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې نیول شوي دي او کورنیو په وینا، چې له هغه وروسته یې د خپلو اولادونو په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي. د ځینو کسانو د ورکېدو یا مړینې کره نېټه لا هم نه ده معلومه.

د مړه شویو ډېری کسان د ژوند په دویمه او درېیمه لسیزه کې وو. لږ تر لږه دوه تر ۱۸ کلونو کم‌عمره ځوانان هم په مړه شویو کې شامل دي.

د عدلي طب د معایناتو پایلې نه دي خپرې شوې او د دغو ځوانانو د مړینې اصلي لامل معلوم نه دی. ښايي د مړه شویو شمېر تر ۲۰ کسانو هم ډېر وي؛ خو د طالبانو حکومت، ترکیې او ایران تر اوسه په دې اړه په علني توګه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د بهرنیو چارو وزارت د مړه شویو کسانو د کره شمېر او هویت په اړه له تهران او انقرې څخه پوښتنې کړې دي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ترکیې د وان ولایت کې چې اته جسدونه پکې موندل شوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دې موضوع په اړه د معلوماتو ورکول د دوی د صلاحیت په حدودو کې نه دي او په دې اړه باید د افغانستان له سفارت او قضايي ادارو څخه پوښتنې وشي. په انقره کې د افغانستان سفارت او د وان لویې څارنوالۍ تر اوسه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

په همدې حال کې، لږ تر لږه ۱۶ نورو افغان کورنیو هم له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د هغو اولادونو د ورکېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې په تېرو اوونیو کې د ایران او ترکیې پر پوله ورک شوي دي.

د کورنیو د معلوماتو له مخې، په ورکو شویو کسانو کې ۲۴ کلن دوست‌محمد محمدي، ۲۵ کلن نورالله عزیزی، ۱۸ کلن عبدالحق منګل، ۲۳ کلن هادي رضايي، ۲۵ کلن جاوید سمندري، ۲۴ کلن امان‌الله محمدي، ۲۰ کلن عاصم مومند، ۲۱ کلن نورمل غفاري، ۲۰ کلن احمدسیر سبحان، ۲۲ کلن فرهاد، ۱۸ کلن بصیراحمد علي‌خېل، ۲۲ کلن حمیدالله جوره‌زاده، ۱۸ کلن نجیب اکبري، ۲۱ کلن حسین‌داد میرزايي، ۲۳ کلن نیک‌محمد او ۲۳ کلن شاه‌محمد محمدي شامل دي.

کورنۍ وايي، نه پوهېږي چې دغه ځوانان ژوندي دي که مړه او نه هم پوهېږي چې د هغوی د برخلیک معلومولو لپاره کومې ادارې ته مراجعه وکړي.

افغانستان انټرنشنل په تېرو میاشتو کې د ایران او ترکیې له پولې لسګونه ویډیوګانې هم ترلاسه کړې دي، چې پکې په سرحدي سیمه کې د لسګونو ځوانانو وهل شوي او شکنجه شوي جسدونه لیدل کېږي.

ټپیان تر ډېره د ترکیې د سرحدي پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي او دغه ځواکونه په شکنجه تورنوي. په همدې حال کې، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې انسان‌قاچاق وړونکي پناه‌غوښتونکي تښتوي او شکنجه کوي. د هوا سړېدل هم ښايي د پناه‌غوښتونکو په ورکېدو کې اغېز ولري.

د هوا پېژندنې د معلوماتو له مخې، د چالدران په سیمه کې د تېرې پنجشنبې او جمعې په شپه د هوا تودوخه صفر درجې سانتي‌ګراد ته نږدې شوې وه. د ورځې مهال د هوا تودوخه شاوخوا پنځه تر لسو درجو وه.

افغانستان انټرنشنل نه دی توانېدلی چې د دغو روایتونو او د کډوالو د مړینې او ورکېدو کره لامل په خپلواکه توګه تایید کړي.

مړه شوي کسان

محمد نسیم رحماني، ۲۴ کلن

د عبدالرحمان رحماني زوی

د هلمند ولایت اوسېدونکی

د چالدران په پوله کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۴ کلن محمدنسیم رحمانی د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

ایاز مومند، ۱۹ کلن د کفایت زوی د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی. وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۱۹ کلن ایاز د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۲۲ کلن حامد صافي د عبدالقیوم زوی د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۲ کلن حامد صافی د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۲۰ کلن جنید غفوري چې په یوه ځانګړې ویډیو کې افغانستان انټرنشنل ته وايي، ملګری یې حامد صافي د ترکیې له خوا تر نیول کېدو او بېرته ایستلو وروسته د چالدران په سرحدي سیمه کې مړ شو.

د غفوري په وینا، دوی د پنجشنبې په شپه، د لړم په ۱۴مه د سرحدي دېوال تر اوښتو وروسته د ترکیې د سرحدي پولیسو د بې‌پیلوټه الوتکو له خوا وپېژندل شول، ونیول شول او بیا ایران ته واړول شول.

هغه وايي، حامد له اوږده مزل وروسته بې‌هوښه شو او دی خپله هم وروسته له هغې چې په یوه کوټه کې په هوښ راغی، د خپل ملګري له مړینې خبر شو. د صافي د مړینې لامل په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

غفوري د سرحدي لارې په اوږدو کې د قاچاق وړونکو له خوا د شکنجې او پیسو اخیستو پېښو ته هم اشاره کړې ده. د هوا پېژندنې معلومات ښيي چې په هغه شپه د چالدران د هوا تودوخه صفر درجې ته نږدې شوې وه

۳۲ کلن طورالدین عرب‌زاده د سیدخان زوی د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۳۲ کلن طورالدین عربزاده د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۲۷ کلن هدایت‌الله فیضي د حکم خان زوی

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۷ کلن هدایت الله فیضي د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۴۲ کلن فضل‌الدین د غوث‌الدین زوی د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۴۲ کلن فضل الدین د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۲۱ کلن لطف‌الله مرادي د سراج‌الدین مرادي زوی د سمنګان ولایت اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۱ لطف الله مرادي د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۱۸ کلن سمیع‌الله د نجیب‌الله زوی

د بغلان ولایت اوسېدونکی

د ترکیې په وان ښار کې مړ شوی

د وان په سیمه کې له موندل شویو اتو جسدونو څخه یو دی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۱۸ سمیع الله د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۲۵ کلن محمد یاسین خاکسار د محمد ضمیر زوی

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی

د ترکیې په وان ښار کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۵ کلن محمد یاسین خاکسار

۲۳ کلن احمدالدین اخوندزاده د شمس‌الدین زوی

د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکی

په وان کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۳ کلن احمدالدین اخوندزاده د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۱۷ کلن رضا نظري د علي‌چمن نظري زوی د بامیان ولایت اوسېدونکی

د ترکیې په وان ښار کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۱۷ کلن رضا نظري

۱۹ کلن اکرام‌الدین د امام علي زوی د سرپل ولایت د مرکز اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۱۹ کلن اکرام الدین د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۲۳ کلن زین‌الله محمدي د محمد اسحاق زوی

د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۳ کلن افغان ځوان زین الله محمدي د ترکیې په پوله کې مړ شوی.

۲۲ کلن رفیع‌الله د نعمت‌الله زوی

د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی

د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې یې جسد د چالدران په سړو خونه کې موندل شوی دی.

100%
۲۲ کلن رفیع الله طاهري د ترکیې په پوله مړ شوی.

۱۷ کلن خدای‌بردي محمدي د محمداغا زوی

د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکی

جسد یې د خوی په سړو خونه کې موندل شوی دی.

له دغو کسانو څخه د څلورو ځوانانو جسدونه د کورنیو په هڅو د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر کلي ته لېږدول شوي دي او د نورو قربانیانو کورنۍ لا هم هڅه کوي چې د خپلو خپلوانو د جسدونو د لېږدولو لاره پیدا کړي.

د ورکو شویو کسانو د لټون یا د مړه شویو د جسدونو د لېږدولو لپاره د کوم دولتي عملیاتو رسمي اعلان نه دی شوی.

د مړه شویو کسانو کورنۍ وايي، د خپلو عزیزانو د جسدونو د موندلو او افغانستان ته د هغوی د لېږدولو لپاره اړې شوې چې د پیسو په بدل کې وکیلان ونیسي. د دوی په وینا، ځینو انسان‌قاچاق وړونکو د هغو قربانیانو د جسدونو د ښودلو په بدل کې چې په سرحدي سیمو کې پرېښودل شوي، له کورنیو څخه د ډېرو پیسو غوښتنه کړې ده.

100%
په سمنګان ولایت کې د تورالدین عربزاده، هدایت الله فیضي، فضل الدین او لطف الله مرادي د جنازې مراسم.

لادرکه کسان

۲۴ کلن دوست‌محمد محمدي د تاج‌محمد زوی

د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ اوسېدونکی

د ماکو په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په لومړۍ نېټه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۴ کلن دوست محمد محمدي د ترکیې په پوله کې لادرکه شوی.

۲۵ کلن نورالله عزیزی د صفرمحمد زوی

د تخار ولایت د مرکز اوسېدونکی

د چالدران په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په لومړۍ نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۵ نورالله عزیزي د ترکیې په پوله کې لادرکه شوی.

۱۸ کلن عبدالحق منګل د سحرګل زوی

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی

د چالدران په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په دویمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۱۸ کلن عبدالحق منګل د ترکیې په پوله کې لادرکه شوی.

۲۳ کلن هادي رضايي د بامیان ولایت اوسېدونکی

په چالدران کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۳ لکن هادی رضایی د ترکیې په پوله کې لادرکه شوی.

۲۵ کلن جاوید سمندري د محمدحلیم زوی

د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکی

په چالدران کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۵ کلن جاوید سمندري چې د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۴ کلن امان‌الله محمدي د منصورخان محمدي زوی

د کاپیسا ولایت د محمودراقي ولسوالۍ اوسېدونکی

په چالدران کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۴ کلن امان‌الله محمدي د ترکیې په پوله کې لادرکه شوی.

۲۰ کلن عاصم مومند د بشیراحمد مومند زوی د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی

په چالدران کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۵ کلن عاصم مومند د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۱ کلن نورمل غفاري د بشرمل غفاري زوی د لغمان ولایت اوسېدونکی، په چالدران کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۱ کلن نورمل غفاري د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۰ کلن احمدسیر سبحان د بلخ ولایت اوسېدونکی، په ماکو کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۰ کلن احمدسیر د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۲ کلن فرهاد د شاپور زوی، د ننګرهار ولایت د بټي‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی په چالدران کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۲ کلن فرهاد د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۱۸ کلن بصیر احمد علي‌خېل د بارکزي علي‌خېل زوی، د ننګرهار ولایت د سره‌رود ولسوالۍ اوسېدونکیو د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په شپږمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۱۸ کلن بصیر احمد د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۲ کلن حمیدالله جوره‌زاده د عبدالله جوره‌زاده زوی، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی په چالدران کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۲ کلن حمیدالله جوره‌زاده د ترکې په پوله کې ورک شوی.

۱۸ کلن نجیب اکبري د خان‌محمد اکبري زوی د کندوز ولایت د مرکز اوسېدونکی، په چالدران کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۱۸ کلن نجیب اکبري د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۱ کلن حسین‌داد میرزايي د رضاداد میرزايي زوی د بامیان ولایت اوسېدونکی، د چالدران په پوله کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۱ کلن حسین‌داد میرزايي د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۳ کلن نیک‌محمد د ګلک زوی د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۳ کلن نیک‌محمد د ترکییې په پوله کې ورک شوی.

۲۳ کلن شاه‌محمد محمدي د محمدیوسف محمدي زوی د بلخ ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکی، د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۳ کلن شاه‌محمد محمدي د ترکې په پوله کې ورک شوی.

د ایران او ترکیې پوله، په ځانګړې توګه د ترکیې د وان ولایت غرنیزې سیمې او له ایراني خاورې څخه دغو سیمو ته غځېدلې لارې، اروپا ته د افغان کډوالو د تګ له خطرناکو لارو څخه دي. په دې مسیر کې سړه هوا، لوړې غرنۍ سیمې، واورې او توپانونه، د غرنیو سیمو له لارې ناقانونه تګ، د انسانانو قاچاق او د سرحدي ځواکونو چلند د کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

هېڅ رسمي بنسټ د افغانستان او ایران په پوله کې د کډوالو د مړینې او ورکېدو پېښې په هراړخیز ډول نه ثبتوي.

کورنۍ ډېری وخت یوازې دومره پوهېږي چې اولادونه یې له پولې اوښتي او وروسته یې اړیکه ورسره پرې شوې ده او دا ورته نه څرګندیږي چې هغوی په غرونو کې مړه شوي، نیول شوي، د قاچاق وړونکو لاس ته ورغلي، بېرته ایران یا افغانستان ته ستانه کړل شوي او که په کوم نامعلوم ځای کې ښخ شوي دي.

د ترکیې د وان ولایت او د ایران سرحدي سیمې غرنیزې او امنیتي سیمې دي. د پېښو ځایونو ته د خبریالانو خپلواک لاسرسی، له ژوندي پاتې شویو سره مرکې او د سرحدي ځواکونو د چلند په اړه د ادعاوو ارزونه ستونزمنه ده. له همدې امله، دغه پېښې په رسنیو کې لږې خپرېږي او له رسنیز پوښښ لرې د هېرېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

د ایران او ترکیې په پوله د افغان ځوانانو ورکېدل نوې پدیده نه ده.

لسګونو افغان کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې اولادونه د ایران او ترکیې له پولې د تېرېدو پر مهال ورک شوي دي او د میاشتو په تېرېدو سره لا هم د هغوی له برخلیک څخه خبر نه دي.

د دغو ځوانانو مړینه او ورکېدل یوه تکراري بڼه لري او په تېرو کلونو کې هم د افغان کډوالو د مړینې او ورکېدو په اړه څو ځله راپورونه خپاره شوي دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یو شمېر دغه کډوال د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوي او کورنۍ یې له څو کلونو تېرېدو وروسته هم د هغوی له برخلیک څخه خبر نه دي.

۳۵ کلن عبدالحکیم سعدي د سعدالله زوی، د تخار ولایت د خواجه‌غار ولسوالۍ اوسېدونکی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۲۵مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۳۵ کلن عبدالحکیم سعدي د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۵ کلن عزیزالله احمدزی د لعل‌محمد احمدزي زوی، د کابل د بګرامۍ اوسېدونکی، د ترکیې په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۱۶مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۵ کلن عزیزالله احمدزی د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۵ کلن محمد صبور د محمدعمر زویږد فاریاب ولایت اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د اګست په درېیمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۵ کلن محمد صبور د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۲۴ کلن بشیراحمد د دادمحمد زوی، د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۴ کلن بشیراحمد د ترکیې او ایران په پوله کې ورک شوی.

۲۴ کلن رامش رشیدي د ګل‌اغا رشیدي زوی، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی

د چالدران په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۹مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۴ کلن رامش رشیدي د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

۳۶ کلن جاوید افغان د سحرګل زوی، د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی

د ترکیې په دوبي‌عزیز سیمه کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۸مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۳۶ کلن جاوید افغان د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

مرتضی یوسفزی د غلام‌سخي یوسفزي زوی

د لغمان ولایت د مرکز اوسېدونکی

د ترکیې او یونان په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۵مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%

قدرت الله قلمیار د غلام سردار رسول زوی د کونړ ولایت اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله د دوبي‌عزیز په سیمه کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۳۰مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
قدرت الله قلمیار

عابد د ګل‌علي زوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله د دوبي‌عزیز په سیمه کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۳۰مه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
عابد

۲۷ کلن حمیدالله د حبیب‌الله زوی، د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکی

د چالدران په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په دویمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%

عبدالصبور فتح‌زاده د محمدظاهر زوی، د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکی

د ماکو په دوبي‌عزیز سیمه کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په نهمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
عبدالصبور فتح‌زاده

۴۱ کلن عظیم‌ګل مومند د حکیم‌خان مومند زوی، د ننګرهار ولایت اوسېدونکی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۵مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
عظیم ګل مومند

فرهادالله د محمدسید زوی، د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله د ماکو په دوبي‌عزیز سیمه کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په شپږمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
فرهادالله

شېرنواز ځدراڼ د طارق‌شاه زوی، د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله د بالاسور په سیمه کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۷مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
شېرنواز ځدراڼ

۲۲ کلن راز هوتک د شایسته‌باز زوی، د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی

په چالدران کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۶مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۲ کلن راز هوتک د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

حکمت‌الله شینواری د عزت‌الله شینواري زوی، د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونک د ایران او ترکیې په پوله د خوی په سیمه کې ورک شوی.

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۶مه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
حکمت‌الله شینواری

نثار احمد د حیت‌بای زوی د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکی

په چالدران کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د جون په ۱۷مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
نثار احمد

۳۸ کلن نورالدین هاشم د محمدهاشم مرادي زوی، د بامیان ولایت اوسېدونکی

په چالدران کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په اتمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%

هارون مومند د فضل‌الرحیم مومند زوی د ننګرهار ولایت اوسېدونکی

په وان کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
هارون مومند

۱۶ کلن صفی‌الله د مطیع‌الله زوی د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی

په وان کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۷مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۱۶ کلن صفی‌الله د ترکیې په پوله کې ورک شوی.

نصیراحمد رسولي د محمدناصر رسولي زوی

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، د ترکیې په وان ښار کې د بې‌نومه کسانو په هدیره کې ښخ شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
نصیر احمد رسولي

عمرجان د علي‌جان زوی،د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی

په چالدران کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۲۹مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
عمرجان

محمد هارون د سلامت‌خان زوی د ترکیې د تاتوان په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په څلورمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
محمد هارون

حضرت‌الله د حاجي‌احمدخان زوی، د لغمان ولایت د مرکز اوسېدونکی

د چالدران په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۱مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
حضرت الله

۲۳ کلن ساحل د محمدظاهر زوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی

د دوبي‌عزیز په سیمه کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۳مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
۲۳ کلن ساحل د ترکیې په پوله کې ورک شوی

۲۵ کلن جلات‌خان احمدزی د محمدګل احمدزي زوی

د چالدران په پوله کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ له ۱۰مې سره سمون

خوري، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
جلات‌خان احمدزی

بلال حبیبي د محمدفهیم زوی، د ننګرهار ولایت اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله د دوبي‌عزیز په سیمه کې ورک شوی

وروستی تماس یې له کورنۍ سره د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۴مه و.

100%
بلال حبیبي

محمد یاسر نیازی د موسی‌خان زوی، د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی

د ایران او ترکیې په پوله د چالدران په دوبي‌بایزید سیمه کې ورک شوی

وروستی ځل یې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ له ۱۰مې سره سمون خوري، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.

100%
محمد یاسر نیازی

افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ماشومانو د بستر کېدو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۰
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وايي، افغانستان کې د خوړو د کمښت او بې‌وزلۍ له امله د ماشومانو خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې او ګڼې کورنۍ نه شي کولای ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر کړي. دوی زیاتوي، په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ماشومانو بستر کېدو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست پورې یې په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د سختې حادې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د بستر کېدو ۸ زره او ۴۸۷ پېښې ثبت کړې دي. دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۲۸،۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، د شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو د بستر کېدو شمېر هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱،۵ سلنه زیات شوی دی. دغه ماشومان په یادو درېیو ولایتونو کې د خوارځواکۍ د درملنې په مرکزونو کې د ټولو بستر شویو ماشومانو له ۲۶،۵ تر ۳۵،۷ سلنې جوړوي.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په خپل راپور کې د کندهار د نازیې په نوم د یوې مور کیسه هم خپره کړې چې خپل یو نیم کلن زوی احمد یې د سختې خوارځواکۍ او نس‌ناستې له امله روغتون ته وړی دی. د نازیه په وینا، د خوړو د نشتوالي له امله یې نه شو کولای خپل ماشوم ته شیدې ورکړي او ان د چای لپاره یې د بورې د اخیستو وس هم نه درلود.
دغه مور چې د شپږم ماشوم د زېږون په تمه ده، وايي، مېړه یې د کار موندلو لپاره له دوو تر دریو اوونیو له کوره بهر وي، خو بېرته له تشو لاسونو راګرځي.
په راپور کې د هلمند د یوې بلې مور، پروانې، ستونزې هم یادې شوې دي. د هغې پنځه نیم کلنه لور روبینا د سختې خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو له امله د درېیم ځل لپاره د بست روغتون د خوارځواکۍ د درملنې مرکز ته بستر شوې ده. پروانې مخکې هم یو ماشوم د سختې خوارځواکۍ له امله له لاسه ورکړی دی.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د افغانستان د طبي برخې همغږې کوونکې، انا بانډا ویلي، ځینې میندې خپل خوارځواکي ماشومان دوه یا درې ځله د درملنې لپاره روغتونونو ته راولي، خو کله چې بېرته کورونو ته ستنېږي، له هماغو ستونزو سره مخ وي او د کافي او مغذي خوړو د برابرولو وس نه لري.
د نوموړې په وینا، بې‌وزلي، روغتیايي مرکزونو ته اوږده واټنونه، د پالونکو روغتیايي ستونزې او د تګ راتګ محدودیتونه د دې لامل کېږي چې کورنۍ د ماشومانو درملنه په دوامداره توګه تعقیب نه کړي. هغې زیاته کړې چې د ځینو روغتیايي مرکزونو د تغذیې د مرستندویه توکو کمښت هم د درملنې بهیر ستونزمن کړی دی.
راپور ټینګار کوي چې د امیندوارۍ پر مهال د میندو خوارځواکي د ماشومانو روغتیا هم ګواښي او د کم وزن لرونکو ماشومانو د زېږون احتمال زیاتوي. دغه ماشومان له لومړیو ورځو د خوارځواکۍ او ناروغیو له لوړ خطر سره مخ وي.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د معلوماتو له مخې، د نړیوالو بشري مرستو د بودجې کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام فشار زیات کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د افغانستان د بشري روغتیايي مرستو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۹ سلنه برابر شوې وه.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر جون پورې په ټول افغانستان کې د بودجې د کمښت له امله ۲۹۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي، چې شاوخوا ۲،۱۷ میلیونه کسان یې له روغتیايي خدمتونو څخه اغېزمن کړي دي. په دې کې په هلمند او کندهار کې ۵۳ او په هرات کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه شامل دي.
د خوارځواکۍ د حاد وضعیت د وروستي ارزونې له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ ۴،۰۴ میلیونه افغان ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري، چې نږدې ۱،۱ میلیونه به یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ وي. دا شمېر د ۲۰۲۶ کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
همداراز اټکل شوی چې په راتلونکي کال کې به ۱،۲۷ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
دغه سازمان له مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او اړوندو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د تغذیې پروګرامونو او اساسي روغتیايي خدمتونو لپاره بودجه بېرته زیاته او د مرستو بهیر پیاوړی کړي.

د اقلیم ۳۱مې غونډې ته د طالبانو نه بلنه؛ افغانستان له جدي چاپېریالي بحران سره مخ دی

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۰
100%

طالبان د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۳۱مه نړیواله غونډه کې ګډون نه لري، ځکه د غونډې جوړونکو ورته رسمي بلنه نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله له وچکالیو، سېلابونو، د اوبو کمښت او د ځمکو د تخریب له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ډیپلوماټ ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم په ۲۹مه غونډه (کاپ۲۹) کې د لومړي ځل لپاره د څارونکو په توګه ګډون کړی و، خو په ۲۰۲۵ کال کې د برازیل په کوربه‌توب د اقلیم په ۳۰مه غونډه او سږ کال په ترکیه کې د ۳۱مې غونډې لپاره بلنه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو د استازو نه ګډون په نړیوالو اقلیمي خبرو اترو کې د افغانستان رسمي ګډون محدودوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۹۵۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د تودوخې درجه ۱،۸ سانتي‌ګراد لوړه شوې چې د نړۍ د منځنۍ کچې دوه برابره ده. همداراز، هر کال سېلابونه، وچکالۍ، واورې ښویېدنې او واورین توپانونه شاوخوا ۲۰۰ زره کسان اغېزمنوي.
راپور زیاتوي چې د لسیزو جګړو، بېوزلۍ، کمزورو بنسټونو او لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله د اقلیمي بدلونونو اغېزې لا پسې سختې شوې دي.
د راپور په وینا، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د لرګیو پر سوداګرۍ بندیز اعلان کړ او د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو د مخنیوي لپاره یې ځانګړې پوځي قطعه جوړه کړه. دغه راز یې د ۲۰۲۳ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ د ۲۰۰ میلیونو ونو د کېنولو هدف هم اعلان کړی دی.
خو لا هم طالبانو د اقلیمي ستونزو د حل لپاره یوه هر اړخیزه او په کافي بودجه سمباله ملي تګلاره نه ده جوړه کړې.
د راپور له مخې، د افغانستان په شمالي، لوېدیځو او سویلي سیمو کې د ځمکو له ۷۵ سلنې زیاته برخه د دښت کېدو له ګواښ سره مخ ده. پرله‌پسې وچکالیو کرنیز محصولات کم کړي، څړځایونه یې زیانمن کړي او د خوړو نه خوندیتوب یې زیات کړی دی.
همداراز، د بېوزلۍ او د ارزانه انرژۍ د بدیلو سرچینو د نشتوالي له امله میلیونونه افغانان د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او سکرو تکیه کوي، چې دې چارې د ځنګلونو پر پاتې شونو فشار زیات کړی دی.
د ډبرو سکرو ناقانونه استخراج، د اوبو د سرچینو ککړتیا او د ځمکو تخریب هم د افغانستان له مهمو چاپېریالي ستونزو څخه دي.
همداراز د طالبانو پر چاپېریالي سیاستونو نیوکه کېږي چې د ښځو، متخصصینو، مدني ټولنو او سیمه‌ییزو خلکو محدود ګډون د اغېزناکو چاپېریالي تګلارو د جوړولو او پلي کولو بهیر کمزوری کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بحران د مخنیوي لپاره نړیوالې همکارۍ، د طبیعي سرچینو دوامدار مدیریت او یوې هر اړخیزې چاپېریالي تګلارې ته اړتیا لري.

د اروپا پارلمان استازې: د طالبانو سیاستونه له جنسیتي توپیر پرته بل څه نه‌دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
•
طاهر قادري
100%

له افغانستان سره د اړیکو لپاره د اروپا پارلمان د پلاوي مرستیاله الساندرا مورتي وايي، اروپا باید تر هغه وخته له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه‌کړي؛ څو چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو وضعیت ښه شوی نه وي.

هغې ټینګار کړی، چې «د ښځو حقونه باید هېڅکله د سیاسي معاملاتو قرباني نه‌شي». مورتي له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو په منظم ډول ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له ګډون محرومې کړې دي.

هغې د طالبانو دغه سیاست «جنسیتي توپیر» بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې بشري مرستې روانې وساتي، پر طالبانو ډیپلوماتیک فشار زیات کړي او د ښځو د حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ باسي.

اروپايي چارواکو سره له دې چې د ښځو په اړه یې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې او د یادې ډلې اداره یې په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یې له طالبانو سره تعامل کړی دی.

نیوکه کوونکي وايي، دغه ډول چلند په نړۍوالو اړیکو کې د طالبانو د عادي کېدو لامل کېږي او دغه ډلې ته مشروعیت وربښي.

الساندرا مورتي چې د اروپا پارلمان د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ د کمېټې غړې هم ده، ویلي چې د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه‌دی. هغې زیاته کړې: «د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه؛ بلکې د بشري حقونو ژور ناورین هم دی، په ځانګړي ډول هغه ناورین چې ښځې ورسره مخ دي».

د نوموړې په وینا، له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه د ښځو محرومول نور د جلا، جلا محدودیتونو ټولګه نه؛ بلکې پر یوه منظم نظام بدل شوی دی. هغې ویلي: «دا یوازې ساده تبعیض نه‌دی؛ بلکې هغه څه دي چې جنسیتي توپیر یې بللی شو».

په وروستیو کلونو کې د «جنسیتي توپیر» په توګه د افغانستان د وضعیت پېژندلو موضوع د اروپايي بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو د بحثونو پر یوه مهم محور بدله شوې ده. د اروپا پارلمان هم په خپلو پرېکړه‌لیکونو کې غوښتنه کړې، چې جنسیتي توپیر دې د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

100%

پنځه کاله بې‌پایلې نړۍوالې غندنې

اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د طالبانو سیاستونه غندلي دي. خو له دغه ټولو غندنو سره، سره پر ښځو لګېدلي اساسي محدودیتونه لاهم پر خپل ځای پاتې دي او په ځینو برخو کې لا سخت شوي هم دي.

الساندرا مورتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړۍوالو غندنو په عملي ډګر کې څه پایله لرلې، ویلي چې د اروپا دنده دا وه چې نړۍواله ټولنه پرېنږدي افغانستان او ښځې یې هېرې کړي.

د نوموړې په وینا، د افغان ښځو غوښتنې، له زده‌کړو او ازادۍ نیولې، په ټولنه کې تر ګډون پورې، د هر انسان له بنسټیزو حقونو څخه دي. هغې ویلي: «دوی د زده‌کړو، ازادۍ، انساني کرامت او په ټولنه کې د ګډون په څېر هغه حقونه غواړي چې د هر انسان طبیعي حقونه دي».

مېرمن مورتي ټینګار کړی، چې اروپا باید په افغانستان کې د ښځو له روان وضعیت سره عادت نه‌شي او دغه هېواد باید د نړۍ د ګڼو نورو ناورینونو په منځ کې هېر نه‌شي.

100%

ایا له طالبانو سره تعامل د طالبانو د منلو په معنا دی؟

د افغانستان په تړاو د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ یوه له مهمو ننګونو څخه دا ده، چې څنګه له طالبانو سره اړیکې وساتي؛ خو په ورته وخت کې دغه ډلې ته مشروعیت ورنه کړي.

اروپايي ټولنه له یوې خوا د بشري مرستو رسولو، امنیتي مسایلو او د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره له طالب چارواکو سره اړیکو ته اړتیا لري؛ خو له بلې خوا ټینګار کوي چې دغه اړیکې د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دي.

اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱کال راهیسې له طالبانو سره د اړیکو لپاره پنځه معیارونه ټاکلي دي: د افغانستان د خاورې له کارولو څخه د نورو هېوادونو پرضد د وسله‌والو فعالیتونو مخنیوی، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو درناوی، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او بشري مرستو ته د لاسرسي ډاډمنول.

خو له دې سره، سره جرمني او د اروپا یوشمېر نورو هېوادونو د طالبانو پر سیاستونو د نیوکو ترڅنګ د یادې ډلې ډیپلوماتان هم منلي دي. دغه هېوادونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د قونسلي خدمتونو او کډوالۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

مېرمن مورتي باور لري، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په وضعیت کې له واقعي بدلون پرته باید له طالبانو سره اړیکې د عادي کېدو پړاو ته ونه رسېږي.

د اروپا پارلمان په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاستونو غندلو په موخه څو پرېکړه‌لیکونه تصویب کړي دي. په دې لړ کې یو له وروستیو پرېکړه‌لیکونو څخه د غويي ۳۱مې نېټې هغه پرېکړه‌لیک دی، چې د طالبانو له‌خوا د محاکمو د اجرااتو د نوي قانون تر تصویب وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړی شوی و.

دغه پرېکړه‌لیک د ۴۸۰ موافقو، پنځو مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو په پایله کې تصویب شو. د اروپا پارلمان په دغه پرېکړه‌لیک کې د طالبانو نوی قانون په کلکه غندلی او د هغه د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

100%

د اروپا پارلمان همدارنګه د اروپايي ټولنې له شورا او کمېسیون څخه غوښتي، چې د هغه طالب مشرانو پر وړاندې بندیزونه پراخ کړي چې د ښځو د ځورونې او ځپلو مسوول دي. په دغه بندیزونو کې د سفر بندیز او د هغوی د شتمنیو کنګل شامل دي.

واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، یوه مهمه پوښتنه دا ده که نړۍوالو غندنو ونه شوای کړای د یادې ډلې سیاستونه بدل کړي؛ نو نړۍوالې ټولنې ته د فشار راوړلو لپاره نورې کومې وسیلې پاتې دي؟

الساندرا مورتي وايي، د داسې یوې تګلارې موندل چې وکولای شي په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه کړي اسانه کار نه دی؛ خو نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې ونه دروي.

هغې پر څو لومړیتوبونو ټینګار کړی دی: د بشري مرستو دوام، پر طالبانو د ډیپلوماتیک فشار زیاتول، د بشري حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ کول، د افغان ښځو او مدني ټولنې ملاتړ او په سیاسي معاملاتو کې د ښځو د حقونو د قرباني کېدو مخنیوی.

مورتي وايي، بشري مرستې اړینې دي، خو یوازې دغه مرستې د افغانستان د ناورین د حل لپاره بسنه نه‌کوي. هغې ټینګار کړی: «بشري مرستې باید دوام وکړي؛ خو دغه مرستې د سیاسي فشار او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملینو د ځواب ویلو د بهیر بدیل نه‌شي کېدای».

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو خبرداری ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او ناورینونو له زیاتېدو سره نړۍوالو سیاست‌والو او رسنیو د افغانستان وضعیت ته لږه پاملرنه کړې ده.

خو مورتي له دې ارزونې سره موافقه نه‌ده. هغې ویلي، د اروپا په پارلمان کې هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د ښځو غږ واورېدل شي او اروپايي سیاست‌وال خپلې پرېکړې د همدې ښځو د تجربو او روایتونو پر بنسټ ونیسي.

نوموړې ټینګار کړی: «موږ باید هغو افغان ښځو ته غوږ ونیسو، چې په خپل هېواد کې ژوند کوي. هغوی تر بل هر چا ښه پوهېږي، چې له کومو ستونزو سره مخ دي».

په همدې تړاو، د افغانستان لپاره د اروپا پارلمان د اړیکو پلاوی هم له هغو بنسټونو دی، چې هڅه کوي د افغانستان موضوع د اروپا په سیاسي اجنډا کې ژوندۍ وساتي او د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو په برخه کې ملاتړ وکړي.

افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰
100%

د ماشومانو د جنسي تېري او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او د هغوی د اغېزمن ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جنسي تېري او تاوتریخوالي، جبري ودونو، د ماشومانو د ودولو او د هلکانو د جنسي استثمار بېلابېلې پېښې مستندې کړې دي.

د نومبر ۱۸مه د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په نړیواله درجه‌بندۍ کې د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.

دا ورځ په حقیقي ژوند او انلاین فضا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي. خو په افغانستان کې له زده‌کړو محرومیت، بېوزلي، بې‌ځایه کېدل او جبري ودونه د ګڼ شمېر ماشومانو د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د زیان‌منېدو خطر زیاتوي.

یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. د ماشومانو د ملاتړ بنسټونه خبرداری ورکوي چې له زده‌کړو او د ودې له فرصتونو محرومیت د ماشومانو پر وړاندې د کم‌عمره ودونو او بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي خطر زیاتولی شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې خپور شوی، په افغانستان کې د جبري ودونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د ودولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. له ملګرو ملتونو سره مرکه شویو کسانو اقتصادي ستونزې او د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو تړل کېدل د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل ۲۰۲۴ کالني راپور کې ویلي چې طالبانو د خپلو رسمي څرګندونو خلاف، ماشومان په خپلو وسله‌والو ځواکونو کې جذب کړي او پوځي روزنه یې ورکړې ده.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو له ۳۴۰ څخه زیات ماشومان په خپلو لیکو کې استخدام کړي وو، چې ځینې یې په جنګي او ځینې نور یې په مرستندویه دندو کې ګومارل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۶ کال کې د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو د سرتېرو ګومارل او بچه‌بازي لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو کارول د ماشومانو د حقونو جدي سرغړونه ده او باید پای ته ورسېږي.

په ورته شرایطو کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او استثمار هم د نړیوالو بنسټونو له جدي اندېښنو څخه دي. بچه‌بازي، د هلکانو جنسي استثمار او د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه هغه موارد دي چې د افغانستان د ماشومانو د وضعیت په اړه په راپورونو کې یاد شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، د ۲۴ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې تایید شوې دي. په دغو ماشومانو کې ۱۶ نجونې او اته هلکان شامل دي.

ملګري ملتونه وايي، له ټولنیز پېغور، غچ اخیستنې، ټولنیز رد کېدو او زیان‌رسوونکو ټولنیزو دودونو څخه وېره هغه خنډونه دي چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ډېرو پېښو د نه راپور کېدو لامل کېږي.

طالبانو د «د زوجینو ترمنځ د بېلتون د اصولو» تر سرلیک لاندې د ۳۱ مخونو د مقرراتو په تصویب سره د کورنۍ د قوانینو په چوکاټ کې د ماشومانو ودول په رسمي توګه منلي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، د طالبانو دغه اصول‌نامه د ماشومانو د جبري ودونو لپاره زمینه برابروي.

بېوزلي او بې‌ځایه کېدل هم د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د بې‌ځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه د خوړو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د ځینو ماشومانو پر وړاندې د جبري کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کم‌عمره ودونو په څېر خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغو خطرونو ترڅنګ، په انلاین فضا کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه هم د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو پر یوې مهمې اندېښنې بدله شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب متخصصان باور لري چې د جنسي ځورونې مخنیوی باید د ماشومانو له عمر سره د مناسبو زده‌کړو او په کورنۍ کې د باور پر بنسټ د اړیکو له جوړولو پیل شي.

د متخصصانو د لارښوونو له مخې، والدین کولای شي له کوچنیوالي څخه ماشومانو ته په ساده ژبه ور وښيي چې د هغوی بدن د دوی خپل دی، حق لري د هر هغه تماس یا چلند پر وړاندې چې ورته د منلو وړ نه وي، «نه» ووایي او هېڅوک حق نه لري چې هغوی لمس کولو یا جنسي چلند ته اړ کړي.

متخصصان همداراز سپارښتنه کوي چې والدین باید د هغو کسانو، چاپېریالونو او انلاین اړیکو په اړه چې ماشومان ورسره سروکار لري، معلومات ولري. خو دا څارنه باید د ګواښ او رټلو پر ځای له صمیمانه خبرو اترو سره مل وي.

د جنسي ځورونې د مخنیوي مسوولیت یوازې د کورنیو یا خپله ماشومانو پر اوږو نه دی. د ښوونکو او سرپرستانو روزنه، د راپور شویو پېښو څېړنه، له قربانیانو ملاتړ او د تاوتریخوالي د عاملانو حساب ورکولو ته اړ کول د مسوولو بنسټونو له اساسي مسوولیتونو څخه دي.

په افغانستان کې زده‌کړو ته د لاسرسي محدودیت، بېوزلي، ټولنیز پېغور او د ملاتړیزو خدمتونو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې د پېښو پېژندنه او څېړنه لا ستونزمنوي.

د طالبانو په توقیف‌خونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی

د طالبانو د احصایې ادارې په کلني کتاب کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ۱۵۰ زره ماشومانو د ثبت خبر ورکړل شوی دی. دغه مرکزونه د دارالتأدیب یا هغو قانوني توقیف‌ځایونو په توګه پېژندل کېږي چې د جرمونو په تور نیول شوي ماشومان پکې ساتل کېږي.

دغه شمېرې ښيي چې په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر د پخواني حکومت د واکمنۍ په پرتله شاوخوا ۱۵۸ برابره زیات شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل د څېړنو له مخې، په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر په ۱۴۰۰ کال کې له ۹۵۰ تنو څخه په ۱۴۰۴کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۵۰ زره او ۲۵۲ تنو ته لوړ شوی دی.

له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ۱۴۰۳ کال کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان کار کوي. دې سازمان په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د هوساینې او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.