محمد عمر داوودزی: د هبتالله وروستۍ وینا او «اشارې» د دقیقې سیاسي ارزونې وړ دي
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د رهبرۍ شورا مشر محمد عمر داوودزي د هبتالله د دوه ورځې مخکې وینا او «اشارې» د ژور فکر او دقیقې سیاسي ارزونې وړ بللي دي. هبتالله په خپله وینا کې له بهرمېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راشي او د استعداد پر بنسټ به څوکۍ هم ورکړي.
محمد عمر داوودزي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په خپله فېسبوکپاڼه د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده وروستي اقدامات، ویناوې او اشارې د ژور فکر او دقیقې سیاسي ارزونې وړ بللي او زیاته کړې یې ده: «زما په اند، ښايي دا تحولات د یوه مهم او حساس پړاو د پیل نښې وي چې باید په پوره تدبیر او سیاسي بصیرت ورسره چلند وشي».
داوودزي د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع له غړو غوښتي، چې د دغو تحولاتو په اړه له بیړنیو غبرګونونو او قضاوتونو ډډه وکړي او په وینا یې، په داسې حساسو شرایطو کې سیاسي تدبیر، حوصله او د فرصتونو سمه پېژندنه ځانګړی اهمیت لري.
هغه د هبتالله د وروستۍ وینا پر څېړنې له ټینګار سربېره ویلي: «غوره به وي چې موضوع د رهبرۍ شورا په کچه په ګډه وڅېړو او له هر اړخیز بحث او مشورو وروسته، د هېواد د ملي ګټو او راتلونکي په پام کې نیولو سره، خپل واحد، سنجول شوی او مسوولانه دریځ اعلان کړو».
محمد عمر داوودزي همداراز په ډاګه کړه: «زما باور دا دی چې د هېواد په برخلیک پورې تړلو حساسو پړاوونو کې باید د غبرګون پر ځای تدبیر، د احساساتو پر ځای عقلانیت او د تقابل پر ځای د ملي تفاهم فرصتونو ته لومړیتوب ورکړو»
بېوزلي او بېځایه کېدل هم د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د بېځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه د خوړو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د ځینو ماشومانو پر وړاندې د جبري کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کمعمره ودونو په څېر خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغو خطرونو ترڅنګ، په انلاین فضا کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه هم د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو پر یوې مهمې اندېښنې بدله شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب متخصصان باور لري چې د جنسي ځورونې مخنیوی باید د ماشومانو له عمر سره د مناسبو زدهکړو او په کورنۍ کې د باور پر بنسټ د اړیکو له جوړولو پیل شي.
د متخصصانو د لارښوونو له مخې، والدین کولای شي له کوچنیوالي څخه ماشومانو ته په ساده ژبه ور وښيي چې د هغوی بدن د دوی خپل دی، حق لري د هر هغه تماس یا چلند پر وړاندې چې ورته د منلو وړ نه وي، «نه» ووایي او هېڅوک حق نه لري چې هغوی لمس کولو یا جنسي چلند ته اړ کړي.
متخصصان همداراز سپارښتنه کوي چې والدین باید د هغو کسانو، چاپېریالونو او انلاین اړیکو په اړه چې ماشومان ورسره سروکار لري، معلومات ولري. خو دا څارنه باید د ګواښ او رټلو پر ځای له صمیمانه خبرو اترو سره مل وي.
د جنسي ځورونې د مخنیوي مسوولیت یوازې د کورنیو یا خپله ماشومانو پر اوږو نه دی. د ښوونکو او سرپرستانو روزنه، د راپور شویو پېښو څېړنه، له قربانیانو ملاتړ او د تاوتریخوالي د عاملانو حساب ورکولو ته اړ کول د مسوولو بنسټونو له اساسي مسوولیتونو څخه دي.
په افغانستان کې زدهکړو ته د لاسرسي محدودیت، بېوزلي، ټولنیز پېغور او د ملاتړیزو خدمتونو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې د پېښو پېژندنه او څېړنه لا ستونزمنوي.
سرچینه وایي، ګډونوالو ځانګړي کارتونه لرل او د غونډې ځای ته د هر ډول وسایلو له وړلو مخنیوی کېده او د هبتالله اخوندزاده د ناستې له څوکۍ سره هم د قلمونو اېښودو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او خلکو هم تالار ته د موبایلونو، اوسپنیزو وسایلو او حتا قلمونو د وړلو اجازه نه درلوده.
د غونډې د یوه برخه وال په وینا، د غونډې په منځ کې څو ځله ځینې ګډونوال له خپلو ځایونو پورته شول، د هبتالله اخوندزاده ستاینه یې وکړه او ځینو یې د احساساتو له امله ژړل او ویل یې: «ځان مې له تا قربان دی».