ملګري ملتونه: افغانستان کې ۵،۵ میلیونه کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یواېنډيپي) وايي، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې په افغانستان کې ۵،۵ میلیونه کسانو د دغه سازمان د «ابادي» پروګرام له لارې پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی چې ۲،۷ میلیونه یې ښځې او نجونو دي.
د دغه پروګرام د خپرو شویو شمېرو له مخې، چې دوشنبه (د لیندۍ ۲مه) خپره شوې، په دې موده کې اوبو ته د لاسرسي له اسانتیاوو برخمنو شویو کسانو په ډله کې ۲.۷ میلیونه ښځې او نجونې هم شاملې دي.
دغه سازمان وايي، اوبو ته لاسرسی د افغانانو په ژوند کې بدلون راوستلی او د «ابادي» پروګرام له لارې یې د میلیونونو کسانو لپاره د اوبو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سره صلیب نړیوالې ټولنې د یوه راپور له مخې، افغانستان کې ۳۳ میلیونه وګړي د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
طالبان هم وایي د پلازمېنې کابل په ګډون ځینې نور ولایتونه د اوبو د سخت کمښت له ګواښ سره مخ دي.
د اوبو کمښت مسلې د خلکو اندیښنې هم زیاتې کړې او د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره یې پر حل لارو ټینګار کړی.
کارپوهان خبرداری ورکوي، که د اوبو د سرچینو مدیریت اساسي بدلون ونه مومي، کابل به تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له سخت کمښت او له بېساري انساني ناورین سره مخ شي.
