• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ایران ته د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۷ کسانو د ناقانونه تګ مخه نیول شوې ده

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۰ GMT+۰
په عکس کې د لېږد یوه لارۍ ښکاري.
په عکس کې د لېږد یوه لارۍ ښکاري.

د طالبانو د ۲۰۷الفاروق قول اردو د نهمې لوا مسولینو خبر وکړی چې د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۷ کسان نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه له افغانستان څخه بهر ووځي.

د طالبانو تر واک باختر خبري اژانس سې شنبې (د لیندۍ ۳مه) د یادې لواد رسنیو مسوول عبدالکریم صیاد له قوله لیکلي چې، دغه کسان د لاش جوین ولسوالۍ د کوه غوچ په سیمه کې هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې له قاچاقي لارو د افغانانو د سفرونه زیات شوي چې ځینې وخت ان د ځوانانو د مړینې لامل هم شوی.

افغانستان انټرنشنل څو ورځې وړاندې په یوه څیړنیز راپور کې ویلي وو چې د دې رسنۍ د څېړنو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمو کې لږ تر لږه د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي دي. د ۱۵ کسانو کورنیو ویلي چې د خپلو اولادونو جسدونه یې پېژندلي، خو د پنځو نورو جسدونو هویت لا هم نه دی معلوم.

بلخوا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانانو بېرته ستنېدو پر افغانستان دروند فشار راوستی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې په هېواد کې اقتصادي کړکېچ او پراخه بېکاري ښايي بېرته ستانه شوي کسان یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ کړي.
د هېواد خراب اقتصادي وضعیت، بېوزلي، تنګلاسي او د کار نشتوالی هغه ستونزې دي چې ګڼ ځوانان یې د ښه ژوند او کار موندلو په هیله له قاچاقي لارو د بهرنیو هېوادونو پر لور سفر کولو ته اړ کړي دي. دغه ډول سفرونه تر دې وړاندې د لسګونو افغانانو ژوند اخیستی او ښځې او ماشومان هم له دې خطرونو خوندي نه دي.

ډېر لیدل شوي

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟
۱

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۲

د وحید صابري د ژوند ناویلې کیسې؛ له هنري پیل تر پردېسۍ

۳

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۴

پخوانۍ امریکایي چارواکې: د امریکا د مرستو بندښت په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی دی

۵

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

•
•
•

نور خبرونه

بریتانیا کې د ښځو د تعقیب او جنسي تېري د راپورونو په تړاو یو ۳۴ کلن افغان نیول شوی

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۰ GMT+۰
100%

د بریتانیا پولیسو وایي، د ښځو د تعقیب او جنسي تېري د څو راپورونو په تړاو یې یو ۳۴ کلن افغان وګړی نیولی دی. پولیس وايي، د پېښو څېړنې روانې دي او له احتمالي قربانیانو او شاهدانو یې د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د بریتانیا پولیسو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دغو پېښو په اړه لومړنی راپور د نومبر په ۲۰مه، د جمعې په ورځ، ترلاسه شوی و. په دغه راپور کې ادعا شوې وه چې یوه ښځه د یوه ناپېژندل شوي سړي له خوا تعقیب شوې ده.

د پولیسو په وینا، د همدې ورځې په وروستیو کې دویم راپور هم ترلاسه شوی و چې پکې ویل شوي، یوه ښځه د ښار په یوه رستورانت کې له جنسي تېري سره مخ شوې ده.

پولیس وايي، دوی په ټولنیزو رسنیو کې د ورته نورو پېښو په اړه له خپرو شویو مطالبو هم خبر دي او له هغو کسانو یې غوښتي چې د دغو پېښو په اړه مستقیم معلومات لري، په رسمي توګه پولیسو ته راپور ورکړي، څو قربانیان او شاهدان اړین ملاتړ ترلاسه کړي او د څېړنو لپاره نور جزییات وړاندې کړي.

پولیسو ویلي، دوی درک کوي چې د دغو راپورونو خپرېدل ښايي د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي؛ خو ډاډ یې ورکړی چې ټولې ادعاوې په جدي توګه څېړل کېږي او یو کس په دې تړاو نیول شوی هم دی.

پولیسو زیاته کړې، د خلکو معلومات ښايي د دغو پېښو د بشپړو شرایطو په روښانه کولو کې مهم رول ولري.

دوی همداراز په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې په اړه د خپرو شویو بحثونو په تړاو له خلکو غوښتي چې په خپل سر د موضوع د حل هڅه ونه کړي. د دوی په وینا، د څېړنو د ملاتړ تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده چې خلک خپل معلومات په مستقیمه توګه له پولیسو سره شریک کړي.

همدارنګه پولیسو خبرداری ورکړی چې په انلاین فضا کې د ناسمو معلوماتو خپرېدل د څېړنو پر بهیر منفي اغېز لرلای شي او له خلکو یې غوښتي چې د مطالبو له خپرولو مخکې دې د هغو د کره‌والي په اړه پام وکړي.

د پولیسو په وینا، نیول شوی ۳۴ کلن افغان وګړی لا هم د څېړنو د دوام په موخه په توقیف کې دی، خو د نیول شوي افغان د هویت په اړه یې لا ډیر معلومات نه‌دي خپاره کړي.

په وروستیو کلونو کې د اروپا او ځینو نورو هېوادونو په رسنیو او د پولیسو په اعلامیو کې د افغان تابعیت لرونکو کسانو د جنسي ځورونې، جنسي تېري، د ښځو د تعقیب او نورو جنسي جرمونو په تړاو د نیول کېدو او قضايي څېړنو راپورونه خپاره شوي دي. دغه پېښې په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالو د چلند، د ښځو د خوندیتوب، د کډوالۍ د قوانینو او د کوربه ټولنو د اندېښنو په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

په بریتانیا کې د پولیسو ځینې رسمي احصایې هم د دې موضوع په اړه د پام وړ معلومات وړاندې کوي. د لوېدیځ یارکشایر پولیسو د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د معلوماتو د ازادۍ قانون له مخې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د جنسي تېري او جنسي تېري د هڅې په تړاو د افغان تابعیت لرونکو کسانو د نیول کېدو ۱۵ موارد ثبت شوي وو.

د امریکا د استازو جرګې غړی: د افغان همکارانو د شړلو د مخنیوي لپاره دوه‌ګوندي هڅې روانې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۹ GMT+۰
100%

د امریکا د استازو جرګې غړی سام لیکارډو وایي، د هغو هڅو لپاره چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغانانو د شړلو مخه ونیول شي، د دواړو ګوندونو ګډ کار دوام لري. نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا باید هغه افغانان له ملاتړ پرته پرېنږدي چې له دغه هېواد سره یې همکاري کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې دغه غړي د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۲مه، پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د امریکا د استازو جرګې ۱۴۴ غړو د هغو افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب د قانوني طرحې په اړه د رایې اچونې غوښتنه لاسلیک کړې او د یادې طرحې د بهیر پیلولو لپاره ۲۱۸ لاسلیکونو ته اړتیا ده.

د دغه غوښتنلیک د لاسلیک کوونکو په ډله کې د جمهوري‌پالو ګوند درې غړي هم شامل دي.

د نوموړي په وینا، د دې طرحې له مخې به په امریکا کې مېشت هغه افغانان چې د شرایطو وړ وي، یو ځل بیا د لنډمهاله خوندیتوب له وضعیت څخه برخمن شي او د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به افغانستان ته له شړلو خوندي وي. دغه راز به د کار کولو اجازه هم ترلاسه کړي.

د امریکا د استازو جرګې د اصولو له مخې، د غوښتنلیک له لارې د طرحې په اړه د رایې اچونې د بهیر پیلولو لپاره د جرګې د لږ تر لږه ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا ده. تر اوسه ۱۴۴ غړو غوښتنلیک لاسلیک کړی او د اړینو لاسلیکونو د بشپړېدو لپاره لا ۷۴ نورو لاسلیکونو ته اړتیا ده.

د یادونې وړ ده چې د غوښتنلیک لاسلیک کول د طرحې د تصویب په معنا نه دي بلکې د ۲۱۸ لاسلیکونو له بشپړېدو وروسته به په استازو جرګه کې د هغې په اړه د رایې اچونې زمینه برابره شي. له دې وروسته به هم طرحه د قانوني کېدو لپاره د کانګرس نور قانوني پړاوونه بشپړوي.

د امریکا د استازو جرګې د کولوراډو ایالت دیموکرات غړي جېسن کرو د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۳مه د «افغانانو د ۲۰۲۶ کال د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت قانون» طرحه د دواړو ګوندونو د یو شمېر استازو په ملاتړ وړاندې کړې وه.

د دې طرحې موخه په امریکا کې مېشت د شرایطو وړ افغانانو ته د لنډمهاله خوندیتوب د وضعیت بیا برابرول دي، څو وکولای شي د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې په دغه هېواد کې پاتې شي، د اخراج له ګواښ څخه خوندي وي او په قانوني توګه کار وکړي.

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې د ۲۰۲۲ کال د مې په ۲۰مه د افغانستان د امنیتي وضعیت او روانې جګړې له امله افغانانو ته د لنډمهاله خوندیتوب (TPS) وضعیت ورکړی و او په ۲۰۲۳ کال کې یې د دغه وضعیت موده د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې وغځوله.

خو د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۳مه اعلان وکړ چې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب وضعیت پای ته رسوي. د امریکا د کورني امنیت وزارت د پرېکړې له مخې، دغه وضعیت د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۴مه پای ته ورسېد او په دې توګه زرګونه افغانان د دغه خوندیتوب له حق څخه بې‌برخې شول.

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۰
100%

په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د پایلو په اړه تر څلور ورځنۍ ناستې او وینا وروسته، د کابل، بلخ، هرات او تخار ولایتونو یو شمېر محصلین د خپل پوښښ، ظاهري بڼې او چلند په تړاو د دې ډلې د فشارونو له زیاتېدو شکایت کوي.

هغوی وايي، د خولۍ او ږیرې نه لرل او د طالبانو د ځینو غوښتل شویو لارښوونو نه عملي کولو له امله له پوهنتون څخه د شړلو تر ګواښ رسېدلي دي.

دا شکایتونه وروسته تر هغې افغانستان انټرنشنل ته ورسېدل، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده د سه شنبې په ورځ، د لړم په ۲۶مه، د کابل په پوهنتون کې د خپلو فرمانونو د پایلو په کنفرانس کې وینا وکړه.

د طالبانو مشر په دې وینا کې د محصلینو د «سیرت او صورت» د ښه کېدو غوښتنه کړې وه.

دا کنفرانس د وردګ پوهنتون په نوښت او د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت تر څارنې لاندې پیل شو او څلور ورځې یې دوام وکړ.

د دې پروګرام اعلان شوې موخه د طالبانو د مشر د فرمانونو شرعي، ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پایلې څېړل وو.

طالبانو د دې پروګرام د جوړولو لپاره کابل پوهنتون رخصت او د هغه مرکزي لیلیه تخلیه کړه؛ هغه پرېکړه چې یو شمېر محصلین یې مجبوره کړل چې د څو ورځو لپاره بل استوګنځای ومومي او یو شمېر محصلین د کابل ښار په جوماتونو کې مېشتېدو ته اړ شول.

د طالبانو مشر په خپله وینا کې د محصلینو د ظاهري وضعیت په اړه د لوړو زده‌کړو د وزیر، ندا محمد ندیم د راپور یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې وزیر د راپور له مخې په کندهار کې د محصلینو سیرت او صورت تر ټولو ولایتونو غوره و او تر دې راپور وروسته، د طالبانو مشر وویل، چې کندهار پوهنتون ته ولاړ ترڅو وضعیت له نږدې وګوري.

هغه د کندهار د محصلینو ظاهري وضعیت د خوښۍ وړ وباله او ویې ویل چې ټول پوهنتونونه باید د ظاهري بڼې «سیرت او صورت» په برخه کې د طالبانو له معیار سره برابر شي.

تر دې وینا وروسته په څو ولایتونو کې محصلین د خپلو جامو او ظاهري بڼې پر وړاندې د سختګیریو د زیاتېدو خبرې کوي.

د هغوی څرګندونې ښيي چې دا سختګیرۍ په ځینو مواردو کې له شفاهي سپارښتنو تېرې شوې او د محصلۍ کارت اخیستو، لیکلې ژمنې او د شړلو تر ګواښ رسېدلې دي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د اړیکو پخوانی رییس او ویاند، حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر استادانو او محصلینو لګول شویو محدودیتونو اکاډمیکه ازادي کمزورې کړې او د تدریس، څېړنې او پوهې د لېږد کیفیت ته یې زیان اړولی دی.

د خولۍ د نه لرلو له امله د شړلو له ګواښ سره لیکلې ژمنه

د هرات د دولتي پوهنتون یو محصل حنیف احمدي (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د ژمنلیک فورمې د انځور په استولو سره وايي چې د پوهنتون مسوولانو وروسته له هغه چې د پوهنتون له انګړه د وتلو پر مهال یې خولۍ له سر څخه لرې کړې وه، د هغه د محصلۍ کارت واخیست.

دا محصل وايي، چې بله ورځ د کارت بېرته ترلاسه کولو لپاره ترې لیکلې ژمنه واخیستل شوه.

په هغه فورمه کې چې ده استولې، له محصل څخه غوښتل شوي چې خپل شخصي او تحصیلي مشخصات ولیکي او ژمنه وکړي چې د پوهنتون په انګړ کې به پرته له خولۍ تګ راتګ نه کوي.

د دې فورمې په متن کې راغلي: «ژمنه کوم چې نور هېڅکله د پوهنتون په انګړ کې له خولۍ پرته تګ راتګ ونه کړم او په هغه صورت کې چې زما له خوا دا ژمنه بیا تکرار شي، له پوهنتون څخه منفک کېږم».

دا سند ښيي، چې په دې پېښه کې د خولۍ اغوستلو له لارښوونې سرغړونه له لیکلې ژمنې اخیستلو او له پوهنتون څخه د شړلو له ګواښ سره مل شوې ده.

دې محصل په خپل پیغام کې له نورو محصلینو سره د طالبانو له چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي: «محصلین سپکېږي، وهل ټکول کېږي. څوک نشته چې غږ یې واوري».

په هرات کې د محصلینو د شړلو شکایت

د هرات پوهنتون بل محصل شهیم بارکزی (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې یو شمېر محصلین د ږیرې او خولۍ د نه لرلو له امله له پوهنتون څخه شړل شوي دي.

ښاغلی بارکزی زیاتوي، چې د دې پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي پخوانی رییس یو مسلکي او پوه سړی و، خو د مدیریت تر بدلون وروسته د محصلینو له ظاهري بڼې سره چلند د دوی په یوه ستونزه بدل شوی دی.

دا محصل وايي: «د انجینرۍ پوهنځي پخوانی رییس متخصص او کارپوه سړی و؛ خو په دې وروستیو کې د ږیرې او خولۍ د نه لرلو په پلمه، ځینې محصلین او زما ملګري له پوهنتونه شړل شوي دي».

د تخار پوهنتون د انجینرۍ څانګې محصل، قیوم سلیماني (مستعار نوم) هم افغانستان انټرنشنل ته د پوهنتون د لیلیې د مسوولانو له چلنده شکایت لري.

هغه وايي، چې د لیلیې مسوولان محصلین ځوروي، د خوړو کیفیت ټیټ دی او په لیلیه کې لمونځ کول په اجباري چاره بدل شوي دي.

سره له دې د بلخ د طب پوهنځي یو محصل اقبال خالدي (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې په پوهنتون او روغتون کې د ږیرې په اړه لارښوونې له یو بل سره په ټکر کې دي او محصلین نه پوهېږي چې کومه یوه عملي کړي.

د هغه په وینا، په پوهنتون کې د ږیرې پر لرلو ټینګار کېږي، خو کله چې د عملي کارونو لپاره روغتون ته ځي، محصلینو ته ویل کېږي چې د روغتیایي مسایلو د مراعت او د ناروغیو د لېږد د مخنیوي لپاره باید ږیره ونه لري.

دا محصل وايي: «موږ نه پوهېږو چې کوم کار وکړو. دې دوه ګوني چلند موږ په حیرانتیا کې اچولي یو».

همدارنګه په بلخ کې د یوه خصوصي پوهنتون د غاښونو د درملنې څانګې محصل، نظیف محمدي د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له خوا د اسلامي ثقافت مضمون شپږ کریډیټونو شاملېدو ته په اشارې سره وویل چې باوري دی په تخصصي طبي څانګو کې باید له مسلکي زده‌کړو او حرفوي مهارتونو سره تړلي مضامین په لومړیتوب کې وي.

د دې محصل په وینا، د ږیرې پرېښودلو او د خولۍ اغوستلو جبري کولو هم د دوی پر ښوونیزه فضا اغېز کړی او یو شمېر محصلین یې زړه توري کړي دي.

دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د پوهنتونونو د نصاب بدلونونه په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو د استادانو او کارپوهانو له خوا د نیوکو وړ موضوع ده.

په پخواني دولت کې د لوړو زده‌کړو وزارت د اړیکو پخوانی رییس او ویاند، حامد عبیدي وايي، چې د لوړو زده‌کړو نظام پر درېیو بنسټیزو ارکانو ولاړ دی: تدریس، څېړنه او د پوهې او تجربې لېږد.

د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې په افغان پوهنتونونو کې د څېړنې او پوهې د لېږد دوه ارکانه په کلکه کمزوري شوي دي.

ښاغلی عبیدي زیاتوي: «وروستي دوه فکتورونه چې څېړنه او د پوهې لېږد دی، له بده مرغه په وروستیو کلونو کې ډېر پیکه شوي او موږ د افغانستان په لوړو زده‌کړو بنسټونو کې د پوهې د انتقال هېڅ عملي بېلګه نه وینو.»

هغه وايي، چې د جمهوریت په دوره کې، په څېړنیزه برخه کې له شته کمزوریو سره سره، په اکاډمیکو بنسټونو کې لسګونه څېړنیزې پروژې روانې وې؛ خو واک ته د طالبانو تر بېرته راتګ وروسته دې برخې ته پاملرنه کمه شوې ده.

عبیدي همدارنګه وايي، چې په پوهنتونونو کې د تدریس کیفیت نه دی ښه شوی او د هغو مضمونونو زیاتوالي چې مسلکي ماهیت نه لري، پر تخصصي زده‌کړو ناوړه اغېز کړی دی.

د عبیدي په باور، د پوهنتونونو د بډاینې یو له خورا مهمو عواملو څخه د استادانو او محصلینو لپاره د اکاډمیکې ازادۍ شتون دی.

هغه وايي: «استادان او محصلین په ازاده توګه خبرې نه شي کولای. حتی د جامو اغوستلو بڼه، د خبرو کولو بڼه او اکاډمیک چلند، ټول موارد د حاکم نظام له خوا پر محصلینو او استادانو تحمیلېږي».

عبیدي ټینګار کوي، چې د اکاډمیکې ازادۍ محدودیت یوازې د استادانو او محصلینو په بڼه او چلند پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې پر ښوونیزه اړیکه او د علمي لېږد پر بهیر هم اغېز کوي: «کله چې محصل اکاډمیکه ازادي ونه لري او استاد هم اکاډمیکه ازادي ونه لري، د پوهې د انتقال بهیر له ستونزې سره مخ کېږي.»

د محدودیتونو په سیوري کې د لوړو زده‌کړو راتلونکی

د بلخ، هرات او تخار د محصلینو خبرې د هبت‌الله اخندزاده د څرګندونو او د حامد عبیدي د تحلیل ترڅنګ، د افغانستان د پوهنتونونو د فضا د بدلون انځور وړاندې کوي؛ داسې فضا چې په هغې کې پر ښوونیزو ستونزو او د زده‌کړې د فرصتونو پر کمښت سربېره، د محصلینو ظاهري بڼه او شخصي چلند هم د څارنې او چلند موضوع ګرځېدلې ده.

په داسې حال کې چې په هرات کې یو محصل د خولۍ د نه لرلو له امله له لیکلې ژمنې او د شړلو له ګواښ سره مخ شوی، نور محصلین د ظاهري معیارونو د مراعتولو لپاره له فشار، په لیلیه کې له جبري او د پوهنتون د امرونو او د روغتون د چاپېریال د اړتیاوو ترمنځ له تضاد څخه خبرې کوي.

هم‌مهاله، د یونسکو او یونیسف شمېرې د محصلینو او د کانکور د داوطلبانو د شمېر له کمښت څخه حکایت کوي.

دا ارقام په یوازې توګه د محصلینو د کمښت لامل نه په ډاګه کوي، خو ښيي چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو نظام واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو وړاندې کلونو په پرتله، د محصلینو د شمېر له پام وړ کمښت سره مخ شوی دی.

عبیدی خبرداری ورکوي، چې پر اکاډمیکې ازادۍ د محدودیتونو دوام او د څېړنې او پوهې د انتقال کمزورتیا به پر پوهنتونونو او د افغانستان پر علمي راتلونکې اوږدمهاله زیانونه پر ځای پرېږدي.

د زعفرانو له لسګونو میلیونو ډالرو صادراتو سربېره کروندګرو ته لږه ګټه پاتې کېږي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۹ GMT+۰
100%

په داسې حال کې چې ځايي چارواکي په هرات کې پر ۱۲ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو د کښت او سږ کال په ټول افغانستان کې له ۵۰ تر ۷۰ ټنو پورې د زعفرانو د راټولولو د اټکل خبر ورکوي، هغه کارګران او کروندګر چې د دې محصول په تولید کې ونډه لري لا هم اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د زعفرانو د ګل یوولسم جشن په دې وروستیو کې په هرات کې د طالبانو، د خصوصي سکتور د استازو، کروندګرو، کارګرانو او د ښار د خلکو په ګډون ترسره شو.

د دغه جشن په څنډه کې د اعلان شویو شمېرو له مخې، افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د څه باندې ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تر ۳۱ ټنو ډېر زعفران صادر کړي دي.

همدارنګه په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کښت لاندې ده چې نږدې ۱۲ زره هکټاره یې په هرات کې ده.

هرات د افغانستان د نږدې ۹۰ سلنه زعفرانو په تولید سره د دغه محصول د کښت او پروسس اصلي مرکز ګڼل کېږي.

100%

سره زر

زعفران چې د اقتصادي ارزښت له امله ورته «سره زر» ویل کېږي، په وروستیو کلونو کې د افغانستان په یوه مهم صادراتي محصول بدل شوی دی.

د افغانستان زعفرانو په بلجیم کې د «ذایقې» د نړیوالې موسسې د ۲۰۲۶ کال په ارزونه کې د لوړ کیفیت او ځانګړي عطر او خوند له امله د لسم ځل لپاره د «نړۍ د غوره زعفرانو» لقب ترلاسه کړ.

سره له دې نړیوال شهرت او د صادراتو زیاتوالی لا هم د هغو ټولو کسانو د ژوند د وضعیت د متناسب ښه والي په مانا نه دی چې د دغه محصول په تولید کې ونډه لري.

د نجونو زیار او لږ مالي امکانات

د حاصلاتو د راټولولو په فصل کې زرګونه ښځې او نجونې د زعفرانو په کروندو او د پروسس په مرکزونو کې کار کوي.

د ګلانو د جلا کولو، پاکولو او صادراتو لپاره د دغه محصول د چمتو کولو ډېره برخه کار د ښځو پر اوږو دی.

د افغانستان د زعفرانو د اتحادیې په وینا، د حاصلاتو د راټولولو په فصل کې نږدې ۵۰ زره کسان په دغه برخه کې کار کوي چې شاوخوا ۹۵ سلنه یې ښځې دي.

په هرات کې یوه کارګره ښځه وايي چې د یوه کیلوګرام زعفرانو د پاکولو لپاره یوازې ۵۰ افغانۍ مزد ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې د همدومره زعفرانو ارزښت په کورني بازار کې شاوخوا سل زره افغانۍ دی.

مهتاب، هغه نجلۍ چې د ښوونځي په رخصتیو کې د زعفرانو په کرونده او فابریکه کې کار کوي، وايي چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله یې دغه کار ته مخه کړې ده.

د ډېرو کم عاید لرونکو ښځو او کورنیو لپاره د زعفرانو موسمي کار د ژوند د ځینو لګښتونو د پوره کولو لپاره یو فرصت دی؛ خو دا فرصت معمولاً یوازې د حاصلاتو د راټولولو او د محصول د پروسس تر فصل پورې محدود پاتې کېږي.

بنسټیزې ستونزې څه دي؟

د زعفرانو صادروونکي وايي، چې بانکي ستونزې، د پیسو لېږد، د ترانسپورت لګښتونه او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی د دغه محصول د صادراتو د پراختیا پر وړاندې اصلي خنډونه دي.

د معیاري پروسس، بسته بندۍ او بازارموندنې لپاره د کافي اسانتیاوو نشتوالي دا لامل هم شوی چې د افغانستان د زعفرانو یوه برخه په ناپیلې بڼه صادره شي او تولیدوونکي ونه شي کولی د خپل محصول له بشپړ اضافي ارزښت څخه ګټه پورته کړي.

د دې ننګونو سره سره، بهرني بازارونه لا هم د افغانستان زعفرانو ته لېوالتیا ښيي.

نوي راپورونه له شلو څخه زیاتو هېوادونو ته د دغه محصول د صادرېدو خبر ورکوي، چې په هغو کې اروپایي هېوادونه، امریکا او هند شامل دي.

د کروندګرو د ملاتړ ټینګار

اقتصادي کارپوهان وايي، چې د دې لپاره چې زعفران د افغانستان د کرنیز اقتصاد په یوې باثباته اډانې بدل شي، له دهقانانو ملاتړ، د پروسس د معیاري فابریکو جوړول، د ملي نښان پیاوړي کول، نړیوالو بازارونو ته مستقیم لاسرسی برابرول او د تولیدوونکو د کوپراتیفونو جوړول اړین دي.

د هرات د زعفرانو په یوولسم جشن کې تولیدوونکو او د دې برخې کارګرو هم د صادراتي بازارونو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ؛ خو د دوی غوښتنه یوازې د صادراتو زیاتوالی نه دی. هغوی غواړي چې د زعفرانو د نړیوال شهرت عاید، د تولیدوونکو کورنیو د ژوند او معیشت په ښه کولو کې لویه برخه ولري.

طالبانو په بدخشان کې د شیعه‌ګانو جومات نیولی

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۸ GMT+۰
100%

د بدخشان د نُسي ولسوالۍ د ارخود کلي اوسېدونکي وايي، طالبانو یې جامع جومات نیولی او د شیعه‌مذهب پیروانو ته اجازه نه ورکوي چې ترې ګټه واخلي. د خلکو په وینا، سره له دې چې د طالبانو یوه پلاوي د جومات د بېرته سپارلو امر کړی، خو د دې ډلې سیمه‌ییز چارواکي یې له پلي کولو ډډه کوي.

ځايي سرچینو د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په دویمه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ارخود کلي د دولس‌امامي شیعه‌ګانو جامع جومات څو کاله مخکې د طالبانو د قوماندان جمعه‌خان فاتح په امر نیول شوی او له هغه وخت راهیسې شیعه‌ګان په بشپړ ډول په دې جومات کې له لمانځه او ترې استفادې کولو څخه محروم شوي دي.

د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو دغه جومات په خپلو شخصي لګښتونو جوړ کړی و؛ خو د ودانۍ له بشپړېدو سره سم طالبانو جومات ونیو او د همدې کلي د یو شمېر سني‌مذهبو اوسېدونکو په واک کې یې ورکړ.

ځايي اوسېدونکي وايي، د سیمې د نفوس غوڅ اکثریت شیعه‌ګان دي او یوازې څو سني کورنۍ د طالبانو په ملاتړ د جومات کنټرول په لاس کې لري.

سرچینې زیاتوي، د جمعه فاتح تر نیول کېدو وروسته د طالبانو یو پلاوی سیمې ته ولاړ او د خلکو د شکایتونو له څېړلو وروسته یې امر وکړ چې جومات دې شیعه‌ګانو ته بېرته وسپارل شي. خو دغه امر تر اوسه نه دی عملي شوی او شیعه‌ګان له نویو ګواښونو سره مخ شوي دي.

د سرچینو په وینا، د کلي د اوسېدونکو استازي د لړم میاشتې په لومړیو کې د دغه پلاوي د امر د پلي کېدو د تعقیب لپاره د ولسوالۍ مرکز ته ورغی؛ خو د جمعه فاتح د پخوانیو نږدې کسانو له خوا ونیول شو او وځورول شو. دغه کسان اوس د طالبانو د استخباراتو او پولیسو په ادارو کې دندې لري.

د بدخشان د درواز سیمې مذهبي لږکیو تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو، په ځانګړې توګه په سیمه کې د دې ډلې د پخواني قوماندان جمعه فاتح له تاوتریخوالي ډک چلند او مذهبي ځپنې څخه شکایت کړی و.

د جمعه فاتح له تسلیمېدو وروسته طالبانو سیمې ته یو پلاوی ولېږه، څو د هغه د څو کلونو کړنې وڅېړي. خو د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه پلاوي ډېری موندنې او سپارښتنې تر اوسه نه دي عملي شوې او پر مذهبي لږکیو فشارونه لا هم دوام لري.

اسماعیلیه او دولس‌امامي شیعه‌ګان د بدخشان د درواز سیمې له هغو مذهبي ډلو څخه دي چې د طالبانو له پراخو ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي.

یوناما د روان کال د زمري په میاشت په یوه راپور کې اعلان وکړ چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیه مذهب ۳۳ عبادت ځایونه تړلې او د دې مذهب پر پیروانو یې مذهبي محدودیتونه زیات کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ په بدخشان ولایت کې د اسماعیلیه وګړو عبادت ځایونه تړلې او د دې مذهب پیروانو ته یې امر کړی چې له دغو ځایونو څخه د عبادت لپاره ګټه وانخلي.