د اروپايي ټولنې استازی: د طالبانو د په رسمیت پېژندلو هېڅ اراده نه لرو

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوي ځانګړي استازي توماس فریلسن څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو یا هغوی ته د رسمي مشروعیت ورکولو لپاره هېڅ ډول اراده او لېوالتیا نشته.
نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې له طالب چارواکو سره لیدنې یوازې په تخنیکي او عملي کچه دي او دا چاره د هغوی د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.
فریلسن وویل چې اروپايي ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده یورو مرسته کړې او اساسي اصل دا دی چې دا مرستې د ښځو له خوا او د هغوی لپاره وي. هغه زیاته کړه، په تېره جون میاشت کې په بروکسل کې له طالبانو سره ترسره شوې لیدنه یوازې د هغو کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د همغږۍ لپاره وه چې په جدي امنیتي او جنايي جرمونو محکوم شوي دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د بېرته شړل کېدونکو کسانو شمېر ډېر محدود دی او دا بهیر د نړیوالو قوانینو او د نه ستنولو د اصل په پام کې نیولو سره پرمخ وړل کېږي.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په افغانستان کې د نشهيي توکو او امنیتي ګواښونو په اړه هم جدي اندېښنه وښوده. هغه د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ وویل چې د کوکنارو کښت بیا پنځه برابره زیات شوی او طالبان باید د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت زمینه برابره کړي. فریلسن زیاته کړه، سره له دې چې طالبانو د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې ځینې ګامونه اخیستي، خو دغه ډله لا هم د فعالیت توان لري او د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ بلل کېږي.
نوموړي همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي کړکېچونو او بېثباتۍ په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې داسې ناامنه چاپېریال ترهګرو ډلو ته د فعالیت او جلب او جذب فرصت برابروي. د هغه په وینا، اروپايي ټولنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د هواري او منځګړیتوب د ټولو هڅو ملاتړ کوي څو سیمه د ترهګرۍ په خوندي پټنځای بدله نه شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پوځي نښتې او بریدونه زیات شوي دي. پاکستاني پوځ په ځانګړي ډول د کونړ په دانګام او نورو سیمو هوایي او توپخانهيي بریدونه وکړل چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته او روغتیایي مرکزونه او ښوونځي زیانمن شول.
دغو دوامداره نښتو په سرحدي سیمو کې زرګونه کسان بېځایه کړي او طالبانو هم دغو سیمو ته خپل اضافي جنګیالي لېږلي دي.
