خو د بارب فاطمې دغه لیدنې تر ډېره د پېژندګلوۍ او د افغانستان له وضعیت سره د بلدتیا بڼه لري او لا هم د دغه هېواد د کړکېچ د هواري لپاره د یوه سیاسي بهیر د پیل روښانه نښه نه لیدل کېږي.
مېرمن فاطمه چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش له خوا دې دندې ته نومول شوې، د بنګلهدېش تجربه لرونکې ډیپلوماټه ده او په دوهاړخیزه او څواړخیزه ډیپلوماسۍ، د پالیسیو جوړولو او د نړیوالو پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې تر ۳۰ کلونو زیاته تجربه لري.
نوموړې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې د ایسارو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمو مخ پر ودې هېوادونو په چارو کې د دغه سازمان د عالي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بنګلهدېش د سفیرې او دایمي استازې په توګه هم کار کړی او لومړنۍ ښځه وه، چې د ملګرو ملتونو د سولې ټینګښت کمېسیون مشري یې پر غاړه لرله.
پرلهپسې سفرونه او د طالبانو له چارواکو سره د پېژندګلوۍ لیدنې
رباب فاطمې په کابل کې د خپل ماموریت له پیل وروسته، د طالبانو د ادارې له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو او بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو لړۍ پیل کړې ده. دغه لیدنې په لومړي پړاو کې د پېژندګلوۍ بڼه لري، ځکه نوموړې تازه د یوناما مسوولیت پر غاړه اخیستی او هڅه کوي د افغانستان له میداني وضعیت سره بلدتیا پیدا او له بېلابېلو لورو سره د اړیکو لارې جوړې کړي.
هغې تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي، د اقتصاد له وزیر دینمحمد حنیف، د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي، د ریاستالوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د عامې روغتیا له وزیر نورجلال جلالي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر عطاالله عمري سره لیدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د دوحې بهیر د څلورمې ناستې موضوع هم مطرح شوې ده.
مېرمن فاطمې کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له ځايي چارواکو، د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال والي سره هم لیدلي دي. نوموړې د طالبانو د چارواکو ترڅنګ، له ښځینه سوداګرو، مدني فعالانو، خبریالانو، د خصوصي سکټور له استازو او بېرته راستنو شویو کسانو سره هم خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې استازې تر اوسه ننګرهار، بامیان او کندهار ولایتونو ته سفرونه کړي دي، خو د یوناما د نوي ماموریت په اړه د طالبانو هرکلی سوړ او له احتیاطه ډک و. د دې ډلې چارواکو د یوناما د راپورونو او فعالیتونو په اړه په وار وار ټینګار کړی، چې دغه بنسټ باید بېطرفه پاتې شي او د افغانستان د وضعیت پر هغو برخو تمرکز ونه کړي، چې دوی یې «منفي اړخونه» بولي.
د یوناما اصلي ماموریت
د یوناما اصلي ماموریت یوازې د بشري مرستو همغږي او د بشري حقونو د وضعیت څارنه نه ده. د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو اسانتیا برابرول، د یوه ټولشموله سیاسي جوړښت په رامنځته کېدو کې مرسته او د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د هڅو ملاتړ د دغه بنسټ له اساسي مسوولیتونو څخه دي. خو په تېرو پنځو کلونو کې د یوناما د ماموریت دغه برخه نږدې له پامه غورځول شوې او ملګري ملتونه نه دي توانېدلي، چې د طالبانو او نورو سیاسي جریانونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو اغېزناک بهیر رامنځته کړي او د افغانستان سیاسي کړکېچ لا هم بېحللارې پاتې دی.
د طالبانو چارواکي واک ته د خپلې ډلې بېرته رسېدل د جګړې او د افغانستان د کړکېچ پای بولي او د خپلې ادارې پر مشروعیت ټینګار کوي، خو د دې ډلې سیاسي مخالفان، مدني فعالان، د افغانستان د ټولنې لویه برخه او نړیواله ټولنه له دې لیدلوري سره موافق نه دي. دوی باور لري، چې له واکمن جوړښت څخه د نورو سیاسي جریانونو ایستل، د سیاسي مشارکت نشتوالی، د وګړو پر حقونو پراخ محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د ښځو محرومول نه یوازې د افغانستان کړکېچ پای ته نه دی رسولی، بلکې هغه ته یې نوې بڼې هم ورکړې دي.
له دې لیدلوري، د افغانانو ترمنځ له ټولشموله سیاسي خبرو اترو او د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو جریانونو له ګډون پرته د افغانستان د کړکېچ حل ناشونی دی. خو یوناما په تېرو پنځو کلونو کې د دا ډول خبرو اترو لپاره د زمینې په برابرولو نه ده توانېدلې.
ملګرو ملتونو د دوحې د بهیر په پیلولو سره هڅه وکړه، چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل زمینه برابره کړي، خو دغه بهیر د افغانانو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو لامل نه شو. د طالبانو استازو د واک د جوړښت او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه له ټولشموله خبرو اترو ډډه کړې او هڅه یې کړې، چې د دوحې ناستې تر ډېره له نړیوالې ټولنې سره پر تعامل، اقتصادي مسایلو، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې او د بدیلو مرستو پر ترلاسه کولو متمرکزې کړي.
رباب فاطمې په خپلو لیدنو کې د افغانستان د سیاسي بهیر د پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو د هیلو او تمو یادونه کړې، خو تر اوسه د طالبانو په چلند کې د بدلون یا د یوه مانادار سیاسي بهیر د پیل کومه څرګنده نښه نه لیدل کېږي.
د یوناما د ماموریت له اصلي موخې څخه انحراف
د یوناما پر فعالیتونو یوه اساسي نیوکه دا ده، چې د دغه بنسټ سیاسي ماموریت ورو ورو د بشري او اقتصادي فعالیتونو تر سیوري لاندې راغلی دی.
یوناما په عملي توګه د خپلو فعالیتونو مهمه برخه د بشري مرستو همغږۍ، د طالبانو له ادارې سره تعامل او د عامه خدمتونو اړوند مسایلو تعقیب ته ځانګړې کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د دغه بنسټ اصلي مسوولیت سیاسي رول لوبول او د افغانستان د کړکېچ په حل کې مرسته کول دي، نه دا چې د اجراییوي او خدمتونو وړاندې کوونکو بنسټونو ځای ونیسي.
یوناما اوس په افغانستان کې د خدمتونو او پراختیايي فعالیتونو د همغږۍ په یوه لویه برخه کې رول لري؛ داسې رول چې په تېرو کلونو کې یې دومره پراخوالی نه درلود. په ورته وخت کې، د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې او د دغو مرستو د احتمالي انحراف په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. د بشري حقونو د نقض د پېښو مستندول او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راپور ورکول هم د یوناما له نورو فعالیتونو څخه دي. خو منتقدان وايي، چې دغه راپورونه د افغانستان د وضعیت یوازې یوه محدوده برخه رانغاړي او د طالبانو د سیاستونو د بدلون لپاره یې د اغېزناک فشار په رامنځته کولو کې ونډه نه ده لرلې.
خو طالب چارواکو هم په وار وار د یوناما راپورونه غیرواقعي او تبلیغاتي بللي دي.
مېرمن فاطمې د طالبانو له ادارې سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو د پراختیا او په نړیوالو تعاملاتو کې د دې ډلې د ونډې د زیاتولو لپاره د یوه «واقعبینانه» پروګرام خبره کړې ده. دغه پروګرام د ۲۰۲۷ او ۲۰۲۸ کلونو لپاره د یوناما په لومړیتوبونو کې شامل دی.
خو د یوناما د نوې مشرې بریا پر ګڼو عواملو پورې تړلې ده؛ لکه د بنګلهدېش د ډیپلوماتیک نفوذ کچه او له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې، د امنیت شورا د غړو ملاتړ او د طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د سترو قدرتونو د بېلابېلو لیدلورو ترمنځ د توازن رامنځته کولو لپاره د نوې استازې وړتیا.
یو سیاسي فعال باور لري، چې د یوناما ماموریت ورځ تر بلې محدودېږي او فعالیتونه یې محافظهکارانه کېږي. د هغه په وینا، طالبان د دغه بنسټ پر فعالیتونو د پرلهپسې نیوکو او د راپورونو په اړه د نارضایتۍ په څرګندولو سره هڅه کوي، یوناما کمزورې او په پای کې تر خپل کنټرول لاندې راولي. دا وضعیت ښايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې استازې لپاره هم ننګونې رامنځته کړي. نوموړې له یوې خوا باید له طالبانو سره د اړیکو لارې پرانیستې وساتي او له بلې خوا نه شي کولای، د بشري حقونو، سیاسي مشارکت او ټولشموله جوړښت د رامنځته کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مسوولیتونو سترګې پټې کړي.
دې دندې ته د یوې ښځې ټاکل په داسې حال کې شوي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او داسې ښکاري، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته په پام سره، دغه هېواد ته د خپلو استازو په ټاکلو کې د ښځو حضور ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي د ټاکلو موضوع هم ښايي په افغانستان کې د دغه سازمان د استازې پر دریځ اغېز وکړي او که یوه ښځه دې دندې ته وټاکل شي، ښايي د رباب فاطمې د ماموریت لپاره ډېره پاملرنه او ملاتړ زیات شي. خو د طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ اختلافونه به لا هم د هر ډول همغږي سیاسي اقدام پر وړاندې مهم خنډ وي.
رباب فاطمه د رزا اوتونبایوا ځایناستې شوې ده؛ هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانۍ استازې وه، چې د مسوولیت پر مهال یې د دوحې بهیر او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل هڅې د کار په لومړیتوبونو کې وې. خو د هغې کړنې له پراخو نیوکو سره مخ شوې. منتقدانو د هغې ماموریت ناکام بللی او د ملګرو ملتونو د سیاسي او بشري حقونو د موخو د پرمخ بېولو لپاره یې د هغې وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
د اوتونبایوا د ماموریت پر مهال د دوحې بهیر د طالبانو او د افغانستان د نورو جریانونو ترمنځ د ټولشموله سیاسي خبرو اترو په رامنځته کولو کې پاتې راغی. د یوناما فعالیتونه هم تر ډېره د بشري حقونو د نقض د پېښو پر مستندولو او امنیت شورا ته پر راپور ورکولو متمرکز پاتې شول؛ هغه راپورونه چې د طالبانو چارواکو غیرواقعي او تبلیغاتي بللي دي.
رباب فاطمه هڅه کوي، چې د دوحې د بهیر څلورمه ناسته جوړه کړي، خو داسې نه ښکاري چې طالبان دې د افغانستان د سیاسي کړکېچ په اړه خبرو اترو او مذاکراتو ته چمتو وي. پنځه کلن نړیوال انزوا، د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه پېژندل کېدل، بانکي او اقتصادي بندیزونه او د مخالفتونو زیاتوالي هم د طالبانو دریځ نه دی بدل کړی. له همدې امله، لرې ښکاري چې یو بهرنی ډیپلومات چې رول یې تر ډېره سمبولیک دی، وکولای شي په دې وضعیت کې د پام وړ بدلون راولي.