• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مکې دفاعي ایتلاف ناسته په اسلام‌اباد کې پیل شوه

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۳۶ GMT+۰

د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او لوړپوړو پوځي قوماندانانو د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د مکې دفاعي ایتلاف دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه. د دې ناستې اصلي موضوع پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونو ته د ګډ ځواب ویل بلل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په یاده ناسته کې د درېیو هېوادونو چارواکي د پوځي همکاریو، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې، د ګډ دفاعي پلان جوړولو او د امنیتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې کوي. د غونډې ګډونوال د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په وړاندې د ګډ دریځ او غبرګون څرنګوالی هم ارزوي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د غونډې تر پیل مخکې ویلي چې د مکې دفاعي تړون له مخې، د سعودي عربستان پر وړاندې هر ډول ګواښ د پاکستان او ترکیې پر وړاندې هم ګواښ ګڼل کېږي.
بل لور ته د غونډې له پیل سره هم‌مهاله، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مکې دفاعي تړون په رسمي توګه تایید کړ او په دې سره په پاکستان، سعودي عربستان او ترکیه کې د دغه تړون د تصویب بهیر بشپړ شو.
پاکستان د غونډې د جوړېدو له امله د جمعې ورځ په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې عمومي رخصتي اعلان کړې او د تګ راتګ محدودیتونه یې لګولي دي.
پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د روان کال د زمري په ۱۶مه د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید د ائتلاف پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.
د ایتلاف دایمي دارالانشا په ریاض کې جوړه شوې او د پاکستان متقاعد جنرال نعمان محمود د درېیو کلونو لپاره د دغه ایتلاف د لومړي سرمنشي په توګه ټاکل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۳

د طالبانو نه رسمیت او له پاکستان سره کړکېچ د ټاپي پروژې د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي

۴

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۵

شهرزاد اکبر: طالبان ښځې د نارینه‌و د ملکیت یوه برخه ګڼي

•
•
•

نور خبرونه

وای‌نت: موساد له امریکا پرته پر ایران د برید ملاتړ کړی دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۰
100%

د ایران او اسراییل ترمنځ د احتمالي جګړې د پراخېدو په درشل کې د موساد مشر له امریکا پرته پر ایران د برید ملاتړ کړی، خو د اسراییل پوځ ګډ عملیات غوره ګڼي. بل‌خوا، تهران ګواښ کړی، چې په احتمالي راتلونکې جګړه کې به د امریکا پوځي اډې، اقتصادي ګټې او تاسیسات په نښه کړي.

د اسراییل د «وای‌نت» خبري وېب‌پاڼې د موساد د مشر رومن ګوفمن له قوله لیکلي، چې د ایران د کیمیاوي وسلو د احتمالي پروګرام په اړه د اندېښنو له امله د دغه هېواد پر وړاندې د اسراییل د یو اړخیز پوځي برید ملاتړ کړی او باور لري، که اړتیا وي، اسراییل باید د امریکا له ګډون پرته هم اقدام وکړي.

د راپور له مخې، اسراییلي چارواکي د جنورۍ په لومړیو کې د امریکا د نوي کانګرس د کار تر پیل مخکې موده د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره یو مناسب فرصت ګڼي.

وای‌نت لیکلي، ګوفمن باوري دی چې د پوځي اقدام نور ځنډ ښايي ایران ته فرصت ورکړي چې د کیمیاوي وسلو له پروګرام سره تړلې وړتیاوې پراخې کړي او په دې توګه د دغه ګواښ مخنیوی لا ستونزمن شي.

خو د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زامیر سره له دې چې د یاد ګواښ په اړه اندېښنه لري، باوري دی، چې خطر لا هم بېړنی نه‌دی. نوموړی غوره ګڼي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجازې ته انتظار وکړي، څو پوځي عملیات له امریکا سره په ګډه ترسره شي.

بل‌خوا، د ایران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو مرستیال سیروس امان‌اللهي د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «ایرنا» ته ویلي، که دښمنانو تر اوسه په بېلابېلو سیمو کې ځمکني عملیات نه‌دي کړي، لامل یې د خلکو حضور دی.

امان‌اللهي د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) ویلي: «موږ باور لرو چې باید د شهیدانو لاره تعقیب کړو او تر وروستي کس پورې به اجازه ورنه‌کړو چې دښمن د ایران خاورې ته ننوځي او په هره بیه به د خپل هېواد دفاع وکړو».

نوموړي زیاته کړې: «د هر دښمن پر وړاندې، د هغه له هر ډول وړتیا سره، چې زموږ پولو ته په بده سترګه وګوري، تر هغه وخته به مقاومت کوو چې زموږ په رګونو کې وینه روانه وي».

د ایران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو مرستیال همدارنګه ادعا کړې، چې د وسله‌والو ځواکونو، په ځانګړي ډول د ځمکنیو ځواکونو جنګي چمتووالی د دغه هېواد د مشر او د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په رهبرۍ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان د اهواز استازي مجتبی یوسفي هم د احتمالي راتلونکې جګړې په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی دی.

یوسفي د جمعې په ورځ د «دیدبان ایران» وېب‌پاڼې ته ویلي، په راتلونکې جګړه کې به د امریکا اقتصادي ګټې، په اروپا او سیمه کې د دغه هېواد پوځي اډې او هغه زیربناوې چې له امریکا سره همکاري کوي، د ایران مشروع هدفونه وي.

نوموړي ګواښ کړی، چې په سیمه او اروپا کې د امریکا د ملاتړو زیربناوو ته زیان رسول به په راتلونکې جګړه کې نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د ایران د پارلمان دغه غړي زیاته کړې: «دا یو حقیقت دی چې پر امریکا باور ګټه نه‌لري او په راتلونکې جګړه کې به هغوی د ۴۰ ورځنۍ جګړې پرتله ډېر زیان وویني، چې ځینې زیانونه به یې نه جبرانېدونکي وي».

یوسفي د ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول د عراق له لوري د ځمکنۍ محاصرې د احتمال په اړه هم ویلي، که د ګاونډیو هېوادونو مشران د ټرمپ د غوښتنو له مخې عمل وکړي، ایران د متقابل اقدام لپاره لازم وسایل او امکانات لري.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۵ GMT+۰
100%
د انځور په اړه د پېژندنې لپاره یوازې د فایل نوم ورکړل شوی؛ په انځور کې څه ښکاري، نه دي معلوم.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې وسله‌والې شخړې، اقتصادي فشارونه، اقلیمي ناورینونه او د نړیوالو مرستو کمښت د دې لامل شوي، چې ډېری کورنۍ خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کولو ته اړې کړي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، نړۍ تر ۲۰۳۰ کال پورې د ماشومانو د ودونو د پای ته رسولو په تړاو له خپلې کړې ژمنې شاته پاتې ده.

دغه راپور د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۶مه) د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له منځه وړلو له لومړۍ نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله خپور شوی دی.

د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي، چې هر کال په نړۍ کې ۱۲ میلیونه له ۱۸ کلونو کم‌عمره نجونې واده کېږي. دا شمېره په هره دقیقه کې د ۲۳ نجونو او په هرو درېیو ثانیو کې د یوې نجلۍ له واده سره برابره ده.

د ماشومانو د حقونو دغه مدافع بنسټ ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو د ودونو کچه یوازې ۳،۴ سلنه راټیټه شوې او له ۲۱،۹ سلنې څخه ۱۸،۵ سلنې ته رسېدلې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې په تېرو دوو کلونو کې په دې برخه کې نږدې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د اوسني بهیر دوام د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې د ماشومانو د ودونو د له منځه وړلو هدف له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د دغه راپور په یوې برخه کې د جګړو ځپلو سیمو بحراني وضعیت ته هم اشاره شوې ده. د ملګرو ملتونو د هغو شمېرو له مخې، چې په راپور کې خپرې شوې، په غزه کې د ۲۰۲۶ کال په دویمې درېیو میاشتو کې د کم‌عمره او جبري ودونو پېښې د همدې کال د لومړۍ درې‌میاشتې پرتله ۱۲۳ سلنه زیاتې شوي، چې ۱۶ سلنه قربانیان یې له ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکې نجونې دي.

د دغه سازمان په وینا، له دې شاتګ سره سره، د بنګله‌دېش او سیرالیون په څېر هېوادونو تجربې ښيي، چې بدلون ممکن دی. په بنګله‌دېش کې د نجونو پر زده‌کړو د دوامدارې پانګونې او د ټولنیز ملاتړ له لارې د ماشومانو د ودونو کچه له ۶۲،۷ سلنې څخه ۴۷،۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د دغه سازمان د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي برخې نړیوالې لوړپوړې سلاکارې راهیناتو ادامو حسینې ویلي: «د ماشومانو ودونه کلتوري اړتیا نه‌ده، بلکې هغه ضرب‌الاجل دی، چې یوه نجلۍ ته د خپل ژوند د کیسې د لیکلو له فرصت وړاندې پر هغې تپل کېږي او د زده‌کړو، روغتیا او ازادۍ حقونه یې تر پښو لاندې کوي».

دغه سازمان له حکومتونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د زیانمنونکو کورنیو د ملاتړ پروګرامونو بودجه او د نجونو پر زده‌کړو پانګونه په بېړنۍ توګه زیاته کړي.

ملګرو ملتونو هم د ماشومانو، کم‌عمره او جبري ودونو د له منځه وړلو د لومړۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې هر کال په نړۍ کې تر ۱۲ میلیونو ډېرې نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کېږي. د دغو شمېرو له مخې، په هرو درېیو ثانیو کې یوه نجلۍ په کم عمر کې واده کېږي.

په افغانستان کې د یونیسف د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د څو برخو سروې له مخې، له ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ښځو شاوخوا ۲۸،۷ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی. په ځینو سیمو کې دغه کچه نږدې ۵۰ سلنې ته رسېږي.

د طالبانو له‌خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او پر ښځو پراخ محدودیتونه هغه مهم عوامل دي، چې د کم‌عمره او جبري ودونو خطر زیاتوي. د ملګرو ملتونو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی، چې له زده‌کړو، اقتصادي فرصتونو او خپلواکۍ څخه د نجونو محرومول، هغوی په کم عمر کې د واده له ګواښ سره لا ډېر مخ کوي.

د اسراییل پوځ د لبنان د حزب‌الله پوځي مرکزونه بمبار کړي

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۲ GMT+۰
100%

د اسراییل پوځ ویلي، چې د لبنان په عین‌التینه سیمه کې یې د حزب‌الله ډلې د رضوان ځواکونو په یوه روزنیز کمپ کې لسګونه توغندي او د توغندیو توغولو مرکزونه بمبارد کړي دي. د اسراییل د پوځ په وینا، دغه تجهیزات د اسراییلي پوځيانو او ملکي وګړو پر ضد د بریدونو لپاره په پام کې نیول شوي وو.

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې هوايي ځواکونو یې د عین‌التینه په سیمه کې د یوه برید پر مهال یادې موخې پېژندلي او بمبارد کړې دي. د دغه پوځ په وینا، په نښه شوي تجهیزات د حزب‌الله ډلې د رضوان ځواکونو چې د دې ډلې ځانګړې څانګه ده، په یوه روزنیز کمپ کې ځای پر ځای شوي وو او د پوځي روزنې او فعالیتونو لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې دغه برید د یادو وسلو له ګواښ څخه د خلاصون په موخه ترسره شوی دی. پوځ ټینګار کړی، حزب‌الله ته به اجازه ورنه‌کړي چې اسراییلي پوځیان یا ملکي وګړي په نښه کړي او د هغه څه پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي چې د دې ډلې ګواښونه یې بولي.

د اسراییل پوځ په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې دغه هېواد د اوربند تړون ته د ژمنتیا ترڅنګ خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي. اسراییل تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي وو، چې د حزب‌الله پر مرکزونو او تاسیساتو بریدونه د دې ډلې د پوځي وړتیاوو د بیا رغېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.

د برید د ځای په اړه راپورونه

د برید د ځای د جغرافیایي موقعیت په اړه په راپورونو کې دوه بېلابېل ادرسونه ښودل شوي دي. د اسراییل پوځ عین‌التینه د لبنان په سوېل کې یوه سیمه بللې، خو د «ټایمز اف اسراییل» ورځپاڼې او د دې رسنۍ پوځي خبریال د برید ځای د لبنان په ختیځ کې د بقاع درې سیمه ښودلې ده.

د دې رسنۍ د راپور له مخې، یاده سیمه د اسراییل له پولې شاوخوا ۲۵ کیلومتره شمال ته پرته ده.

لبناني رسنیو هم د بقاع په سیمه کې له څو هوايي بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د عین‌التینه او شاوخوا سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. ځینو راپورونو د مشغره او تومات نیحا سیمو کې هم د بریدونو یادونه کړې، خو د اسراییل پوځ په خپله خبرپاڼه کې په مشخص ډول د عین‌التینه په سیمه کې د رضوان ځواکونو پر روزنیز کمپ د توغندیو او د هغو د توغولو پر مرکزونو د برید یادونه کړې ده.

د رضوان ځواکونه څوک دي؟

د رضوان ځواکونه د لبنان د حزب‌الله ډلې له ځانګړو څانګو څخه دي، چې د دې ډلې په پوځي عملیاتو او د ځواکونو په روزنه کې رول لري. اسراییل دغه ځواکونه د خپلې شمالي پولې د امنیت پر وړاندې یو له مهمو ګواښونو څخه بولي او په تېرو کلونو کې یې څو ځله د دغو ځواکونو اړوند مورچې او پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

د دې راپور تر خپرېدو پورې، د اسراییل پوځ د له‌منځه وړل شویو توغندیو او د توغولو مرکزونو کره شمېر نه‌دی اعلان کړی. همدارنګه، د مرګ‌ژوبلې، د اوښتو زیانونو او د حزب‌الله ډلې د رسمي غبرګون په اړه خپلواک معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د «ټایمز اف اسراییل» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دغه برید کې د چا د ټپي کېدو خبر نه‌دی ورکړل شوی.

د سعودي عربستان د تېلو پر چاڼ‌ځای برید؛ یو کارکوونکی وژل شوی او ځینې فعالیتونه درېدلي

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي، چې په جازان ښار کې د ارامکو شرکت د تېلو پر چاڼ‌ځای په هوايي برید کې یو نیپالی کارکوونکی وژل شوی، څو نور ټپیان دي او د دغه چاڼ‌ځای ځینې فعالیتونه په موقتي توګه درول شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت په خپله اعلامیه کې د برید مسوول لوری نه دی په ګوته کړی، خو د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي، چې دغه برید د ایران په ملاتړ حوثیانو کړی دی.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت په وینا، برید د تېلو په چاڼ‌ځای کې د اورلګېدنې لامل شوی، چې وروسته تر کنټرول لاندې راوستل شوې دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې بېړنۍ او تخنیکي ډلې د پېښې سیمې ته رسېدلې او د اوښتو زیانونو او تاسیساتو د خوندیتوب ارزونه کوي.

د جازان د تېلو چاڼ‌ځای د سعودي عربستان په سوېل لوېدیځ کې له یمن سره پولې ته څېرمه موقعیت لري او هره ورځ د ۴۰۰ زره بېرلو خامو تېلو د چاڼولو ظرفیت لري.

دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې حوثیانو د سعودي عربستان د تېلو پر تر ټولو لوی چاڼ‌ځای «راس تنوره» او د سرې بحیرې پر جده او جازان بندرونو د بریدونو مسوولیت منلی و.

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي، چې د جازان د تېلو پر چاڼ‌ځای د برید په غبرګون کې یې د یمن په حدیده بندري ښار کې د حوثیانو د توغندیو د توغولو یو مرکز له منځه وړی دی.

دغه ایتلاف تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه به له «پرېکنده پوځي غبرګون» سره مخ شي.

د رویټرز د راپور له مخې، حوثیان چې د پلازمېنې صنعا په ګډون د یمن ګڼ نفوسه سیمې تر واک لاندې لري، د روان کال په جولای میاشت کې د یمن د کورنۍ جګړې له بیا پیلېدو راهیسې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو، د تېلو پر تاسیساتو او اداري ودانیو بریدونه کوي.

د حوثیانو دغو بریدونو تر دې وړاندې هم د ارامکو شرکت ځینې فعالیتونه په موقتي توګه درولي او ریاض ته د ډېری نړیوالو الوتنو د لغوه کېدو لامل شوي دي.

دغو بریدونو سعودي عربستان اړ کړی، چې د اسیا د فوټبال جام او د راتلونکې پانګونې د نوښت نړیوال کنفرانس په ګډون یو شمېر مهمې نړیوالې غونډې او سیالۍ وځنډوي یا لغوه کړي.

د دواړو لورو ترمنځ جګړې له سپټمبر میاشتې راهیسې زور اخیستی، کله چې حوثیانو د یمن د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې ستراتیژیکې سیمې ونیولې او د باب‌المندب تنګي پر لور یې پرمختګ وکړ.

باب‌المندب تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او د خلیج هېوادونو د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي.

منظور پښتین: استعمار او استعماري نظام د محکومو ولسونو دوست نه شي کېدای

۵ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جمعیت علمای اسلام ګوند پر سیاسي فعالیتونو د محدودیتونو لګول غندلي او ویلي یې دي، چې استعمار او استعماري نظام هېڅکله د محکومو ولسونو دوست نه شي کېدای. نوموړي د دغه نظام پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتنه کړې ده.

پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د پوځ پر ظالمانه او ځپونکو تګلارو تر نیوکو وروسته، لومړی د هغه او د کورنۍ پر وړاندې ناسم او منفي تبلیغات وشول او اوس یې د سیاسي فعالیتونو د محدودولو هڅې کېږي.

نوموړي د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشرانو او غړو نیول، د مولانا فضل الرحمان پر وړاندې د خنډونو جوړول او د دغه ګوند د کاروانونو پر مخ د لارو تړل غیرډیموکراتیک او غیرانساني اقدامات بللي دي.

پښتین ویلي: «د سوله‌ییزې سیاسي غونډې پر وړاندې د جنرالانو دا ډول کړنې استعماري، ظالمانه او غیرانساني دي، چې د برېتانوي استعمار د دورې د تګلارو دوام دی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د دغو اقداماتو د غندلو ترڅنګ د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشرتابه او غړو سره خپل پیوستون څرګند کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ، د بلوڅانو د پیوستون کمېټې، د کشمیر د پیوستون کمېټې او په ګلګت بلتستان او سند کې پر ولسي غورځنګونو هم په زور محدودیتونه لګولي دي.

پښتین ویلي: «دا مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه ملګري په زندانونو کې بندیان دي او درې ملګري مو له یوه کال راهیسې لادرکه دي.»

د هغه په وینا، د بلوڅانو او کشمیریانو د غورځنګونو مشران او غړي هم زنداني شوي او د کشمیر د غورځنګ ګڼ غړي وژل شوي دي. نوموړي ویلي، چې په سند او ګلګت بلتستان کې هم ورته وضعیت حاکم دی.

پښتین ویلي، ان هغه سیاسي ګوندونه چې د پاکستان پر پارلماني نظام باور لري، د پوځي جنرالانو پر تګلارو د نیوکو له امله له منفي تبلیغاتو او نیونو سره مخ کېږي.

نوموړي زیاته کړې: «په دغه استعماري نظام کې یوازې هغو ګوندونو ته د غونډو، لاریونونو او سیاسي فعالیتونو اجازه ورکول کېږي، چې سل په سلو کې د دوی له خوښې سره سم عمل کوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان اوسنی نظام پر بې‌عدالتۍ ولاړ بللی او ویلي یې دي، چې دغه نظام د یوه پرازیت په څېر د نورو په زبېښلو خپل پایښت تضمینوي.

پښتین ټینګار کړی: «دا خبره باید په یاد ولرو، چې استعمار او استعماري نظام د هېچا دوست نه وي. دغه نظام به وخت ناوخت له ټولو سره همدا ډول ظلم او جبر کوي.»

نوموړي د سیاسي او ولسي غورځنګونو ترمنځ د اختلافونو پر شتون سربېره، د ګډې مبارزې غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «له ګڼو تضادونو او اختلافونو سره سره، په پراخ زړه د دغه استعمار پر وړاندې ګډه مبارزه د ولسونو او دغو ټولو سازمانونو په ګټه ده.»