د اسراییل د «واینت» خبري وېبپاڼې د موساد د مشر رومن ګوفمن له قوله لیکلي، چې د ایران د کیمیاوي وسلو د احتمالي پروګرام په اړه د اندېښنو له امله د دغه هېواد پر وړاندې د اسراییل د یو اړخیز پوځي برید ملاتړ کړی او باور لري، که اړتیا وي، اسراییل باید د امریکا له ګډون پرته هم اقدام وکړي.
د راپور له مخې، اسراییلي چارواکي د جنورۍ په لومړیو کې د امریکا د نوي کانګرس د کار تر پیل مخکې موده د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره یو مناسب فرصت ګڼي.
واینت لیکلي، ګوفمن باوري دی چې د پوځي اقدام نور ځنډ ښايي ایران ته فرصت ورکړي چې د کیمیاوي وسلو له پروګرام سره تړلې وړتیاوې پراخې کړي او په دې توګه د دغه ګواښ مخنیوی لا ستونزمن شي.
خو د اسراییل د پوځ لوی درستیز ایال زامیر سره له دې چې د یاد ګواښ په اړه اندېښنه لري، باوري دی، چې خطر لا هم بېړنی نهدی. نوموړی غوره ګڼي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اجازې ته انتظار وکړي، څو پوځي عملیات له امریکا سره په ګډه ترسره شي.
بلخوا، د ایران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو مرستیال سیروس اماناللهي د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «ایرنا» ته ویلي، که دښمنانو تر اوسه په بېلابېلو سیمو کې ځمکني عملیات نهدي کړي، لامل یې د خلکو حضور دی.
اماناللهي د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) ویلي: «موږ باور لرو چې باید د شهیدانو لاره تعقیب کړو او تر وروستي کس پورې به اجازه ورنهکړو چې دښمن د ایران خاورې ته ننوځي او په هره بیه به د خپل هېواد دفاع وکړو».
نوموړي زیاته کړې: «د هر دښمن پر وړاندې، د هغه له هر ډول وړتیا سره، چې زموږ پولو ته په بده سترګه وګوري، تر هغه وخته به مقاومت کوو چې زموږ په رګونو کې وینه روانه وي».
د ایران د ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو مرستیال همدارنګه ادعا کړې، چې د وسلهوالو ځواکونو، په ځانګړي ډول د ځمکنیو ځواکونو جنګي چمتووالی د دغه هېواد د مشر او د وسلهوالو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په رهبرۍ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان د اهواز استازي مجتبی یوسفي هم د احتمالي راتلونکې جګړې په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی دی.
یوسفي د جمعې په ورځ د «دیدبان ایران» وېبپاڼې ته ویلي، په راتلونکې جګړه کې به د امریکا اقتصادي ګټې، په اروپا او سیمه کې د دغه هېواد پوځي اډې او هغه زیربناوې چې له امریکا سره همکاري کوي، د ایران مشروع هدفونه وي.
نوموړي ګواښ کړی، چې په سیمه او اروپا کې د امریکا د ملاتړو زیربناوو ته زیان رسول به په راتلونکې جګړه کې نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
د ایران د پارلمان دغه غړي زیاته کړې: «دا یو حقیقت دی چې پر امریکا باور ګټه نهلري او په راتلونکې جګړه کې به هغوی د ۴۰ ورځنۍ جګړې پرتله ډېر زیان وویني، چې ځینې زیانونه به یې نه جبرانېدونکي وي».
یوسفي د ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول د عراق له لوري د ځمکنۍ محاصرې د احتمال په اړه هم ویلي، که د ګاونډیو هېوادونو مشران د ټرمپ د غوښتنو له مخې عمل وکړي، ایران د متقابل اقدام لپاره لازم وسایل او امکانات لري.