د دغه وزارت د تاسیساتو مرستیال عبدالستار هاشمي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) د طالبان تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، د ۶۵۰ میلیارده افغانیو په لګښت یې څه باندې پنځه لواوې جوړې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې ۱۱ کنډکونه، ۲۲ ټولۍ او یو زر او ۳۰ پوستې هم جوړې شوې دي.
د هاشمي په وینا، د دغو پروژو ترڅنګ د برېښنا په برخه کې هم ۱۰ پروژې تر کار او پلان لاندې دي چې یو میلیارد افغانۍ بودجه ورته ځانګړې شوې ده.
هاشمي په دې تړاو ویلي: «په ټوله کې د ۱ میلیار او ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تر کار او پلان لاندې د برېښنا پروژې دي او موخه یې د اردو لپاره سهولت رامنځته کول دي».
هغه همداراز ویلي: « د ۹۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت متفرقې پروژې ترسره شوي او د ۹۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت نورې پروژې تر کار او پلان لاندې دي چې روان کال به بشپړې شي».
د طالبانو د دفاع وزارت وايي، په دغو لواوو کې یې عصري تاسیسات، د نقلیه وسایطو د ترمیم کارځایونه، روغتیايي خدمتونه، د اوسېدو او اداري چارو ودانۍ او لوژستیکي اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.
په دې تړاو د طالبانو د خالد بن ولید دویمې لوا قوماندان محبالله خالد ویلي: « د امنیه قوماندانۍ او د پرسونل د اوسېدو ځایونو لپاره دغو تعمیرونو کې ډیرې اسانتیاوې برابر شوي دي».
همداراز، د طالبانو د فوقالعاده لوا مرستیال ولي محمد ویلي، چې په دغې لوا کې یې هم ټولې چارې منظمې کړي، پوستو ته یې لارې غځولې او د اوبو امکانات یې ورته برابر کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت همداراز وايي، چې د هندوکش غرونو په شاوخوا کې یې هم ګڼې پوستې جوړې کړي او په وینا یې، اجازه به ورنه کړي چې څوک د هېواد امنیت ګډوډ کړي.
که څه هم طالبانو په څرګنده توګه نهدي ویلي، چې په ځانګړي ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې څومره پوستې جوړې کړي، خو له شاوخوا یوه کال راهیسې په دې سیمه کې د دغو پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتې هم شوې دي.
تېره میاشت هم د طالبانو د ۲۱۵ «عزم» قول اردو قوماندانۍ په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له نویو جوړېدونکو پوستو لیدنه کړې وه.
د تورخم اړوند د ډیورند کرښې په اوږدو کې هم د دواړو لورو ترمنځ د پوستو د جوړېدو پر سر وخت ناوخت نښتې کېږي او یو بل ته د نویو پوستو د جوړولو اجازه نهورکوي.
څه موده وړاندې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې د تورخم دروازې ته څېرمه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړو لورو پر یو بل ډزې کړې دي. د دغو سرچینو په وینا، د نښتې لامل د طالبانو له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه د «ځنګل» په نوم د یوې پوستې د جوړولو چارې وې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شاوخوا یوه کال راهیسې اړیکې ترینګلې دي. پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلهوالو ډلو ته پناه ورکړې او دغه ډلې له افغانستان څخه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي، خو طالبانو د پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړې دي.
پاکستان د همدې ادعاوو له مخې څو ځله د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کړي او د یوناما په وینا، په ډېریو دغو بریدونو کې ملګي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.