• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ارزګان کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۲ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۶ GMT+۰

د ارزګان لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو تر منځ له شخړې وروسته په وسله‌واله نښته کې ۲ کسان وژل شوي او ۲ نور ټيپان شوي دي. مسوولین وايي، د پېښې عاملین نیول شوي دي.

د ارزګان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بلال ارزګاني د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه د لیندۍ ۶مه) رامنځته شوې ده.

هغه وايي: «تېره ورځ د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې د وېش پر سر لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې او بیا وروسته په فزیکي شخړه بدله شوې او د یوه کس له لوري د تفنګچې په وسیله ۴ کسان ویشتل شوي، چې ۲ کسانو خپل ژوند بایللی او ۲ نور ټپیان دي».

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې عاملین نیول شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي
۱
ځانګړی

د کم‌عمره او جبري ودونو د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ؛ پلوشه وايي اولادونه یې له خسره دي

۲

ایوبي: طالبان او پاکستان به د یو بل د سقوط سبب شي

۳

جرمني له ۷۵۳ افغان پناه غوښتونکو غوښتي چې د طالبانو کونسلګریو ته ورشي

۴

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۵

طالبانو له روسیې وغوښتل چې د ترکمنستان له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر اسانه کړي

•
•
•

نور خبرونه

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۰
100%
د عکس په اړه په ورکړل شوو معلوماتو کې د لیدل کېدونکې صحنې یا ځای جزئیات نشته.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې یې د ډیورند کرښې په ګډون د افغانستان په سرحدي سیمو کې ۱۰۳۰ پوستې جوړې کړې دي. دغه وزارت په دې موده کې د څو لواوو او کنډکونو له جوړولو خبر هم ورکړی دی.

د دغه وزارت د تاسیساتو مرستیال عبدالستار هاشمي د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) د طالبان تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، د ۶۵۰ میلیارده افغانیو په لګښت یې څه باندې پنځه لواوې جوړې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې ۱۱ کنډکونه، ۲۲ ټولۍ او یو زر او ۳۰ پوستې هم جوړې شوې دي.

د هاشمي په وینا، د دغو پروژو ترڅنګ د برېښنا په برخه کې هم ۱۰ پروژې تر کار او پلان لاندې دي چې یو میلیارد افغانۍ بودجه ورته ځانګړې شوې ده.

هاشمي په دې تړاو ویلي: «په ټوله کې د ۱ میلیار او ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تر کار او پلان لاندې د برېښنا پروژې دي او موخه یې د اردو لپاره سهولت رامنځته کول دي».

هغه همداراز ویلي: « د ۹۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت متفرقې پروژې ترسره شوي او د ۹۴۷ میلیونه افغانیو په ارزښت نورې پروژې تر کار او پلان لاندې دي چې روان کال به بشپړې شي».

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، په دغو لواوو کې یې عصري تاسیسات، د نقلیه وسایطو د ترمیم کارځایونه، روغتیايي خدمتونه، د اوسېدو او اداري چارو ودانۍ او لوژستیکي اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

په دې تړاو د طالبانو د خالد بن ولید دویمې لوا قوماندان محب‌الله خالد ویلي: « د امنیه قوماندانۍ او د پرسونل د اوسېدو ځایونو لپاره دغو تعمیرونو کې ډیرې اسانتیاوې برابر شوي دي».

همداراز، د طالبانو د فوق‌العاده لوا مرستیال ولي محمد ویلي، چې په دغې لوا کې یې هم ټولې چارې منظمې کړي، پوستو ته یې لارې غځولې او د اوبو امکانات یې ورته برابر کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت همداراز وايي، چې د هندوکش غرونو په شاوخوا کې یې هم ګڼې پوستې جوړې کړي او په وینا یې، اجازه به ورنه کړي چې څوک د هېواد امنیت ګډوډ کړي.

که څه هم طالبانو په څرګنده توګه نه‌دي ویلي، چې په ځانګړي ډول د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې څومره پوستې جوړې کړي، خو له شاوخوا یوه کال راهیسې په دې سیمه کې د دغو پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتې هم شوې دي.

تېره میاشت هم د طالبانو د ۲۱۵ «عزم» قول اردو قوماندانۍ په هلمند او نیمروز ولایتونو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له نویو جوړېدونکو پوستو لیدنه کړې وه.

د تورخم اړوند د ډیورند کرښې په اوږدو کې هم د دواړو لورو ترمنځ د پوستو د جوړېدو پر سر وخت ناوخت نښتې کېږي او یو بل ته د نویو پوستو د جوړولو اجازه نه‌ورکوي.

څه موده وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې د تورخم دروازې ته څېرمه د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې او دواړو لورو پر یو بل ډزې کړې دي. د دغو سرچینو په وینا، د نښتې لامل د طالبانو له لوري ډیورند کرښې ته څېرمه د «ځنګل» په نوم د یوې پوستې د جوړولو چارې وې.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شاوخوا یوه کال راهیسې اړیکې ترینګلې دي. پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسله‌والو ډلو ته پناه ورکړې او دغه ډلې له افغانستان څخه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي، خو طالبانو د پاکستان دغه ډول ادعاوې تل رد کړې دي.

پاکستان د همدې ادعاوو له مخې څو ځله د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه کړي او د یوناما په وینا، په ډېریو دغو بریدونو کې ملګي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ازادۍ جبهې کابل کې د طالبانو له لوري د ۶ پنجشېري ځوانانو د وژنې په تړاو د څېړنې غوښتنه کړې

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰
100%

ازادۍ جبهې طالبان کابل کې د ۶ پنجشېري ځوانانو پر وژنې تورن کړي او وايي، دغه ځوانان د واده له یوه محفل څخه د ستنېدو پر مهال وژل شوي دي. دغې جبهې له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي، چې دغه پېښه په خپلواکه توګه وڅېړي. دغه پېښه د تېرې چهارشنبې په سهار وختي رامنځته شوې.

افغانستان انټرنشنل تر دې وړاندې دغو ځوانانو ته د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی وو، چې هغوی د کابل په اتمه ناحیه کې د طالبانو په یوه پوسته کې له درېدو وروسته، د طالبانو د ډزو هدف ګرځېدلي او وژل شوي دي.
کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند تر دې مخکې ویلي وو، چې «شپږ غله» له طالبانو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوي، خو ازادۍ جبهې د طالبانو دا ادعا رد کړې، چې ګواکې دغه کسان وسله‌وال غله وو او په نښته کې وژل شوي دي. دغه پېښه د تېرې چهارشنبې ورځې په سهار وختي (د لیندۍ ۴مه) رامنځته شوې ده.

دغې جبهې د ځايي سرچینو او د وژل شویو کسانو د خپلوانو په حواله ویلي، چې د پېښې پر مهال هېڅ ډول وسله‌واله نښته نه‌وه شوې.
د طالبانو مخالفې دې پوځي جبهې د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه شپږ ځوانان د پنجشېر اصلي اوسېدونکي وو او د کابل په کارته نو سیمه کې د واده له یوه محفل څخه د ستنېدو پر مهال د طالبانو د وسله‌والو کسانو له لوري په ډزو سره وژل شوي دي.
دې جبهې همدارنګه ادعا کړې، چې طالبانو د دغو شپږو ځوانانو له وژلو وروسته د هغوی جسدونه له ځان سره ساتلي او د قربانیانو له کورنیو یې ژمنه اخیستې، چې د پېښې په اړه به له چا سره خبرې نه‌کوي.
ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې په دې پېښه کې د قربانیانو قومي او سیمه‌ییز تړاو هم اغېز لرلی او له ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما)، د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي، چې دا پېښه په خپلواکه توګه وڅېړي او مستنده یې کړي.
د وژل شویو ځوانانو یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه شپږ ځوانان ملګري او خپلوان وو. هغه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه ویلي، چې ۲۲ کلن فیروز د باغ سرخ کلي اوسېدونکی، فرزاد ایوبي د رخه ولسوالۍ د درخېل کلي اوسېدونکی او د دوو ماشومانو پلار، خداداد د ابشار ولسوالۍ د ګلاب‌خېل کلي اوسېدونکی، زبیر د بازارک د منجهور کلي اوسېدونکی او نواز د بادقول کلي اوسېدونکي ول.
د وژل شویو کسانو یو بل خپلوان ویلي، چې طالبانو د هغوی جسدونه یوه شپه او ورځ له ځان سره ساتلي او کورنیو ته یې نه‌وو سپارلي. د هغه په وینا، طالبانو د قربانیانو له کورنیو ژمنه اخیستې، چې د دې پېښې په اړه به له رسنیو سره خبرې نه‌کوي.

ایلان ماسک د افغان ښځو وضعیت «خورا اندېښمنونکی» وباله

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۰
100%

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک هغه راپورونه «خورا اندېښمنونکي» بللي، چې ګواکې طالبانو د افغانستان په رسمي ادارو کې د ښځو نومونه حذف کړي دي. د راپورونو له‌مخې، طالبانو په بلخ کې روغتیايي مرکزونو ته امر کړی، چې په روغتیايي اسنادو کې د ښځینه ناروغانو نومونه ونه‌لیکلي.

د «زن‌نیوز» او «ګارډين» په یوه ګډ راپور کې راغلي، چې طالبانو په بلخ کې روغتونونو او کلینیکونو ته امر کړی، چې په رسمي اسنادو، طبي نسخو او روغتیايي سوابقو کې د ښځینه‌ ناروغانو نومونه ونه‌لیکي او د هغو د نومونو پر ځای یوازې ورته «بي‌بي» ولیکي.

په افغاني ټولنه کې «بي‌بي» د درناوي وړ ښځې او په ځانګړې توګه «نیا» ته کارول کېږي.

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپله اېکس‎‌پاڼه د یاد راپور په بیا خپرولو سره ویلي: «خورا اندېښمنونکې ده».

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ډېرو برخو کې په عام محضر کې د ښځې د نوم اخیستل یا لیکل د هغې د مېړه یا کورنۍ عزت ته سپکاوی ګڼل کېږي، چې له امله یې د هغوی نومونه ډېری وخت د قبرونو له تیږو څخه هم لرې کېږي.

طالبانو لا تر اوسه په رسمي توګه د «زن‌نیوز» او «ګارډین» دغه ګډ راپور ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

همدا ۴ ورځې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» وبللې او ویلي یې وو، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم له‌منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو په اړه د نړۍوال کنوانسیون په خبرو اترو کې هڅه کوي چې «جنسیتي اپارتاید» هم د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «غیرانساني شکنجه» بللې او افغان ښځو ته یې په خطاب کې ویلي: «موږ تاسې نه هېروو، فرانسه ستاسو ترڅنګ ولاړه ده او تاسې یوازې نه یاست».

د بارو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې په روانه پېړۍ کې له تر ټولو سخت تبعیض سره مخ دي. بارو ویلي، چې طالبانو افغان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې کړي او له عامه ژوند څخه یې څنګ ته کړې دي.

د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پاتن هم تېره اونۍ (دوشنبه د لیندۍ ۲مه) د افغان ښځو په اړه د مادرید په څلورمه غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه افغان ښځې او نجونې په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې د هغوی ډېری حقونه، واک او په ټولنیزو چارو کې ګډون ترې اخیستل شوی دی.

طالبانو یې په غبرګون کې ویلي وو، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د «شریعت» په چوکاټ کې تامین دي او په وینا یې، نړۍوالې ادارې او سازمانونه باید افغاني ټولنې ته دې له خپل لید لوري ونه‌ګوري.

د افغان ښځو د ولسي محکمې پلاوي د اندونیزیا له چارواکو او دیني عالمانو سره لیدلي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۰
100%

د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې پلاوي اندونیزیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد په درېیو ښارونو کې له دولتي چارواکو، دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره په کتنو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

دغه پلاوی د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون په دفتر کې یوې خبري غونډې ته د خپلو لیدنو او خبرو اترو جزییات وړاندې کوي.
د دغه پلاوي د معلوماتو له مخې، غړو یې د جاکارتا، چیربون او باندا اچه ښارونو ته د سفر پر مهال د ښځو او کورنۍ د پیاوړتیا وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د دیني چارو وزارت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون، د اندونیزیا د ښځینه دیني عالمانو ټولنې او د یو شمېر پوهنتونونو او د ښځو حقونو د مدافع سازمانونو له استازو سره لیدلي دي.
د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې د پرېکړې په اړه د معلوماتو وړاندې کول، د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت ارزونه، د اسلام له نظره د جنسیتي برابرۍ څېړل او د افغانستان له ښځو سره د نړیوال پیوستون جلبول د دغو خبرو اترو مهم موضوعات وو.

د روادارۍ بنسټ مشرې شهرزاد اکبر په دې اړه لیکلي: «په اندونیزیا کې ښځینه دیني عالمانو د دیني صلاحیتونو د بېرته راژوندي کولو او د هغوی د دریځ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي. د دیني تفسیرونو او د ښځو د واقعي ژوند د تجربو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول هم د دې هڅو یوه موخه ده، څو مسلمانې ښځې له رحمت، کرامت او عدالت څخه ډک ژوند ولري. د دغو عالمانو له پوهې ډېر څه زده کېدای شي».
د افغان ښځو د ولسي محکمې پلاوي او اندونیزیایي همکارانو یې هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د دیني، علمي او مدني همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره یوه حقوقي پروسه او نړیوال نوښت دی، چې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پام رااړولو په موخه رامنځته شوی دی.

د دغې محکمې غونډې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې نېټې د اسپانیا په مادرید ښار کې د دایمي ولسي محکمې تر څارنې لاندې ترسره شوه. په دغو غونډو کې یو شمېر حقوقي کارپوهانو، د ښځو د حقونو فعالانو او شاهدانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو او ځپلو په اړه شاهدي ورکړې وه.
دې محکمې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې خپله پرېکړه صادره کړه او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د طالبانو تګلارې او اقدامات د جنسیت پر بنسټ د پراخې ځورونې او د بشریت ضد جرمونو بېلګې وبللې. محکمې همدارنګه د ښځو د حقونو د سرغړوونکو د حساب ورکولو، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو د مخنیوي او د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
اندونیزیا د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی مسلمان هېواد دی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دوره‌يي مشري هم پر غاړه لري. د دیني، ښوونیزو او قانون جوړونې په برخو کې د ښځو د ونډې په اړه د دغه هېواد تجربې هم د پلاوي په خبرو اترو کې د پام وړ موضوعات وو.
ولسي محکمه له قانوني پلوه د الزامي پرېکړو صلاحیت نه‌لري، بلکې د مدني ټولنې له‌خوا پر مخ وړل کېدونکی یو غیر رسمي او سمبولیک نوښت دی، چې حقوقي کارپوهانو، د بشري حقونو فعالانو، د پوهنتون استادانو او مدني بنسټونو ته د یوې مهمې موضوع د څېړلو او په اړه یې د حقوقي او اخلاقي نظر څرګندولو زمینه برابروي.
ولسي محکمه اجراییوي واک نه‌لري، خو پرېکړې یې پراخې سیاسي، اخلاقي او ان حقوقي پایلې لرلای شي.

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۰
100%

تازه خپاره شوي اسناد ښيي چې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې (سي‌ای‌ای) په ۲۰۱۲ کال کې د «بهیر» په نوم یو زنداني په کابل کې په یوه پټ توقیف‌ځای کې د «مصنوعي اوبو ډوبولو» په طریقه شکنجه کړی و.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه زنداني د ګلبدین حکمتیار له خپلوانو څخه و او ښايي زوم یې وي.

د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې (سي‌ای‌ای) تر اوسه په رسمي ډول د درېیو زندانیانو شکنجه د «مصنوعي اوبو ډوبولو» په طریقه منلې ده. په دغو کسانو کې د القاعدې یو لوړپوړی غړی ابوزبیده؛ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په طرحه کولو تورن کس خالد شیخ محمد او په ۲۰۰۰ کال کې د امریکا پر یوه جنګي بېړۍ د برید په طرحه کولو تورن عبدالرحیم النشیري شامل دي.

خو د نیویارک ټایمز له‌خوا ترلاسه شوي اسناد ښيي چې ښايي د مصنوعي اوبو ډوبولو په طریقه د شکنجه شویو کسانو شمېر د سي‌ای‌ای له رسمي شمېرو ډېر وي.

د دغو اسنادو له مخې، د سي‌ای‌ای یوه پخواني قراردادي ژباړن په ۲۰۱۲ کال کې د اېف‌بي‌ای د پلټنو پر مهال ویلي چې نوموړي د «بهیر» په نوم یو سړی لیدلی و چې پر یوې تختې تړل شوی او سر یې د اوبو پر لور نیول شوی و. د ژباړن په وینا، دغه کس د مصنوعي اوبو ډوبولو تر شکنجې لاندې و.

دغه ژباړن ویلي چې په دې شکنجه کې درېیو یا څلورو کسانو برخه لرله. هغه ټینګار کړی چې دا صحنه یې د سیمې څخه د تېرېدو پر مهال لیدلې او خپله یې په شکنجه کې ګډون نه درلود. د هغه په وینا، دغه شکنجه د یوه پټ زندان په دهلېز کې په یوه کوچني ځای کې ترسره کېده.

د سي‌ای‌ای پخواني ژباړن په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دغه زنداني د ګلبدین حکمتیار له خپلوانو څخه و. نیویارک ټایمز احتمال ورکړی چې موخه به یې «غیرت بهیر» وي.

غیرت بهیر د ګلبدین حکمتیار زوم او د افغانستان د اسلامي حزب له لوړپوړو څېرو څخه دی. هغه په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان په اسلام‌اباد کې د یوه عملیاتو پر مهال نیول شوی و او نوم یې د سي‌ای‌ای په اسنادو کې هم لیدل کېږي.

د دغه زنداني د شکنجې ځای د کابل په شمال کې یو پټ توقیف‌ځای و چې د سي‌ای‌ای په اسنادو کې د «سالټ پېټ» یا «کوبالټ د توقیف مرکز» په نوم یاد شوی دی. سي‌ای‌ای تر دې مخکې په تایلنډ او پولنډ کې په خپلو دوو پټو توقیف‌ځایونو کې د مصنوعي اوبو ډوبولو د طریقې کارول منلي وو.

دا معلومات د امریکا د پخواني ځانګړي څارنوال جان دورهام د هغو څېړنو یوه برخه ده چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د سي‌ای‌ای له‌خوا د زندانیانو د شکنجې او د شکنجو د ویډیويي ثبتونو د له منځه وړلو په اړه یې کړې وې. دغه څېړنې په پای کې د هېڅ ډول قضايي تور د لګولو لامل نه شوې.