• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کونړ په چاودنه کې ټپي ماشومان د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۴ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي، چې د کونړ ولایت په وروستۍ پېښه کې درې سخت ټپیان شوي ماشومان، چې د ښوونځي زده‌کوونکي دي، د درملنې په موخه د طالبانو دفاع وزارت په چورلکه کې کابل ته ولېږدول شول.

روغتیایي چارواکو ویلي چې د ماشومانو روغتیایي وضعیت جدي و او په ولایتي کچه د درملنې اسانتیاوې ورته کافي نه وې.

د طالبانو د معلوماتو پر بنسټ، وړمه ورځ د کونړ د پېښې شپږ تنه سخت ټپیان د لا ښې درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته ور وړل شوي وو. د طالبانو چارواکي زیاتوي، له دې ډلې څخه د درېیو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی و، چې له امله یې کابل ته د هغوی د لېږدولو پرېکړه وشوه.

د روغتون مسوولان وایي پاتې نور ټپیان لاهم په ننګرهار حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیایي څارنه یې روانه ده. د طالبانو چارواکو ویلي چې د اړتیا په صورت کې به د نورو ټپیانو د درملنې لپاره هم لازم ګامونه پورته شي.

د شنبې په ورڅ د لیندۍ په ۷مه د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د یوه ښوونځي تر څنګ مرګونې چاودنې پراخ غبرګونونه راپارولي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) او اروپايي ټولنې په دغه برید کې د ماشومانو پر مرګ‌ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. اروپايي ټولنې او یو شمېر افغان سیاسي څېرو د ښوونځیو او ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه کړې او پر پېښه یې جدي اندېښنه ښودلې ده.

ډېر لیدل شوي

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و
۱

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۲

متقي د پاکستان له جګړې سره په تړاو: مهمه دا ده چې د جګړې ډګر څوک ګټي

۳

طالبان: پنځو کلونو کې مو د ډیورند کرښې په ګډون سرحدي سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې پوستې جوړې کړي

۴

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

۵

د ګلبدین حکمتیار زوم غیرت بهیر د سي ای اې په پټ زندان کې په اوبو خپله شکنجه تایید کړه

•
•
•

نور خبرونه

د ریحان د ژوند وروستی سهار؛ خپله له خوبه پاڅېد، وېښتان یې ږمنځ کړل او ښوونځي ته روان شو

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰
•
زیار خان یاد
100%

ریحان د شنبې سهار د معمول خلاف خپله له خوبه پاڅېد، ځان یې جوړ کړ، هندارې ته ودرېد او خپل وېښتان یې ږمنځ کړل. مور یې ویلي، هره ورځ یې په ډېره سختۍ له خوبه راپورته کاوه، خو پرون یې عادت بدل و. اته کلن ریحان د کونړ مرکز اړوند د شګۍ کلي ښوونځي کې د وژل شویو ماشومانو له ډلې یو و.

د نوموړي یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې ریحان د یاد ښوونځي د دویم ټولګي زده کوونکی و، دی د مور وروستی او نازولی اولاد و. د هغه دوه نورو ورنه هم شته چې په اوم او پنځم ټولګي کې زده کړې کوي.

سرچینه زیاتوي چې د دغه وژل شوي ماشوم زده‌کوونکي پلار عبدالوهاب نومېږي او د تېر جهوري نظام په پوځ کې عسکر و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه بې کاره دی او کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

د ریحان یوه ګاونډي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې له چاودنې وروسته یې عبدالوهاب ولید چې له کوره په بیړه د ښوونځي پر لور روان و. د سرچینې په وینا، پلار یې په ښوونځي کې هم د خپل زوی لټون وکړ، خو ویې نه موند. وروسته یوه بل کلیوال خبر ورکړ چې زوی یې ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوی دی.

عبدالوهاب چې روغتون ته ورسېد، هلته یې د خپل کشر زوی بې روحه جسد ولید چې د ده تر رسېدو څو دقیقې مخکې یې ساه ورکړې وه.

د هغه یو خپلوان چې د کورنۍ ښځینه غړي یې د ویر مراسمو کې د ریحان مور سره لیدلي وو کیسه کړې چې دغه ماشوم به هره ورځ په ډېرې سختۍ ښوونځي ته له خوبه پاڅېدو؛ خو د شنبې په سهار خپله پاڅېدلی دی.

سرچینې زیاته کړه: «موږ ته زنانه وو وویل چې مور یې کیسه کوله ریحان یې په شنه زور هر سهار ښوونځي ته را جیګولو. خو لکه اجل چې نیولی وي، په دې سهار خپله راپورته شو، شیشې ته ودرېدو، وېښتان یې هم خپله ږمنځ کړل او په خوشالۍ مکتب ته لاړو».

د سرچینو په وینا، کور ته د ریحان تر مړي راوړلو پورې یې مور د خپل زوی له مرګه نه وه خبره او د جنازې په ننوتلو سره یې په کور کې ژړاګانو کړیکې ټول کلی ونیوه. دوی د اسعد اباد اړوند کرهالې کلي په همدې شګۍ کلي کې ښوونځي ته نږدې اوسېږي.

د ریحان جنازه د شنبې په ورځ د مازیګر په څلور بجو شوې او د خپل کلي په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

100%
د ریحان قبر - شګۍ کلی، کونړ

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري چې د ریحان د مخ یوه اړخ ټپي دی او د وینو لیکې پکې ښکاري.

طالبانو د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۷مه د کونړ مرکز اړوند د شګۍ کلي ښوونځي تر څنګ د چاودنې له امله د لس کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی چې ۷ یې د ښوونځي زده‌کوونکي بللي دي. طالبانو ویلي چې پېښه د ښوونځي تر څنګ د کانونو د استخراج لپاره د زېرمه شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې. خو پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ښوونځي تر څنګ دغه کور چې پېښه پکې رامنځته شوې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د بمونو جوړولو مرکز و.

دغه پېښه د ملګرو ملتونو په ګډون اروپايي ټولنې او ګڼو نړیوالو سازمانونو غندلې او د ماشومانو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

یوې فرانسوۍ ورځپاڼې له طالبانو سره د پاریس احتمالي هوکړه «شرموونکې معامله» بللې

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۱ GMT+۰
100%

فرانسوي رسنیو له طالبانو سره د افغان کډوالو د بېرته لېږلو په اړه د پاریس د احتمالي هوکړې جزئیات خپاره کړي دي. د دې هوکړې له مخې، فرانسه به د افغانانو د بېرته منلو په برخه کې د طالبانو د همکارۍ په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک د دې ډلې استازو ته وسپاري.

د راپورونو بر بنسټ په فرانسه کې اوس مهال شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.

فرانسوۍ ورځپاڼې «لو فیګارو» راپور ورکړی، چې فرانسې او طالبانو له څو میاشتو راهیسې د یوې احتمالي هوکړې لپاره پټې خبرې کړې دي. د دې هوکړې له مخې، پاریس به له فرانسې څخه د ایستل شویو افغانانو د منلو په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو استازو ته وسپاري.

دغې ورځپاڼې شنبې (د لیندۍ ۷مه) د مارګو بن په قلم په یوه خپاره شوي راپور کې دغه احتمالي هوکړه «شرموونکې معامله» بللې او لیکلي یې دي، چې د دې هوکړې عملي کېدل ښايي د افغانستان د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو د ګوښه کېدو او پر ځای یې د طالبانو د ټاکل شویو استازو د ګومارلو لامل شي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې هېڅ اروپايي هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او فرانسه هم واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه دي جوړې کړې.

په فرانسه کې ۱۰۰ زره افغانان او د کډوالو د ایستلو هڅې

فرانسه د شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوالو کوربه ده او د اروپايي هېوادونو په ډله کې د افغانانو یوه لویه ټولنه په دغه هېواد کې ژوند کوي.

فرانس انټر راډیو یکشنبې ( د لیندۍ ۸ مه) له طالبانو سره د پاریس د احتمالي هوکړې په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې د فرانسې حکومت غواړي هغه افغانان له دغه هېواد نه وباسي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا قانوني د استوګنې اسناد نه لري. په دغو کسانو کې ځینې د جرمونو د ترسره کولو مخینه هم لري.

د دې رسنۍ خبریال نیکولا پوینکاره ویلي، چې د فرانسې حکومت د دغو کسانو د بېرته لېږلو لپاره اړ شوی، له طالبانو سره خبرې وکړي. د هغه په وینا، د «لو فیګارو» د راپور له مخې، طالبان به د افغانانو د منلو په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک ترلاسه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو تېره اوونۍ د دغه هېواد په ملي شورا کې وویل، پاریس غواړي هغه افغانان ژر تر ژره له هېواده وباسي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د فرانسوي چارواکو په اند، د دغه هېواد عامه نظم ته ګواښ پېښوي.

خو نوموړي ټینګار وکړ، چې فرانسه له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو نیت نه لري او له دې ډلې سره تخنیکي خبرې د هغوی د تایید یا په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

په پاریس کې د افغانستان د سفارت برخلیک

د احتمالي هوکړې یوه مهمه او حساسه برخه په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک طالبانو ته سپارل دي. دغه سفارت په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو په واک کې پاتې شوی دی.

«لو فیګارو» لیکلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو له ادارې سره له یوځای کېدو ډډه وکړه. دغو استازولیو له طالبانو سره د اړیکو له پرېکولو او له کابل څخه د بودجې له ترلاسه کولو پرته، خپلو ډیپلوماتیکو او قونسلي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

په پاریس کې د افغانستان سفارت هم لا د فرانسې له کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو سره همکاري کوي او د بېلګې په توګه، له دغه هېواد نه د هغو افغانانو د بېرته لېږلو لپاره یې قونسلي اسناد صادر کړي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.

په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد همایون عزیزي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په دغه دنده کې دی، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په برخه کې د افغانستان استازیتوب هم کوي. د دې سازمان مرکزي دفتر په پاریس کې دی.

«لو فیګارو» راپور ورکړی، چې د بحث لاندې طرحې له مخې، فرانسه به د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو ډیپلوماتیک اعتبار لغوه کړي، له هغوی به وغواړي چې د سفارت ودانۍ پرېږدي او پر ځای به یې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوي استازي وګوماري.

د دې طرحې په عملي کېدو سره به په اروپا کې د افغانستان د یوه مهم ډیپلوماتیک استازولۍ واک طالبانو ته وسپارل شي.

فرانسه: تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په پنځمه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو پیل تایید کړ. د دغو خبرو موخه له دغه هېواد نه د هغو افغانانو بېرته لېږل دي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.

د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفرو ویلي، چې فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ پلان نه لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو هم په ملي شورا کې د هغو افغانانو د ایستلو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د فرانسوي چارواکو په اند، د دغه هېواد عامه نظم ته ګواښ پېښوي. نوموړي ورته مهال د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو تګلاره په کلکه وغندله.

هغه وویل، طالبان ښځې له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او کار کولو محرومې کړې دي او اوس هڅه کوي چې د هغوی نومونه هم له عامه ژوند څخه لرې کړي.

افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه اندېښنې

د «لو فیګارو» په راپور کې د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافع بنسټونو هغه اندېښنې هم رااخیستل شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه یې لري.

د «فرانسه د پناه ځای» په نوم د فرانسوي سازمان مشر وینسنټ بوګران د پناه غوښتونکو هغو هېوادونو ته د نه ستنولو اصل ته په اشارې ویلي، چې هلته د شکنجې، وژل کېدو یا زنداني کېدو له خطر سره مخ وي. هغه ویلي، دا اصل یو نړیوال حقوقي مکلفیت دی او په اړه یې خبرې او جوړجاړی نه شي کېدای.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅ دلیل نه شي کولی د هغو کسانو بېرته لېږل توجیه کړي، چې په خپل هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخ وي.

دا اندېښنه هم شته، چې فرانسوي چارواکي به څنګه ډاډ ترلاسه کړي، چې بېرته افغانستان ته لېږل شوي افغانان به د شکنجې، زنداني کېدو او یا د ژوند د ګواښ له خطر سره نه مخ کېږي.

له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د اړیکو مخینه

فرانسې په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه او له دې ډلې سره یې رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه کړې جوړې؛ خو پاریس په تېرو کلونو کې له طالبانو سره، په ځانګړې توګه د امنیتي او بشري مسایلو په اړه، محدودې اړیکې ساتلې دي.

د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه د تخنیکي خبرو پیل تایید کړ. دا اقدام د هغو اروپايي هېوادونو د هڅو په دوام کې شوی، چې غواړي د افغان کډوالو بېرته ستنول اسانه کړي.

د «لوموند» ورځپاڼې د راپور له مخې، جرمني د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې له کابل سره مستقیمې تخنیکي خبرې پیل کړې او ناروې هم د همدې کال په مارچ کې په اوسلو کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو استازو ته وسپاره.

همداراز، د جون په میاشت کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د شاوخوا ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره په یوه غونډه کې د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه خبرې کړې، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

جرمني په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان هم له خپل هېواده ایستلي، چې ډېری یې هغه نارینه وو چې له کورنیو پرته یې ژوند کاوه.

روسیې په ۲۰۲۵ کال کې طالبان په رسمیت وپېژندل او په دې کار سره لومړنی هېواد شو، چې دغه ګام یې پورته کړ. نورو هېوادونو تر اوسه د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

د سولې او عدالت غورځنګ په کابل کې د شپږو پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو د څېړنې غوښتنه کړې

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۷ GMT+۰
100%

د افغانستان د سولې او عدالت غورځنګ په کابل کې د طالبانو له‌خوا د شپږو پنجشېري ځوانانو وژل کېدل غندلي او د ملګرو ملتونو او باوري بشري حقونو بنسټونو له‌خوا یې د دې پېښې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

دغه سیاسي غورځنګ یکشنبې (د لیندۍ ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د راپورونو له مخې، دغه ځوانان «په بې‌رحمانه او له قضايي بهیر پرته» وژل شوي دي.

د سولې او عدالت غورځنګ ویلي، چې د دې پېښې په اړه ناڅرګندتیا دا اندېښنه زیاتوي، چې ښايي دا یوه خپل‌سرې او ناقانونه وژنه وي او د قربانیانو د ژوند حق او بشري حقونه تر پښو لاندې شوي وي.
دغه غورځنګ په خپله اعلامیه کې ویلي: «موږ له ملګرو ملتونو او باوري بشري حقونو بنسټونو غواړو، چې دا پېښه په خپلواکه، بې‌طرفه او روښانه توګه وڅېړي، څو حقیقت روښانه، د پېښې بېلابېل اړخونه معلوم او د مسوولو کسانو قانوني مسوولیتونه مشخص شي.»

د افغانستان د سولې او عدالت غورځنګ هغه سیاسي جریان دی، چې د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو، لکه محمد حنیف اتمر، محمد معصوم ستانکزي او جنرال مرادعلي مراد، په نوښت جوړ شوی دی.

دغه غورځنګ د رهبرۍ شورا لري او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکی محمدشاکر کارګر یې دوره‌يي مشري پر غاړه لري. دغه جریان پر سوله، عدالت، بشري حقونو او د افغانستان پر سیاسي راتلونکي تمرکز کوي.

په همدې حال کې، د دغو شپږو ځوانانو وژل کېدو د افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو، د پخواني حکومت د چارواکو، ډیپلوماتیکو استازولیو او د طالبانو د مخالفو جریانونو غبرګونونه هم راپارولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر دغه پېښه «یوه وېروونکی جنایت» بللې او له ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو یې غوښتي، چې په دې اړه خپلواکې، هر اړخیزې او بې‌طرفه څېړنې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا هم په یوه اعلامیه کې د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ملکي وګړو وژنه یې غندلې ده. دې شورا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي، چې دا پېښه وڅېړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم دغه پېښه ټکان ورکوونکې بللې او د خپلواکې څېړنې او د عاملانو د حساب‌ورکونې غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان لوی څارنوال پخواني محمد فرید حمیدي هم له ملګرو ملتونو غوښتي، چې دا پېښه وڅېړي.

د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند او د مقاومت جبهې په یوه ګډه اعلامیه کې د دغو شپږو ځوانانو وژل کېدل «د بشریت پر وړاندې د جنایت» بېلګه بللې او د خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د مقاومت جبهې په یوه جلا اعلامیه کې هغه څه په کلکه غندلي، چې دوی د پنجشېر د خلکو «پلان شوي ناقانونه وژنه» بللې ده. دې جبهې دغه پېښه د پنجشېریانو پر وړاندې د «ترهې او ډله‌ییزې سزا ورکولو د تګلارې» برخه بللې.

د افغانستان د ازادۍ جبهې هم طالبان د دغو شپږو ځوانانو پر وژلو تورن کړي او ویلي یې دي، چې هغوی د یوه واده له مراسمو څخه د بېرته راستنېدو پر مهال وژل شوي دي. دې جبهې دغه پېښه «ساحوي اعدام او خپل‌سري او له قانون بهیر پرته وژنه» بللې او ویلي یې دي، چې قربانیان د تور له ثابتېدو او د دفاع له حق څخه له برخمنېدو پرته په ډزو وژل شوي دي.

دې جبهې هم د ملګرو ملتونو او بشري حقونو بنسټونو له‌خوا د پېښې د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې.

تر دې مخکې، په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند ویلي وو، چې شپږ کسان، چې نوموړي غله بللي، له طالبانو سره په وسله‌واله نښته کې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو د کابل په کارته‌نو سیمه کې شپږ پنجشېري ځوانان له دې امله په ډزو وژلي، چې د طالبانو امنیتي پوستې ته نه و درېدلي؛ خو په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند د دغو شپږو کسانو د وژل کېدو په تایید هغه وسله وال غله بللي.

ایراني چارواکي:د ماهیرود له لارې افغانستان ته د ایران ټرانزیټي لاریو شمېر ۸۶ سلنه زیات شوی

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۸ GMT+۰
100%

د ایران د سویلي خراسان چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ماهیرود ګمرک له لارې افغانستان ته د ټرانزیټي موټرو شمېر ۸۶ سلنه زیات شوی او د لېږدول شویو توکو ارزښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی دی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دسویلي خراسان والي سید محمدرضا هاشمي ویلي، د روان کال له پیله د اتو میاشتو تر پایه د ماهیرود ګمرک له لارې افغانستان ته ۳۶ زره او ۲۶۴ باروړونکي موټر تېر شوي دي.

د هغه په وینا، د دغو موټرو له لارې افغانستان ته د لېږدول شویو توکو ارزښت له یو میلیارد ډالرو اوښتی او ټول وزن یې شاوخوا ۹۰۷ زره ټنو ته رسېږي.

نوموړي ویلي، په دغو توکو کې بوره، خوراکي غوړي، وریجې، د څارویو خوراک، کچالو او نور توکي شامل دي.

د سویلي خراسان والي زیاته کړې، د تېر کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته د ټرانزیټي موټرو شمېر ۸۶ سلنه، د لېږدول شویو توکو ارزښت ۱۹ سلنه او وزن یې ۸۶ سلنه زیات شوی دی.

هاشمي همدارنګه ویلي، له افغانستان څخه ایران ته د وارداتي توکو وزن ۹۳۲ سلنه لوړ شوی دی.

بلخوا، دسویلي خراسان ولایت د کرنې ادارې مشر محسن اسفندیاري ویلي، له افغانستان څخه دغه ولایت ته د کرنیزو محصولاتو واردات هم د پام وړ زیات شوي دي.

د هغه په وینا، په ۱۴۰۳ کال کې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو واردات څو سوه ټنو ته هم نه رسېدل، خو په ۱۴۰۴ کال کې دوه زره او ۷۶ ټنو ته ورسېدل او د روان کال له پیله تر اوسه له ۲۰ زره ټنو اوښتي دي.

اسفندیاري ویلي، په ۱۴۰۴ کال کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو واردات د تېر کال په پرتله ۸۶۸ سلنه زیات شوي او د روان کال په ترڅ کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۸۸۳ سلنه وده لري.

نوموړي زیاته کړې، د اړوندو ادارو په همکارۍ تر اوسه له افغانستان څخه سویلي خراسان ته څه باندې ۲۰ زره او ۵۰۰ ټنه کرنیز محصولات وارد شوي دي.

د ایران د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ماهیرود پوله د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو له مهمو لارو څخه ده او دواړه لوري د صادراتو او وارداتو د بهیر د چټکتیا لپاره د اړینو زیربناوو پر جوړولو کار کوي.

سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په رسمي توګه د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه دی منلی، خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له دغه حکومت سره سیاسي، سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې ساتلې او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو د پراختیا هڅې کړې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو مهمې برخې سوداګري، ټرانزیټ، د انرژۍ لېږد، د سرحدونو امنیت، د اوبو مدیریت او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو موضوعات دي.

په هغه هېواد کې د موسیقۍ بریا چې امر بالمعروف پنځه کاله د موسیقۍ الې ماتې او سوځولې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۰
100%

د کابل زرګونه اوسېدونکو د شنبې په ورځ د افغانستان د پاپ موسیقۍ د نامتو سندرغاړي وحید صابري د جنازې په مراسمو کې په پراخه او کم‌ساري توګه ګډون وکړ. په دغه مراسمو کې ښځو او نارینه‌و څنګ په څنګ هغه هنرمند بدرګه کړ، چې غږ یې د افغانستان د خلکو د څو نسلونو د خاطرو برخه دی.

دغه بدرګه داسې مهال شوې، چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې پر موسیقي سخت بندیزونه لګولي، د موسیقۍ ګڼې الې یې راټولې او له‌منځه وړې او یوشمېر هنرمندان او د موسیقۍ مینه‌وال له سخت امنیتي چلند سره مخ شوي دي.
د وحید صابري جسد چې غږ یې د څو لسیزو لپاره د افغانستان د خلکو په کورونو، محفلونو او خاطرو کې حضور درلود، د شنبې په ورځ د کابل د ګڼ شمېر اوسېدونکو په حضور کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د جنازې لپاره د خلکو پراخ حضور، په داسې حال کې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې موسیقي منع ده، دغه مراسمو ته د یوې عادي جنازې تر کچې پراخ مفهوم ورکړ.
د کابل اوسېدونکي د شنبې په ورځ هوايي ډګر ته ولاړل؛ څو د دغه سندرغاړي جنازه ترلاسه کړي. وروسته یې تابوت د عیدګاه جومات ته ولېږداوه او د جنازې له لمانځه وروسته یې هغه د شهدای صالحین په هدیره کې خاورو وسپاره.

100%

په ګډونوالو کې ښځې هم وې؛ داسې حضور چې د افغانستان په محدود شوي ټولنیز چاپېریال او د یوه سندغاړي د بدرګې په مراسمو کې د پام وړ و. د مشهور پاپ سندرغاړي احمد ظاهر کورنۍ هم د وحید صابري لپاره د ګلانو ګېډۍ لېږلې وه.

100%

دغه مراسم وحید صابري د کورنۍ، مینه‌والو، هنرمندانو او د افغانستان د خلکو په غوښتنه او نوښت ترسره شول. د صابري د مړینې خبر تر خپرېدو وروسته، په خواله رسنیو کې پراخ کمپاین پیل شو، چې یوشمېر خلکو په‌کې غوښتنه کړې وه، د هغه جسد دې له تاشکند څخه د هغه ټاټوبي کابل ته ولېږدول شي.
د دغه هنرمند د جنازې په لېږد کې کورنۍ، هنري ټولنې او د افغانستان خلکو ونډه درلوده. هېڅ حکومتي ادارې د دغه مراسمو په جوړولو کې ونډه نه‌لرله او د هغه هرکلی د خلکو د ګډون او غوښتنې پایله وه.
داسې بدرګه چې تر جنازې یې پراخ مفهوم درلود
افغان سندرغاړي صدیق شباب افغانستان انټرنشنل ته په یوه پیغام کې د وحید صابري د جنازې مراسم «دردناک» خو «معنا لرونکي» بللي دي. هغه ویلي: «په داسې وطن کې چې موسیقي حرامه او هنر خاموش شوی، یو هنرمند په دومره شانداره توګه بدرګه کېږي. کله ناکله باید یو هنرمند لاړ شي؛ څو د هغه د غږ په ارزښت پوه شو. هغه لاړ، خو غږ یې پاتې شو؛ حتی که زمانه د هنر د خاموشولو هڅه کوي».

100%

دغه څرګندونې هغه احساسات منعکسوي، چې د جنازې د مراسمو تر انځورونو خپرېدو وروسته یوشمېر هنرمندانو او د موسیقۍ مینه‌والو په خواله رسنیو کې څرګند کړي وو؛ موسیقي د رسمي بندیزونو او محدودیتونو سربېره لاهم د افغانستان د خلکو په ژوند او فرهنګي حافظه کې ځای لري.
د افغانستان هنرمند ارش بارز افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ویلي، د خلکو پراخ حضور وښودله چې ټولنه څومره ځواکمنېدای شي او څنګه په سمبولیک ډول د خپل اوسني وضعیت پر وړاندې اعتراض څرګندولای شي.
هغه ویلي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې موسیقي په رسمي ډول په‌کې منع شوې او هنرمندان یې په انزوا او له خپل وطنه لرې، د ازاد هنري فعالیت په حسرت کې ژوند تېروي.
د موسیقۍ بندیز ته د خلکو قاطع ځواب
د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ مشر احمد سرمست هم د وحید صابري د جنازې په مراسمو کې د کابل د خلکو پراخ ګډون د موسیقۍ بندیز ته د خلکو «قاطع» ځواب بللی دی.
هغه ویلي: «د کابل د اوسېدونکو او د ارواښاد وحید صابري د مینه‌والو تود او پراخ هرکلی، د هغه د جسد بدرګه کول او د په شهدای صالحین هدیرې ته یې لېږد، په افغانستان کې د موسیقۍ او هنر دښمنانو ته روښانه او قاطع پیغام دی».
د سرمست په وینا، خلکو په پراخ ګډون سره وښودله چې په فرمان صادرولو سره هغه څه له‌منځه نه شي وړل کېدای، چې د خلکو په ژوند او احساساتو کې ریښې لري.
هغه ټینګار کړی، چې موسیقي د افغانستان د خلکو لپاره یوازې تفریح نه؛ بلکې د ژوند، بنسټیزو حقونو او فرهنګي میراث یوه برخه ده.
د افغانستان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا هم په یوه پیغام کې د هنرمندانو په اړه د خلکو د ملاتړ او مینې له امله مننه کړې ده.
هغه ویلي: «په دې غمجنو ورځو کې، د افغانستان د خلکو له ملاتړ او د هنرمندانو د خدمتونو او مقام په اړه د هغوی له مینې، د زړه له کومې مننه کوم. خلکو یو ځل بیا وښودله، چې هنر او هنرمند ته څومره ارزښت ورکوي».
د دریا په وینا، له یوه هنرمند سره د خلکو د دومره پراخې مینې او ستاینې لیدل د افغانستان هنري ټولنې ته ارزښتناک او د ډاډ وړ مسله ده او ځوان نسل ته د هنري فعالیتونو او خدمت لپاره هیله بخښونکی کېدای شي.
هغه د وحید صابري ځای ځایګی د افغانستان په فرهنګ کې تلپاتې بللی او ویلي یې دي، هغه هنرمند چې مېلیونونه خلک یې له سندرو سره خاطرې لري، تل به د دغه هېواد په فرهنګ کې حضور ولري؛ که څه هم د هغه تشه به احساسېږي.
پنځه کاله د موسیقي الو ماتول او سوځول
په افغانستان کې د موسیقۍ ممنوعیت د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په تدریجي ډول پراخ شو.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې په یوشمېر رسنیو کې د موسیقۍ خپرول بند شول او په عامه محفلونو کې د موسیقۍ ژوندۍ اجرا له محدودیتونو سره مخ شوه. د موسیقۍ الو ګڼو غږوونکو او سندرغاړو خپل فعالیتونه ودرول او یا یې د کار د دوام لپاره نورو هېوادونو ته کډه وکړه.
د وخت په تېرېدو دغه محدودیتونه نور هم پراخ شول.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې خپور شو، د موسیقۍ اړوند محدودیتونه هم په‌کې شامل دي. په دغه قانون کې په محفلونو او کورونو کې د موسیقۍ خپرول هم منع شوي دي.
له هغه راهیسې، د موسیقۍ د خپرولو یا اورېدو له امله د خلکو د نیولو، د موسیقۍ الو د ضبط او له‌منځه وړلو، د موسیقۍ له غږوونکو سره د چلند او د هنرمندانو د سپکاوي په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
همداراز، د موسیقۍ د خپرولو له امله د ځینو کسانو د بدني سزا ورکولو راپورونه هم شته.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په بېلابېلو مواردو کې د موسیقۍ الو د راټولولو او سوځولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت یاد اقدامات د هغو سیاستونو د پلي کولو برخه بللي، چې د دوی په اصطلاح د «منکراتو» د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
دغه محدودیتونه یوازې مسلکي نوازنده‌ګانوموسیقارانو ته نه‌دي محدود شوي. د موسیقۍ د ښوونځیو فعالیت، عامه اجراوې، د موسیقۍ الو پلور او کارول او په رسنیو کې د موسیقۍ خپرول هم له جدي محدودیتونو سره مخ شوي دي.
په داسې شرایطو کې د افغانستان ګڼ هنرمندان اړ شوي، چې هېواد پرېږدي. ځینې په ګاونډیو هېوادونو او یوشمېر نور په اروپا او شمالي امریکا کې ژوند کوي. د ډېرو لپاره کډوالۍ له خپلو مخاطبانو لرې کېدل، د کاري فرصتونو له لاسه ورکول او د افغانستان له فرهنګي چاپېریال سره د اړیکو ساتلو ستونزې رامنځته کړې دي.
خو د افغانستان موسیقي په بهر کې لاهم دوام لري او جلاوطنه هنرمندان هڅه کوي، د دغه هېواد موسیقۍ خوندي وساتي.
د شهدای صالحین هدیره؛ د افغانستان د موسیقۍ حافظې ارامځای
د وحید صابري د جنازې د مراسمو یوه معنا لرونکې برخه په شهدای صالحین هدیره کې د هغه خاورو ته سپارل دي؛ هغه ځای چې د افغانستان یوشمېر مخکښ سیاسي، فرهنګي، ادبي او هنري شخصیتونه په‌کې خاورو ته سپارل شوي دي.
دغه هدیره د کابل په فرهنګي حافظه کې ځانګړی ځای لري. له تاریخي شخصیتونو او پخوانیو سیمه‌ییزو واکمنانو نیولې، د افغانستان تر یو شمېر مشهورو هنرمندانو او شاعرانو پورې، ډېری یې په دغه هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي.
احمد ظاهر چې له مړینې څو لسیزې وروسته هم د افغانستان د موسیقۍ له محبوبو څېرو شمېرل کېږي، د افغانستان د کلاسیکې موسیقۍ استاد سراهنګ او نامتو شاعر عبدالرحیم ساربان له هغو شخصیتونو څخه دي چې نوم او یاد یې له یادې هدیرې سره تړلی دی. د «افغانستان در مسیر تاریخ» کتاب لیکوال غلام‌محمد غبار او د بخارا د امارت وروستی واکمن امیر محمد عالم‌خان هم په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي.
اوس وحید صابري هم په دغه ځای کې د افغانستان د موسیقۍ د یوشمېر مخکښو څېرو ترڅنګ ارام کړی دی.
په داسې ځای کې د هغه د قبر موقعیت د موسیقۍ ډېرو مینه‌والو ته د افغان هنرمندانو د بېلابېلو نسلونو ترمنځ د اړیکو یادونه کولای شي؛ هغه نسلونه چې د سبک، ژبې او فعالیت د دورې له توپیر سره، سره د دغه هېواد د موسیقۍ د هویت په جوړولو کې یې ونډه درلوده.
وحید صابري؛ «که کابل روم سرم به دار است»
وحید صابري په خپلو وروستیو سندرو کې چې شعر یې هم خپله لیکلی و، ویلي: «اگر کابل روم سرم به دار است / خرابی روزگار است.» هغه بالاخره کابل ته راستون شو؛ خو د کنسرت لپاره نه، بلکې د خپلې خاورې په غېږ کې د ارام کولو لپاره.

100%

وحید صابري د افغانستان له پېژندل شویو او پخوانیو سندرغاړو و، چې نږدې نیمه پېړۍ یې هنري فعالیت درلود. هغه په ځانګړې توګه د ۱۳۶۰ او ۱۳۷۰ لمریز کلونو په لسیزو کې مشهور شو او د افغانستان د پاپ موسیقۍ له مخکښو څېرو شمېرل کېده.
هغه په کابل کې زېږېدلی و او د کابل پوهنتون د روسي ژبې او ادبیاتو له څانګې فارغ شوی و. خپل مسلکي هنري فعالیت یې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د افغانستان له ملي راډیو او ټلوېزیون سره پیل کړ.
صابري د خپل هنري فعالیت په اوږدو کې له یوشمېر مخکښو افغان سندرغاړو سره همکاري کړې وه. له فرهاد دریا سره د «باران» موسیقۍ ډلې په چوکاټ کې همکاري او همداراز له امیرجان صبوري، وجیهې او فرید رستګار سره د «ګل سرخ» په اړوندو پروګرامونو او هنري فعالیتونو کې همکاري د هغه د هنري کارنامې مهمې برخې وې.
هغه لسګونه سندرې اجرا او ثبت کړې، چې ځینې یې د افغانستان د موسیقۍ د مینه‌والو ترمنځ ډېرې محبوبې شوې.
«یک روز بلند آفتابی»، «دو موجود ز هستی گرامی‌تر است»، «سبزینه‌رنگ»، «لیلا همیشه لیلا»، «دل‌تنگم» او «او به این چشمانی که دارد» د هغه له مشهورو سندرو څخه دي.
د صابري غږ د هغو خلکو لپاره چې په تېرو لسیزو کې د افغانستان له پاپ موسیقۍ سره لوی شوي، د دغه هېواد د فرهنګي ژوند د یوې دورې یادونه کوي؛ هغه دوره چې راډیو، ټلوېزیون، د کېسټو ټیپونو او د موسیقۍ محفلونو د سندرغاړو په پېژندنه او شهرت کې مهم رول درلود.
هغه کلونه له افغانستان نه بهر تېر کړل او د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې اوسېده. بالاخره د ۲۰۲۶کال د نومبر په ۲۱مه د جمعې په ورځ په دغه ښار کې ومړ.
د هغه د مړینې خبر تر خپرېدو وروسته، کابل ته د جنازې د لېږد غوښتنې په خواله رسنیو کې پراخې شوې. دغه کمپاین بالاخره د هغه ټاټوبي کابل ته د جنازې د لېږد او د وروستیو مراسمو د ترسره کېدو لامل شو.
ایا موسیقي د فرمان په صادرولو د خلکو له ژوند څخه حذف کېدای شي؟
د وحید صابري د جنازې مراسم په داسې شرایطو کې ترسره شول، چې په افغانستان کې د موسیقۍ اجرا له سختو محدودیتونو سره مخ ده. خو په دغه مراسمو کې د خلکو پراخ ګډون وښودله، چې له هنرمندانو او د هغوی له پخوانیو هنري اثارو سره د خلکو اړیکه د دغه بندیزونو له امله له‌منځه نه‌ده تللې.
البته، دغه مراسم د طالبانو د سیاستونو په اړه د افغانستان د ټولو خلکو د نظر څرګندونه نه‌کوي او د یوې جنازې د ګډونوالو له حضور څخه د ټولو خلکو د لیدلوري پایله نه‌شي اخیستل کېدای. خو په داسې هېواد کې چې موسیقي په‌کې منع شوې، د یوه سندرغاړي د جنازې لپاره د خلکو پراخ هرکلی لږ تر لږه د موسیقۍ د دوامداره محبوبیت او د ځینو هنرمندانو د ټولنیز ځای ځایګي څرګندونه کوي.
په تېرو پنځو کلونو کې ګڼې د موسیقۍ الې راټولې او له‌منځه وړل شوې، د موسیقۍ زده‌کړې محدودې شوې، رسنۍ د موسیقۍ له خپرولو منع شوې او یوشمېر هنرمندان کډوالۍ ته اړ شوي دي.
خو د وحید صابري د بدرګې مراسم د افغانستان د ټولنې یو بل انځور وړاندې کړ: هغه خلک چې لا هم خپل سندرغاړي پېژني، سندرې یې په یاد لري او د بدرګې لپاره یې راټولېږي. ښايي د دغه مراسمو تر ټولو مهم پیغام د هنرمندانو په خبرو او یا د ګډونوالو په احتمالي شعارونو کې نه؛ بلکې د خلکو په خپل حضور کې نغښتی وي.

100%

وحید صابري په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شو، چې د هغه په هېواد کې رسمي سیاست موسیقي منع کړې ده؛ خو غږ یې لا هم د خلکو ترمنځ اورېدل کېږي.
د موسیقۍ خاموشولو لپاره د پنځو کلونو هڅو ونه شو کړای، د سندرغاړو په اړه د خلکو خاطرې پاکې کړي. د موسیقۍ الې ماتولی شو، رسنۍ خاموشولی شو او د موسیقۍ اجرا منع کولی شو؛ خو د یوې ټولنې له ګډې حافظې څخه د هنر حذفول دومره اسانه نه‌دي.
په هغه ورځ چې د وحید صابري جسد په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، د کابل خلکو په خپل حضور سره وښودله چې لږ تر لږه د هغوی په حافظو او احساساتو کې موسیقي لا هم ژوندۍ ده.