د راپورونو بر بنسټ په فرانسه کې اوس مهال شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.
فرانسوۍ ورځپاڼې «لو فیګارو» راپور ورکړی، چې فرانسې او طالبانو له څو میاشتو راهیسې د یوې احتمالي هوکړې لپاره پټې خبرې کړې دي. د دې هوکړې له مخې، پاریس به له فرانسې څخه د ایستل شویو افغانانو د منلو په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو استازو ته وسپاري.
دغې ورځپاڼې شنبې (د لیندۍ ۷مه) د مارګو بن په قلم په یوه خپاره شوي راپور کې دغه احتمالي هوکړه «شرموونکې معامله» بللې او لیکلي یې دي، چې د دې هوکړې عملي کېدل ښايي د افغانستان د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو د ګوښه کېدو او پر ځای یې د طالبانو د ټاکل شویو استازو د ګومارلو لامل شي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې هېڅ اروپايي هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او فرانسه هم واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې له دې ډلې سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه دي جوړې کړې.
په فرانسه کې ۱۰۰ زره افغانان او د کډوالو د ایستلو هڅې
فرانسه د شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوالو کوربه ده او د اروپايي هېوادونو په ډله کې د افغانانو یوه لویه ټولنه په دغه هېواد کې ژوند کوي.
فرانس انټر راډیو یکشنبې ( د لیندۍ ۸ مه) له طالبانو سره د پاریس د احتمالي هوکړې په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې د فرانسې حکومت غواړي هغه افغانان له دغه هېواد نه وباسي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا قانوني د استوګنې اسناد نه لري. په دغو کسانو کې ځینې د جرمونو د ترسره کولو مخینه هم لري.
د دې رسنۍ خبریال نیکولا پوینکاره ویلي، چې د فرانسې حکومت د دغو کسانو د بېرته لېږلو لپاره اړ شوی، له طالبانو سره خبرې وکړي. د هغه په وینا، د «لو فیګارو» د راپور له مخې، طالبان به د افغانانو د منلو په بدل کې په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک ترلاسه کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو تېره اوونۍ د دغه هېواد په ملي شورا کې وویل، پاریس غواړي هغه افغانان ژر تر ژره له هېواده وباسي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د فرانسوي چارواکو په اند، د دغه هېواد عامه نظم ته ګواښ پېښوي.
خو نوموړي ټینګار وکړ، چې فرانسه له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو نیت نه لري او له دې ډلې سره تخنیکي خبرې د هغوی د تایید یا په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.
په پاریس کې د افغانستان د سفارت برخلیک
د احتمالي هوکړې یوه مهمه او حساسه برخه په پاریس کې د افغانستان د سفارت واک طالبانو ته سپارل دي. دغه سفارت په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو په واک کې پاتې شوی دی.
«لو فیګارو» لیکلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر ډیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو له ادارې سره له یوځای کېدو ډډه وکړه. دغو استازولیو له طالبانو سره د اړیکو له پرېکولو او له کابل څخه د بودجې له ترلاسه کولو پرته، خپلو ډیپلوماتیکو او قونسلي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.
په پاریس کې د افغانستان سفارت هم لا د فرانسې له کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو سره همکاري کوي او د بېلګې په توګه، له دغه هېواد نه د هغو افغانانو د بېرته لېږلو لپاره یې قونسلي اسناد صادر کړي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.
په فرانسه کې د افغانستان سفیر محمد همایون عزیزي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې په دغه دنده کې دی، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په برخه کې د افغانستان استازیتوب هم کوي. د دې سازمان مرکزي دفتر په پاریس کې دی.
«لو فیګارو» راپور ورکړی، چې د بحث لاندې طرحې له مخې، فرانسه به د پخواني حکومت د ډیپلوماتانو ډیپلوماتیک اعتبار لغوه کړي، له هغوی به وغواړي چې د سفارت ودانۍ پرېږدي او پر ځای به یې د طالبانو لهخوا ټاکل شوي استازي وګوماري.
د دې طرحې په عملي کېدو سره به په اروپا کې د افغانستان د یوه مهم ډیپلوماتیک استازولۍ واک طالبانو ته وسپارل شي.
فرانسه: تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په پنځمه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو پیل تایید کړ. د دغو خبرو موخه له دغه هېواد نه د هغو افغانانو بېرته لېږل دي، چې د قانوني استوګنې اسناد نه لري.
د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفرو ویلي، چې فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ پلان نه لري.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو هم په ملي شورا کې د هغو افغانانو د ایستلو پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د فرانسوي چارواکو په اند، د دغه هېواد عامه نظم ته ګواښ پېښوي. نوموړي ورته مهال د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو تګلاره په کلکه وغندله.
هغه وویل، طالبان ښځې له زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او کار کولو محرومې کړې دي او اوس هڅه کوي چې د هغوی نومونه هم له عامه ژوند څخه لرې کړي.
افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه اندېښنې
د «لو فیګارو» په راپور کې د پناه غوښتونکو د حقونو د مدافع بنسټونو هغه اندېښنې هم رااخیستل شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه یې لري.
د «فرانسه د پناه ځای» په نوم د فرانسوي سازمان مشر وینسنټ بوګران د پناه غوښتونکو هغو هېوادونو ته د نه ستنولو اصل ته په اشارې ویلي، چې هلته د شکنجې، وژل کېدو یا زنداني کېدو له خطر سره مخ وي. هغه ویلي، دا اصل یو نړیوال حقوقي مکلفیت دی او په اړه یې خبرې او جوړجاړی نه شي کېدای.
نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅ دلیل نه شي کولی د هغو کسانو بېرته لېږل توجیه کړي، چې په خپل هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخ وي.
دا اندېښنه هم شته، چې فرانسوي چارواکي به څنګه ډاډ ترلاسه کړي، چې بېرته افغانستان ته لېږل شوي افغانان به د شکنجې، زنداني کېدو او یا د ژوند د ګواښ له خطر سره نه مخ کېږي.
له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د اړیکو مخینه
فرانسې په ۱۴۰۰ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت وتاړه او له دې ډلې سره یې رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه کړې جوړې؛ خو پاریس په تېرو کلونو کې له طالبانو سره، په ځانګړې توګه د امنیتي او بشري مسایلو په اړه، محدودې اړیکې ساتلې دي.
د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه د تخنیکي خبرو پیل تایید کړ. دا اقدام د هغو اروپايي هېوادونو د هڅو په دوام کې شوی، چې غواړي د افغان کډوالو بېرته ستنول اسانه کړي.
د «لوموند» ورځپاڼې د راپور له مخې، جرمني د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې له کابل سره مستقیمې تخنیکي خبرې پیل کړې او ناروې هم د همدې کال په مارچ کې په اوسلو کې د افغانستان د سفارت واک د طالبانو استازو ته وسپاره.
همداراز، د جون په میاشت کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د شاوخوا ۱۵ غړو هېوادونو له استازو سره په یوه غونډه کې د هغو افغانانو د بېرته لېږلو په اړه خبرې کړې، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
جرمني په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان هم له خپل هېواده ایستلي، چې ډېری یې هغه نارینه وو چې له کورنیو پرته یې ژوند کاوه.
روسیې په ۲۰۲۵ کال کې طالبان په رسمیت وپېژندل او په دې کار سره لومړنی هېواد شو، چې دغه ګام یې پورته کړ. نورو هېوادونو تر اوسه د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.