• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وړانګه لوڼۍ: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې فزیکي نه بلکې رواني او ټولنیزې بڼې هم لري

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۰

په پښتونخوا د بشري او ښځو حقونو فعاله وړانګه لوڼۍ وايي، که څه هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي خبرې ډېرې کېږي، خو هېچا په عملي او شعوري توګه د دې مبارزې ژمنتیا نه‌ده ثابته کړې. نوموړې ټینګار کوي چې تاوتریخوالی یوازې فزیکي نه، بلکې رواني، عاطفي او ټولنیزې بڼې هم لري.

وړانګې لونۍ، افغانستان انترنېشنل ـ پشتو سره په خبرو کې ويلي، د نړۍ له پرمختګ سره فزیکي تاوتریخوالی په ظاهري بڼه یو څه کم شوی، خو عاطفي او رواني تاوتریخوالی لا هم د ښځو د ځورونې مهم لامل دی.

د نوموړې په وینا، ښځو ته د کار اجازه نه ورکول، په میراث کې د هغوی له حق څخه محرومول، رواني ځورول او د لوڼو په پرتله زامنو ته لومړیتوب ورکول هغه کړنې دي چې ښځې یې له تاوتریخوالي سره مخ کړي.

هغې زیاته کړې، تاوتریخوالی په ډېرو کوچنیو کړنو کې نغښتی او د ټولنې ډېری موضوعات د نارینه‌واکۍ پر بنسټ ولاړ دي.

د وړانګې لونۍ په وینا، نارینه ځکه پر ښځو تاوتریخوالی کوي چې ځانونه واکداران او حاکمان ګڼي. د هغې په باور، د کورنیو واک چې د نارینه‌وو په لاس کې وي، هغوی واک د زور زیاتي، شکنجې، د نورو د کنټرول او تر خپل تسلط لاندې ساتلو په معنا ګڼي.

نوموړې وايي، موږ په یوویشتمه پېړۍ کې د تاوتریخوالي په اړه په داسې حال کې خبرې کوو چې که تاوتریخوالی د ښځې پر وړاندې وي او که د نارینه پر وړاندې، دواړه غیرانساني کړنې دي؛ ځکه تاوتریخوالی د انسان په وجود کې د انسانیت ریښې له منځه وړي.

هغې د تاوتریخوالي د دوام یو لامل دا هم بللی چې خلک هېڅکله خپل ځانونه د انصاف په ترازو کې نه تلي او له ځانه یې نه دي پوښتلي چې په ټولنه کې د ناسم چلند او تاوتریخوالي په رامنځته کولو کې څومره ونډه لري.

وړانګه لونۍ ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید هر څوک لومړی له ځانه پیل وکړي.

نوموړې وايي، په ټولنه کې باید د جنسیت پر بنسټ توپیرونه له منځه ولاړ شي او د انسانانو ترمنځ چلند د انساني کرامت پر بنسټ وشي.

د هغې په وینا، که څه هم اوس ښځي یوازي له فزیکي تاوتریخوالی ترڅنګ د ذهني، رواني او عاطفي بڼو سره مخ دي خو باید ټول ډولونه یې له منځه یوړل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو، تبعیض، رواني فشارونو، کورني تاوتریخوالي او د خپلو اساسي حقونو له محرومیت سره مخ دي.

ملګرو ملتونو په خپلو وروستیو څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې د ښځو پر حقونو محدودیتونه او د بشري مرستو کمښت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطرونه زیات کړي دي.

ډېر لیدل شوي

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو
۱

مرتضی د خپل پلار پورونه ادا کړل خو د خپل راتلونکي د جوړولو په لاره کې مړ شو

۲

نیویارک ټایمز: د امریکا استخباراتي ادارې د حکمتیار یو خپل د اوبو په واسطه شکنجه کړی و

۳

سرچینې: طالبانو شپږ پنجشیري ځوانان د تلاشۍ پوستې ته د نه درېدو له امله وژلي دي

۴

د پنجشېري ځوانانو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه؛ مقاومت جبهې دا پېښه سیستماتیکه وژنه بللې ده

۵

د ماشومانو د ملاتړ سازمان: جګړې، بې‌وزلي او د مرستو کمښت د ماشومانو ودونه ډېر کړي

•
•
•

نور خبرونه

انتونیو ګوترېش: فلسطینیان د خپلواکۍ او خپل برخلیک ټاکلو حق لري

۸ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، فلسطینیان د کرامت، عدالت او خپل برخلیک ټاکلو حق لري. هغه د غزې د تاوتریخوالي درولو، بشري مرستو ته د لاسرسي، د اشغال پای ته رسولو او د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، نن یکشنبه (لیندۍ ۸مه ) پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، له فلسطینیانو سره پیوستون باید یوازې د هغوی د کړاوونو د لیدلو او شاهد پاتې کېدو په معنا نه وي، بلکې د دغو کړاوونو د پای ته رسولو او د ناقانونه اشغال د درولو لپاره باید عملي اقدامات وشي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په غزه کې د لا زیاتو تاوتریخوالو او ویجاړیو د مخنیوي، بشري مرستو ته د بې‌خنډه لاسرسي او د سیمې د رښتینې بیارغونې لپاره ټولې هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس کې د مېشتېدونکو د تاوتریخوالي، د مېشت‌ځایونو د پراختیا، د کورونو د ویجاړولو، د خلکو د اېستلو، د ځمکو د نیولو او د الحاق د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د فلسطینیانو د خپل برخلیک ټاکلو د مشروع حق له تحقق پرته په منځني ختیځ کې سوله ناشونې ده او ملګري ملتونه به د دوو دولتونو د حل‌لارې په ملاتړ کې خپلې ژمنې ته دوام ورکړي.

د ګوترېش د پیغام له مخې، د دې حل‌لارې پر بنسټ باید دوه خپلواک، د ملي حاکمیت لرونکي او ډیموکراتیک دولتونه، اسراییل او فلسطین، د ۱۹۶۷ کال له جګړې مخکې د کرښو پر بنسټ، په خپلو خوندي او په رسمیت پېژندل شویو پولو کې د سولې او امنیت تر څنګ ژوند وکړي.

هغه زیاته کړې چې غزه او لوېدیځه غاړه باید د فلسطیني دولت نه بېلېدونکې برخې وي او بیت‌المقدس باید د دواړو دولتونو پلازمېنه وي.

ګوترېش د خپل پیغام په پای کې ویلي، نړیواله ټولنه باید د داسې راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي چې فلسطیني ماشومان له وېرې پرته زده‌کړې وکړي، کورنۍ یې له بې‌ځایه کېدو پرته ژوند وکړي او فلسطینیان بشپړه ملي خپلواکي او حاکمیت ترلاسه کړي.

هغه ټینګار کړی چې فلسطینیان او اسراییلیان دواړه باید له سولې، عدالت، امنیت او انساني کرامت څخه برخمن وي.

د فلسطین او اسراییل شخړه څو لسیزې پخوانۍ ده او د سیمې پر ځمکنۍ، سیاسي او ملي خپلواکۍ د حقونو پر سر رامنځته شوې ده. په ۱۹۴۷ کال کې ملګرو ملتونو د فلسطین د وېش طرحه تصویب کړه، چې له مخې یې باید یو عربي او بل یهودي دولت جوړ شوی وای. په ۱۹۴۸ کال کې د اسراییل له خپلواکۍ اعلان وروسته جګړه پیل شوه، چې له امله یې سلګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو بې‌ځایه شول.

په ۱۹۶۷ کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال اسراییل د غزې تړانګه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس ونیول. له هغه راهیسې د فلسطین د خپلواک دولت، د اشغال شویو سیمو، مېشت‌ځایونو او کډوالو د بېرته ستنېدو موضوعات د شخړې له مهمو مسایلو پاتې شوي دي.

د ۱۹۴۸ کال د مې په ۱۴مه اسراییل خپلواکي اعلان کړه او ورپسې د اسراییل او ګاونډیو عربي هېوادونو ترمنځ جګړه پیل شوه. د دې جګړې په پایله کې شاوخوا ۷۰۰ زره فلسطینیان له خپلو کورونو وتلو یا بې‌ځایه کېدو ته اړ شول فلسطینیان دې پېښې ته «نکبه» یا ستر ناورین وایي.

اسراییل په ۲۰۰۵ کال کې خپل ځواکونه او مېشت‌ځایونه له غزې وایستل، خو په ۲۰۰۷ کال کې د حماس له خوا د غزې تر کنټرول وروسته یې پر دغه تړانګه کلابندي ولګوله. په ورپسې کلونو کې د اسراییل او فلسطیني وسله‌والو ډلو ترمنځ څو ځله جګړې او نښتې وشوې او لا هم دوام لري.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل برید او د اسراییلي وګړو وژل کېدل او یرغمل نیول د جګړې د یوې بلې پراخې څپې د پیل لامل شول. اسراییل په ځواب کې پر غزه پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې د پراخو مرګ‌ژوبلو، ویجاړیو او د خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شول.

تر اوسه د دې شخړې اساسي لانجې د فلسطیني دولت جوړېدل، د اسراییل له خوا د نیول شویو سیمو وضعیت، د بیت‌المقدس برخلیک، د فلسطیني کډوالو د بېرته ستنېدو حق، امنیت او د سرحدونو ټاکل دي.

ایلان ماسک د افغان ښځو وضعیت «خورا اندېښمنونکی» وباله

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۰
100%

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک هغه راپورونه «خورا اندېښمنونکي» بللي، چې ګواکې طالبانو د افغانستان په رسمي ادارو کې د ښځو نومونه حذف کړي دي. د راپورونو له‌مخې، طالبانو په بلخ کې روغتیايي مرکزونو ته امر کړی، چې په روغتیايي اسنادو کې د ښځینه ناروغانو نومونه ونه‌لیکلي.

د «زن‌نیوز» او «ګارډين» په یوه ګډ راپور کې راغلي، چې طالبانو په بلخ کې روغتونونو او کلینیکونو ته امر کړی، چې په رسمي اسنادو، طبي نسخو او روغتیايي سوابقو کې د ښځینه‌ ناروغانو نومونه ونه‌لیکي او د هغو د نومونو پر ځای یوازې ورته «بي‌بي» ولیکي.

په افغاني ټولنه کې «بي‌بي» د درناوي وړ ښځې او په ځانګړې توګه «نیا» ته کارول کېږي.

د ټېسلا او سپېس‌اېکس مشر ایلان ماسک د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپله اېکس‎‌پاڼه د یاد راپور په بیا خپرولو سره ویلي: «خورا اندېښمنونکې ده».

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ډېرو برخو کې په عام محضر کې د ښځې د نوم اخیستل یا لیکل د هغې د مېړه یا کورنۍ عزت ته سپکاوی ګڼل کېږي، چې له امله یې د هغوی نومونه ډېری وخت د قبرونو له تیږو څخه هم لرې کېږي.

طالبانو لا تر اوسه په رسمي توګه د «زن‌نیوز» او «ګارډین» دغه ګډ راپور ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

همدا ۴ ورځې مخکې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» وبللې او ویلي یې وو، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم له‌منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړې، هېواد یې د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو په اړه د نړۍوال کنوانسیون په خبرو اترو کې هڅه کوي چې «جنسیتي اپارتاید» هم د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «غیرانساني شکنجه» بللې او افغان ښځو ته یې په خطاب کې ویلي: «موږ تاسې نه هېروو، فرانسه ستاسو ترڅنګ ولاړه ده او تاسې یوازې نه یاست».

د بارو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې په روانه پېړۍ کې له تر ټولو سخت تبعیض سره مخ دي. بارو ویلي، چې طالبانو افغان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې کړي او له عامه ژوند څخه یې څنګ ته کړې دي.

د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پاتن هم تېره اونۍ (دوشنبه د لیندۍ ۲مه) د افغان ښځو په اړه د مادرید په څلورمه غونډه کې ویلي، چې دمګړۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه افغان ښځې او نجونې په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې د هغوی ډېری حقونه، واک او په ټولنیزو چارو کې ګډون ترې اخیستل شوی دی.

طالبانو یې په غبرګون کې ویلي وو، چې د افغان ښځو او نجونو حقونه د «شریعت» په چوکاټ کې تامین دي او په وینا یې، نړۍوالې ادارې او سازمانونه باید افغاني ټولنې ته دې له خپل لید لوري ونه‌ګوري.

د افغان ښځو د ولسي محکمې پلاوي د اندونیزیا له چارواکو او دیني عالمانو سره لیدلي دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۵ GMT+۰
100%

د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې پلاوي اندونیزیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد په درېیو ښارونو کې له دولتي چارواکو، دیني عالمانو، د پوهنتون استادانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره په کتنو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

دغه پلاوی د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون په دفتر کې یوې خبري غونډې ته د خپلو لیدنو او خبرو اترو جزییات وړاندې کوي.
د دغه پلاوي د معلوماتو له مخې، غړو یې د جاکارتا، چیربون او باندا اچه ښارونو ته د سفر پر مهال د ښځو او کورنۍ د پیاوړتیا وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د دیني چارو وزارت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون، د اندونیزیا د ښځینه دیني عالمانو ټولنې او د یو شمېر پوهنتونونو او د ښځو حقونو د مدافع سازمانونو له استازو سره لیدلي دي.
د افغانستان د ښځو لپاره د ولسي محکمې د پرېکړې په اړه د معلوماتو وړاندې کول، د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت ارزونه، د اسلام له نظره د جنسیتي برابرۍ څېړل او د افغانستان له ښځو سره د نړیوال پیوستون جلبول د دغو خبرو اترو مهم موضوعات وو.

د روادارۍ بنسټ مشرې شهرزاد اکبر په دې اړه لیکلي: «په اندونیزیا کې ښځینه دیني عالمانو د دیني صلاحیتونو د بېرته راژوندي کولو او د هغوی د دریځ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي. د دیني تفسیرونو او د ښځو د واقعي ژوند د تجربو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول هم د دې هڅو یوه موخه ده، څو مسلمانې ښځې له رحمت، کرامت او عدالت څخه ډک ژوند ولري. د دغو عالمانو له پوهې ډېر څه زده کېدای شي».
د افغان ښځو د ولسي محکمې پلاوي او اندونیزیایي همکارانو یې هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره د دیني، علمي او مدني همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره یوه حقوقي پروسه او نړیوال نوښت دی، چې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو او د افغان ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پام رااړولو په موخه رامنځته شوی دی.

د دغې محکمې غونډې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې نېټې د اسپانیا په مادرید ښار کې د دایمي ولسي محکمې تر څارنې لاندې ترسره شوه. په دغو غونډو کې یو شمېر حقوقي کارپوهانو، د ښځو د حقونو فعالانو او شاهدانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو او ځپلو په اړه شاهدي ورکړې وه.
دې محکمې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې خپله پرېکړه صادره کړه او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د طالبانو تګلارې او اقدامات د جنسیت پر بنسټ د پراخې ځورونې او د بشریت ضد جرمونو بېلګې وبللې. محکمې همدارنګه د ښځو د حقونو د سرغړوونکو د حساب ورکولو، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو د مخنیوي او د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
اندونیزیا د نړۍ تر ټولو ډېر نفوس لرونکی مسلمان هېواد دی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دوره‌يي مشري هم پر غاړه لري. د دیني، ښوونیزو او قانون جوړونې په برخو کې د ښځو د ونډې په اړه د دغه هېواد تجربې هم د پلاوي په خبرو اترو کې د پام وړ موضوعات وو.
ولسي محکمه له قانوني پلوه د الزامي پرېکړو صلاحیت نه‌لري، بلکې د مدني ټولنې له‌خوا پر مخ وړل کېدونکی یو غیر رسمي او سمبولیک نوښت دی، چې حقوقي کارپوهانو، د بشري حقونو فعالانو، د پوهنتون استادانو او مدني بنسټونو ته د یوې مهمې موضوع د څېړلو او په اړه یې د حقوقي او اخلاقي نظر څرګندولو زمینه برابروي.
ولسي محکمه اجراییوي واک نه‌لري، خو پرېکړې یې پراخې سیاسي، اخلاقي او ان حقوقي پایلې لرلای شي.

د تورخم تړل کېدو د پېښور د کمپیوټرونو سوداګرو ته د لکونو روپیو زیان اړولی

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

د پېښور د کمپیوټرونو سوداګر وايي، د تورخم دروازې له تړل کېدو سره د افغان پېرودونکو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد درېدلی، چې له امله یې د کمپیوټرونو، لېپټاپونو او پرنټرونو پلور کم شوی او د لکونو روپیو مالي زیان یې ګاللی دی.

د سوداګرو په وینا پخوا به د افغانستان له بېلابېلو سیمو خلک د کمپیوټرونو او لېپټاپونو د پېرلو او ترمیم لپاره پېښور ګل حاجي پلازا ته راتلل.

د افغانستان له لارې به ځینې پرزې او وسایل په لږ لګښت بازار ته رسېدلې او د همدې اسانتیا له امله به د پېښور ترڅنګ له لاهور او کراچۍ څخه هم پېرودونکي دغه بازار ته راتلل.

د کمپیوټرونو سوداګر محمد رضوان الله دوراني افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي له ۲۰۰۶ کال راهیسې په ګل حاجي پلازا کې کار کوي د تورخم د لارې له تړل کېدو وروسته د پېرودونکو شمېر او د کمپیوټرونو د پلور کچه یې په څرګند ډول راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، پخوا به افغانان پېښور ته د کمپیوټرونو او لېپټاپونو د اخیستلو ترڅنګ د خپلو وسایلو د ترمیم لپاره هم راتلل خو اوس د تګ راتګ د بندېدو له امله بازار ته د دوی ورتګ درېدلی دی.

رضوان الله دوراني وايي، پخوا به د افغانستان له لارې پرزې په لږ لګښت بازار ته رسېدې خو اوس سوداګر اړ دي چې ډېری پرزې له لاهور او کراچۍ څخه راوغواړي. د هغه په خبره د لېږد د لګښتونو له زیاتېدو سره د پرزو بیې هم لوړې شوې دي.

نوموړي د بېلګې په توګه ویلي، یوه پرزه چې پخوا یې بیه شاوخوا درې زره تر درې نیم زره پاکستانۍ کلدارې وه اوس یې بیه اووه نیم زره کلدارو ته رسېدلې ده.

د هغه په وینا، د توکو د بیو لوړوالی د پېرودونکو د پېرلو توان کموي او د سوداګرو پر کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.

100%

سوداګر محمد حمزه وايي پخوا به د سهار له خوا د دکانونو له پرانیستل کېدو سره سم پېرودونکي راتلل او سوداګر به تر ناوخته په کار بوخت وو خو اوس د ورځې ډېره برخه بې له پېرودونکو تېروي.

حمزه وايي پخوا به یې د شپې تر شاوخوا نهو بجو کار کاوه، خو اوس د ماښام له لمانځه وروسته دکانونه تړي.

د هغه په وینا، د پېرودونکو او توکو د کمښت له امله سوداګر پرله‌پسې زیانونه ګالي او که دا وضعیت دوام وکړي ښايي ځینې کسان خپل کاروبار پرېښودو ته اړ شي.

100%

په ګل حاجي پلازا کې بل سوداګر فاروق افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې شاوخوا لس کاله کېږي په دغه پلازا کې کار کوي د بازار اوسنی وضعیت له پخوا سره د پرتلې وړ نه بولي.

هغه وايي، پخوا به د دکانونو له تړل کېدو سره سره پېرودونکي د اخیستلو او ترمیم لپاره انتظار وو خو اوس سوداګر د ورځې له پیله تر پایه د پېرودونکو په تمه ناست وي.

فاروق زیاتوي، د خلکو د پېرلو توان هم کم شوی دی ان ځینې پېرودونکي د خپلو وسایلو د ترمیم لګښت سمدستي نه شي ورکولای او د پیسو د برابرولو لپاره اوږده موده غواړي.

د هغه په خبره، دې وضعیت د سوداګرو عاید نور هم کم کړی دی.

د ګل حاجي پلازې سوداګر له حکومت څخه غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او تګ راتګ ستونزې حل او د تورخم دروازه بېرته پرانیزي.

دوی وايي، د لارې په پرانیستل کېدو سره به د توکو لېږد رالېږد او د افغان پېرودونکو تګ راتګ بېرته پیل شي او د پېښور د کمپیوټرونو بازار به له نورو زیانونو وژغورل شي.

د مکې تړون؛ پاکستان او ترکیه د حوثیانو پر وړاندې سعودي عربستان ته د ملاتړ ورکړ

۶ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۰
100%

د پاکستان او ترکیې چارواکو د جمعې په ورځ د «مکې دفاعي تړون» په چوکاټ کې ژمنه وکړه چې د ایران په ملاتړ د حوثي یاغیانو د پرله‌پسې بریدونو پر وړاندې به د سعودي عربستان ملاتړ کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، درې واړو هېوادونو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، په دې غونډه کې هوکړه وشوه چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافونو د سوله‌ییز حل لپاره هڅې دوام ومومي.

ډار زیاته کړه، درې واړو لورو په یمن کې د حوثي یاغیانو هغه بریدونه یو ځل بیا وغندل چې د ایران ملاتړ ورسره دی او په سعودي عربستان کې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

هغه وویل، درې واړو هېوادونو د دفاعي تړون په چوکاټ کې د سعودي عربستان د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

پاکستان او ترکیه: د مکې دفاعي تړون یوازې دفاعي بڼه لري

د جمعې په ورځ د مکې د ګډ دفاعي تړون په چوکاټ کې د ستراتیژیکو، سیاسي او دفاعي چارو د کمېټې غونډه وشوه. دغه تړون د اګست په میاشت کې د سعودي عربستان په مکه ښار کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا لاسلیک شوی و.

ترکي چارواکو ویلي، انقره سعودي عربستان ته د پوځي مرستو د لېږلو په اړه ارزونه کوي؛ خو ټینګار یې کړی چې د مکې تړون دفاعي ماهیت لري او هېڅ ترکي پوځي ځواک به په یمن کې د جګړې یا د حوثيانو پر ضد د برید لپاره ونه لېږل شي.

پاکستان هم دغه تړون یوازې دفاعي بللی او ویلي یې دي چې دا تړون د ایران په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی؛ بلکې د امنیتي او ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د درې واړو هېوادونو د ګډې ارادې څرګندونه کوي.

په همدې حال کې د ترکیې د جمعې ورځې په رسمي جریده کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان درې‌اړخیز دفاعي تړون په رسمي ډول تایید کړی او په دې سره په ترکیه کې د دغه تړون د تصویب بهیر بشپړ شوی دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د ترکیې پارلمان دغه تړون د ۲۷۹ موافقو او ۱۱۹ مخالفو رایو په پایله کې تصویب کړی و. د پارلمان ځینو مخالفو ګوندونو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی و. هغوی استدلال کاوه چې دغه تړون ښايي ترکیه په سیمه‌ییزو جګړو کې ښکېله کړي او د دغه هېواد سرتېري له خطر سره مخامخ کړي.

درې واړه هېوادونه په ایران کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، د مکې د ایتلاف غړي هېوادونه د دغه ایتلاف د جوړښتونو او بنسټیزو وړتیاوو د پیاوړتیا هڅو ته دوام ورکوي. د هغه په وینا، دغه ایتلاف په سیمه کې د امنیت، ثبات او هوساینې د ټینګښت په موخه جوړ شوی دی.

فیدان زیاته کړې، د ایتلاف غړي د ګډ لیدلوري او مسوولیت پر بنسټ هڅه کوي خپلې مشورې او همغږي پراخه کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر په دې غونډه کې ګډون کړی و. د سعودي عربستان له لوري د دغه هېواد د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هم حاضر وو.

خواجه اصف تر دې وړاندې ویلي وو چې پاکستان به د حوثي وسله والو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د دفاع لپاره له «هرې هغې وسیلې» کار واخلي چې په واک کې یې لري.

پاکستان له قطر او د منځني ختیځ له ځینو نورو هېوادونو سره هم همکاري کوي، څو امریکا او ایران بېرته د خبرو مېز ته کېنوي او د جګړې پای ته رسېدو ته وهڅوي. پاکستان د جون په میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د یوه لنډمهاله تړون په منځګړیتوب کې هم رول درلود.

د دغو درېیو هېوادونو په تېره غونډه کې چې په ریاض کې جوړه شوې وه، لورو ژمنه کړې وه چې د ګډې دفاع ژمنې به سمدستي عملي کوي. په دغو ژمنو کې سعودي عربستان ته د هوکړه شویو پوځي ځواکونو او وړتیاوو د چټک لېږد ترتیبات هم شامل دي.

د دغه تړون له مخې، د ایتلاف دارالانشا په سعودي عربستان کې جوړه شوې او د پاکستان متقاعد جنرال نعمان محمود د دغه ایتلاف د لومړي سرمنشي په توګه ټاکل شوی دی.

دغه تړون د لسو کلونو لپاره پر غړو هېوادونو اجباري دی او له دې مودې وروسته هر غړی هېواد کولای شي له تړونه ووځي، خو باید درې میاشتې مخکې یې خبر ورکړي.