
ازادۍ جبهه: په کامدېش او ناړۍ ولسوالیو کې د طالبانو څو پوستې زموږ په لاس کې دي
ازادۍ جبهې ویلي، چې د نورستان په کامدېش او د کونړ په ناړۍ ولسوالیو کې یې د طالبانو څو پوستې او دغه راز څو کلي نیولي دي. یادې جبهې «د ۳۷ طالبانو د وژل کېدو او ۲۴ نورو د ټپي کېدو» ادعا کړې ده.



















